عدی بن حاتم طائي

د wikishia لخوا

عَدِیّ بن حاتِم طائي (وفات ۶۷ق.) د پېغمبر(ص) له اصحابو او د امام علي(ع) له اصحابو و. هغه په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې د امام علي په ننګه برخه واخسته. همداراز د امام حسن(ع) په خلافت کې یې خلک د هغه حضرت له سپایانو سره یو ځای کېدو او له معاویه بن ابي سفیان سره جنګ ته هڅول. عدي د معاویه په مخکې په ډاګه له امام علي(ع) سره په خپله مینه تاکید او د هغه حضرت دفاع وکړه.

عدي د حاتم طائي زوی او د طَیِّء قبیلې مشر و. هغه د مختار په پاڅون کې برخه وانه خسته او ورسره یې مخالفت هم ونه کړ. سره له دې د قبیلې د ځینو خلکو به یې چې د مختار مخالف و د هغه په نزد سفارش کاوه.

توکم او مقام

عدي د پېغمبر صحابي و. پلار یې حاتم طایي د جهالت په زمانه کې په سخاوت مشهور و.[۱] عدي د خپل قوم ویناوال، حاضر جوابه او مشر ګڼل شوی دی.[۲]

عدي په ۶۷ کال کې د مختار په حکومت کې په کوفه کې له دنیا لاړ.[۳] د هغه مرګ په ۶۸ او ۶۹ ق کې هم ذکر شوی دی.[۴] او مرګ یې په ۸۲ یا ۱۲۰ کلنۍ کې ګڼل شوی دی.[۵]

له عدي نقل شوي چې کله به پیغمبر(ص) ته ورتلم زما د کښېناستلو لپاره به یې ځای خلاصوه.[۶] پېغمبر هغه د طیء او بني اسد قبیلو د صدقاتو (زکات) په راغونډولو مامور کړی و.[۷]

د اسلام منلو کیسه یې

عدی بن حاتم د اسلام له منلو مخکې په نصرانیت دین او د طیء قبیلې مشر و.[۸] د هجرت په نهم کال د ربیع الثاني په میاشته کې پېغمبر اکرم(ص) حضرت علي له یو شمېر سپایانو سره د طیء ټاټوبي په لور ولیږه[۹] کله چې عدي له دې کیسې خبر شو خپله کورنۍ او مالونه یې شام ته ولېږل خو خور یې د اسلام د سپایانو له خوا اسیره او مدینې ته ولېږل شوه. خور یې له پېغمبر(ص) څخه غوښتنه وکړه چې پرې احسان وکړي او ازاده یې کړي. پېغمبر یې غوښتنه ومنله او هغه یې د طیء قبیلې له یوې قافلې سره شام ته ولېږله[۱۰] کله چې هغه عدي ته ورسېده، عدي ترې د پېغمبر په اړه نظر وغوښت، خور یې وویل چې زر تر زره ځان هغه ته ورسوه ځکه چې که په حقیقت کې پېغمبر وي هر څوک چې زر په هغه ایمان راوړي فضیلت مومي او که پاچا وي، ستا عزت نه کمیږي، عدي یې خبره ومنله او مدینې ته لاړ او له پېغمبر سره له ملاقات او خبرو اترو وروسته پوه شو چې په رښتیا پېغمبر دی او اسلام یې راوړ.[۱۱]

د عدي اسلام راوړل د هجرت په نهم یا لسم کال ذکر شوې دي.[۱۲]

د خلفاوو د زمانې په جنګونو کې برخه اخستل

عدي د ارتداد په کیسه کې چې د پېغمبر(ص) له وفاته وروسته رامینځته شوه، په اسلام باقي پاتې شو او د خپل قوم د ارتداد یې هم مخه ونیوله.[۱۳] هغه د طیء قبیلې صدقات ابوبکر ته یوړل.[۱۴] او په رده جنګونو کې یې چې د لومړي خلیفه په وخت کې وشول شرکت وکړ[۱۵] او له طلیحه سره په جنګ کې یې چې د پېغمبرۍ ادعا یې کړې وه[۱۶] د ښي لاس کومانده په غاړه لرله.[۱۷] همداراز د دوهم خلیفه په زمانه کې په اسلامي فتوحاتو (عراق او ایران) کې هم شامل و.[۱۸] هغه د عثمان په خلافت کې د هغه له مخالفانو سره یو ځای شو او ابن اعثم هغه د عثمان له قاتلانو ګڼلی دی.[۱۹]

