Jump to content

حسین بن روح نوبختي

د wikishia لخوا
د نورو استعمالونو لپاره، نوبختي (ابهام لري کول) وګورئ.
حسین بن روح نوبختي
د حسین بن روح قبر
د حسین بن روح قبر
لقبنوبختي • قمي • روحي
د اوسیدو ځایسامرا • بغداد
د دفن ځایبغداد
له ملګرېامام حسن عسکري(ع)امام مهدي(عج)
آثارالتأدیب


حسین بن روح نوبختي (وفات ۳۲۶قمري)، د امام مهدي عجل الله تعالی فرجه له څلورو نایبانو څخه دریم نایب دی چې ۲۱ کاله (۳۰۵ - ۳۲۶ق) یې دغه ځانګړی نیابت په غاړه درلود. هغه د امام حسن عسکري(ع) له اصحابو او په بغداد کښې د دویم نایب یو نزدې ملګری و. محمد بن عثمان د خپل ژوند په وروستیو ورځو کښې حسین بن روح د امام زمان په حکم، خپل جانشین کړ. څه موده پس د ۳۰۵ قمري کال د شوال میاشتې په پنځمه نیټه، د حسین بن روح په تایید کښې د حضرت مهدي(عج) له خوا وړومبنی توقیع صادر شو. حسین بن روح د خپل نیابت په اوایلو کښې په عباسي حکومت کښې ښه موقعیت او ځانګړی احترام درلود خو بیا وروسته له ستونزو سره مخامخ شو او څه موده یې پټ ژوند تیر کړ او بیا پينځه کاله زنداني شو. د حسن بن روح د دوران له ډیرو مهمو پيښو څخه یوه د شلمغاني پیښه ده چې د هغه د باور وړ وکیل و خو عقیده یې خرابه شوه او ورباندې په لعنت کښې د امام زمان(عج) له خوا یو توقیع صادر شو. د حسین بن روح نوبختي، علمي موقعیت، په علمي مناظرو کښې د فقهي کتابونو او د کافي اشراف د لیکل کیدو په وجه ممتاز او غوره بلل شوی دی. په روايي سرچینو کښې له هغه نه یولړ کرامات نقل شوي دي.

ژوند لیک

د حسین بن روح د زوکړې کال معلوم نه دی. د هغه کنیت ابوالقاسم دی او په سرچینو کښې د نوبختي، روحي[۱] او قمي[۲] په القابو یاد شوی دی. د هغه د قمي لقب د وجې احتمال د آبه(ساوه سره نزدې) د اوسیدونکو په فارسي لهجې د هغه د خبرې کولو او د هغه ځاې له خلکو سره یې د نزدې اړیکو په وجه بلل شوی دی،[۳] خو په ډیرو سرچینو کښې په نوبختي مشهور دی. ویل شوي دي چې د نوبختي له کورنۍ سره د خپلوي او رشته، د هغه د مور له خوا وه.[۴] ځینو هم ویلي دي چې د قم له بنونوبخت څانګې څخه و او د اول نایب په زمانه کښې بغداد ته کډه شوی دی.[۵]

له امام عسکري سره اړیکه

د حسین بن روح ضریح

په دې کښې چې حسین بن روح د امام حسن عسکري علیه السلام له ملګرو څخه و، اختلاف دی. ابن شهر آشوب به المناقب کښې هغه د امام عسکري(ع) له اصحابو او هم داشان یې ځانګړی مرستیال بللی دی،[۶] خو د رجال نورو علماؤ په دې اړه څه نه دي ویلې. ځیني هم قائل دي چې د دې خبر منل ګران دي ځکه چې امام عسکري علیه السلام په ۲۶۰ قمري کال کښې وفات شوی دی او نوبختي په ۳۲۶ قمري کال کښې وفات شو.[۷]

ځانګړتیاوې

شیخ طوسي په الغیبة کتاب کښې ویلي دي چې حسین بن روح د خپلې زمانې ترټولو عقلمند کس و او له مخالفانو سره په معاشرت کښې به یې، تقیه کوله؛[۸] تر دې چې خپل یو خدمتکار یې معاویه ته د بد رد ویلو په وجه له کاره وباسه.[۹]

