مسیلمه کذاب

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د مسیلمه کذاب استازي او د رسول الله(ص) تر منځ د مخامخ کیدو انځور د ابو ریحان بیروني د آثار الباقیه په کتاب کې چې په (۷۰۷ هـ ق لیکل شوي) نسخه کې راغلی دی [۱]

په مسیلمۀ كَذَّاب مشهور مُسَیلَمة بن ثُمامَة حَنَفي وائِلي (وژل شوی په ۱۲ق)، په ۱۰ ق کال کې د پېغمبرۍ ادعا وکړه. او په ۱۲ ق کال کې په یمامه جنګ کې د خالد بن ولید له سپایانو سره په نښته کې ووژل شو.

مسلیمه د حضرت محمد (ص) پېغمبري منله او ادعا یې کوله چې په نبوت کې له هغه سره شریک دی. هغه په خپلو پېروانو زنا او شراب حلال کړل او لمونځ یې ترې ختم کړ. همدارازغوښتل یې د پېغمبر (ص) ځینې معجزې تکرار کړي خو کارونه به یې اپوټه کېدل.

مسلیمه د حارث تمیمي له لور سجاح سره چې هغه هم د نبوت ادعا کړې وه واده وکړ او د هغې مهر یې د خپلو پیروانو لپاره د سهار او ماسخوتن لمانځه بخښل وټاکل.

نوم، نسب او لقب

مسیلمه د بني حنیفه له قومه وه چې په یمامه کې یوه قبیله وه او په جبیله نومې یو کلي کې پېدا شو نوم یې مسیلمة بن ثمامة بن کبیر بن حبیب حنفی وائلی[۲] او کنیت یې ابوثمامه دی.[۳] د جاهلیت په زمانه کې رحمان لقب و او په رحمان یمامه پېژندل کېده.[۴]

د هغه نوم یې هارون او مسلمه هم ښودلی دی. ویل شوي چې د هغه نوم مسلمه و او د نبوت له ادعا وروسته مسلمانانو د هغه د سپکاوي په وجه مسیلمه (وړوکی مسلمان) باله.[۵]

د پېغمبرۍ ادعا

مسلیمه په سنة الوفود [۹ق) کال کې د خپلې قبیلې له مشرانو سره یو ځای له یمامه څخه مدینې ته لاړ. د اسلام له پېغمبر (ص) سره د هغوي د ملاقات په اړه دوه نقلونه شته دي:

  • مسیلمه له خپلو ملګرو سره د پېغمبر (ص) ملاقات ته ورغی. هغه ویل: که محمد ما خپل ځای ناستی وټاکی، پیروي به یې وکړم. پېغمبر چې د خرما ونې یو څانګه یې په لاس کې وه وفرمایل: « که هغه شی چې زما په لاس کې دی وغواړې ، دربه یې نه کړم. په خپل کار کې په هغه څه کې چې خدای درته په نظر کې نیولي دښمني مه کوه او که مخ واړوې خدای به دې میرات کړي»[۶]
  • مسیلمه په مدینه کې د خپلو ملګرو د بارونو ساتونکی و او پېغمبر (ص)ته ورنه رغی [۷] هغوي په پېغمبر د اسلام راوړلو له اعلانه وروسته وویل چې مونږ خپل یو ملګری د سامان څوکیدارۍ ته پريښی. پېغمبر وفرمایل هرڅه چې استازو ته ورکوي مسیلمه ته دې هم ورکړي.[۸]

هغه خپل وطن ته له ستنېدو وروسته د پېغمبرۍ ادعا وکړه[۹] او په یوولسم قمري کال کې یې پېغمبر ته په یو لیک کې ادعا وکړه چې په نبوت کې له هغه سره شریک دی.د خدای رسول (ص) په ځواب کې هغه مسلیمه کذاب وباله.[۱۰] او حبیب بن زید بن عاصم یې هغه ته واستوه، خو حبیب چې د مسیلمه پېغمبري تایید نه کړه نو مسلیمه هغه شهید کړ.[۱۱] د پېغمبر (ص) له رحلته وروسته د مسیلمه لپاره زمینه برابره شوه او ځینې کسان یې پر ځان راټول کړل او د قرآن په تقلید یې ځینې کلمات په مسجع (موزون) نثر سره جوړول او هغوي ته به یې ورکول؛ [۱۲] منجمله

«يا ضِفدَع بنت ضفدعين! نِقِّى ما تُنقِّين، اعلاک فی الماء و اسفلک فی الطین، لا الشاربَ تَمنَعِین و لا الماءَ تُکَدِّرِین؛ ای چیندښې، د دوو چیندښو لورې، هغه څه چې غوره کوې یې پاک دي؛ ته نیمه په اوبو کې یې او نیمه په خټه کې؛ نه د چا د اوبو څښلو مخه نیسي او نه اوبه خړوې»[۱۳]

معتزلي ادیب جاحظ چې د دوهمې او دریمۍ قمري پېړۍ ادیب دی له ډېرې کمزورۍ متاثره، دغه عبارت راوړی دی: نه پوهیږم څه شی سبب شو چې مسیلمه د چیندښې نوم راوړي او هغه د هغه قرآن چې ګمان یې کاوه پر ده نازل شوی، برخه وګرځوي؟![۱۴]

د هغه شریعت

مسیلمه د حارث تمیمي له لور سجاح سره چې هغه هم د نبوت ادعا کړې وه واده وکړ[۱۵] او د هغې مهر یې د خپلو پیروانو لپاره د سهار او ماسخوتن لمانځه بخښل وټاکل.[۱۶]

هغه د خپلو پیروانو لپاره شراب او زنا حلال کړل او لمونځ یې ترې ختم کړ خو د اسلام د پېغمبر په نبوت یې ګواهي ورکوله.[۱۷]

اپوټه معجزې

د ځینو راپورونو له مخې مسیلمه غوښتل چې د پېغمبر (ص) ځینې معجزې تکرار کړي خو کارونه یې سرچپه شول. هغه د خپلې خولې لاړې په یو کوهي کې واچولې خو کوهی وچ شو؛ یو ماشوم یې هغه ته وروسته چې ورته دعا وکړي، لاس یې چې پر سر راکیښ ماشوم ګنجی شو، د هغه د اودس اوبه یې په یو باغ کې واچولې، هلته نور شینکی ونه شو. د یو کس په سترګو یې لاس راکیښ هغه ړوند شو.[۱۸]

مړینه

په ۱۲ ق کال کې [۱۹] ابوبکر د خالد بن ولید په کوماندې یمامه ته یو لښکر ولیږه،[۲۰] خالد په عقرباء کې له مسیلمه او ملګرو سره یې وجنګېد. مسیلمه د ۱۲ ق کال په ربیع الثاني کې ووژل شو.[۱۲] د هغه په وژلو کې وحشي بن حرب ( د حمزه بن عبدالمطلب قاتل) عبدالله بن زید بن عاصم او ابودجانه رول درلود.[۲۲] البته وَحشی بن حرب[۲۳] او عبدالله بن زید بن عاصم[۲۴] هم جدا جدا د هغه قاتلان بلل شوي دي.

فوټ نوټ

سرچينې