منځپانگې ته ورتلل

محمد ضیف

د wikishia لخوا
محمد ضیف
لقب/ کنیتد مرګ ماشوم
مذهبسني
د زیږیدو نیټه۱۹۶۵ ز
د زیږیدو ځایخان یونس په غزې تړانګې
شهادتد ۱۴۰۳ل کال د وږي په ۲۳ د ۲۰۲۴ ز کال د جولایي په ۱۳
د تحصیل ځاینیواکه فلسطین


محمد دِيابُ ابراهیم المصري (۱۹۶۵-۲۰۲۴ ز/۱۳۴۳-۱۴۰۳ ل) مشهور په محمد ضِیْف، د حماس د پوځي څانګې د عِزُالدین قَسّام کنډکونو کوماندان و. د حماس د پوځي عملیاتو او د ټنلونو یا سرنګو د چینلونو پلانول، له صهیونسټ رژیم سره د هغه د مبارزې د وخت ځینې فعالیتونو دي.

هغه د طوفان الاقصی عملیاتو پلانګر بلل کیږي. هغه د ۲۰۲۴ ز کال د جولایي په ۱۳ (د ۱۴۰۳ل کال د وږي په ۲۳) په د غزې تړانګې کې د اسراییلو له خوا ترور شو.

پر مقاومت اغېز

محمد ضیف، چې ابو خالد نومېږي، د حماس له نظامي قوماندانانو څخه و، او د دې ډلې د لویو نظامي عملیاتو په طرحه او اجرا کې یې مهم رول درلود.[۱] هغه د "طوفان الاقصیٰ" د عملیاتو اصلي طراح بلل شوی،[۲] چې پکې یو شمېر صهیونیستان د اشغال شویو سیمو څخه ونیول او غزې ته انتقال کړل شول.[۳]

ضیف د نوېو تاکتیکونو په کارولو سره، لکه د پراخو ځمکې لاندې تونلونو جوړولو او د قسام راکټونو په پراختیا سره، د فلسطین د مقاومت یو سمبول ګرځېدلی.[۴]

هغه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې د رسنیو پر وړاندې را څرګند شو او د یو صهیونیستي سرتېري د اسارت اعلان یې وکړ او د حماس بنسټ‌ایښودونکي شیخ احمد یاسین د آزادېدو غوښتنه یې وکړه. دا پېښه د حماس او د فلسطیني مبارزو په تاریخ کې یوه مهمه شېبه ګڼل کېږي.[۵]

ژوند‌لیک

محمد دیاب ابراهیم المصري، چې په محمد ضیف شهرت لري، په ۱۹۶۵ز/۱۳۴۳ل کال کې د غزې په خان‌یونس مهاجر کمپ کې زېږېدلی و.[۶] هغه په ۱۹۸۹ ز (۱۳۶۷ل) کال کې د اسرائیلي ځواکونو له‌خوا ونیول شو او د حماس د نظامي څانګې په فعالیت تورن شو، او ۱۶ میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې. له ازادېدو وروسته یې، له خپلو ملګرو سره د حماس نظامي څانګه، یعنی د عزالدین قسام لواوې، تأسیس کړې. په ۲۰۰۲ ز/۱۳۸۰ ل کال کې د صلاح شحاده له تروره مخکې، ضیف په لویدیځه غاړه کې د قسام څانګه جوړه کړه، او د شحاده له شهادت وروسته، د دغو لواوو اصلي قوماندان وټاکل شو.[۷] محمد ضیف د یحیی عیاش، چې د حماس له بنسټ‌ايښودونکو څخه و، نږدې ملګری و او د صهیونیستي رژیم پر ضد یې په ګڼو عملیاتو کې مهم رول لوبولی..[۸]

ترور

د صهیونیستي رژیم استخباراتي سازمان (شاباک) د محمد ضیف د ترور لپاره څو ځلې هڅې وکړې؛ خو د هغه د پټ اوسېدلو او ترورونو څخه د ژوندي پاتې کېدو د وړتیا له امله دا هڅې ناکامه شوې. په ځینو راپورونو کې هغه ته «د مرګ زوی» لقب ورکړل شوی و.[۹]

