منځپانگې ته ورتلل

یحیی سنوار

د wikishia لخوا
یحیی سنوار
د حماس مشرتابه او د اسراییلو پر وړاندې جګړه
بشپړ نومیحیی ابراهیم حسن السِنوار
لقبابوابراهیم
د زیږیدو نیټهد ۱۹۶۲ز کال د اکتوبر په ۲۹مه
د زیږیدو ښارخان‌یونس
د زیږیدو هیوادفلسطین
د شهادت نیټهد ۲۰۲۴ ز کال د اکتوبر په ۱۶مه / د ۱۴۰۳ل د تلې په ۲۵مه
د شهادت ښاررَفَح
د شهادت هیوادفلسطین
ماشومانابراهیم و...
دیناسلام
پوستونهد غزې په تړانګه کې د حماس مشر او د حماس د سیاسي دفتر مشر

یحییٰ سنوار (۱۹۶۲–۲۰۲۴م) د حماس د غورځنګ له مشرانو څخه و، چې د اسماعیل هنیه تر ترور وروسته، د ۲۰۲۴ ز کال د اګست په ۶مه / د ۱۴۰۳ل د زمري په ۱۵مه، د حماس د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو،[۱] او تر شهادت پورې یې دا مسئولیت په غاړه درلود. هغه د طوفان الاقصی (په اشغال شوو فلسطیني سیمو کې د حماس د ځواکونو ځانګړې عملیات) له اصلي طراحانو څخه بلل شوی دی.[۲] سنوار د ۲۰۱۷ ز کال له فرورۍ راهیسې د غزې تراړې اداره هم پر غاړه لرله.[۳] هغه د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ جګړه د یزید د لښکر او امام حسین ترمنځ د ۶۱هـ کال جګړې ته ورته بللې وه، او ویلي یې دي: «موږ باید هماغه لارې ته دوام ورکړو چې پیل کړې مو ده، یا پرېږدو چې نوې کربلا جوړه شي.»[۴]

سنوار د ۲۰۲۴ ز کال د اکتوبر په ۱۶مه / د ۱۴۰۳ل د تلې په ۲۵مه، د غزې تراړې په جنوب کې د رفح ښار په جګړه کې د اسراییلي پوځ له لوري شهید شو. د اسراییلي ځواکونو له خوا د هغه تنه اشغال شوو سیمو ته انتقال شوه. د هغه د شهادت خبر په نړیوالو رسنیو کې پراخ انعکاس درلود..[۵] همداراز، د حماس مشري ته تر رسېدو وروسته، د اسراییلي پوځ پر ضد د مستقیمې جګړې پر مهال د سنوار شتون، او د همدې جګړې په ترڅ کې شهادت یې، د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پام ځانته راواړاوه.[۶] په وروستیو شېبو کې د اسراییلو پر وړاندې د هغه د مقاومت انځور، د رَصد شبکې د مصر څانګې له‌خوا په نظر غوښتنه کې ۲۰۲۴ ز کال د تر ټولو اغېزمن انځور په توګه انتخاب شو.[۷]

د ایران د اسلامي انقلاب مشر آیت‌الله خامنه‌اي، د تسلیت په یوه پیغام کې، سنوار د یو داسې «اتل مجاهد» او د مقاومت «ځلانده څېره» وبلله، چې د اکتوبر د ۷مې نېټې نه هیریدونکی ګوزار (د طوفان الاقصی عملیات) یې د سیمې په تاریخ کې ثبت کړ. هغه د سنوار شهادت د مقاومت جبهې لپاره یوه دردوونکې ضایعه وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې د سنوار او نورو قوماندانانو په شهادت سره د مقاومت بهیر نه تمېږي.[۸] د لبنان حزب الله، د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ، د عراق النجباء غورځنګ، د یمن انصارالله، او د عراق حزب‌الله په شمول، ګڼو مقاومت‌پالو ډلو جلا جلا د تسلیت پیغامونه خپاره کړل.[۹] د حماس له خوا د نړۍ له مسلمانانو څخه د سنوار لپاره د غایبانه جنازې د لمانځه په غوښتنې پسې،[۱۰]، په بېلابېلو هېوادونو کې دا لمونځونه وشول.[۱۱] په ۲۰۲۴ ز کال د ډسمبر په ۳۰مه، د مصر د رَصد شبکې له خوا د عرب‌ژبو مخاطبینو ترمنځ په یوې ټولپوښتنه کې، یحییٰ سنوار د عرب نړۍ د غوره شخصیت په توګه وټاکل شو.[۱۲] همداراز، هغه په ۲۰۲۵ ز کال کې د اسلامي نړۍ د ۵۰ اغېزمنو شخصیتونو په لړ کې ونومول شو.[۱۳]

