سید علي حسیني سیستاني
| د تقلید مرجع | |
| بښپړ نوم | سید علي حسیني سیستاني |
|---|---|
| د زیږیدنې نیټه | د ۱۳۰۹ لمریز کال د زمری ۱۳مه، (د ۱۳۴۹ قمري کال د ربیعالاول ۹مه ) |
| د اوسیدو ځای | نجف |
| مشهور خپلوان | محمدرضا او محمدباقر (ماشومان) سید جواد شهرستاني (زوم) |
| ښوونکي | سید محمد حجت کوه کمري • سید حسین بروجردي • سید ابوالقاسم خویی • شیخ حسین حلي |
| له څخه د اجتهاد اجازه | سید ابوالقاسم خویی• حسین حلي |
| ټولنیز | د شیعو د تقلید مرجع |
| رسمی ویب پاڼه | http://sistani.org |
سید علي حسیني سیستاني(۱۳۴۹ کال/۱۳۰۹ هجري) د پنځلسمې قمري پیړۍ یو شیعه مرجع تقلید دی. د بعثي رژیم په دوران کې د نجف د دیني مدرسې ساتنه، د صدام حسین له نسکوریدو وروسته د مختلفو عراقي قبیلو د یووالي ساتل، او په عصري دوره کې د عراق د اساسي قانون په مسوده کې نفوذ، او همدارنګه د عراق د ملي هویت ساتنه، د هغه له مهمو ونډو څخه ګڼل کیږي.
سیستاني په ۱۳۶۰ قمري کې په مشهد کې خپلې زده کړې پیل کړې. بیا، په قم کې، هغه د سید حسین طباطبایي بروجردي او سید محمد حجت کوه کمري د خارج په درسونو کې ګډون وکړ، او بالاخره په ۱۳۷۱ قمري کې نجف ته لاړ. هغه د ۳۱ کلنۍ په عمر کې د سید ابو القاسم خویي او حسین حلي څخه د اجتهاد اجازه ترلاسه کړه. سیستاني په ۱۳۸۱ قمري کال کې د درسِ خارج د تدریس پیل کړ. د ۱۴۱۳ هجري قمري کال کې د سید ابوالقاسم خوی له وفاته وروسته، د نجف د عالمانو په مشوره، هغه په تدریجي ډول د شیعیانو یو عمومي مرجع تقلید شو، او د هغه د مقلدینو لړۍ له عراق او ایران څخه تر هند، پاکستان، اروپا او امریکا پورې پراخه شوه.
ویل کیږي چې سید علي سیستاني د صدام له سقوط وروسته د عراقي ملتپالنې، د شیعه او سني د یووالي په ساتلو او په واک کې د ټولو ډلو د ګډون په ټینګار سره د نوي عراقي رژیم په جوړولو کې پریکړه کونکی رول ولوباوه. د ډیموکراټیک پروسې ملاتړ، د اشغال مخالفت، د داعش په وړاندې د دفاع لپاره بلنه ورکول، او د پاپ فرانسیس سره تاریخي لیدنه د هغه د فعالیتونو له مهمو ټکو څخه ګڼل کیږي.
د هغه دفتر په مختلفو هیوادونو کې علمي، کلتوري، څیړنیزې او خدماتي ادارې او موسسې لري، پشمول د ایران، عراق، ترکیې او انګلستان. سیستاني د فقهې، اصولو، حدیث او رجال په برخو کې هم تقریرات او کتابونه لري.