ضیف په ۲۰۰۶ ز کال کې د غزې په یوه هوایي برید کې ټپي شو، خو ژوندی پاتې شو. له هغې پېښې وروسته، ضیف مخفي ژوند غوره کړ. د ۲۰۲۴ ز کال د جولای په ۱۳مه / ۱۴۰۳ل د چنګاښ ۲۳مه، د صهیونیستي رژیم په یوه ځانګړي برید کې هغه د راکټي حملې له امله شهید شو.[۱۰] اسرائیلو د ۲۰۲۴م کال د اګست پر ۱ / ۱۴۰۳ل د زمري پر ۱۱مه اعلان وکړ چې درې اوونۍ وړاندې یې د خان‌یونس په یوه سیمه کې په بمبارۍ کې ضیف ترور کړی دی؛ د حماس ویاند هم د ۱۴۰۳ل د سلواغې پر ۱۱مه د هغه شهادت تأیید کړ[۱۱]

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران،[۱۲] د لبنان حزب‌الله،[۱۳] د یمن انصارالله،[۱۴] او فلسطیني ډلې لکه حماس او جهاد اسلامي،[۱۵] د ضیف په شهادت تسلیت وویلو. د فلسطین، ترکیې، لبنان،[۱۶] او یمن د ښارونو خلکو د هغه د جنازې غایبانه لمونځونه وکړل.[۱۷]

اړوند موضوعات

فوټ نوټ

  1. ↑ «محمد الضیف مهندس نبرد طوفان الاقصی کیست؟»، وبگاه شبکه العالم.
  2. ↑ ««محمد الضیف» که امروز شهادتش تأیید شد، که بود؟»، خبرگزاری تابناک.
  3. ↑ «لحظه به لحظه با عملیات توفان الاقصیٰ»، شبکه العالم.
  4. ↑ ««محمد الضیف» که امروز شهادتش تأیید شد، که بود؟»، خبرگزاری تابناک.
  5. ↑ ««محمد الضیف» که امروز شهادتش تأیید شد، که بود؟»، خبرگزاری تابناک.
  6. ↑ ««محمد الضیف» که امروز شهادتش تأیید شد، که بود؟»، خبرگزاری تابناک.
  7. ↑ «محمد الضیف مهندس نبرد طوفان الاقصی کیست؟»، وبگاه شبکه العالم.
  8. ↑ ««محمد الضیف» که امروز شهادتش تأیید شد، که بود؟»، خبرگزاری تابناک.
  9. ↑ «رجل الظل و ابن الموت.. تعرف محمد الضیف قائد ارکان کتائب القسام»، وبگاه شبکه خبری TRT.
  10. ↑ ««محمد الضیف» که امروز شهادتش تأیید شد، که بود؟»، خبرگزاری تابناک.
  11. ↑ ««محمد الضیف» که امروز شهادتش تأیید شد، که بود؟»، خبرگزاری تابناک.
  12. ↑ «بیانیه سپاه در پی به شهادت رساندن محمد الضیف»، خبرگزاری جهان‌نیوز.
  13. ↑ «حزب‌الله شهادت محمد الضیف و همرزمانش را تسلیت گفت»، خبرگزاری المیزان.
  14. ↑ «انصار الله یمن: محمد الضیف در دفاع از شرف امت به شهادت رسید»، شبکه العالم.
  15. ↑ «واکنش گروه‌های فلسطینی به شهادت محمد ضیف»، خبرگزاری ایسنا.
  16. ↑ «اقامه نماز میت غیابی برای شهید محمد ضیف در شهرهای فلسطین و منطقه»، خبرگزاری مهر.
  17. ↑ «اقامه نماز برای شهید محمد ضیف در یمن»، خبرگزاری ایسنا.

سرچينې