د "تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم" نومې کتاب کښې د جاسم حسین په وینا، هغه څه چې حسین بن روح یې دې مقام ته ورسوه، د هغه اوصاف، وړتیاوې او کارنده توبونه وو چې هغه یې د نیابت د مقام وړ ګرځولی و.[۱۰] د محمد بن عثمان لور ام کلثوم له خپل پلار سره د حسین د اړیکو په هکله وايي، حسین د هغه یو خاص او نزدې کس و او پلار به مې د خپل ژوند خصوصي مسائل هغه ته ویل.[۱۱]

ابو سهل نوبختي د حسن بن روح د رازدارۍ په هکله ویلي دي، که هغه امام تر خپلې لمنې لاندې پټ کړی وي او بدن یې په قینچۍ ټوټې ټوټې کړي ترڅو امام ورته وښايي، هیڅکله به دغه کار ونه کړي.[۱۲]

وفات

حسین بن روح نوبختي د۳۲۶ قمري کال د شعبان په ۱۸ نیټه وفات شو. د هغه قبر د بغداد د عطاران بازار یا شورجه کښې په نوبختیه سیمه کښې دی چې اوس د حسین بن روح په مقام مشهور شوی او شیعیان یې زیارت ته ورځي.[۱۳]

نیابت

په ۳۰۵ قمري کال کښې د امام زمان د دویم نایب له وفات وروسته حسین بن روح د نیابت په مقام دګمارل شو. هغه له دې مخکښې د محمد بن عثمان نزدې او د باور وړ مالي کارګزار و[۱۴] او محمد بن عثمان هغه په بغداد کښې له نورو وکیلانو سره خپل رابط وګرځوه.[۱۵]

د حسین بن روح په تایید کښې د امام لیک:

«مونږ هغه (حسین بن روح) پیژنو، خدای تعالی دې خپلې ټولې خوبۍ او خوشنودۍ هغه ته وروپیژني او هغه دې په خپل عنایت خوشال کړي. د هغه په لیک خبر شوو او ورته له سپارل شوي مسئولیته ډاډ لرو. هغه زمونږ په نزد داسې مقام لري چې د هغه د خوشالۍ لامل به شي. خدای دې په هغه باندې خپل احسان زیات کړي.»

سره له دې چې په بغداد کښې د دویم نائب وکیلان نزدې لس تنه وو خو محمد بن عثمان د ناروغۍ په وختو کښې، ابن روح خپل قائم مقام او د صاحب الامر سیر وباله او له شیعه شخصیتونو یې وغوښتل چې له مړینې وروسته یې هغه ته رجوع وکړي.[۱۶] لکه څنګه چې علامه مجلسي لیکلي دي، کله چې دویم نایب وفات شو، حسین بن روح د هغه په کور کښې کښیناسته او د محمد بن عثمان خادم هغه صندوقچه چې د امامت ودایع په کښې وه، حسین بن روح ته وسپارله.[۱۷] څه موده پس د ۳۰۵ قمري کال د شوال په ۶ نیټه، د حسین بن روح په تأیید کښې د حضرت مهدي علیه السلام له خوا وړمبنۍ توقیع صادر شو.[۱۸]

له ځینو نقلونو داسې ښکاري چې د ابن روح موقعیت د وړومبي او دویم سفیر په اپوټه، د امامیه ترمینځ څرګند و او په هم دې وجه، یوه ډله شیعه په دې لټه کښې شول چې د خپلو سیمو وکیلان پریږدي او نیغ په نیغه له دریم سفیر سره په اړیکه کښې ووسي.[۱۹]

وکیلان او چاروالي

حسین بن روح په بغداد کښې د لسو وکیلانو او په نورو اسلامي ټاټوبو کښې د باقي وکیلانو په ملګرتیا سره د نیابت په مقام کښې خپل فعالیتونه پیل کړل. د هغه د ځینو استازو او وکیلانو نومونه په دا ډول دي:

