علي بن محمد سمري

د wikishia لخوا
(له علی بن محمد سمری نه مخ گرځېدلی)

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

علي بن محمد سَمَري یا سَمُری (په ۳۲۹ هـ ق وفات) د امام زمان (ع) له څلورو نائبانو څلورم نائب و چې له حسین بن روح نوبختي وروسته یې درې کاله (۳۲۹-۳۲۶هـ ق) د نایب په توګه دنده ترسره کوله. هغه د حضرت مهدي عليه السلام او د شيعو ترمېنځ اړيکه وه خلکو به خپل شرعي مالي واجبات هغه ته ورکول. هغه د امام عسکري(ع) له صحابه و څخه هم شمېرل کېږي، چې له هغه سره یې د لیکونو په وسیله اړیکه درلوده. د سمري د نائبتوب موده د نورو دريو خاصو نایبانو په پرتله لنډه او کمه وه او په اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. د علي بن محمد سمري د کم فعالیت لامل د حکومت سختي ده چې د وکیلانو په سازمان کې یې د پراخ فعالیت مخه نیولې شوې وه. علي بن محمد سمري ته د امام زمان علیه السلام له خوا د هغه وفات خبر ورکول او د هغه د نیابت و وکالت د ختمیدو خبر ورکول د دې دورې له مهمو پیښو څخه دي. د هغه په ​​مړینه سره د سفیرانو او د دولسم امام ترمنځ مستقیمه اړیکه پای ته ورسیده او د لوی غیبت دوره پیل شوه.

ژوندلیک

په سرچینو کې د علي بن محمد سمري د زوکړې کال نه دی ذکر شوی. کنیه یې ابوالحسن [۱] او لقب یې سمَري، سَیمُری، سَیمَری یا صیمَری ذکر شوی دی، خو مشهور یې سَمَری دی،[۲] خو بیا هم په ځینو شیعه سرچینو کې د هغه لقب سَمُری[سرچینې ته اړمن] لیکل سَمَّر یا سُمَّر [۳] یا صیمر ذکر شوی دی صیمر د بصرې یو کلی دی چې د هغه خپلوان پکې اوسیدل.[۴]

کورنۍ

علي بن محمد له يوې متقي او شيعه کورنۍ څخه و چې د شيعه امامانو په خدمت کې يې ډېر شهرت درلود او د هغه دا کورنی اصالت د دې سبب چې چې امام د وکیل جوړیدو لپاره زیات مخالفت سره مخامخ نه شو.[۵] يعقوبي عقيده لري چې د دې کورنۍ ډېرو غړو په بصره کې ډېر جايدادونه درلودل او د دغو جايدادونو نيمايي برخه يې يوولسم امام ته وقف کړې وه. هر کال به امام ترې خپل عاید ترلاسه کاوه او له هغوی سره به یې لیکنې کولې.[۶] د سمری د نورو خپلوانو په منځ کې علي بن محمد بن زیاد د عسکريینو امامانو له وکیلانو څخه و چې د دولسم امام (ع) د امامت د ثابتولو لپاره یې د «الاوصیاء» په نوم یو کتاب ولیکه.[۷]

له امام عسکری(ع) سره اړیکه

شیخ طوسی هغه ته «علی بن محمد صیمری» ویل او هغه یې د امام حسن عسکری (ع) له اصحابو څخه یې شمیرلی دی [۸] چې له امام سره یې مکاتبې هم درلودې. علي بن محمد سمري وايي: ابو محمد (امام عسکري) ماته لیکلي دي: «یو فتنه به وي چې تا به ګمراه کوي. محتاط اوسئ او ځان ترې وساتئ» له دريو ورځو وروسته په بني هاشمو کې داسې پېښه وشوه چې د ډېرو بدبختيو او تکليفونو سبب شوه. حضرت ته مې خط ولیکه: آیا دا هماغه دي چی تاسو فرمایلې و؟ هغه ځواب ورکړ: «نه، دا توپیر لري. خپل ځان وساتئ.» څو ورځې وروسته معتز ووژل شو.[۹]

وفات

د شیخ طوسي په وینا، سمری په ۳۲۹ هجري کې وفات شو او جسد یې په بغداد کې د ابوعتاب سیند ته څېرمه د َلَنْجی په کوڅه کې ښخ شو.[۱۰] د هغه قبر د کلیني قبر ته نږدی دی.[۱۱] د اعیان الشیعه لیکوال د هغه د وفات نېټه د شعبان پنځلسمه ګڼلې ده.[۱۲] شیخ صدوق او طبرسي د هغه د وفات کال په ۳۲۸ هجري کې ثبت کړی دی.[۱۳] [۱۴]

د امام زمان (ع) نیابت

سمري ته د امام عصر توقیع (لاس لیکلی لیک)

«خدای دې ستاسو وروڼو ته ستاسو په مرګ اجر ورکړي. ته به په شپږو ورځو کې مړ شئ. نو خپل کار پای ته ورسوه او له ځانه وروسته څوک ځای ناستې مه ټاکه؛ ځکه چې اوس دوهم غیبت پیل شوی دی او تر هغه وخته پورې په دوام ولري چې د الله تعالی اجازه ورکړي او ظهور به نه کیږي، تر دې چې د خلکو زړونه له ظلمه او دنیا له بې عدالتۍ ډکه شي او ځینې کسان به زما پلویانو (شیعو) ته راشي او ادعا به کوي چې زه لیدلی یم. خو خبر اوسئ هر هغه څوک چې دا دعوه وکړي چې د سُفیاني له پاڅون او اسماني چغې وړاندې یې زه لیدلی یم نو هغه دروغجن دى.»

