عکرمة بن ابی جهل

د wikishia لخوا

عِکْرِمَة بن ابی‌ جَهْل‏ د قریشو له مشرانو چې له پېغمبر(ص) سره یې دښمني کوله خو د مکې له فتحې څه موده پس مسلمان شو او د پېغمبر(ص) له اصحابو وګرځېد. هغه د بعثت په پېل کې د پېغمبر(ص) له دښمنانو و او په بدر، احد او خندق جنګونو کې یې د مسلمانانو په خلاف شتون درلود. د هغه پلار ابوجهل هم د مکې له مشرانو او د پېغمبر له دښمنانو و.

پېغمبر(ص) د مکې په فتحه کې د مکې ټولو کسانو ته امان ورکړ، مګر یو څو کسانو ته نه چې یو پکې عکرمه بن ابي جهل و. عکرمه یمن ته وتښتېد خو مېرمنه یې پېغمبر(ص) ته ورغله او د هغه لپاره یې امان وغوښت او د پېغمبر په امان ورکولو سره، هغه مکې ته ستون او مسلمان شو. د پېغمبر له وفات وروسته، ابوبکر، عکرمه د رِدّه جنګونو کوماندان وټاکه. عکرمه اخر په یرموک جنګ کې ووژل شو.

کورنۍ او ځانګړنې

د ابوجهل زوی عکرمه، د قریشو له قبیلې او له بني مخزوم تپې و.[۱] د عکرمه نسل مخکې لانه ړه؛[۲] ځکه چې زوی یې عمر په یرموک جنګ کې ووژل شول.[۳]

عکرمه یې د مکې له اشرافو[۴] او د جاهلیت د زمانې له مشرانو ګڼلی دی.[۵] هغه یې مشهور جنګیالی[۶] او میړنی هم بللی دی.[۷] ام حلیم[۸] یا د حارث بن هشام لور ام حکیم د هغه مېرمن وه[۹] چې له پېغمبره(ص) یې د عکرمه لپاره امان واخیست.[۱۰]

د اسلام له پېغمبر سره دښمني

عکرمه د خپل پلار ابوجهل په شان د اسلام له پېغمبر سره دښمني کوله.[۱۱] هغه په بدر غزا کې د مشرکانو په لښکر کې و او د انصارو ځینې کسان یې هم قتل کړل.[۱۲] همداراز د یو کس چې د هغه د پلار په قتل کې یې رول درلود، لاس یې پرې کړ.[۱۳]

عکرمه په احد جنګ کې د مشرکانو د سپایانو د یوې برخې کوماندان و.[۱۴] هغه له غره د مسلمانو غشي ویشتونکو له تللو وروسته، له خالد بن ولید سره یو ځای له شا په مسلمانانو حمله وکړه او د اسلامي ځواکونو د ماتې سبب شو.[۱۵]

عکرمه د احد له غزا وروسته له ابو سفیان او ابی الاعور السلمي سره یو ځای له پېغمبره امان واخیست او د مذاکراتو لپاره مدینې ته لاړ او له پېغمبره یې وغوښتل چې په لات و عزی او منات بوتانو پسې بد نه وایي او اعلان دې وکړي چې هغوي هم ځینې ګټې لري چې د دې په بدل کې هغوی هم د مسلمانانو خدای ته څه نه وایي. دا خبرې د پېغمبر د خپګان سبب شوې او هغوي ته یې امر وکړ چې له مدینې ووځي. په دې وخت کې د احزاب سورې لومړی ایت نازل شو: «یا أَیُّهَا النَّبِیُّ اتَّقِ اللَّهَ وَ لا تُطِعِ الْکافِرِینَ وَ الْمُنافِقِینَ»؛ ای پېغمبره! الهي تقوا خپله کړه او له کافرانو او منافقانو اطاعت مه کوه.[۱۶]

عکرمه په خندق جنګ کې هم موجود او له عمرو بن عبدود سره یو ځای له خندقه تېر شو او د مسلمانانو لښکر ته ورغی او د عمرو له وژل کېدو وروسته ستون شو.[۱۷]

مسلمانېدل

د اسلام پېغمبر خپلو اصحابو ته په خطاب کې:

عکرمه په داسې حال کې چې ایمان یې راوړی تاسو ته درځي. پلار ته یې کنځلې مه کوئ. مړو ته بد رد ویل یوازې د ژوندیو د ځورېدو سبب کیږي او مړي ته نه رسیږي.[۱۸]

