محمد بن عثمان عمري

د wikishia لخوا
د محمد بن عثمان زیارت

محمد بن عثمان بن سعید عَمری، (وفات ۳۰۵ق) له خپل پلار عثمان بن سعید نه وروسته د شیعانو د دولسم امام له څلورو نایبانو (نُواب اربعهٔ) څخه دوهم نایب دی. هغه په سر کې د امام زمان وکیل او د پلار له مرستیالانو و او د پلار له وفاته وروسته، کابو څلویښت کاله (۲۶۵-۳۰۵ق) یې د غیبت صغری په زمانه کې د امام زمان(عج) نیابت په غاړه درلود. سره له دې چې د امام عسکري(ع) په روایت او د امام زمان(عج) په لیک کې د محمد بن عثمان په نیابت تصریح شوې وه، خو د امامانو د و کالت د سازمان ځینو وکیلانو د هغه په نیابت کې شک او خینو د نیابت ادعا وکړه. محمد بن عثمان ځینې مرستیالان لرل چې د وکالت د سازمان په اداره کولو کې یې له هغه سره ملګرتیا کوله. هغه په فقې کې ځینې تالیفات لرل او ترې د حضرت مهدي(عج) په اړه ځینې روایتونه نقل شوې دي. ځینې مشهورې دعاګانې لکه سمات، افتتاح او آل‌یاسین زیارت هم له هغه نقل شوی دی.

ژوند لیک

د محمد بن عثمان عمري د زوکړې د نېټې په اړه کره وخت نه دی معلوم. د هغه نوم په دیني سرچینو کې محمد د عثمان بن سعیدامام مهدي(عج) لومړی نایب)) زوی ذکر شوی او کنیت یې «ابوجعفر» دی. هغه له بني اسد قبیلې و.[۱] په حدیثي او رجالي کتابونو کې د هغه لپاره بل هیڅ کنیت نه دی ذکر شوی.[۲]

ځینې لقبونه ورپاره بیان شوې: کله به یې «عَمْری»[۳] باله چې په ډېرو روایي او رجالي کتابونو کې راغلی دی. کله یې هم لقب «اسدي» لیکلی دی[۴] او کله هم «کوفي»[۵] «سَمّان»[۶] او «عسکری»[۷] یې هم لقبونه ګڼل شوې دي هغه په عراق کې په «خلّانی» مشهور دی.[۸]

وفات

د روایتونو د نقل له مخې، محمد بن عثمان د خپل مرګ د وخت وړاندوینه کړې وه او له خپل وفاته دوه میاشتې مخکې یې د هغې خبر ورکړی و. راوي په یوې کتنې کې چې له هغه سره یې لرله له محمد بن عثمان وپوښتل چې ولې دې د ځان لپاره قبر کیندلی دی؟ هغه وویل چې زه مامور یم خپل کارونه راغونډ کړم او دوه میاشتې پس به له دنیا ځم.[۹][۱۰]

د دوهم نایب وفات د ۳۰۵ ق کال د جمادي الاول په اخره ورځ شوی.[۱۱] مړی یې په بغداد کې د خپل پلار د قبر خواته خاورو ته سپارل شوی دی.[۱۲] د محمد بن عثمان د وصیت مطابق او د امام زمان(عج) له امر سره سم حسین بن روح نوبختي د بغداد په دارالنیابه کې شتون پېدا کړ او دهغه ځای ناستی شو.[۱۳]

د امام زمان وکالت او نیابت

امام حسن عسکري(ع) له امام مهدي د محمد بن عثمان بن سعید په وکالت او نیابت تصریح کړی و. کله چې د یمن یو شمېر شیعیان په سامرا کې د امام عسکري خواته ورغلل، امام د محمد بن عثمان پلار عثمان بن سعید احضار کړ او د محمد په وکالت او وثاقت یې شهادت ورکړ او هغه یې د مهدی(عج) وکیل وباله.[۱۴]