سريزه، ژوندليک او مقام
سید علي حسیني سیستاني د ۱۳۴۹ هجري قمري کال د ربیع الاول په ۹مه (د ۱۳۰۹ هجري لمریز کال د زمري په ۱۳مه) په مشهد کې زیږیدلی دی. پلار یې سید محمد باقر وو، چې یو شیعه عالم وو، او مور یې د سید رضا مهرباني سرابي لور وه.[۱] د هغه نیکه، سید علي سیستاني، په نجف کې د میرزا شیرازي شاګرد و، چې په ۱۳۱۸ هجري قمري کال کې ایران ته له راستنیدو وروسته په مشهد کې میشت شو او د خلکو دیني مرجعیت یې په غاړه واخیست.[۲]
ویل شوي چې د سید علي سیستاني شهرت د صدام حسین په وخت کې د هغه د چلند څخه سرچینه اخلي چې د سید ابوالقاسم خويي له وفاته وروسته یې د نجف دیني حوزه وساتله[۳] او همدارنګه د صدام له سقوط وروسته د هغه سیاسي اقدامات او د عراق په سیاسي پیښو کې د خلکو د سیاسي افکارو لارښوونه یې وکړه؛ دا ډول چلند چې د عراق د مختلفو قبیلو د یووالي خیال هم په کې وساتل شي[۴] او د هغوي هویت او د ملي دولت د جوړیدو سبب شي[۵] او د عراق د نوي اساسي قانون په مسوده کې د هغه نفوذ د هغه د ژوند له مهمو فکتورونو څخه ګڼل کیږي.[۶]
زده کړه
سید علي سیستاني په ۱۳۶۰ هجري کال کې په مشهد کې خپلې دیني زده کړې پیل کړې. هغه د محمد تقي ادیب نیشاپوري، سید احمد مدرس یزدي، میرزا هاشم قزویني په څیر عالمانو سره د ابتدايي او د حوزې کچې درسونه ولوستل او د مجتبی قزویني سره یې فلسفه زده کړه. هغه به همدارنګ د میرزا مهدي اصفهاني او میرزا مهدي آشتیاني په ټولګیو کې هم برخه اخیسته. په ۱۳۶۸ هجري کال کې، هغه قم ته هجرت وکړ او د سید حسین طباطبایي بروجردي او سید محمد حجت کوه کمري سره یې په درس خارج کې برخه واخیسته.[۷]


نجف ته هجرت
سیستاني په ۱۳۷۱ هجري قمري کال کې نجف ته هجرت وکړ او د بخارايي په مدرسه کې میشت شو. په نجف کښې یې د سید ابوالقاسم خوئي او حسین حلي د فقه او اصول په درسِ خارج کښې ګډون وکړ او د سید محسن طباطبایي حکیم او سید محمود حسیني شاهرودي له درسونو یې هم ګټه پورته کړه.[۸]
تدریس او زده کوونکي
سید علي سیستاني په ۱۳۸۱ هجري قمري کال کې خپل درس خارج پیل کړ او تر ۱۴۱۱ هجري قمري کال پورې یې دوام وکړ. له هغه کسانو څخه چې د هغه په درسونو کې یې برخه اخیستې وه ځینې دا دي:
- سید محمد رضا سیستاني
- سید محمد باقر سیستاني
- سید مرتضی مهري
- سيد محمد علي رباني
- سید هاشم هاشمي
- سيد منير سيد عدنان القطيفي
- شیخ مهدي مروارید
- سيد احمد مددي
- سيد مصطفی هرندي.[۹]
اجتهاد
سید علي سیستاني په ۱۳۸۰ هجري قمري کال کې د ۳۱ کلنۍ په عمر له سید ابوالقاسم خويي او حسین حلي څخه د اجتهاد اجازه ترلاسه کړه. هغه یوازینی کس وو چې د شیخ حسین حلي څخه یې د مطلق اجتهاد اجازه تر لاسه کړې وه[۱۰] آغا بزرګ تهراني هم په ۱۳۸۰ هجري قمري کال کې په یوه لیکنه کې د رجال او حدیث په علمونو کې د هغه مهارت باندې ګواهي ورکړې ده.[۱۱]
مرجعیت

د هغه څه له مخې چې د سید علی سیستانی د دفتر په ویب پاڼه کې خپاره شوي دي، د سید ابوالقاسم خویی له وفات وروسته په ۱۴۱۳ هجری قمری کال کې د نجف د عالمانو یوې ډلې چې په هغو کې سید علی بهشتی او مرتضی بروجردی هم شامل وو، خلکو ته د سید علی سیستانی د تقلید سپارښتنه وکړه، چې دا کار د پاکستان، عراق، هند، د خلیج فارس او ایران په هیوادونو کې د خلکو تقلید ته د رغبت سبب شو. دغه بهیر د سید عبد الاعلي سبزواري (۱۴۱۴ هـ ق)، سید محمد رضا ګلپایګاني (۱۴۱۴ هـ ق)، محمد علي اراکي او سید محمد روحاني په مړینې سره نور هم زور واخیست او په اروپا او امریکا کې د شیعه ټولنې په ګډون سره د سیستاني د مقلدینو دایره پراخه شوه.[۱۲]
د شیعه مرجع تقلید سید ابوالقاسم خويي له ناروغۍ وروسته، په ۱۴۰۹ هجري کال کې، سیستاني تر ۱۴۱۴ هجري کال پورې د نجف په خضرا جومات کې د جماعت امامتي په غاړه واخیسته. د ابوالقاسم خويي له مړینې وروسته، سید علی سیستانی د هغه د جنازې لمونځ وکړ، چې ویل کیږي د خويي د ځای ناستي نښه وه.[۱۳]
علمي ځانګړتیاوې
د سید علي سیستاني زوم، سید جواد شهرستاني، هغه د یو داسې فقیه په توګه معرفي کوي چې د خپلو زده کړو له پلوه په مراجعو کې هیڅ سیال نه لري.[۱۴] د سید علی سیستاني له شاګردانو څخه یو سید منیر خباز هم د هغه د تدریس او څیړنې څو ځانګړتیاوې بیانوي:
- د مشهد، قم او نجف د دریو مختلفو مکتبونو تلفیق (خپلو کې سمون ورکول)
- د نورو اسلامي مذهبونو د فقهې او حدیث د کتابونو پوهه او د اهل بیت علیهم السلام د روایتونو د پوهیدو لپاره د دې کتابونو څخه ګټه اخیستل؛
- له اوسني غیر حوزوي رایجو علمونو له نظریاتو ګټه اخستل ترڅو په دیني علمونو کې نور هم ژور شي.[۱۵]
سید علي سیستاني د فقهې، د اصول فقه، حدیث او رجال په برخو کې ګڼ شمېر اثار لیکلي دي. د هغه شاګردانو د هغه د درسونو څخه تقریرات هم لیکلي دي، کوم چې د تقریراتو په ویب پاڼه کې شتون لري.
فکري بنسټونه او سیاسي نظریات
د سید علي سیستاني ټولنیز- سیاسي شخصیت له یوې خوا د سید ابوالقاسم خويي او له بلې خوا د امام خمیني او سید محمد باقر صدر ترمنځ ښودل شوی دی؛ په دې بیان سره چې که څه هم هغه د دولت په جوړولو کې د فقیه رول نه مني او د دیني دولت پر ځای یې مدني دولت ته مخه کړې ده، خو د سیاسي چارو په اړه د فقیهانو بې پروايي هم نه مني او مرجعیت لپاره د یو څارونکي او لارښود رول ګڼي.[۱۶] د سیاسي فقهې یو څېړونکی عبدالوهاب فراتي د سیستاني سیاست د میرزای نائیني فکر ته بیرته ستنیدل ګڼي، چې د خلکو او واکمن ترمنځ د دیموکراتیک نظام لاندې د مدني تړون ملاتړ کوي.[۱۷]
د فقیه د عام ولایت نفي
سیستاني د فقیهانو هغه عام ولایت نه مني، کوم چې د ډیرو فقیهانو لخوا وړاندیز شوی. د هغه په نظر، فقیه حکومت پورې اړوند مسلو باندې هیڅ ولایت نلري؛[۱۸] په هرصورت، د عامه چارو په اړه د فقیهانو د ولایت ردول، پدې معنی ندي چې د امورِ حسبیه او قضاوت په څیر مسلو باندې د فقیهانو ولایت له پامه غورځول شي؛ ځکه چې په روایتونو کې د دا رنګ چارو مسؤلیت د فقیه لپاره اړین ګڼل شوی دی.[۱۹]