پېغمبر د مکې په فتحه کې د مکې خلکو ته امان ورکړ، مګر څو کسانو ته چې یو پکې عکرمه بن ابي جهل و.[۱۹] عکرمه له دې وروسته یمن ته وتښتېد او مېرمن یې پېغمبر ته ورغله او ورپاره یې امان واخیست. بیا په عکرمه پسې لاړه او هغه یې مکې ته پېغمبر ته وروسته.[۲۰] عکرمه د پېغمبر په نزد مسلمان شو او قسم یې وخوړ چې هر څومره مال یې چې د اسلام په خلاف لګولی، دوه چنده یې د خدای په لاره کې ورکړي.[۲۱]

له حنین جنګه وروسته پېغمبر(ص) غنیمتونه د تألیف قلوب لپاره یوازې په قریشو کې ووېشل چې یو پکې عکرمه بن ابي جهل و.[۲۲] پېغمبر د حجة الوداع په وخت، عکرمه د هوازن قبیلې په خلکو کې د زکات د راغونډولو سرپرست وټاکه.[۲۳]

د پېغمبر(ص) له وفاته وروسته، ابوبکر هغه په رِدّه جنګونو کې د ځینو کسانو لکه اشعث بن قیس[۲۴] او مسیلمه[۲۵] او په عمان کې له ځینو مرتدانو سره مقابلې ته ولیږه[۲۶] او هغه یې د شام په ځینو سیمو واکمن کړ.[۲۷]

وفات

عکرمه په یرموک جنګ کې په پینځلسم هجري قمري کال د دوهم خلیفه په زمانه کې ووژل شو.[۲۸] د هغه زوی چې عمر نومېد هم په دې جنګ کې ووژل شو.[۲۹] ځینو سرچینو د عکرمه مرګ په اَجْنَادَین جنګ او ځینو په مَرْجُ الصُّفَّر جنګ کې په دیارلسم قمري کال ګڼلی دی.[۳۰]

فوټ نوټ

  1. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۹.
  2. ابن‌قتیبة، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۳۳۴.
  3. ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۸۱.
  4. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۱۲.
  5. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۹.
  6. ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۵۶۷.
  7. ابن‌کلبی، جمهرة النسب، ۱۴۰۷ق، ص۸۶.
  8. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۵.
  9. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۳۲م.
  10. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۵.
  11. ابن‌حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۴۴۳.
  12. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۰۱.
  13. زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۷، ص۲۵۸.
  14. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۱۶.
  15. ابن‌سید‏، عیون الاَثر، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۱۹.
  16. واحدی، أسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۳۶۴.
  17. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۵۷۳.
  18. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۵.
  19. ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۹۵.
  20. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۵.
  21. ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۶.
  22. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۴۵.
  23. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۴.
  24. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۷.
  25. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۳۶۰.
  26. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۹.
  27. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۹۹.
  28. ابن‌حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۴۴۳.
  29. ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۸۱.
  30. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۸۳.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌اعثم، احمد بن اعثم، الفتوح، تحقیق: علی شیری، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی‏، المنتظم،‏ محقق: عطا، محمد عبد القادر، عطا، مصطفی عبد القادر، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق: عادل احمد عبدالموجود، علی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد‏، الطبقات الکبری‏، تحقیق: عطا، محمد عبد القادر، بیروت، دارالکتب العلمیة، بیروت، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌سید‏، عیون الاثر، بیروت، دار القلم‏، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله‏، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق: علی محمد البجاوی، بیروت، دار الجیل، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌قتیبة، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق: ثروت عکاشة، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، چاپ دوم، ۱۹۹۲م.
  • ابن‌کلبی، هشام بن محمد، جمهرة النسب‏، محقق، ناجی حسن، بی‌جا، عالم الکتب‏، ۱۴۰۷ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار، ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، تحقیق: عمر عبد السلام تدمری، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • زرکلی، خیرالدین، الاعلام، بیروت، دار العلم للملایین، چاپ هشتم، ۱۹۸۹م.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق: محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • واحدی، علی بن احمد، اسباب النزول، بیروت، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
  • واقدی، محمد بن عمر، کتاب المغازی، تحقیق: مارسدن جونس، بیروت، مؤسسة الأعلمی، چاپ سوم، ۱۴۰۹ق.