په دربار کښې موقعیت

حسین بن روح د محمد بن عثمانه په ژوندانه، په عباسي دربار کښې ډیر نفوذ درلود او ورته به د حکومتي چارواکو له اړخه مالي مرستې رسیدلې.[۲۱] د مقتدر عباسي په زمانه کښې د نیابت د عهدې له ترلاسه کولو وروسته یې هم د عباسیانو په اداره کښې نفوذ درلود او هغوي به یې احترام کوه. د هغه د دغه موقعیت وجه له یوې خوا د نوبختي کورنۍ نفوذ و او له بلې خوا د آل فرات له خلکو څخه د ابوالحسن علي بن محمد وزارت و چې د شیعیانو یو پلوي و.[۲۲] د محمد بن عثمان د لور ام کلثوم په وینا، په دغې موده کښې له آلِ فرات څخه ځینې مالونه حسین بن روح ته رسیدل.[۲۳] په دربار کښې د حسین بن روح د مقام یوه بله وجه، د هغه له احتیاطه ډک دریځونه بلل شوي دي چې هڅه یې درلوده ځان د قرامطه په شان د هغې زمانې له بلواوو لرې وساتي.[۲۴]

خو د وزارت په مقام باندې د حامد بن عباس په ګمارل کیدو سره چې د شیعه و له مخالفانو به یې ملاتړ کوه، حسین بن روح ته یوشمیر ستونزې جوړې شوې.[۲۵]

پټیدل

ځینو سرچینو د امام زمان(عج) په نیابت له ګمارل کیدو څه موده پس د حسین بن روح د پټیدو خبر ورکړی دی. د دغه پړاؤ کره نیټه نه ده معلومه او احتمالاً له ۳۰۶ نه تر ۳۱۱ قمري کلونو ترمینځ د حامد بن عباس د وزارت په پړاؤ کښې وه.[۲۶] د شیخ طوسي د لیکنې له مخې، په دغه دوران کښې محمد بن علي شلمغاني له خلکو سره د هغه سفیر او رابط و.[۲۷] د دغه پړاؤ په هکله ډیر معلومات په لاس کښې نشته.

زنداني کیدل

حسین بن روح نوبختي له ۳۱۲ نه تر ۳۱۷ قمري کاله پورې د عباسي خلیفه مقتدر په زندان کښې بندیوان و. په شیعه سرچینو کښې د هغه د زنداني کیدو وجه نه ده ذکر شوې خو ځینو څیړاندو د اهل سنت د نقل له مخې، دوه قوله ویلي دي:

  • دولتي محکمې ته د مالونو له ورکولو د حسین بن روح ډډه کول
  • له قرامطه سره اړیکه چې په هغه زمانه کښې په بحرین مسلط وو.[۲۸]

ځینو محققانو د هغه د زنداني کیدو وجه د نیابت په مقام کښې د هغه شهرت، له شیعیانو سره اړیکه او د هغوي د وضعیت په سرسڼه کولو کښې د هغه مقبولیت او د خلکو د لیکونو او وجوهات راغونډول او حضرت مهدي(عج) ته یې ورسپارل بللي دي.[۲۹] خو ځینې بیا باوري دي چې د هغه نیول، د شلمغاني د دښمنۍ په وجه او په ۳۱۱ او ۳۱۲ قمري کلونو کښې د علي بن فرات د وزارت په پړاؤ کښې د محسن بن علي بن فرات (د شلمغاني د وزیر او د هغه د یو پلوي د علي بن فرات د زوي) په لاس ترسره شوې ده.[۳۰]

له زندانه د هغه له خوشې کیدو ورسته، په حکومت کښې د نوبخت کورنۍ د مشهورو شخصیتونو د شتون په وجه چې مهم مقامونه یې هم درلودل، نور څوک ونه توانیدل چې د هغه لپاره مزاحمت رامینځته کړي.[۳۱]

