صالح المؤمنین

د wikishia لخوا

صالِحُ المُؤمِنین د غوره مؤمنانو يا صالحو مؤمنانو په معنا دی، چې د تحریم سوره له څلورم ايت څخه اخيستل شوی دی. په دې آيت كې صالح المؤمنين هغه چا ته ویل شوي دي چې د خداى، جبرائيل او نورو پرښتو سره سم د پېغمبر(ص) ملاتړ كوي. مفسرینو د صالح المؤمنین د آیت د نزول لامل هغه ځورونه ګڼلې ده چې د رسول الله(ص) د ځینو مېرمنو له خوا هغه ته رسیدله او خدای پاک د دغه آیت په نزول سره هغوي وغندلې او له هغوي یې وغوښتل چې د خپل دغې چلند لپاره توبه وکړي.


ځينو مفسرينو د صالح المؤمنين کلمه مفرده ګڼلې ده او يوازې يو کس ته يې اشاره کړې ده، په داسې حال کې چې نورو دا اسم جنس بللی دی او ټول متقي مسلمانان یې پکې شامل کړي دي. شیعه مفسرینو د لومړي نظر له مخې امام علي(ع) د دې آیت یوازینۍ او د دویم نظر له مخې تر ټولو غوره مصداق ګڼلی دی. د لومړي نظر سند هغه روایتونه دي چې په شيعه او سني منابعو کې راغلي دي او امام علي(ع) یې د خپل عصمت او فضيلت له امله د صالح المؤمنین يوازنۍ مصداق ګڼلی دی.

د اهل سنتو یو شمېر مفسرینو لومړني دوه خلیفه ګان د صالح المؤمنن مصداقونه ګڼلي دي ځکه چې دوي خپلې لوڼه (عائشه او حفصه) د رسول الله(ص) له ځورولو څخه منع کړي دي. مګر دوي وايي چې د دې مصداق په دې دوو کې منحصر نه دی.

مفهوم پوهنه

صالح المؤمنين د مؤمنانو تر ټولو غوره يا وړ مؤمنان دي[۱] ځينې مفسرين صالح په ياد شوي ترکیب کې اسم جنس ګڼلی دی[۲] او دې پايلې ته رسېدلي دي چې په دې کې ټول صالح، متقي او کامل مؤمنان شامل دي.[۳] د دوي په مقابل کې نورو، د صالح المومنون عموميت رد کړی دی او په دې باور دي چې دا کلمه يوازې په يو کس باندې سمه راتلی شي.[۴] د علامه طباطبايي په وینه د صالح المومنین معنا له «الصالح من المومنين» معنې سره توپير لري او د صالح په اول کې د «الف» او «لام» د شتون له امله د اسم جنس او د عموم معنی ورکوي. خو صالح المؤمنين د جنسیت او ​​عموميت معنا نه رسوي.[۵]

د صالح المومنین آیت

صالح المومنين له دې آيت څخه اخستی شوی دی: «إِن تَتُوبَا إِلَی اللهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُکمَا ۖ وَإِن تَظَاهَرَ‌ا عَلَیهِ فَإِنَّ الله هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِ‌یلُ وَ صَالِحُ الْمُؤْمِنِینَ ۖ وَالْمَلَائِکةُ بَعْدَ ذَٰلِک ظَهِیرٌ‌؛ كه (تاسو دوه ښځې) الله ته توبه وباسئ،(نو غوره ده) په حقيقت كې ستاسو زړونه منحرف شوي دي او كه د هغه په ​​مقابل كې يو له بل سره مرسته وكړئ، نو بېشكه چې الله پخپله د هغه ساتونكى دى او جبرائيل او صالح مؤمنان هم د هغه مرستندوي دي. او له دې پرته به ملائکې هم د هغه ملاتړ کوي[۶] نو له همدې امله ذکر شوی آیت د صالح المومنین د آیت په نوم یادیږي.[۷]