شیخ طوسي په الغیبه کتاب کې روایت کړی چې پر اساس یې محمد بن عثمان او پلار یې عثمان بن سعید دواړه ثقه او د امام حسن عسکري(ع) د باور وړ وو. د دغه روایت له مخې امام حسن عسکري(ع) جوته کړې ده : هر څه چې ورسوي زما له خوا یې رسوي او هر څه چې ووایي زما له خوا دي. د هغوي خبرې واوره او ترې پیروي وکړه ځکه چې هغه ثقه او زما امانتدار دي.[۱۵]

د تسلیت د لیک یوه برخه
« ستا د پلار یو لوی سعادت دا چې ستا په شان بچی ورته عطا شوی چې دهغه په امر د هغه خلیفه او ځای ناستی وې، او د هغه لپاره ترحم وکړې او بخښنه ورته وغواړې. او زه وایم چې د خدای حمد کوم، نو په رښتیا چې د شیعیانو زړونه ستا له مکان او منزلته او هغه څه چې خدای په تا او ستا په نزد اېښي، خوشاله شوې دي. حق تعالی دې ستا مرسته وکړي او طاقت دې درکړي او تا دې پیاوړی کړي او توفیق دې درکړي او ستا ساتونکی او نګهبان دې شي.» شیخ صدوق، كمال الدين و تمام النعمة، ټوک۲، مخ۵۱۰ د ریکارډ تاریخ

د شیخ طوسي د روایت له مخې کله چې لومړی نایب وفات شو، زوي یې محمد هغه ته غسل ورکړ، کفن او دفن یې کړ.[۱۶] هغه د دولسم امام له خوا یو لیک لاسته راوړ چې پکې له محمد بن عثمان سره خواخوږي او له پلاره وروسته د هغه نیابت ته اشاره شوې وه.[۱۷]

د نیابت موده

شیخ طوسي په الغیبة کې جوته کړې چې د محمد بن عثمان د نیابت موده کابو پنځوس کاله وه[۱۸] خو سید محمد صدر دغه ادعا غلطه ګڼلې، ځکه چې د هغه په باور، د محمد بن عثمان وفات په ۳۰۵ق کال کې شوی او د امام حسن عسکري(ع) له شهادت سره ۴۵ کاله واټن لري او دې ته په پام سره چې لومړي نایب ( پلار یې) کابو پینځه کاله نیابت کړی، د دوهم نایب نیابت به کابو څلویښت کاله وي نه پنځوس کاله.[۱۹]

مخالفان

هغه کسان چې د عثمان بن سعید له وفاته وروسته یې د محمد په نیابت کې شک وکړ او په خپله د نیابت مدعیان شول دا دي:

د نیابت د پړاو حالت

د محمد بن عثمان د نیابت د پړاو له مهمو پېښو د صاحب زنج پاڅون او د قَرامَطه راڅرګندېدل وو. له دې امله چې صاحب زنج خپل نسب د امام سجاد(ع) زوي زید ته رساوه، ځینې علویان له هغه سره یو ځای شول.[۲۲] څیړاندي باوري دي چې صاحب زنج په دروغه ځان علوي معرفي کړ او په نسب او عمل کې له اهل بیتو لرې و.[۲۳] امام حسن عسکري(ع) هم صاحب زنج له اهل بیتو لرې ګڼلی دی.[۲۴]

قرامطه فرقه د اسماعیلیه فرقې د یوې څانګې په توګه هم له شیعه سره اړيکي لرل او دې ارتباط د امامیه لپاره ستونزې پېدا کولې شوې. د جاسم حسین په وینا د قایم د قیام په اړه د قرامطه تبلیغاتو حکومت لمساوه چې د هغوي فعالیتونه د دولسم امام له غیبت سره اړوند وګڼي او هغه د مهدي د پاڅون لپاره د چمتووالي د یو پړاو په توګه وګڼي. هغه باوري دی چې هغه توقیع چې امام زمان(ع) له خوا د ابوالخطاب په لعن کې د محمد بن عثمان لپاره صادر شو، د قرامطه خطر ته په پام سره او له هغوي سره له هر ډول اړیکو د شیعیانو د منعې کولو لپاره و.[۲۵]