له امام علي(ع) او امام حسن(ع) سره ملګرتیا

عدي د امام علي(ع) د خلافت په دوره کې د هغه حضرت په څنګ کې و.[۲۰]

  • جمل جنګ

د ابن‌ قتیبه (وفات ۲۷۶ق‌)،په نقل عدي بن حاتم په جمل جنګ کې له امام علي(ع) سره د مرستې لپاره د طیء قبیلې دیارلس زره سپاره عسکر امام علي(ع) ته ورکړل.[۲۱] د جنګ په وخت کې هم امام علي(ع) هغه او څو نور کسان مامور کړل چې هغه اوښ چې عایشه پرې سپره وه پښه پرې کړي.[۲۲] هغه په جمل جنګ کې[۲۳] او په یو قول په صفین جنګ کې[۲۴] په سترګه ژوبل شو او زوی یې طریف هم په دې جنګ کې ووژل شو.[۲۵]

  • صفین جنګ

په صفین جنګ کې د عدي بن حاتم او د بني حزمر د یو کس په مینځ کې چې د لښکر د بېرغ پورته کولو سیالي وه، حضرت علي(ع) بېرغ عدي بن حاتم ته ورکړ.[۲۶] همداراز په دغه جنګ کې امام علي(ع) هغه او څو نور کسان معاویه ته ولېږل چې هغه د خدای او کتاب لور ته وبلي.[۲۷] په دې جنګ کې یې زوی زید د امام علي(ع) په لښکر کې و خو کله یې چې د خپل ماما حابس بن سعد طائی چې د معاویه له لښکره وه، جنازه ولیدله، د امام له لښکره جدا او د معاویه له لښکر سره یو ځای شو.[۲۸]

  • نهروان جنګ

عدي په نهروان جنګ کې هم د امام علي(ع) په لښکر کې و[۲۹] زوی یې طرفه هم په دې جنګ کې ووژل شو.[۳۰]

د امام علي له شهادته وروسته

عدي د امام حسن مجتبی(ع) په خلافت کې هم خلک د هغه حضرت له سپایانو سره یو ځای کېدو او له معاویه سره جهاد ته هڅول.[۳۱] د ابوالفرج اصفهاني د نقل په اساس کله چې عدي له امام حسن سره د خلکو په یو ځای کېدو کې سستي ولیده، هغوي ته یې وویل: سبحان الله! ستاسو دا کار څومره سپک دی ولې مو د خپل امام او د پېغمبر د زوي بلنه نه منئ؟!... آیا د خدای له غصې نه وېرېږئ؟![۳۲]

د معاویه په نزد د امام علي(ع) دفاع

د شیعه تاریخ لیکونکي علي بن حسین مسعودي په قول، معاویه له عدي وپوښتل: په زامنو دې څه وشول؟ هغه وویل: د علي(ع) په لښکر کې ووژل شو. معاویه وویل: علي له تا سره انصاف ونه کړ چې خپل بچیان یې پرېښودل او ستا بچیان یې تورې ته مخامخ کړل. عدي وویل:«نه په خدای قسم، ما په انصاف چلند ونه کړ چې علي ووژل شو او زه لا ژوندی یم!»[۳۳]

هغه همداراز معاویه د علي(ع) په اړه له سب (بد ویلو) منع کړ او وې ویل:« په خدای قسم ای معاویه! هغه زړونه چې ستا له کینې ډک دي لا هم زمونږ په سینو کې درزیږي او هغه تورې چې د علي په صف کې له تا سره وجنګېدې زمونږ په اوګو پرتې دي. که یوه ورځ د چل او بدخواهۍ له مخې د دوو ګوتو ترمینځ د فاصلې په اندازه مونږ ته نزدې شې، مونږ به یو لویشت تاته نزدې شو، او بې شکه چې د مرۍ پرې کول او په سینه کې د ساګانو بندېدل، زمونږ لپاره اسان دي تر دې چې د علي په اړه بدې خبرې واورو»[۳۴]

د دریمې قمري پېړۍ ادیب ابراهیم بن محمد بیهقي په المحاسن والمساوي کې د عدي او معاویه تر مینځ یوه بله مکالمه نقل کړې ده په دغو خبرو کې معاویه له عدي وغوښتل چې علي(ع) ورته توصیف او بیان کړي. عدي وویل: « په خدای قسم هغه لراندی او ځواکمن و، کلکه خبره به یې کوله. په انصاف به یې حکومت کاوه...» معاویه د دغه خبرو په اورېدو وژړل او وې ویل: د هغه په فراق کې ستا صبر څنګه دی؟ عدي ځواب ورکړ:« د هغه ښځې د صبر په شان چې زوی یې ورته په غېږ کې حلال کړی وي؛ نه یې اوښکې وچیږي او نه یې ژړا ختمیږي»[۳۵] شیخ عباس قمي (وفات ۲۳۵۹ق) هم دا په سفینة البحار کې راوړی دی.[۳۶]

دغه خبرې اترې په ځینو سرچینو کې په ضرار بن ضمره پورې منسوبې دي.[۳۷]

د مختار په نزد سفارش کول

د اسلامي تاریخ د څېړاندي محمد هادي یوسفي (زوکړه ۱۳۲۷ لمریز) په وینا عدي بن حاتم د مختار په پاڅون کې نه د هغه له ملګرو و او نه له مخالفانو و.[۳۸] په جبانة السبیع جنګ کې چې د مختار ثقفي او مخالفانو تر مینځ یې وشو، د طیء قبیلې ځینې کسان چې د مختار له مخالفانو وو اسیران شول.[۳۹] عدی بن حاتم د مختار په نزد د هغوي سفارش وکړ او مختار هغوي خوشي کړل.[۴۰] همداراز د کربلا په پېښه کې د عمر بن سعد له لښکریانو د حکیم بن طفیل طائی کورنۍ له عدي بن حاتم وغوښتل چې د مختار په نزد د هغه سفارش وکړي. کله چې عدي د مختار په نزد د هغه سفارش وکړ، مختار وویل: څنګه جایزه ګڼې چې د حسین د قاتلانو لپاره سفارش وکړې؟! عدي وویل: په هغه پورې یې دروغ تړلې دي. مختار وویل که داسې وي نو هغه تا ته سپارم خو له دې مخکې د مختار ملګرو له دې وېرې چې مختار د عدي سفارش ومني، حکیم بن طفیل وواژه.[۴۱]

حدیثي حیثیت

شیخ طوسي هغه د پېغمبر(ص)[۴۲] او حضرت علي(ع)[۴۳] له اصحابو ګڼلی دی. هغه له امام علي ځینې حدیثونه هم روایت کړې دي[۴۴] همداراز په بخاري کې هم له هغه روایتونه نقل شوې دي.[۴۵]