په منطقة الفراغ کې د خلک د تصرف حق
د سید علي سیستاني په وینا، چیرې چې د قانون جوړونکي لخوا حکم نه وي صادر شوی او معمولا د نا لیکل شوي احکامو ساحه یا منطقة الفراغ په نوم یادیږي، هلته خلک په خپله پریکړه کونکي دي او د فقیه د کنټرول له ساحې څخه به بهر وي.[۲۰] د دې نظر په تشریح کې، ویل کیږي چې د منطقة الفراغ د عامې ساحې یوه لویه برخه ده چې پکې د خلکو حقونه پیژندل شوي او خلک حق لري چې په هغې کې قانون جوړ کړي، په دې شرط چې د شریعت سره مخالفت ونه کړي. پدې ساحه کې، هیڅ انسان په بل باندې ولایت نلري، او یوازې خلک پخپله کولی شي پدې ساحه کې خپل واک نورو ته وسپاري.[۲۱]
حکومت د خلکو د ارادې تابع دی
د عبدالوهاب فراتي په وینا، سید علي سیستاني، د خپلو فکري بنسټونو پر اساس، د هغه حکومت ملاتړ کوي چې د اکثریت خلکو لخوا په ډیموکراتیک بهیر کې منل شوی وي.[۲۲] د هغه له نظره، اکثریت نه فرقه ایز او قومي؛ بلکې د هغه عراقي وګړې اکثریت دی چې په ټاکنو کې یې برخه اخیستې ده. د دې ډول فکر محصول په عراق کې د یوې قوي مدني ټولنې راڅرګندیدل دي، چې کله بنسټیز شي، د سیاسي ډلو لخوا د سیاسي ګډون لیوالتیا کموي.[۲۳] په همدې اساس، دا هم ویل شوي چې اساسي قانون باید د عراقي خلکو د ارادې تابع وي، او څرنګه چې اکثریت مسلمانان دي، نو دا قانون نشي کولی د اسلامي مذهبي معیارونو سره مخالف وي.[۲۴]
د عراقي ملتپالنې په ټینګار سره د یووالي ساتل
د څیړونکو په وینا، په عراق کې د سیاسي، قومي او مذهبي شخړو د کنټرول لپاره، سید علي سیستاني تل په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې عراق د ټولو عراقیانو لپاره دی، نه د یوې ځانګړې ډلې یا مذهب لپاره. که څه هم هغه یو شیعه فقیه دی، خو هغه د شیعیانو په ګټه یو اړخیز دریځ نه دی نیولی، د نورو قومي ډلو او د نورو مذهبونو د پیروانو په وړاندې یرغل جایز نه ګڼي، او په پای کې یې د شخړو په سوله ایز حل ټینګار کړی دی.[۲۵] د سیستاني دا ډول دریځ د ټولنې ډیموکراسۍ ته نږدې ګڼل شوی، چې پر بنسټ یې ټول عراقي قومي او مذهبي ډلې باید په واک کې برخه واخلي، د په خپله د حکومت کولو حق ولري، او په نهایت کې د نوي عراقي نظام ساتنې ته ژمن وي.[۲۶]
ټولنیز- سیاسي طریقې
د سید علي سیستاني سیاسي او ټولنیزې طریقې، په ځانګړې توګه د صدام له سقوط وروسته، د هغه له فکري اصولو سره سم چلند ارزول شوی، کوم چې د عراق بشپړتیا ساتلو، د عصري سیاسي نظام جوړولو، د اشغال ردولو او د افراطي ډلو لخوا د عراق د ویش د مخنیوي لامل شوی دی.[۲۷]
- د شیعه او سنیانو د یووالي د ساتلو هڅې
«ما څو څو ځله دا ویلي دي او بیا هم وایم چې دا مه وایئ چې سنیان زموږ وروڼه دي، بلکې زموږ روح او ځان دي.[۲۸]»