د فعالیت طریقه

محمد بن عثمان د دې لپاره چې د مخالفانو لپاره د هر ډول حساسیت له پیدا کولو لرې خپلې د استازېتوب دندې ترسره کړي، تقیه کوله. هغه داسې برېښوله چې د امام حسن عسکري(ع) د ځای ناستي نه لرلو په اړه د عباسي حکومت تصور صحیح دی او خپلو وکیلانو ته یې سپارښتنه کوله چې خپل فعالیتونه په تقیې سره ترسره کړي. او داسې نه وي چې د دولسم امام نوم مینځ ته راشي. چې په دې وسیله د حکومت ذهنیت په خپل حال پاتې شي. د محمد بن عثمان دغه دریځ د دې لپاره و چې حکومت ډاډه زړه وي چې شیعیان مشر نه لري او پاڅون نه کوي.[۲۶]

چاروالي او ملګري

د محمد د نیابت په پړاو کې ځینو کسانو د وکالت په سسټم کې له هغه سره ملګرتیا کوله. ځینې په یو شمېر سیمو کې د هغه استازي او ځینې یې شاګردان وو او ترې به یې حدیثونه نقلول. ویل شوي چې په بغداد کې لسو کسانو د هغه تر څارنې لاندې چارې چلولې چې یو یې حسین بن روح و چې وروسته د امام زمان(ع) دریم نایب شو.[۲۷] ځینې یې دا دي:

  1. اسحاق بن یعقوب
  2. جعفر بن عثمان مدائني
  3. محمدبن همام بغدادي
  4. عبدالله بن جعفر حمیري
  5. قاسم بن علاء همداني
  6. محمد بن ابراهیم مهزیار
  7. علی بن احمد دلال قمي
  8. غیاث بن اسید
  9. احمد بن ابراهیم نوبختي[۲۸]

علمي او روایي مقام

شیخ طوسي د رجال والغیبه په کتاب کې محمد او پلار یې د امام زمان(عج) وکیل ګڼلي چې لوی مقام یې درلود او د هغوي خبرې یې د وثوق او اطمینان وړ ګڼلي دي.[۲۹] علامه حلي هم په خپل رجالي کتاب کې، د امام زمان په نیابت د محمد بن عثمان انتصاب د هغه د لوړ مقام په معنا بللی دی.[۳۰] مامقاني په تنقیح المقال کې دهغه لوی مقام دومره مشهور ګڼلی چې وضاحت یا دلیل راوړلو ته حاجت نه لري.[۳۱] سید ابوالقاسم خویي هم په معجم رجال الحدیث کې هغه روایتونه چې د هغه په شان او مقام کې راغلي کافي ګڼي.[۳۲]

روایات او آثار

له محمد بن عثمان د امام زمان(عج) په اړه ځینې روایتونه نقل شوې منجمله د حضرت مهدي(عج) د زوکړې په اړه[۳۳] د غیبت صغری په زمانه کې د هغه د نوم اخستلو حراموالی[۳۴] او له امام مهدي سره د هغه کتنې او ملاقاتونه،[۳۵] دعای سمات، دعای افتتاح او زیارت آل یاسین هغه دعاګانې دي چې د محمد بن عثمان له لارې نقل شوې دي.[۳۶] هغه همداراز له خپل پلار عثمان بن سعیده ځینې روایتونه نقل کړې دي.