د شلمغاني پیښه

شلمغاني په بغداد کښې یو شیعه عالم او د حسین بن روح له نزدې کسانو و. حسین بن روح د نیابت په مقام باندې له ګمارل کیدو وروسته، هغه خپل وکیل معرفي کړ او د شیعه د چارو اداره کول یې هغه ته وسپارل، تر دې چې د حسین بن روح د پټ ژوند په دوران کښې به د امام زمان لیکونه د ابن روح په وسیله او د شلمغاني په لاس صادریدل.[۳۲] خو هغه، د حسین بن روح د زندان په ورځو کښې له خپل موقعیته په ناوړه استفادې سره، وړومبی ځان د هغه پر ځاې باب او واسطه معرفي کړ او وروسته بیا مرتد شو او په عقیدتي ګمراهۍ سر شو. دهغه د ګمراهۍ په څرګندیدو سره، حسین بن روح چې په زندان کښې و، شیعیان په دې خبره خبر کړل او له هغه سره یې له معاشرته منع کړل تر دې چې په ۳۱۲ قمري کال کښې د حضرت مهدي(عج) له خوا د هغه په لعن کښې یو توقیع صادر شو.[۳۳]

علمي مقام او کرامات

حسین بن روح د التأدیب په نامه په فقه کښې یو کتاب ولیکه او هغه یې د ارزونې او نظر څرګندونې لپاره د قم حدیثي حوزې ته واستوه او د هغه ځاې له عالمانو یې وغوښتل چې کوم موارد چې د هغوي له نظر سره سمون نه خوري، په ګوته یې کړي. د قم عالمانو د کتاب د محتوا له څیړنې وروسته، هغه، پرته له یو مورده، تایید کړ او هغه ته یې بیرته ولیږه.[۳۴]

هغه د نیابت په پړاؤ کښې ځینې مناظرې هم درلودې چې په روايي سرچینو کښې په تفصیل سره راغلې دي.[۳۵] کومې ځوابونه چې حسین بن روح په دغو خبرواترو کښې مطرح شویو پوښتنو ته ورکړې دي، په دیني مسائلو باندې د هغه د اشراف او هم داشان یې د علمي مقام ښودنه کوي.[۳۶]

هغه یوشمیر روایتونه هم نقل کړي دي.[۳۷] شیخ طوسي، رجببیه زیارت، د حسین بن روح نوبختي له قوله راوړی دی.[۳۸]

کرامتونه

په ځینو سرچینو کښې له حسین بن روح څخه یولړ کرامتونه نقل شوي دي. هغه به کله کله د مقابل لورې د شک د ختمولو لپاره او کله به یې د ځان د تایید لپاره ځیني رازونه څرګندول او ځینې علامې به یې په ډاګه کولې. د اولاد د کیدو او د حضرت حجت(عج) د دعا د غوښتنې لپاره دریم نائب ته د (شیخ صدوق د پلار) علي بن بابویه لیک،[۳۹] د حج د سفر لپاره د خپلې ذمه وارۍ د ټاکلو لپاره د (شیخ صدوق له پلار) ابن بابویه څخه یو بل لیک،[۴۰] د احمد بن اسحاق قمي د مړینې خبر،[۴۱] محمد بن حسن صیرفي ته د سرو زرو د ورکې شوې خښتې د خبر ورکول[۴۲] او داسې نور له مثالونو څخه دي.