د آيت شان نزول

د صالح المؤمنين د آيت د نزول په اړه ځینې روايتونه نقل شوي دي. چې په کې د پيغمبر د ځينو ميرمنو له خوا د رسول الله(ص) د ځورولو خبره راغلې ده.[۸] د دغو روايتونو له مخې رسول الله صلى الله عليه وآله له هغو څخه يوه میرمنې ته لاړ هلته یې یو څه شات وخوړل او لږ ډیر وخت پاتې شو. عائشې د پېغمبراکرم(ص) له څو نورو مېرمنو سره دا پریکړه وکړه چې د هغه شات د بد بوی په بهانې له رسول الله(ص) څخه لرې پاتی شي. له دې لیدنې وروسته رسول الله(ص) د شاتو خوړل په ځان حرام کړل. په ځینو روایتونو کې راغلي دي چې هغه له خپلو میرمنو څخه هم څنګ ته شو او د طلاق ورکولو پریکړه یې وکړه. څه موده وروسته د تحريم سوره آيتونه نازل شول او رسول الله(ص) يې په ځان باندې د حلال شيانو له حرامولو منعې کړ.[۹][یادونه ۱]

دغه آيت همدارنګ د پېغمبراکرم(ص) له مېرمنو څخه وغوښتل چې د هغه ځورونې له امله توبه وباسي چې رسول الله(ص) ته يې رسولي دي او خبردارى يې ورکړى چې که هغوى د رسول الله(ص) په ځورولو ټينګار وکړي، نو بايد پوه شي چې خداى د رسول الله(ص) ساتونکى دی او که هر ډول خطرې سره مخ شي نو د هغه ملاتړ کوي او خدای، جبرائیل، صالح المومنین او نورې پرښتې به د رسول الله(ص) ملاتړ کوي.[۱۰]

صالح المؤمنین څوک دی؟

یو زیات شمیر شیعه مفسرینو امام علی(ع) د صالح المؤمنین مصداق ګڼلی دی. د علامه مجلسي[۱۱] په وینا د شيعو عالمان او د علامه حلي[۱۲] په وينا، مفسرين په دې متفق دي چې صالح المؤمنين امام علي(ع) دى. د هغوی دلیل هغه روایتونه دي چې د شیعه[۱۳] او سني په سرچینو کې[۱۴] راغلي دي چې امام علي(ع) یې د دې آیتونو یوازینی مصداق ګڼلی دی. د دې لامل دا ښايي چې صالح المؤمنين بايد له مؤمنانو څخه غوره او معصوم وي.[۱۵] ځکه چې هغه له جبرائیل او نورو پرښتو سره راغلی دی.[۱۶] علامه طباطبايي امام علي(ع) د صالحو مؤمنانو يوازینۍ مصداق ګڼلې دی.[۱۷] د دې نظر په مقابل کې ځينې نور سني او شيعه مفسرين په دې اند دي چې صالح المؤمنين ټول صالحان، پرهېزګاران او پوره ایمان لرونکي مؤمنان دي.[۱۸] په دې اساس ناصر مکارم شيرازي او عبدالله جوادي املي له شيعه مفسرينو، علي(ع) د تر ټولو د کامل او بشپړ مصداق په توګه معرفي کړی دی.[۱۹]


آلوسي (وفات 1270 هـ ق) چې یو اهل سنت مفسر و، هم ابوبکر او عمر هم د صالح المؤمنين مصداقونه ګڼلي دي. خو ده څرګندونه کوي چې مصداقونه يې يوازې په همدغو کسانو کې خاص نه دي.[۲۰] هغه دا خبره د شپږمې پېړۍ سني مفسر ابن عساکر ته منسوبه ​​کړې ده؛[۲۱] دليل يې دا دی چې ابوبکر او عمر به خپلې لوڼې عایشه او حفصه، چې د پیغمبر مېرمنې وې، د رسول الله(ص) له ځورولو منعې کولې.[۲۲] شوشتری دا نظر د مفسرینو اجماع سره سم نه دی ګڼلی او د صالح المؤمنین معنی یې «اصلح المومنین» (د مؤمنانو تر ټولو وړ) کړې ده. ځکه چې په څو کسانو باندې د واحد کلمه کارول د ادبي اصولو خلاف کار دی. په دې اساس باید د دې د مصداق په توګه یوازې یو کس موجود وي.[۲۳] همدارنګه د اهل سنتو په سرچینو کې د ځینو احادیثو پر بنسټ ابوبکر او عمر او یا یوازې عمر د صالح المؤمنین د مصداق په توګه معرفي شوی دی.[۲۴] د دې احاديثو سند ضعيف ګڼلی شوی دی.[۲۵]