محمد بن عثمان په فقې کې هم ځینې تالیفات لرلي چې پکې د امام حسن عسکري او امام زمان(ع) ځینې حدیثونه دي. منجمله «کتاب الاشربة» و. د ابو جعفر د لور ام کلثوم په وینا، دغه کتاب د محمد بن عثمان د وصیت په وخت حسین بن روح (دریم نایب) ته ورسید او د هغه په لاس کې و. لکه څنګه چې ابو نصر [یاداشت۱] ویلي دا کتاب له حسین بن روح نه وروسته ابو الحسن سمري (څلورم نایب) ته ورسید.[۳۷]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۳۴۴.
  2. غفارزاده، زندگانی نواب خاص امام زمان، ۱۳۷۹ش، ص۱۵۵.
  3. نجاشی، رجال نجاشی، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۰۸.
  4. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۵۲ق، ج۳، ص۱۴۹.
  5. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۵۲ق، ج۳، ص۱۴۹.
  6. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۴.
  7. ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۶ق، ج۸، ص۱۰۹.
  8. سفراء ونواب الإمام المهدی، سایت اَلمُؤَمَّل.
  9. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۶۴.
  10. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۳۵۱.
  11. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۶۶.
  12. ره‌توشه عتبات عالیات، ص۳۷۸.
  13. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۱۳ق، ص۲۲۳.
  14. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۵۶.
  15. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۴۳.
  16. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۶۴.
  17. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۱۰.
  18. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۶۶.
  19. صدر، تاریخ الغیبة، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۴۰۴.
  20. غفارزاده، زندگانی نواب خاص امام زمان، ص۱۷۹.
  21. جباری، سازمان وکالت، ج۲، ص۶۹۴-۷۰۷.
  22. جاسم حسین، تاریخ سیاسی امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۷۵و۱۷۶.
  23. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۳، ص۱۹۷.
  24. ابن‌شهر آشوب، مناقب آل أبی طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۲۹.
  25. جاسم حسین، تاریخ سیاسی امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۷۷و۱۷۸.
  26. جاسم حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۶۹؛ غفار زاده، زندگانی نواب خاص امام زمان، ۱۳۷۹ش، ص۲۲۷.
  27. جاسم حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ۱۳۸۵ش، ص۱۷۰.
  28. ره توشه عتبات عالیات، ص۳۷۳-۳۷۴.
  29. طوسی، رجال طوسی، ۱۴۱۵ق، ص۴۴۷؛ طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۲۴۳.
  30. حلی، خلاصة الاقوال، ۱۴۱۷ق، ص۲۵۰.
  31. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۳۵۲ق، ج۳، ص۱۴۹.
  32. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۳ق، ج۱۷، ص۲۹۴.
  33. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۱۶.
  34. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۸۳؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۱، ص۳۳.
  35. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۴۳۵؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۱۵۲.
  36. طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۴۱۷.
  37. طوسی، الغیبه، ۱۴۱۱ق، ص۳۶۳.

سرچينې

  • ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ،‌ بیروت، دار صادر، ۱۳۹۹ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمه، قم، اسلامیه، ۱۴۲۱ق.
  • جاسم محمد حسین، تاریخ سیاسی غیبت امام دوازدهم، ترجمه محمد تقی آیت‌اللهی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۸۵ش.
  • جباری، محمدرضا، سازمان وکالت و نقش آن در عصر ائمة علیهم السلام، قم، مؤسسه آموزشی پژوهشی امام خمینی، ۱۳۸۲ش.
  • جمعی از نویسندگان، ره توشه عتبات عالیات، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۱ش.
  • حلی، حسن بن یوسف، خلاصة الاقوال، مؤسسة نشر الفقاهة، ۱۴۱۷ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۳ق.
  • ذهبی، سیر أعلام النبلاء، إشراف وتخریج : شعیب الأرنؤوط، تحقیق: إبراهیم الزیبق، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۳ق.
  • صدر، سید محمد، تاریخ الغیبه، بیروت، دارالتغارف، ۱۴۱۲ق.
  • صدوق، محمد بن علی، کمال‌الدین و تمام‌النعمة، چاپ علی‌اکبر غفاری، قم، ۱۳۶۳ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت، مؤسسة الاعلمی.
  • طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۵ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد و سلاح المتعبد، مؤسسه فقه شیعه، بیروت، ۱۴۱۱ق.
  • غفارزاده، علی، زندگانی نواب خاص امام زمان، قم، انتشارات نبوغ، سوم، ۱۳۷۹ش.
  • قمی، عباس، سفینة البحار و مدینة الحکم و الآثار، قم، اسوه، ۱۴۱۴ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، چاپ نجف، ۱۳۵۲ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، مؤسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • نجاشی، احمدبن علی، رجال النجاشی، چاپ موسی شبیری زنجانی، قم، ۱۴۰۷ق.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، تصحیح سید محمد صادق آل بحر العلوم، نجف، المکتبة المرتضویة، ۱۳۵۵ق.