فوټ نوټ

  1. دیار بكری، تاریخ الخمیس، دارصادر، ج۱، ص۲۵۵.
  2. ابن عبد البر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۵۷.
  3. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۹۹.
  4. وګورئ: ابن عبد البر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۵۹.
  5. وګورئ: ابن حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۳۸۸.
  6. ابن عبد البر، الاستیعاب، ۱۲۱۲ق، ج۳، ص۱۰۵۸.
  7. ابن هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ج۲، ص۶۰۰.
  8. یعقوبی، تاریخ‏ الیعقوبى، دار صادر، ج۲، ص۷۹.
  9. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۱۱.
  10. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۲، ص۵۷۸-۵۸۰.
  11. ابن‌هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ج۲، ص۵۷۸-۵۸۰.
  12. ابن‌حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۳۸۸.
  13. ابن‌حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۳۸۸.
  14. ابن‌عبد البر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۵۸.
  15. واقدی، الردة، ۱۴۱۰ق، ص۶۶.
  16. ابن‌حجر عسقلانی، الإصابة، ج۳، ص۴۴۰.
  17. واقدی، الردة، ۱۴۱۰ق، ص۸۹؛ ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۴.
  18. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۴۸۶؛ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۴۴.
  19. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۶۲.
  20. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۹۹.
  21. ابن‌قتیبة، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۷۷.
  22. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۲۴۹.
  23. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۲۶۱.
  24. ابن‌كثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۷۵.
  25. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۲۶۱.
  26. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۹.
  27. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۳۰۲.
  28. منقری، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ص۵۲۲.
  29. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱۱، ص۵۴۳.
  30. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۳۷۵.
  31. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۳۲.
  32. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل‏ الطالبیین، دارالمعرفه، ص۷۰.
  33. مسعودی، مروج‌الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۴.
  34. مسعودی، مروج‌الذهب، ۱۴۰۹ق، ج‏۳، ص۴-۵.
  35. بیهقی، المحاسن والمساوی، ۱۴۲۰ق، ص۴۱.
  36. قمی، سفینة البحار، فراهانی، ج۶، ص۱۸۴.
  37. مسعودی، مروج‌الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۴۲۱؛ ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۱۰۷.
  38. یوسفی غروی، موسوعة التاریخ الإسلامی، ۱۴۱۷ق، ج۶، ص۴۰۶.
  39. یوسفی غروی، موسوعة التاریخ الإسلامی، ۱۴۱۷ق، ج۶، ص۴۰۶.
  40. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۲۴۲؛
  41. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۲۴۲.
  42. طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۴۳.
  43. طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۷۳.
  44. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۳ق، ج۱۲، ص۱۴۷.
  45. مثال په توګه وګورئ: بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۴۶.

سرچينې

  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، تحقیق احمد صقر، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • ابن‌اثير، علی بن ابی‌کرم، الكامل في التاريخ‏، بيروت‏، دار الصادر، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
  • ابن‌اعثم کوفی، احمد بن اعثم، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالاضواء، الطبعة الاولی، ۱۹۹۱م/۱۴۱۱ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیه، الطبعة الاولی، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، الطبعة الاولی، ۱۹۹۷م/۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن‌قتیبة دینوری، عبدالله بن مسلم، الامامة و السیاسة، قم، انتشارات شریف رضی، ۱۴۱۳ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • ابن‌هشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی السقا و دیگران، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، دار طوق النجاة، الطبعة الاولی، ۱۴۲۲ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف(ج۲)، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، الطبعة الاولی، ۱۳۹۴ق/۱۹۷۴م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف(ج۳)، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، الطبعة الاولی، ۱۳۹۷ق/۱۹۷۷م.
  • بیهقی، إبراهیم بن محمد، المحاسن والمساوی، بیروت، دار الكتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الرواة، چاپ پنجم، ۱۴۱۳ق.
  • دیار بکری، حسین بن محمد، تاریخ الخمیس فی احوال انفس النفیس، بیروت، دار صادر، بی‌تا.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل، دارالتراث، الطبعة الثانیة، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، تصحیح جواد فیومی اصفهانی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعة لجامعة المدرسین بقم المقدسة، ۱۳۷۳ش.
  • قمی، عباس، سفینة البحار، تهران، فراهانی، بی‌تا.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، تحقیق: سید إبراهیم میانجی، محمدباقر بهبودی، بیروت، چاپ سوم، ۱۴۰۳ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دارالهجرة، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تحقیق عبدالسلام محمدهارون، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • واقدى، محمد بن عمر، الردة مع نبذة من فتوح العراق وذكر المثنى بن حارثة الشیبانى، تحقیق یحیى الجبورى، بیروت، دارالغرب الاسلامى، ۱۴۱۰ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت،‌ دار صادر، بی‌تا.
  • يوسفى غروى‏، محمدهادى، موسوعة التاريخ الإسلامى‏، قم، مجمع انديشه اسلامى‏، ۱۴۱۷ق.