فوټ نوټ

  1. قرشی، قاموس قرآن، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۴۲.
  2. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۴۷۱؛ آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۳۴۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۴، ص۲۸۰.
  3. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۴، ص۲۸۰.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۳۳۲.
  5. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۳۳۲.
  6. سوره تحریم، آيه۴.
  7. علامه حلی، نهج‌الحق، ۱۴۰۷ق، ص۱۹۱.
  8. وګورئ: واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۴۵۹-۴۶۱.
  9. واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۴۵۹-۴۶۱.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۳۳۱.
  11. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۶، ص۳۱.
  12. علامه حلی، منهاج الکرامه، ۱۳۷۹ش، ص۱۴۶.
  13. مثال په توګه وګورئ: صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۱؛ حویزی، تفسیر نورالثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۳۷۰.
  14. مثال په توګه وګورئ: حسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ۳۴۱-۳۵۲؛ ابوحیان اندلسی، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۳۳۲؛ سیوطی، الدرالمنثور، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۲۴۴.
  15. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۳۱۴-۳۲۰.
  16. سید بن طاووس، سعد السعود، قم، ص۱۸۱؛ صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۴۰۶ق، ج۲۸، ص۴۳۸.
  17. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۳۳۲.
  18. طبری، جامع‌البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۸، ص۱۰۵؛ آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۳۴۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۴، ص۲۸۰.
  19. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۴، ص۲۸۰؛ تفسیر سوره تحریم آیت‌الله جوادی آملی
  20. آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۳۴۹.
  21. آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۳۴۸-۳۴۹.
  22. شوشتری، احقاق‌الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۳۱۴.
  23. شوشتری، احقاق الحق، ج، ص۳۱۹.
  24. آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۳۴۹.
  25. خداپرست، «بررسی تطبیقی دیدگاه مفسران فریقین درباره مصداق صالح‌المؤمنین»، ص۹۲-۹۶.

سرچينې

  • ابوحیان اندلسی، محمد بن یوسف، البحر المحیط فی التفسیر، تحقیق صدقی محمد جمیل، بیروت،‌ دارالفکر، ۱۴۲۰ق.
  • آلوسی، محمود بن عبدالله، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم و السبع المثانی، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • حسکانی، عبیدالله بن احمد، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمدباقر محمودی، تهران، وزارت ارشاد، ۱۴۱۱ق.
  • سید بن طاووس، سیدعلی، سعد السعود للنفوس منضود، قم، محمدکاظم الکتبی.
  • حویزی، عبدالعلی، تفسیر نور الثقلین، تحقیق هاشم رسولی محلاتی، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
  • خداپرست، اعظم و دژآباد، حامد، «بررسی تطبیقی دیدگاه مفسران فریقین درباره مصداق صالح‌المؤمنین» در مجله مطالعات تفسیری، شماره ۲۲، ۱۳۹۴ش.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الدر المنثور، قم، کتابخانه مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • شوشتری، قاضی نورالله، احقاق الحق و ازهاق الباطل، قم، کتابخانه مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
  • صادقی تهرانی، محمد، الفرقان فی تفسیر القرآن، قم، فرهنگ اسلامی، ۱۴۰۶ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع‌البیان، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت،‌ دارالمعرفة، ۱۴۱۲ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، به‌کوشش عین‌الله الحسنی ارموی، قم،‌ دارالهجرة، ۱۴۰۷ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، منهاج الکرامه فی معرفة الامامه، مشهد، مؤسسه عاشورا، ۱۳۷۹ش.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • قرشی، علی‌اکبر، قاموس قرآن، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۱۲ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران،‌ دار الکتب العلمیة، ۱۳۷۱ش.
  • واحدی، علی بن احمد، اسباب نزول القرآن، تحقیق کمال بسیونی زغلول، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۱ق.

بهرنۍ لینکونه