یحییٰ سنوار د ۱۹۶۲ز کال د اکتوبر په ۲۹مه، د غزې په جنوب خان‌یونس کې د کډوالو په یوه کمپ کې وزېږېد. پلار او مور یې د اشکِلُون (اشکلان) اصلي اوسېدونکي وو، چې د ۱۹۴۸ ز کال د عربو او اسراییلو تر جګړې وروسته، له خپل وطن نه وشړل شول.[۱۴] سنوار د غزې له اسلامي پوهنتونه د عربۍ ژبې په برخه کې لیسانس ترلاسه کړی و.[۱۵] هغه د ۱۹۸۸ ز کال د دوو اسراییلي سرتېرو د وژنې د عملیاتو په برابرولو تورن، د اسراییلو له خوا ونیول شو، او د عمر قید (حبس ابد) سزا ورکړل شوه. سنوار د ۲۳ کلونو بنده وروسته، په ۲۰۱۱ ز کال کې د بندیانو د تبادلې په لړ کې آزاد شو. هغه د بند پر مهال عبري ژبه زده کړه، او له ازادېدو وروسته، په عبرۍ ژبه صهیونسټانو ته دهغه ځینې ویناوې خپرې شوې دي. همداراز، هغه ځینې عبري لیکنې عربي ته ژباړلې دي.[۱۶]

اړوند موضوع

فوټ نوټ

  1. «Hamas’s pick of Yahya Sinwar as leader makes a ceasefire less likely»، economist.
  2. «Hamas’s pick of Yahya Sinwar as leader makes a ceasefire less likely»، economist.
  3. «یحیی سنوار بار دیگر به‌عنوان رئیس حماس در نوار غزه انتخاب شد»، یورونیوز.
  4. «السنوار، نبرد غزه را به واقعه کربلا تشبیه می‌کند»، خبرگزاری ابنا.
  5. «بازتاب شهادت یحیی سنوار در رسانه‌های خارجی»، مشرق‌نیوز.
  6. «"کرسی وکوفیة وعصا".. المشهد الأخیر للسنوار کما رآه مغردون»، الجزیره.
  7. «بمشاركة 300 ألف شخص.. شبكة رصد تعلن نتائج استفتائها لعام 2024»، شبكة رصد.
  8. «پیام رهبر انقلاب اسلامی در پی شهادت مجاهد قهرمان، فرمانده «یحیی السنوار»»، وبگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  9. «واکنش‌های بین‌المللی به شهادت یحیی سنوار»،‌ مشرق نیوز.
  10. «حماس تدعو لأداء صلاة الغائب علی الشهید القائد یحیی السنوار»، وبگاه حرکة المقاومة الاسلامیة حماس.
  11. مثال په توګه وګورئ: «رفعوا صوره بالملاعب وأدوا صلاة الغائب.. المغاربة یتفاعلون مع استشهاد السنوار»، الجزیره.
  12. «بمشاركة 300 ألف شخص.. شبكة رصد تعلن نتائج استفتائها لعام 2024»، شبكة رصد.
  13. «Top 50-2025»، The Muslim 500.
  14. «یحیی السنوار أسیر محرر قاد حرکة حماس واستشهد فی مواجهة مع الاحتلال»، الجزیره.
  15. «یحیی السنوار أسیر محرر قاد حرکة حماس واستشهد فی مواجهة مع الاحتلال»، الجزیره.
  16. «یحیی السنوار أسیر محرر قاد حرکة حماس واستشهد فی مواجهة مع الاحتلال»، الجزیره.
  17. «رفعوا صوره بالملاعب وأدوا صلاة الغائب.. المغاربة یتفاعلون مع استشهاد السنوار»، الجزیره.

سرچينې