سید علي سیستاني، د ډیرو عراقیانو په مذهبي یووالي ټینګار کوي، د مسلمانانو (شیعه او سني دواړه) او حتی نورو مذهبونو په ژوند، ملکیت، عزت او عقیدې برید کول حرام ګڼي؛ له همدې امله، هغه په دې باور دی چې په ځینو اصحابو باندې لعنت ویل حرام دي.[۲۹] د ۲۰۰۷ کال د مذهبي کړکیچونو په جریان کې، سیستاني د ټولو عراقیانو لپاره د اسلامي یووالي او قانوني مساواتو اړتیا باندې ټینګار وکړ او له شیعیانو یې وغوښتل چې د سنیانو د حقونو په دفاع کې مخکښ رول ولوبوي.[۳۰]
- د عراق د نظام او قوانینو په بدلولو کې ګډون
وروسته له هغه چې امریکایي ځواکونو پر عراق برید وکړ او د صدام حسین حکومت نسکور شو، سیستاني د اساسي قانون د مسودې د امریکا د پلان مخالفت وکړ، او دا حق یې یوازې د عراقیانو شرعي حق وګڼه، او باور یې درلود چې د عراق د مقننه شورا غړي باید د ټاکنو له لارې وټاکل شي.[۳۱]
- د داعش پر ضد د جهاد فتوا صادرول
په عراق کې د موصل له سقوط او د عراق د مرکز او جنوب په لور د داعش ډلې له پرمختګ وروسته، سیستاني د هیواد، ملت او د مقدسو ځایونو دفاع یوه کفایي واجبه دنده وبلله او له هغو ښاروالو چې د وسلې د اوچتولو او ترهګرو سره د مبارزې توان یې درلود، یې وغوښتل چې امنیتي ځواکونو سره یوځای شي.[۳۲] د سید علي سیستاني دا غوښتنه، چې د عبدالمهدي کربلايي لخوا چې د کربلا د جمعې امام دی، اعلان شوه، که څه هم دا یوه فتوا نه وه،[۳۳] خو د تحلیل له مخې یې د فتوا غوندې رول ولوباوه او له مخې ډېر کسان د داعش پر ضد د مبارزې لپاره چمتو شول.[۳۴]

- د پاپ فرانسیس سره لیدنه
د کاتولیک کلیسا مشر، پاپ فرانسیس، د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۶ نیټه عراق ته د خپل سفر په جریان کې په نجف کې له سید علي سیستاني سره ولیدل. په دې غونډه کې، سیستاني په سیمه کې د لویو ننګونو په اړه بحث وکړ، په شمول د جګړو، فقر، د آزادیو سرغړونه، غیر عادلانه بندیزونه، او د فلسطینیانو بې ځایه کیدل.[۳۵]
اړونده مؤسسې
د سید علي سیستاني دفتر په مختلفو هیوادونو کې د علمي، کلتوري، څیړنیزو او خدماتو ادارو شبکه جوړه کړې، پشمول د ایران، عراق، ترکیې او انګلستان. په دې ادارو کې په قم کې د امام علي(ع) انسټیټیوټ، په استانبول کې د آل البیت(ع) کلتوري انسټیټیوټ، د المصطفی اسلامي څیړنیز مرکز، په قم کې د عقیدتي څیړنو مرکز، مرکز احیاء التراث الاسلامي، د ستورپوهنې څیړنو مرکز، او تخصصي کتابتونونه شامل دي.[۳۶]
فوټ نوټ
- ↑ «زندگینامه...»، سایت رسمی دفتر آیتالله سیستانی(د آیتالله سیستاني د دفتر رسمي وېبپاڼه).
- ↑ آقابزرگ تهرانی، طبقات اعلام الشیعة، ۱۴۳۰ق، ټوک۱۶، مخ۱۴۳۵.
- ↑ فتحی، «فقیهی برای همه اعصار»، سایت دینآنلاین.
- ↑ کاظمی، «رفتار سیاسی آیتالله سیستانی (با تأکید بر وحدت و نفی اشغالگری)، مخونه۷۶-۷۹.
- ↑ نگهبان و همکاران، «راهبردهای سیاسی آیتالله سیستانی جهت تکوین هویت و دولت ملی در عراق»، مخونه۱۲۴-۱۳۴.
- ↑ احمدیان، «دیدگاهها و مواضع آیتالله سیستانی در روند تدوین قانون اساسی عراق نوین»، مخونه۱۲۳-۱۲۵.
- ↑ «زندگینامه...»، سایت رسمی دفتر آیتالله سیستانی(د آیتالله سیستاني د دفتر رسمي وېبپاڼه).