تاریخ بایگانی، صدوق، کمال‌الدین و تمام النعمه، ۱۳۹۵ق، ۲ټوک، ۵۱۶مخ.

تاریخ بغانی، صدوق، کمال الدین و تمام النعمة، ۱۳۹۵ هـ ش، ۲ ټوک، ۵۱۶ مخ.


د امام زمان (ع) دریم نایب وصیبت وکړ چې علی بن محمد سمری د چې د نایب په توګه د هغه ځای ناستی وي.[۱۵] دا انتخاب د امام زمان(ع) په خپل حکم سره شوی دی. په دې اړه کوم روايت نشته، خو طبرسي په "احتجاج" کتاب کې ليکي: له دې (نایبانو) څخه هيڅوک هم دې ستر مقام ته نه دی رسېدلی، مګر دا چې د صاحب الامر له خوا د هغوي د ټاکلو حکم صادر شوى دی او له هغه څخه مخکې کس به خپل ځاى ناستى ټاکه.[۱۶]

د نیابت موده

د دريو پخوانيو نایبانو په دوره کې د سمري د فعاليتونو په اړه څه نه دي ويل شوي او نه هم د هغه په خپل نیابت دوره کې د هغه د فعاليتونو په اړه تفصيلي معلومات ورکړل شوي دي،[۱۷] خو ويل کيږي چې شيعو د نورو نایبانو په شان د ده په عظمت او امانت باور درلود. او له ټولو عامو شیعو له خوا ومنل شو او ټول ورته تسلیم وو.[۱۸] د شيخ صدوق د روايت له مخې وکيلانو هغه د امام د رښتيني سفير په توګه پېژنده او شرعي واجبات به يې هغه ته ورکول.[۱۹]


د سمري د نیابت دوران د ظلم او وينې تويېدنې وخت و، او دا کار د دې سبب شو چې د نورو نایبانو په پرتله د هغه کارونه ډېر پټ وو.[۲۰] ځینې څیړونکیو د هغه د نیابت د وخت د لنډوالي او تر دې چې د لنډ غیبت د زمانې د ختمیدو سبب او لامل د عباسي حکومت له خوا ډېره زیاته سختي ښودلې ده.[۲۱][۲۲]

د امام زمان(ع) توقیع (لاس لیکلی لیک)

د سمري له مړینې شپږ ورځې مخکې د دولسم امام له خوا یوه توقیع (لاس لیکلی فرمان) صادر شو. په دې توقیع کې امام د سمري مړینه او د غیبت کبری پیل اعلان کړ او امر یې وکړ چې د هغه نیمګړي کارونه دې پای ته ورسوي او څوک دې د خپل د ځای ناستي په توګه معرفي نه کړي.[23][24] د دې خبر له خپرېدو شپږ ورځې وروسته اصلي وکیلان د څلورم سفیر د مرګ په بستر راټول شول او له هغه یې وپوښتل چې څوک به یې ځای ناستی شي. سمري په ځواب کې وویل: «حکم د خدای حکم دی او هغه به پخپله ورته رسي». دا هغه وروستی خبره وه چې له مرګه مخکې له هغه واوریدې شوه.[۲۵] د سمري له مړينې وروسته د نائبان او د دولسم امام تر منځ نیغ په نیغه اړيکه پرې شوه او د غيبت صغری موده پای ته ورسېده.[26]

کراماتونه

په روایتي منابعو کې د علي بن محمد سمري ځینې کرامتونه نقل شوي دي چې د شیعو د شک د لرې کولو لپاره وو. د قم د خلکو یوې ډلې ته د ابن بابویه (د شیخ صدوق پلار او د قم اوسیدونکی) د مړینې خبر ورکول، له هغو څخه یو دی[۲۷] صالح بن شعیب طالقاني له احمد بن ابراهیم مخلد څخه روایت کوي چې زه په بغداد کې د شیخانو حضور ته ورغلم. او په هغه غونډه کې علي بن محمد سمري حاضر و. هغه خپله وینا پیل کړه او ویې ویل: خدای دې په علي بن بابوي قمي (د شیخ صدوق پلار) رحم وکړي. په مجلس کې حاضرو شیخانو د هغه تاریخ ولیکه، تر دې چې خبر راغی چې علي بن بابویه په همدې ورځ وفات شوی و.[28]

تړلي مطلبونه

فوټ نوټ

سرچينې