عثمان بن سعید عمري

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د عثمان بن سعید مرقد

عُثمان بن سعید عَمْري (د ٢٦٧ هـ ق نه مخکی وفات شوی) په ابو عمرو مشهور، د غیبت په دوره کی د امام زمان(عج) د څلورو خاصو نایبانو څخه لومړی خاص نایب دی. هغه د امام هادي(ع)، امام حسن عسکري(ع) او امام مهدي(عج) له اصحابو څخه ګڼل کيږي، خو په دې اړه شک شته چې آيا هغه د امام جواد(ع) له اصحابو و که نه. د امام مهدي(عج) د امامت له شورو کیدو وروسته په (۲۶۰ هـ ق) کې عثمان بن سعید د خپل ژوند تر پایه (شاوخوا ۶ یا ۷ کاله) د امام خاص نایب و او له هغه وروسته یې زوی محمد بن عثمان نایب شو. عثمان د خپل نیابت په زمانه کې بغداد ته لاړ او خپله د وکالت موده یې هلته تیره کړه. هغه په ​​بغداد او نورو عراقي ښارونو کې وکیلان درلودل چې له خلکو به یې وجوهات(خمس وغیره) راټولول او بیا یې هغه ته لیږل. حضرت مهدي(عج) د هغه د وفات په وخت کې د هغه زوي ته د تسلیت یو لیک ولیږه. په روایتونو کې عثمان بن سعید په څو لقبونو لکه زَیّات او عَمْری سره یاد شوی دی.

ژوندلیک، ډایری

د عثمان د زېږېدو د نېټې په اړه کره دقیق معلومات نشته او ويل کېږي چې هغه له يوولس کلنۍ څخه د امام جواد(ع) خادم و، خو د شيخ طوسي په وينا هغه په ۱۱ کلنۍ کې هغه د امام هادي(ع) خادم و.[2]، هغه د امام هادی(ع) او امام حسن عسکري(ع) او امام زمان(ع) وکیل و او تل یې د اعتماد وړ و. عثمان بن سعید لومړی په سامره کې اوسېده او د ۱۱ امام له شهادت وروسته بغداد ته ولاړ. په هغه وخت کې سامره د عباسي پوځ پلازمېنه او مرکز و، چې له پيله يې له شيعه امامانو سره ښې اړيکې نه درلودې. ځينو ويلي دي چې غالباً له همدې امله عثمان بن سعيد بغداد ته هجرت وکړ او هلته يې د کرخ سيمه چې شيعه پکې اوسېدل، د اماميه و د رهبرۍ مرکز وګرځاوه.[۳]

نومونه او لقبونه

د رجال په منابعو کې د عثمان نوم د «عثمان بن سعید» په نوم ياد شوى دى، خو په رجال کشی کې د «حفص بن عمرو» په نوم هم ياد شوى دى، چې ښايي د هغه مستعار نوم وي چې له نورو وکيلانو سره يې په پټو ناستو کې دا نوم وي.[4] د هغه کنیت د هغه د پلار د نیکه له مخې د «ابو عمرو» په نوم ياد شوى دی. خو په بحار الانوار او سفینة البحار کې هم ابو محمد هم ذکر شوی دی، ځکه د هغه یو زوی محمد نومېده.[5]

د هغه تر ټولو مهم شهرت عمري دی، او ویل شوي چې هغه په ​​له دوو سببو په دې لقب سره یادیږي. يو دا چې امام عسکري دا اجازه ورنه کړه چې د دريم خليفه (عثمان) نوم او د هغه لقب (ابو عمرو) دې په عثمان بن سعيد کې جمع شي او له دې وروسته عمري بلل کېده. بل هغه د پلار لخوا نیکه «عمرو» و نو هغه سره منسوب شوی او د عمري په نوم یاد شوی.[6] محدث قمي هم د عمري د ویلو لامل د هغه مور له لخوا عُمَر بْن اَطْرَف اَعْلی ته منسوب ګڼلی دی.[7]

د عثمان لقب «سَمّان» و «زَیّات» بیان شوی دی.[8] همدارنګ د بنی اسد له قبلې سره د انتساب له مخې اسدي هم بلل شوی دی او عسکري هم بلل شوی دی؛ ځکه چې هغه په سامرا په «عسکر» سیمه کې اوسېده.[۹]

اولادونه

د عثمان بن سعید دوه زامن وو:

  • محمد بن عثمان چې د خپل پلار له وفات وروسته د امام زمان دویم نایب شو.
  • احمد بن عثمان چې نوم یې په کتابونو او منابعو کې نه دی موندل شوی. خو د امام د نیابت د درواغو دعوا کوونکی په منځ کې د «ابوبکر محمد بن احمد بن عثمان» په نوم د يو کس نوم يادېږي، چې د محمد بن عثمان وراره بلل کېږي.[۱۰]

