روايي تفسیر

د wikishia لخوا
دا مقاله د روايي تفسیر په هکله ده. د روايي تفسیرونو د لړلیک لپاره د شیعو د روايي تفسیرونه لړلیک مقاله وګورئ.

رِوایي تَفسير، مَأثور یا نَقلی، دا د احادیثو په کارولو سره د قرآن د تفسیر یو ډول دی. شیعو په خپلو روایي تفسیرونو کې د رسول الله(ص) او معصومو امامانو(ع) له حدیثونو کار اخلي. د شيعه مفسرينو له نظره هغه روايتونه چې د قرآن کريم په تفسير او بیان کې له پېغمبر(ص) او امامانو(ص) راغلي دي د تفسير له غوره او مزبوتو ډولونو څخه دي. خو د تفسيري احاديثو په منځ کې هم جعلي حديثونه راغلي دي.

تفسیر عیاشي، تفسیر قمي، تفسیر نور الثقلین او تفسیر البرهان د شیعه د روایي تفسیرونو مثالونه دي او تفسیر جامع البیان د اهل سنتو د روايي تفسیرونو بېلګه ده. د محمد هادي معرفت په وینا، په اسلامي نړۍ کې تفسیري اثار په لومړيو کې په تفسیري روایتونو باندې تکیه شوي او لیکل شوي دي.

مفهوم‌ پيژندنه

روايي تفسير، مأثور تفسير يا نقلي تفسير،[۱] د شيعو له نظره د قرآن د تفسير يو ډول دی چې د اسلام له پيغمبر(ص) او شيعه امامانو څخه د روايتونو پر بنسټ د قرآن کريم د تفسير په نامه ياد شوی دی.[۲] اهل سنت د اصحابو او تابعینو کلام هم د روايي تفسیر لپاره بنسټ ګڼي.[۳]

د تفسیري روایتونو اهمیت او اعتبار

د مسلمانو مفسرینو له نظره د اسلام پیغمبر د وحی د رسولو سربیره د خدای د کلام د تفسیر، تبیین او څپړنې دنده هم په غاړه درلوده.[۴] دوي د دې خبرې دلیل د نحل سوره 44 او 64 آیتونه ګڼي.[۵] چې پر اساس یې شیعه او سني مفسرین په دې باور دي چې د تفسیر روایتونه یا حدیثونه چې کوم پیغمبر(ص) ته منسوب، که صحيح ثابت شي، نو د تفسير يو له غوره او معتبر ډولونو څخه دی.[۶] شیعه د ثقلین د حدیث پر بنسټ د شیعه امامانو روايتونه هم د تفسير له سرچینو څخه ګڼلي دي.[۷]

د تفسیري روایتونو د اهمیت سره سره بیا هم مفسرین په دې باور دي چې په تفسیري احادیثو کې جعلي روایتونه هم شته چې د یو صحابه کرامو د مقام د لوړولو او یا د هغو د ردولو په موخه جوړ شوي دي.[۸] د توبې سورت د 113 آیت د شان نزول جعلي شونه له دغو مواردو ګڼل شوی دی چې طبري او بخاري چې د اهل سنتو له عالمانو څخه دي دا جعلي ګڼلی دی.[۹] د ذکر شوي شان نزول په اساس، د سوره توبه ۱۱۳ آیت د امام علي(ع) د پلار ابو طالب په اړه ګڼل شوی چې د هغه د وفات په وخت کې نازل شوی دی او د هغه شرک یې په کې د ژوند تر اخره پورې دوامدار ښودلی دی، په داسې حال کې چې طبري او بخاري په دې اند دي چې ابو طالب له هجرت درې کاله مخکې وفات شوی او دا آيت په نهم هجري کال کې نازل شوی.[۱۰]

داسې روایتونه ته چې ډېر یې نوي مسلمان شوي یهودیانو جوړ کړي دي اسرائيلیات ویل کېږي.[۱۱]

د روايي تفسیرونو ځینې بیلګې

د تفسیر د کتاب مخ، د محمد بن مسعود عیاشي له خوا لیکل شوی

محمد هادي معرفت چې د قرآن د معاصرو پوهانو او مفسرینو څخه دی، په دې باور دی چې د تیرو وختونو خورا مهم تفسیري کتابونه په تفسیري روایتونو سره لیکل شوي دي او د قرآن په فلسفي، کلامي او ادبي معناګانو باندې په تکیه کولو سره ډېر لږ لومړني کتابونه لیکل شوي دي.[۱۲] د هادی معرفت له نظره د روايي تفسیرونو مهم کتابونه دا دي:

  • تفسیر قمي چې علي بن ابراهیم قمي ته منسوب دی چې د هغه شاګرد ابوالفضل العباس بن محمد، چې د امام موسی کاظم(ع) له لمسیو دی، لیکلی او د علي ابن ابراهیم له لارې نقل شوي روایتونو او د ابي جارود په تفسیر کې راغلي روایتونو یې ګته اخستې ده.[۱۶] د کتاب د لیکوال ابوالفضل العباس بن محمد په اړه هیڅ معلومات نشته مګر دا چې هغه یو علوي و او د علي ابن ابراهیم له شاګردانو څخه و[۱۷] که څه هم دا تفسیر په عمومي ډول بې عیب ګڼل کیږي خو په دې کې څو ضعیف حدیثونه هم راغلې دي.[۱۸]
  • جامع البیان، د محمد بن جریر طبري لخوا لیکل شوی، چې د اهل سنتو له مفسرینو څخه دی. طبري د خپل تفسیر د کتاب د پراخوالي او جامعیت له امله د تفسیر د علومو پلار ګڼل شوی دی.[۱۹] که څه هم هغه د ضعیفو او جعلي روایتونو په نقل کولو او د نامعلومو راویانو په اعتماد تورن شوی دی.[۲۰]
  • تفسیر البرهان د سید هاشم بحراني لیکلی(په شاوخوا ۱۰۵۰ هـ ق – ۱۱۰۷ هـ ق یا ۱۱۰۹ هـ ق کال کې) د خپل تفسیر په سریزه کې لیکلی دی، چې دا هغه کتاب دی چې مخاطب ته د قرآنی علومو له ډېرو رازونو، د شرعي علمونو له مسائلو او د نبیانو له کیسو او حالاتو څخه خبروي. ځکه چې دا د اهل بیتو(ع) له احادیثو څخه اخستی شوی دی چې د هغوی په کور کې وحی نازله شوې ده. هغه د البرهان روایتونه له معتبرو او باور وړ کتابونو څخه غوره کړي دي چې لیکوالان یې معتبر علماء دي او ډېر روایتونه یې د امامیه له لارې روایت کړي دي او په هغه صورت کې چې د اهل سنتو احادیث د اهل بیتو(ع) له احادیثو سره موافق دي یا د اهل بیتو(ع) د فضائلو په هکله دي نو له هغو یې هم ګټه اخستې ده. له ابن عباس څخه یې هم له دې سببه چې د امام علی(ع) د شاګردانو څخه وه یو څه روایتونه نقل کړي دي.[۲۱]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ایازی، المفسرون: حیاتهم و منهجم، ۱۴۱۴ق، ص۳۶.
  2. ایازی، المفسرون: حیاتهم و منهجم، ۱۴۱۴ق، ص۳۶.
  3. ایازی، المفسرون: حیاتهم و منهجم، ۱۴۱۴ق، ص۳۶؛ ذهبی، التفسیر والمفسرون،‌ دار الکتب الحدیثة، ج۱، ص۱۵۲.
  4. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، ج۶، ص۳۹۸؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، قاهره، ج۲۰، ص۵۷؛ طباطبائی، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، ج۱۲، ص۲۸۴؛ ابن عاشور، تفسیر التحریر والتنویر، ۱۹۸۴م، ج۱۴، ص۱۹۶.
  5. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، ج۶، ص۳۹۸؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، قاهره، ج۲۰، ص۵۷؛ طباطبائی، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، ج۱۲، ص۲۸۴؛ ابن عاشور، تفسیر التحریر والتنویر، ۱۹۸۴م، ج۱۴، ص۱۹۶.
  6. ابن عاشور، تفسیر التحریر والتنویر، ۱۹۸۴م، ج۶، ص۴۷، ج۱۴، ص۱۶۳-۱۶۴.
  7. ایازی، المفسرون: حیاتهم و منهجهم، ۱۴۱۴ق، ص۳۶-۳۷.
  8. معرفت، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۴۱۸-۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۵۵۶؛ ذهبی، التفسیر والمفسرون،‌دار الکتب الحدیثة، ج۱، ص۱۵۹-۱۶۵.
  9. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۰۱ق، ج۵، ص۲۰۸؛ طبری، جامع البیان، ۱۳۲۲-۱۳۳۰ق، ج۷، ص۳۰.
  10. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۰۱ق، ج۵، ص۲۰۸؛ طبری، جامع البیان، ۱۳۲۲-۱۳۳۰ق، ج۷، ص۳۰.
  11. وګورئ: ذهبی، الإسرائیلیات فی التفسیر والحدیث، ۱۴۰۵ق، ص۱۹.
  12. معرفت، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۴۱۹ق،‌ ج۲، ص۳۱۲.
  13. معرفت، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۴۱۹ق،‌ ج۲، ص۳۲۲.
  14. معرفت، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۴۱۹ق،‌ ج۲، ص۳۲۲.
  15. معرفت، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۴۱۹ق،‌ ج۲، ص۳۲۲.
  16. معرفت، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۴۱۹ق،‌ ج۲، ص۳۲۵.
  17. معرفت، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۴۱۹ق،‌ ج۲، ص۳۲۶.
  18. معرفت، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۴۱۹ق،‌ ج۲، ص۳۲۷.
  19. معرفت، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۴۱۹ق،‌ ج۲، ص۳۱۲-۳۱۳.
  20. معرفت، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ۱۴۱۹ق،‌ ج۲، ص۳۱۲-۳۱۳.
  21. بحرانی‌، البرهان‌ فی‌ تفسیر القرآن‌، نشر موسسه بعثت، ج۱، ص۶و۷.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن عاشور، محمدطاهر بن محمد، تفسیر التحریر والتنویر، تونس، ۱۹۸۴م.
  • ایازی، محمدعلی، المفسرون: حیاتهم و منهجم، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۱۴ق/۱۳۷۳ش.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، استانبول، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م.
  • ذهبی، محمدحسین، الإسرائیلیات فی التفسیر والحدیث، دمشق، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • ذهبی، محمدحسین، التفسیر والمفسرون، قاهره، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد حبیب قصیر عاملی، بیروت، بی‌تا.
  • صغیر، محمدحسین علی، دراسات قرآنیه، ج۲: المبادی العامة لتفسیر القرآن الکریم، قم، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبائی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، ۱۳۹۰-۱۳۹۴ق/۱۹۷۱-۱۹۷۴م.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بولاق، ۱۳۲۲-۱۳۳۰ق/۱۹۹۴-۱۹۱۱م، چاپ افست بیروت، ۱۴۰۰-۱۴۰۳ق/۱۹۸۰-۱۹۸۳م.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، قاهره،‌بی‌تا، چاپ افست تهران، بی‌تا.
  • معرفت، محمدهادی، التفسیر والمفسرون فی ثوبه القشیب، ج۲، مشهد، الجامعة الرضویة للعلوم الإسلامیة، ۱۴۱۹ق.