- ↑ «زندگینامه...»، سایت رسمی دفتر آیتالله سیستانی(د آیتالله سیستاني د دفتر رسمي وېبپاڼه).
- ↑ «زندگینامه...»، سایت رسمی دفتر آیتالله سیستانی(د آیتالله سیستاني د دفتر رسمي وېبپاڼه).
- ↑ «زندگینامه...»، سایت رسمی دفتر آیتالله سیستانی(د آیتالله سیستاني د دفتر رسمي وېبپاڼه).
- ↑ «زندگینامه...»، سایت رسمی دفتر آیتالله سیستانی(د آیتالله سیستاني د دفتر رسمي وېبپاڼه).
- ↑ «زندگینامه...»، سایت رسمی دفتر آیتالله سیستانی((د آیتالله سیستاني د دفتر رسمي وېبپاڼه)).
- ↑ فتحی، «فقیهی برای همه اعصار»، سایت دینآنلاین.
- ↑ شهرستانی، «سبک زندگی حضرت آیتالله سیستانی»، سایت حوزه.
- ↑ خباز، «ویژگیهای شخصیتی و سیره سیاسی آیتالله سیستانی»، سایت شیعهنیوز.
- ↑ حکیم، النجف و حوزتها (الکتاب الخامس)، ۲۰۱۸م، مخونه۱۵۷-۱۷۹؛ حاجییوسفی و عارفنژاد، «نشانهشناسی گفتمان در اسلام سیاسی و مردمسالار آیتالله سیستانی»، مخونه۵۸-۶۳
- ↑ فراتی، «آیتالله سیستانی و نظریه ارادة الامة»، مخونه۸۶-۸۷.
- ↑ حسینی سیستانی، الاجتهاد و التقلید و الاحتیاط، ۱۴۳۷ق، مخونه۱۰۵-۱۲۸.
- ↑ حسینی سیستانی، الاجتهاد و التقلید و الاحتیاط، ۱۴۳۷ق، مخ۸۶.
- ↑ حسینی سیستانی، الاجتهاد و التقلید و الاحتیاط، ۱۴۳۷ق، مخ۸۶.
- ↑ حکیم، النجف و حوزتها (الکتاب الخامس)، ۲۰۱۸م، مخ۱۵۹.
- ↑ فراتی، «آیتالله سیستانی و نظریه ارادة الامة»، مخونه۸۸-۸۹.
- ↑ خفاف، النصوص الصادرة عن سماحة السید السیستانی فی المسألة العراقیة، ۲۰۰۷م، مخ۱۳ و ۲۸ و ۳۱ و ۱۴۲.
- ↑ احمدیان، «دیدگاهها و مواضع آیتالله سیستانی در روند تدوین قانون اساسی عراق نوین»، مخونه۱۲۳-۱۲۵.
- ↑ ربانی و همکاران، «نقش آیتالله سیستانی در مهار منازعه میان شیعیان و سنیهای عراق پس از ۲۰۰۳م»، مخونه۲۷۳-۲۷۴.
- ↑ فراتی، «آیتالله سیستانی و نظریه ارادة الامة»، مخونه۸۹-۹۰.
- ↑ نگهبان و همکاران، «راهبردهای سیاسی آیتالله سیستانی جهت تکوین هویت و دولت ملی در عراق»، مخونه۱۳۴-۱۳۵.
- ↑ «Sunnis not only our brethren, but our souls: Ayatollah Sistani»، خبرگزاری مهر.
- ↑ ربانی و همکاران، «نقش آیتالله سیستانی در مهار منازعه میان شیعیان و سنیهای عراق پس از ۲۰۰۳م»، مخونه۲۷۵-۲۷۶.
- ↑ ربانی و همکاران، «نقش آیتالله سیستانی در مهار منازعه میان شیعیان و سنیهای عراق پس از ۲۰۰۳م»، مخ۲۷۶.
- ↑ خفاف، النصوص الصادرة عن سماحة السید السیستانی فی المسألة العراقیة، ۲۰۰۷م، مخ۱۸-۱۹.