وفات

د عمري د مړینې وخت لکه د هغه د زوکړی د وخت معلوم نه دی، خو په دې اړه دوه قولونه نقل شوي دي:

  • د 267 هجري کال نه مخکي: دا خبره د اکثرو مؤرخينو او د رجال د علماؤ اتفاقي ده.
  • له 280 هجري کاله وروسته: د دې قول دلیل هغه یو توقیعی دی چې په 280 هجري کال کې نقل شوی دی. د شيخ طوسي په وينا د دې حديث راوي په 280 هجري كال كې دا روایت اوريدلى دی او دا د عثمان د وفات وخت نه شي روښانه كولاى.[۱۱]

د عثمان بن سعید له مړینې وروسته د هغه زوی محمد هغه ته غسل ​​ورکړ او د مدینة السلام په لوېدیځ کې د بغداد په الدرب نومي مشهورې هدیرې کې خاورو ته وسپارل شو. شیخ طوسي وايي چې له هغه وخته چې په ۴۰۸ هجري قمري کال کې بغداد ته تلی و، تر ۴۳۰ هجري قمري وروسته پورې به یې په یاد شوي ځای کې د عثمان بن سعید د قبر زیارت کاوه.[۱۲] نن سبا د هغه قبر د بغداد په ختیځ کې د «رصّافه» په مالت کې او په یوه سیمه کې چې د «بازار شورجه» په نوم مشهور دی، واقع دی.[۱۳]

د امام وکالت

اصلي مقاله: د وکالت سازمان

د هغه څه له مخې چې د رجال په کتابونو او منابعو کې راغلي دي، عثمان بن سعيد د دريو معصومو امامانو (امام هادي(ع)، امام عسکري(ع) او امام زمان(ع) وکيل وو. خو ځينو نورو نصوصونو هغه په ​​يوولس کلنۍ کې د امام جواد خادم ګڼلی دی چې د امام باوري کس و او ځينې مهمې دندې يې ورته سپارلې.[14] ابن شهر آشوب هغه بابِ امام جواب ګڼلی دی.[15] ځینې شيعه علماوو وروستۍ خبره نه ده منلې او د عثمان د عمر پر اساس دا خبره د منلو وړ نه ده ګڼلی چې هغه د امام جواد له اصحابو څخه و او دا نظر يې ناسم بللی دی.[۱۶]

د امام هادي وکیل

عثمان بن سعید د امام هادي علیه السلام له اصحابو څخه وو او د هغه په وکالت باندې د امام لخوا څرګندونه شوې ده.[۱۷] د احمد بن اسحاق قمي په یوه روایت کې چې له امام هادي علیه السلام څخه یې روایت کړی دی، عثمان بن سعید یو معتبر او باوري کس معرفي شوی دی. چې هر څه چې امام ته منسوب ګڼي او خلکو ته يې ورسوي هغه ټول له امام هادي(ع) څخه دي.[۱۸]

د امام عسکري وکالت

عثمان د امام هادي نه علاوه د امام حسن عسکري (ع) له اعتماد څخه هم برخمن ؤ.[۱۹] شیخ طوسي په خپل رجال کښې عثمان بن سعید د امام عسکري (ع) د وکیل په توګه معرفی کړی دی.[۲۰] او په مختلفو روایتونو کښې ذکر شوی دی چې امام عسکري عثمان ته خطاب کړی او هغه يې خپل وکيل ګڼلی دی او په بل ځای کې یې شاوخوا خلک شاهدان کړي چې عثمان بن سعيد زما وکيل دی. امام هغه د وکیلانو د مشر په توګه معرفي کړ؛ په دې معنی چې ټول هغه وجوهات (خمس وغیره) چې شیعو به د وکیلانو له لارې رالیږل، عثمان ته به یې رسول او هغه به امام ته ورسول.[۲۱]

د امام عسکری(ع) له شهادته وروسته د امام د کفن او دفن کولو مسئولیت عثمان بن سعید په غاړه درلود. د اماميه و په عقیده، دا نښې د امام زمان(عج) د نائب شونې او استازيتوب شاهدي ورکوي.[۲۲]

د امام زمان(عج) نیابت

د امام د تسلیت لیک یوه برخه:

«ستا پلار په سعادت او نیکمرغۍ سره ژوند وکړ او په داسې حالت کې مړ شو چې د ستایلی شوی او د خوښۍ وړ و. خدای دې وبخښي او له خپلو اولیاوو، ساداتو او موالیانو... سره دې یو ځای کړي. خدای دې د هغه مخ تازه کړي او خطاګانې دې وبخښي او د هغه جزا دې ستا اجر زیات کړي او د هغه په غم تاته نیک صبر درکړي. ته مصیبت ځپلی یې نونږ هم مصیبت وهلي یو، او ستا د پلار جدايۍ ته او مونږ وویرولو. نو خدای دې هغه په ​​خپل رحمت سره خوشحال کړي په خپل منقلب او مثوا کې چې د هغه د آرام ځای دی.»