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۵.
  2. کشی، رجال کشی، ۱۳۴۸ش، ص۵۵۷.
  3. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۰۳-۵۰۴؛ طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۱۹۵؛ اقبال آشتیانی، خاندان نوبختی، ۱۳۴۵ش، ص۲۱۴.
  4. اقبال آشتیانی، خاندان نوبختی، ۱۳۴۵ش، ص۲۱۴.
  5. جاسم حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۲.
  6. ابن شهر آشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ۴۲۳.
  7. جاسم حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۲.
  8. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۱۱۲.
  9. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۸۶.
  10. جاسم حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۳و۱۹۴.
  11. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۷۲.
  12. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۹۱.
  13. طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۲۳۸.
  14. جاسم حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۲؛ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۱۳ق، ج۱۵، ص۲۲۲.
  15. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۰۱و۵۰۲.
  16. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۷۱.
  17. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۵، ص۲۱۱.
  18. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۷۲.
  19. جاسم حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۸.
  20. جاسم حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۶.
  21. غفارزاده، زندگانی نواب خاص امام زمان، ۱۳۷۵ش، ص۲۳۷.
  22. جاسم حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۸؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه، ۱۳۸۱ش، ص۵۸۳.
  23. طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۳۷۲.
  24. عظیم‌زاده تهرانی، علل دستگیری حسین بن روح نوبختی، ۱۳۸۲ش.
  25. جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه، ۱۳۸۱ش، ص۵۸۳.
  26. عظیم‌زاده تهرانی، علل دستگیری حسین بن روح نوبختی، ۱۳۸۲ش.
  27. طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۳۰۳و ۳۰۴.
  28. عظیم‌زاده تهرانی، علل دستگیری حسین بن روح نوبختی، ۱۳۸۲ش به‌نقل از ذهبی در تاریخ الاسلام.
  29. موسوی، کسائی، پژوهشی پیرامون زندگی سیاسی و فرهنگ نواب اربعه، ۱۳۷۸ش.
  30. عظیم‌زاده تهرانی، علل دستگیری حسین بن روح نوبختی، ۱۳۸۲ش.
  31. موسوی، کسائی، پژوهشی پیرامون زندگی سیاسی و فرهنگ نواب اربعه، ۱۳۷۸ش.
  32. طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۲۲۸، ۲۳۹، ۲۵۱و۲۵۲
  33. طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۱۸۷، ۲۵۲و۲۵۳.
  34. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۲۱ق، ج۶، ص۲۲.
  35. طوسی، الغیبة، ۱۴۱۱ق، ص۳۲۴، ۳۷۳، ۳۷۸، ۳۸۸، ۳۹۰؛ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۵۱۹؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۳، ص۱۹۲.
  36. صدر، تاریخ الغیبه، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۴۸۳.
  37. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۲۳۶.
  38. طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ص۸۲۱.
  39. نجاشی، رجال نجاشی، ۱۴۰۷ق، ص۲۶۱.
  40. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۲۹۳.
  41. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۱۸و۵۱۹.
  42. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۳۴۲.

سرچينې

  • امین عاملی، سید محسن، اعیان الشیعة، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۲۱ق.
  • صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • نجاشی، احمدبن علی، رجال النجاشی، چاپ موسی شبیری زنجانی، قم، ۱۴۰۷ق.
  • ابن شهر آشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل ابی طالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الکشی (اختیار معرفة الرجال)، مشهد، دانشگاه مشهد، ۱۳۴۸ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسه فقه الشیعة، ۱۴۱۱ق.
  • ذهبی، سیر أعلام النبلاء، إشراف وتخریج : شعیب الأرنؤوط، تحقیق: إبراهیم الزیبق، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۳ق.
  • خویی، سیدابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، بیروت، دارالزهراء، ۱۴۰۳ق.
  • صدر، سید محمد، تاریخ الغیبه، بیروت، دارالتغارف، ۱۴۱۲ق.
  • اقبال آشتیانی، عباس، خاندان نوبختی، تهران، ۱۳۴۵ش.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ش.
  • جاسم محمد حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ترجمه محمد تقی آیت‌اللهی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۸۵ش.
  • غفارزاده، علی، زندگانی نواب خاص امام زمان، قم، انتشارات نبوغ، ۱۳۷۹ش.
  • عظیم‌زاده تهرانی، طاهره، علل دست‌گیری حسین بن روح نوبختی، تاریخ اسلام، بهار ۱۳۸۲ - شماره ۱۳.
  • موسوی، سید حسن؛ کسائی، نوراله، پژوهشی پیرامون زندگی سیاسی و فرهنگ نواب اربعه، دانشکده ادبیات و علوم انسانی دانشگاه تهران، تابستان ۱۳۷۸ - شماره ۱۵۰.

بهرنۍ لینک