- ↑ حطاب، «توظیف الحشد الشعبی فی المدرک السیاسی العراقی»، ص۱۰۸؛ «نقش فتوای جهادی آیتالله سیستانی در جلوگیری از تجریه عراق»، خبرگزاری مهر.
- ↑ معموری، «نقش آیتالله سیستانی در افزایش مسئولیت اخلاقی در جنگ با داعش»، سایت بیبیسی.
- ↑ «آیت الله سیستانی فتوای جهاد صادر کرد»، خبرگزاری حوزه.
- ↑ «بیانیه دفتر آیتالله العظمی سیستانی از دیدار پاپ»، خبرگزاری ایرنا.
- ↑ «مراکز و مؤسسات»، سایت دفتر آیتالله سیستانی(د آیتالله سیستاني د دفتر وېبپاڼه).
سرچينې
- آقابزرګ تهراني، محمدمحسن، طبقات اعلام الشیعه، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۴۳۰ق.
- «آیت الله سیستانی فتوای جهاد صادر کرد» (آیت الله سیستاني د جهاد فتوا صادر کړه)، د حوزې خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۲۳ غبرګولی ۱۳۹۳ل، د ليدنې نېټه: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- احمدیان، قدرت، «دیدگاهها و مواضع آیتالله سستانی در روند تدوین قانون اساسی عراق نوین» (د آیتالله سیستاني لیدلوري او دریځونه د نوي عراق د اساسي قانون د تدوین په بهیر کې)، د اندیشه سیاسی در اسلام فصلنامه، ۱۷مه ګڼه، ۱۳۹۷ل.
- حاجي یوسفي، امیرمحمد، او ابوالقاسم عارفنژاد، «نشانهشناسی گفتمان در اسلام سیاسی و مردمسالار آیتالله سیستانی» (د سیاسي او ولسواک اسلام په ګفتمان کې د آیتالله سیستاني د دریځ نښانهپوهنه)، د پژوهشنامه علوم سیاسی فصلنامه، شپږم کال، ۴مه ګڼه، ۱۳۹۰ل.
- حسینی سیستاني، سید علی، الاجتهاد و التقلید و الاحتیاط، د محمدعلي رباني په قلم، د تقریراتو وېبپاڼه، ۱۴۳۷ق.
- حطاب، جواد کاظم، «توظیف الحشد الشعبی فی المدرک السیاسی العراقی» (د عراق په سیاسي درک کې د حشد الشعبي کارونه)، د حمورابي مجله، اووم کال، ۲۹مه ګڼه، ژمی ۲۰۱۹م.
- حکیم، عبدالهادي، النجف و حوزتها، کربلا، دارالکفیل، ۲۰۱۸م.
- خباز، سید منیر، «ویژگیهای شخصیتی و سیاسی آیتالله سیستانی» (د آیتالله سیستاني شخصي او سیاسي ځانګړنې)، د شیعهنیوز وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۸ وری ۱۳۹۷ل، د ليدنې نېټه: ۲۸ لړم ۱۴۰۴ل.
- «بیانیه دفتر آیتالله العظمی سیستانی از دیدار پاپ» (د ستر آیتالله سیستاني د دفتر اعلامیه د پاپ له لیدنې وروسته)، د ایران د اسلامي جمهوریت خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۱۶ کب ۱۳۹۹ل، د ليدنې نېټه: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
- «نقش فتوای جهادی آیتالله سیستانی در جلوگیری از تجزیه عراق» (د آیتالله سیستاني د جهادي فتوا رول د عراق د تجزیې په مخنیوي کې)، د مهر خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۲۶ غبرګولی ۱۳۹۴ل، د ليدنې نېټه: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
- خفاف، حامد، النصوص الصادرة عن ساحة السید السیستانی فی المسألة العراقیة، بیروت، دارالمورخ العربي، ۲۰۰۷م.
- «زندگینامه حضرت آیتالله سید علی حسینی سیستانی» (د حضرت آیتالله سید علي حسيني سیستاني ژوندلیک)، د آیتالله سیستاني د دفتر رسمي وېبپاڼه، د ليدنې نېټه: ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
- «مراکز و موسسات» (مرکزونه او مؤسسې)، د آیتالله سیستاني د دفتر وېبپاڼه، د ليدنې نېټه: ۱۴ غبرګولی ۱۳۹۶ل.
- رباني، سید ابراهیم، علي شیرخاني او داود کیاني، «نقش آیتالله سیستانی در مهار منازعه میان شیعیان و سنیهای عراق پس از ۲۰۰۳م» (له ۲۰۰۳م وروسته په عراق کې د شیعه او سني ترمنځ د شخړې په مهارولو کې د آیتالله سیستاني رول)، د سیاست متعالیه فصلنامه، ۳۳مه ګڼه، ۱۴۰۰ل.
- شهرستاني، سید جواد، «سبک زندگی حضرت آیت الله العظمی سیستانی» (د ستر آیتالله سیستاني د ژوند طرز)، له عصر اندیشه سره مرکه، د حوزې د اطلاعرسانۍ پایگاه، د خپرېدو نېټه: ۲۱ کب ۱۳۹۶ل، د ليدنې نېټه: ۲۸ لړم ۱۴۰۴ل.
- فتحي، علياشرف، «فقیهی برای همه اعصار» (د ټولو زمانو لپاره یو فقیه)، د دینآنلاین وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۳ل، د ليدنې نېټه: ۲۸ لړم ۱۴۰۴ل.
- فراتي، عبدالوهاب، «آیتالله سیستانی و نظریه ارادة الامه» (آیتالله سیستاني او د امت د ارادې نظریه)، د سیاست متعالیه فصلنامه، ۳۹مه ګڼه، ۱۴۰۱ل.
- کاظمي، سید آصف، «رفتار سیاسی آیتالله سیستانی (با تأکید بر وحدت و نفی اشغالگری)» (د آیتالله سیستاني سیاسي چلند «د یووالي او د اشغال د ردولو په ټینګار سره»)، د مطالعات تاریخی امت اسلامی دوه فصلنامه، ۳مه ګڼه، ۱۳۹۵ل.
- معموري، علي، «نقش آیتالله سیستانی در افزایش مسئولیت اخلاقی در جنگ با داعش» (د داعش پر ضد جګړه کې د اخلاقي مسؤلیت په زیاتولو کې د آیتالله سیستاني رول)، د بيبيسي فارسي وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۰ غبرګولی ۱۳۹۵ل، د ليدنې نېټه: ۱۷ غبرګولی ۱۳۹۶ل.
- نګهبان، محمدامین، ابوالفضل شکوري او سید محسن آلغفور، «راهبردهای سیاسی آیتالله سیستانی جهت تکوین هویت و دولت ملی در عراق» (په عراق کې د ملي هویت او دولت د رامنځته کولو لپاره د آیتالله سیستاني سیاسي ستراتیژۍ)، د علوم سیاسی فصلنامه، ۱۰۵مه ګڼه، ۱۴۰۳ل.
- «Sunnis not only our brethren, but our souls: Ayatollah Sistani» (آیتالله سیستاني: سنيان یوازې زموږ وروڼه نه دي، بلکې زموږ د ځان برخه دي.)، د مهر خبري اژانس (انګلیسي څانګه)، د خپرېدو نېټه: ۲۶ جنوري ۲۰۱۳م، د ليدنې نېټه: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ل.
| |||||||||||||||||||||
- په نجف کې مېشت د تقلید مراجع
- د ۱۴ پیړۍ (لمریز) د تقلید مراجع
- د ۱۵ پیړۍ (قمري) د تقلید مراجع
- د سید ابوالقاسم خویی شاګردان
- د آیت الله بروجردي شاګردان
- د سید محسن طباطبائي حکیم شاګردان
- حسیني سادات
- د حسین حلي شاګردان
- د سید محمد حجت کوه کمري شاګردان
- د ۱۴ پیړۍ (لمریز) د نجف د علمي حوزه استادان
- د نجف د علمي حوزه فارغان (له ۱۲۰۰ قمري کال وروسته)
- د قم د علمي حوزه فارغان (له ۱۳۰۰ لمریز کال وروسته)