منځپانگې ته ورتلل

تحریم سوره

د wikishia لخوا
تحریم سوره
تحریم
شمیره۶۶
جزء۲۸
آیت۱۲
مکي/مدنيمدنی
نزول۱۰۸
کلمه۲۵۴
حرف۱۱۰۵


تحریم سوره سورة التحریم شپږ شپیتمه سوره او یوه مدني سوره ده چې د قرآن په ۲۸مه سیپاره کې موقعیت لري. د دې سورې نوم د هغې له لومړي آیت څخه اخیستل شوی دی چې د رسول الله(ص) له خوا د خپلو مېرمنو د رضایت لپاره د حلال شي د حرامولو موضوع ته اشاره کوي.

دا سوره مؤمنان نصوح توبې، له کافرانو او منافقانو سره جهاد او له اور څخه د ځان او کورنۍ ساتنې ته رابلي او د صالحه (آسیه او مریم) او ناصالحه (د نوح او لوط مېرمنې) ښځو د مثالونو په وړاندې کولو سره عبرت ورکوي. د روایتونو له مخې، د دې سورې تلاوت د نصوح توبې، د مړو د عذاب کمولو او د مرګ پر مهال د روح په سپارلو کې د اسانتیا لامل کیږي.

پېژندګلو

  • نوم ایښودل

د دې سورې مشهور نوم تحریم دی چې له لومړي آیت څخه اخیستل شوی دی.[۱] په دې آیت کې له رسول الله(ص) پوښتنه کیږي چې ولې یې د خپلو مېرمنو د رضایت لپاره د الله حلال پر ځان حرام کړي دي.[۲] دې سورې ته «سورة النبي»، «لمَ تحرم» او «المتحرم» هم ویل شوي دي.[۳]

  • د نزول ځای او ترتیب

سورة التحریم د مدني سورو له جملې څخه ده او د نزول په ترتیب کې د قرآن ۱۰۸مه سوره ده. دا سوره د مصحف په اوسني ترتیب کې شپږ شپیتمه سوره ده [۴] او د قرآن په ۲۸مه سیپاره کې موقعیت لري.

  • د آیتونو شمېر او نورې ځانګړتیاوې

سورة التحریم ۱۲ آیتونه، ۲۵۴ کلیمې او ۱۱۰۵ حروف لري او د حجم له پلوه د قرآن له نسبتاً کوچنیو سورو څخه ده، د مفصلاتو (لنډو آیتونو لرونکو) سورو له جملې څخه ده او شاوخوا نیم حزب ده.[۵]

دا سوره د ممتحناتو سورو په شمېر کې هم راغلې ده[۶]، چې ویل شوي دا سورې له الممتحنه سورې سره محتوايي تناسب لري .[۷]

مینځپانګه

التحریم سوره په پېغمبر باندې د الله په عتاب سره پیل کیږي چې په حقیقت کې د هغه حضرت میرمنو ته خطاب دی ځکه چې رسول الله(ص) د هغوی د رضایت لپاره د الله حلال پر ځان حرام کړی و. دا سوره بیا مؤمنان دې ته بلي چې ځانونه او کورنۍ له هغه اور څخه وساتي چې سونګ یې انسانان او ډبرې دي.[۸] په دوام کې، ګناهکاران نصوح توبې ته هڅول شوي او په قیامت کې د ایمان آثار، له کافرانو او منافقانو سره جهاد او پر هغوی سختي کول بیان شوي دي. دا سوره د نوح او لوط مېرمنې د ناصالحه ښځو په توګه او د فرعون مېرمن آسیه او د عمران لور مریم د صالحه ښځو په توګه معرفي کوي.[۹]


د لومړیو آیتونو شأن نزول؛ رسول الله او د مېرمنو رضایت ترلاسه کول

د تحریم سورې د لومړیو آیتونو د شأن نزول په اړه، چې په رسول الله(ص) د حلال شي د حرامولو له امله عتاب شوی دی، مختلف روایتونه راغلي دي. ځینې نقلونه د حفصه په کور کې د شاتو د شربت څښلو او د رسول الله د اقامت په اوږدېدو د عایشې او نورو مېرمنو د اعتراض پیښې ته اشاره کوي چې د هغه قسم ته یې لاره هواره کړه چې له دې کاره به لاس واخلي.[۱۱] په یوه بل روایت کې، مسئله د حفصه په کور کې له یوې وینځې سره د رسول الله د خلوت او د حفصه له خوا یې په راز افشا کولو پورې تړلې ده.[۱۲] ځینې راپورونه د عایشې او حفصې له خوا د رسول الله له خوا له ماریه قبطیه سره په وخت تېرولو اعتراض ته اشاره کوي.[۱۳] علامه طباطبایي دا روایتونه د سورې د آیتونو له محتوا سره ناغرمله بللي دي.[۱۴]

مشهور آیتونه

  • آیت ۶: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارً‌ا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَ‌ةُ...

ژباړه: اې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، خپل ځانونه او کورنۍ مو له هغه اور څخه وساتئ چې سونګ یې انسانان او ډبرې دي.

دا آیت مؤمنان دې ته بلي چې خپل ځانونه او کورنۍ له هغه اور څخه وساتي چې سونګ یې انسانان او ډبرې دي. د علامه مجلسي په باور، دا کار د الله د اطاعت، له ګناه څخه د لرې والي، د واجباتو زده کړې او نیکو کارونو ته د هڅونې له لارې ترلاسه کیږي.[۱۵] علامه طباطبایي د اعمالو تجسم ته په اشارې سره، انسانان د خپل اور بلوونکي بولي.[۱۶]

  • آیت ۸: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ...

ژباړه: اې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، د الله په لور نصوح توبه وکړئ چې امید دی پروردګار مو ستاسو ګناهونه وبخښي او تاسو هغو جنتونو ته داخل کړي چې د هغو له ونو لاندې ویالې بهیږي.

دا آیت د نصوح توبې (خالصه او له ګناه څخه د بېرته راګرځېدو مخنیوی کوونکې توبې) امر کوي او د هغې ځینو آثارو او برکتونو ته اشاره کوي لکه د بخښنې وعده او د جنت باغونو ته داخلېدل. نصوح توبه هغه توبه ده چې صاحب یې ګناه ته بېرته راګرځېدو څخه منع کوي، یا هغه توبه ده چې بنده له ګناه څخه د راګرځېدو لپاره خالص کوي، او په پایله کې، هغه ګناه ته چې توبه یې ترې کړې بېرته نه راګرځي.[۱۷]

  • آیت ۴؛ صالح المؤمنین آیت:إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا ۖ وَإِن تَظَاهَرَ‌ا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِ‌يلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَٰلِكَ ظَهِيرٌ

دا آیت د الله، جبرئیل، فرښتو او غوره مؤمنانو له خوا د رسول الله(ص) د ملاتړ په اړه خبرې کوي، چې د فریقینو د روایتونو له مخې، د دې مصداق حضرت علي(ع) معرفي شوی دی.[۱۸]

فضیلت او ځانګړتیاوې

له رسول الله(ص) څخه یو روایت نقل شوی چې د التحریم سورې تلاوت د نصوح توبې او ګناه ته د نه راګرځېدو لامل کیږي.[۱۹] همدارنګه، له امام صادق(ع) څخه یو روایت نقل شوی چې په واجبو لمونځونو کې د طلاق او تحریم سورو لوستل، په قیامت کې انسان له وېرې، غم او د جهنم له اور څخه خوندي کوي او جنت ته د داخلېدو لامل کیږي.[۲۰] د دې سورې نور خواص چې په روایتونو کې ورته اشاره شوې، د مرګ پر مهال د په سپارلو کې اسانتیا، د مړو د عذاب کمول،[۲۱] اضطراب لرې کول او د پوروړي د پور له ادا کولېدلو سره مرسته کول دي[۲۲].

د تحریم سورې متن

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ. يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاةَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ (١) قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (۲) وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ (۳) إِنْ تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ (۴) عَسَى رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَكُنَّ أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِنْكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا (۵) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (۶) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (۷) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (۸) يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (۹) ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ كَفَرُوا امْرَأَةَ نُوحٍ وَامْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ (١۰) وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (١۱) وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِنْ رُوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ (١۲﴾

{{{1}}}


فوټ نوټ

  1. دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۲ش، ج۷، ص۳۳۵.
  2. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۲۵۷.
  3. دائرة المعارف قرآن کریم، ۱۳۸۲ش، ج۷، ص۳۳۵.
  4. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۶۸.
  5. دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۲۵۷.
  6. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۲ش، ص۳۶۰و۵۹۶.
  7. فرهنگ‌نامه علوم قرآن، ج۱، ص۲۶۱۲.
  8. فرهنگ‌نامه علوم قرآن، ج۱، ص۲۶۱۲.
  9. دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۱۲۵۷.
  10. خامه‌گر، ساختار سوره‌های قرآن کریم، ۱۳۹۲ش.
  11. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۵.
  12. سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۲۳۹-۲۴۰.
  13. قمی، تفسیر قمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۷۵.
  14. طباطبایی، المیزان، ۱۹۷۴م، ج۱۹، ص۳۳۸-۳۴۰.
  15. طباطبایی، المیزان، ۱۹۷۴م، ج۱۹، ص۳۳۸-۳۴۰.
  16. طباطبایی، المیزان، ج۱۹، ص۳۳۴.
  17. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۴ق، ج ۱۹، ص۳۳۵.
  18. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۳۳۲؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۲۴۴.
  19. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۴۶۸.
  20. صدوق، ثواب الأعمال، ۱۴۰۶ق، ص۱۱۸.
  21. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۴۱.
  22. بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۴۱۷.

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ش.
  • بحرانی، سیدهاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تحقیق قسم الدراسات الاسلامیة مؤسسة البعثة قم، تهران، بنیاد بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • خامه‌گر، محمد، ساختار سوره‌های قرآن کریم، تهیه مؤسسه فرهنگی قرآن و عترت نورالثقلین، قم، نشر نشرا، چ۱، ۱۳۹۲ش.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۲ش.
  • دائرة المعارف قرآن کریم، تهیه و تدوین: پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، مرکز فرهنگ و معارف قرآن، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، ج۲، به کوشش بهاءالدین خرمشاهی، تهران، دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌‌بکر، الدر المنثور فی التفسیر بالماثور، قم، کتابخانه عمومی حضرت آيت الله العظمی مرعشی نجفی (ره)، ۱۴۰۴ق.
  • صدوق، محمد بن‌علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دار الشریف الرضی، چ۲، ۱۴۰۶ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۹۷۴م.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، به تصحیح فضل‌الله یزدی طباطبایی، تهران، انتشارات ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تحقيق وتعليق : لجنة من العلماء والمحققين الأخصائيين، الطبعة: الأولى سنة الطبع: ۱۴۱۵ - ۱۹۹۵ م، الناشر: مؤسسة الأعلمي للمطبوعات - بيروت -.
  • فرهنگ‌نامه علوم قرآن، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، به تحقیق طیب موسوی جزایری، قم، دار الکتب، چاپ سوم، ۱۳۶۳ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، به تصحیح جمعی از محققان، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • معرفت، محمدهادی، آموزش علوم قرآن، [بی‌جا]، مرکز چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۱ش.
  • نوری، میرزا حسین (محدث نوری)، مستدرک الوسائل، بی‌جا، مؤسسه آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۰۸ق.


باندنۍ تړنې