* سرچينه: طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۶۱.

امام عسکري(ع) د عثمان بن سعید په باره کې وضاحت کړی دی. هغه خپل زوی خپلو څلویښتو صحابه و ته وښود او د دولسم امام په غیاب کې یې ورته وویل چې د عثمان اطاعت وکړي.[۲۳] د بل روایت له مخې حضرت مهدي د قم له خلکو سره د لیدو پر مهال د عثمان بن سعید ​​استازیتوب ته اشاره وکړه او هغه ته يې راجع کړل.[۲۴]

عثمان بن سعید په سامرا کې د حکومت د سخت دریځۍ او د ډیرو دښمنانو د شتون له امله د حضرت مهدي په حکم بغداد ته ولاړ. جاسم حسین په خپل کتاب «تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم» کې لیکي، که څه هم سامره پلازمینه وه، خو د عباسي لښکرو د شتون له امله چې تل د امامانو پر ضد وو او غوښتل یې چې د وکالت سازمان د هغوي له سترګو لیرې وساتي، له دې سببه بغداد ته لاړ او د کرخ د شیعو مالت یې د امامیه د تنظیم ځای وګرځاوه.

عثمان د خپلې واکمنۍ په دوره کې د مختلفو ولسوالیو د وکیلانو مشري کوله او د خلکو امانتونه، وجوهات او ډالۍ به یې اخیستې او امام ته به یې استولې. هغه به همدارنګ د شیعو امام ته لیکونه او د شیعو په ځواب کې د امام مهدي لیکونه او د مهدي لاسلیکونه خپلو اصلي مالکینو ته رسول.[26] کله چې جعفر د امام حسن عسکری(ع) ورور د نیابت دعوا وکړه نو احمد بن اسحاق چې د امام حسن عسکري علیه السلام له اصحابو څخه ؤ، د دې لپاره چې دا معلومه کړي چې آیا دا صحیح ده او که نه، د جعفر د ادعا د باطلیدو په خاطر یې یو لیک ولیکه او د عثمان بن سعید له لارې یې حضرت مهدي ته ولیږه. امام د هغه په ​​ځواب کې د جعفر امامت رد کړ او هغه یې فاسق او د لمانځه ماتوونکی وباله.[۲۷]

د امام د تسلیت لیک

کله چې عثمان بن سعید وفات شو امام زمان(عج) د هغه زوي محمد بن عثمان ته یو لیک ولیکه او تسلیت یې وړاندې کړ. په دې لیک کې دولسم امام له عثمان بن سعید سره پوره رضایت ښودلی او د هغه لپاره یې بښنه غوښتې ده. امام زمان(عج) همدارنګ د عثمان بن سعید په غیاب کې د خپل غربت (بې وطنۍ) په اړه خبرې کړي دي او هغه زوی محمد بن عثمان یې د هغه پر ځای وټاکه.

د فعالیت طریقه

د تېلو او زيتونو پېر او پلور به يې کاوه او دا کاروبار يې د خپل اصلي کار لپاره پوښ ​​و. ځکه چې هغه به د امام د وکالت او نیابت مسؤلیتونه له حکومت څخه پټول چې د حکومت له زیانه خوندي پاتی شي. عثمان به د شیعه ګانو شتمنۍ او لیکونه د تیلو په کڅوړو کې اچول او امام ته به یې وړل ترڅو هیڅوک د دغه لیکونو په شتون او محتوا خبر نشي. له همدې امله د هغه لقب «سمّان» و «زَیّات» هم بیان شوی دی.[29]

معاونین

د عثمان بن سعید د خاص نیابت په دوره کې د احمد بن اسحاق، محمد قطان او حاجز بن یزید وشّاء، په نومونو درې مشهور وکیلان د عثمان په مرستیالانو په توګه ګڼل کیږي او د کوفې د وکیلانو په ګډون د ټولو هېوادونو  د نورو وکیلانو د څارنې او رابطې مسؤل وو.[30]

زيارت

علامه مجلسي په بحار الانوار کې د عثمان بن سعید لپاره یوه زیارت نامه نقل کړی او ویلي یې دي چې هغه د یوه شیعه عالم په زړې نسخې کې لیدلې ده. مجلسي د کتاب او لیکوال د نوم یادونه نه ده کړی.[۳۱] [یادداښت ۱]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې