د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ

د wikishia لخوا
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ لوګو

د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ په فلسطین کې د مقاومت له غورځنګونو دی چې د امام خمیني له افکارو په اثر اخستلو سره، د فلسطیني ټاټوبو د پوره ازادۍ لاره یوازې د اسراییلو د نیواکګرۍ په وړاندې مقاومت ګڼي. د دغه غورځنګ اساسي اصول، د اسلام په تعلیماتو عقیده او د اسراییلو په رسمیت پېژندلو حراموالی دی.

اسلامي جهاد غورځنګ د فتحي شقاقي په لاس په ۱۹۸۱ کال کې په غزې کې جوړ شو. پوځي څانګې یې هم د اسراییلو په خلاف ډېر عملیات کړې او اسراییل هم د هغه یو شمېر کوماندانان ترور کړې دي. د دغه غورځنګ عمومي منشي زیاد نخاله دی. له هغه مخکې رمضان عبد الله او له هغه مخکې عبد الله فتحي شقاقي د دغه غورځنګ مسوولیت په غاړه درلود. ځینو هیوادونو لکه امریکا، انګلستان او اروپایي اتحادیې دغه غورځنګ د ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې راوستی دی.

معرفي او جوړېدل

د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ په فلسطین کې د مقاومت له مهمو غورځنګونو ګڼل کیږي چې د قدس د ازادۍ یوازینۍ لاره مقاومت ګڼي[۱] او له اسراییلو سره له موافقې سره مخالف دی.[۲] دغه غورځنګ د حماس او فتح په پرتله کم ټولنیز ملاتړ لري.[۳] په لویدیځه غاړه کې د اسلامي جهاد پوځي شتون، د هغې د پیاوړتیا یو ټکی ګڼل کیږي[۴] د ځینو اروپایي رسنیو په وینا، دغه تنظیم له پټو او منظمو تشکیلاتو جوړ دی.[۵]

د اسلو له تړون سره مخالفت (۲۰۰۳م)، د پارلیماني انتخاباتو بایکاټ (۲۰۰۶م) په ۲۰۱۴ م کال کې د مصر د سولې له معاهدې سره مخالفت او د حماس او د مصر د دولت تر مینځ د کړکیچ د کمولو لپاره اقدام (۲۰۱۴م) د اسلامي جهاد غورځنګ له مهمو سیاسي اقداماتو ګڼل کیږي.[۶]

اسلامي جهاد غورځنګ په ۱۹۸۱م کال کې د فلسطیني ډاکټر فتحي شقاقي[۷] لخوا د عَبدُالعزیز عَوده، رمضان عبدالله او نافِذ عَزّام په شان کسانو له خوا د غزې په ښار کې تاسیس شو.[۸] د دغه غورځنګ غړي په ۱۹۸۷ م کال کې لبنان ته جلاوطن شول او هلته یې د لبنان له حزب الله سره اړیکي ټینګ کړل او د سپاه پاسداران په وسیله یې ټریننګ وشو.[۹] د دغه غورځنګ رسمي مرکز په ۱۹۸۹م کال کې دمشق ته ولېږدل شو.[۱۰]

فتحي شقاقي د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ موسس او لومړی عمومي منشي

د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي فتحي شقاقي په ۱۹۹۵ م کال کې موساد ترور کړ او رمضان عبد الله شلح (وفات:۲۰۲۰م) د هغه ځای ناستی شو. رمضان عبد الله د دغه غورځنګ په سیاسي ترقۍ کې اغېز شیندونکی رول درلود. د رمضان عبد الله له ناروغۍ وروسته زیاد نخاله په ۲۰۱۸ م کال کې د دغه غورځنګ عمومي منشي شو.[۱۱]

اصول او اهداف

اسلامي جهاد غورځنګ د ځان لپاره ځینې اصول تعریف کړې دي چې پر اساس یې اسلام دین د دغه غورځنګ د عقیدو او اقدماتو اساس دی. د دغه اصولو له مخې، د فلسطین ټوله ځمکه اسلامي او عربي ځمکه ده او په دې ځمکې باندې د صهیونسټ رژیم رسمي منل او تسلیمول حرام دي او په فلسطین کې د اسراییلو شتون د اسلامي ټاټوبي د تجزیې او پرې د ولکې په معنا دی.[۱۲] همداراز هر هغه اقدام چې د صهیونسټ رژیم د رسمیت پېژندنې لپاره وي، د نه منلو وړ بلل شوی دی.[۱۳]

د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ، خپل اصلي هدف د فلسطین پوره ازادي، د صهیونسټ رژیم ختمول او د اسلامي حکومت ټینګول اعلان کړی دی. د دغه غورځنګ نور اهداف دا دي: د اسلامي پوځي جهاد لپاره د فلسطین د خلکو تیارول، د دنیا د مسلمانانو منظمول او د فلسطین په وړاندې په خپلې دندې عمل کولو ته د هغوي هڅول، د فلسطین په اړه د اسلامي اقداماتو د یوهېړولو لپاره هڅه، له اسلامي او ازادي غواړو غورځنګونو سره د اړیکو پیاوړې کول او اسلام ته بلنه او د هغه د تعلیماتو تبلیغ.[۱۴]

د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره د اسلامي جهاد د عمومي منشي زیاد نخاله کتنه

اسلامي جهاد غورځنګ له حماس غورځنګ سره سیاسي او پوځي ملګرتیا لري.[۱۵] خو د فلسطین له ازادي غواړي غورځنګ سره اړیکي د دغه سازمان د سیکولار سیاست او له اسراییلو سره سازباز او د اسراییلو د تسلیمولو د سیاست په وجه مناسب نه دي.[۱۶]

د نیواکګرۍ په خلاف مقاومت

قدس کنډکونه (په عربۍ:سرایا القدس) د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي او امنیتي څانګه، د شلمې میلادي پېړۍ د اتیایمې لسیزې په دوهمې نیمایۍ کې جوړه شوه. له دې مخکې مجاهد اسلامي ځواکونه او له هغې مخکې کتائب سیف الاسلام نومېدل.[۱۷] قدس کنډکونه، د حماس له پوځي څانګې وروسته د غزې تر ټولو لوي پوځي ځواک ګڼل کیږي.[۱۸]

اسراییل د اسلامي جهاد غورځنګ ځینې کوماندان ترور کړې دي منجمله: فتحی شقاقی (۱۹۵۵م)، عِصام بَراهَمه (۱۹۹۲م)، هانی عابد (۱۹۹۴م)، محمود الخَواجه (۱۹۵۵م)، محمود طوالِبه (۲۰۰۲م)، محمود الزَمطه (۲۰۰۳م)، بشیر الدَبِش (۲۰۰۴م)، خالد الدَحْدوح (۲۰۰۶م)، دانیال منصور (۲۰۱۴م)[۱۹] او حسام ابوهَربید (۲۰۲۱) چې د قدس کنډکونو د پوځي څانګې کوماندان و.[۱۹] و حسام ابوهَربید (۲۰۲۱) فرمانده شاخه نظامی گردان‌های قدس.[۲۰]

عملیاتونه

د اسلامي جهاد پوځي څانګې د اسراییلو د نیواکګرۍ په خلاف ډېر عملیات کړې دي؛ لکه بیت لید، دیزِنگوف، کَفَر داروم، نِتساریم، شرق جبالیا، مُوراج[۲۱] او بشائر الانتصار.[۲۲]

د فلسطین د ۱۹۸۷ کال انتفاضه

اسلامي جهاد غورځنګ د فلسطین په لومړۍ انتفاضه (۱۹۸۷م) کې اغېز شیندونکی رول لرلی دی. په عزالدین قسام جومات کې د عبدالعزیز عوده ویناوې د دغه انتفاضې د پېلېدو له مهمو عواملو ګڼل کیږي.[۲۳] اسراییلو په دوهمه انتفاضه کې (۲۰۰۰م) رمضان عبدالله د ډېرو اسراییلي ضد عملیاتو اصلي مسوول وباله.[۲۴] په دغه انتفاضه کې د اسلامي جهاد غورځنګ د ځواکونو شرکت، د اسراییلو له خوا د دغه غورځنګ د پوځي څانګې د یو شمېر کوماندانانو د ترور کولو علت بلل شوی دی.[۲۵]

د الاقصی طوفان په عملیاتو کې ګډون

اصلي مقاله: د الاقصی طوفان

د ځینو اروپایي سرچنو په وینا اسلامي جهاد غورځنګ د الاقصی طوفان (۲۰۲۳م) په عملیاتو کې چې د ۱۴۰۰ اسراییلي عسکرو د وژل کېدو او د څو سوو اسراییلي عسکرو د اسیریدو سبب شول،[۲۶] برخه اخستې ده.[۲۷] دغه غورځنګ اعلان وکړ چې دېرش اسراییلي اسیران په واک کې لري چې یوازې د مبادلې له لارې یې سپاري.[۲۸]

ځينو هیوادونو لکه امریکا، انګلستان، کاناډا او جاپان او اروپایي اتحادیې اسلامي جهاد غورځنګ د ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې راوستی دی.[۲۹]

له اسلامي انقلابه اثر منل

اسلامي جهاد غورځنګ د تاسیس له پېله، د امام خمیني په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب له افکارو متاثره و.[۳۰] د دغه تفکر په اساس، یوازې اسلام او تعلیمات یې د جهاد، مبارزې او وحدت بنیاد دی.[۳۱] فتحي شقاقي د دغه غورځنګ له جوړولو مخکې د «الخمینی الحل الاسلامی و البدیل» (خمینی اسلامي حل لاره او بدیل) په نامه کتاب خپور کړ چې د مصر د دولت له خوا د هغه د نیول کېدو سبب وګرځېد.[۳۲] هغه د امام خمیني فکر او انقلاب د اسلامي نړۍ اهدافو په تېره بیا د فلسطین ازادۍ ته د رسېدلو لپاره د نورو رودو په ځای ترټولو ښه نعم البدله روده ګڼله.[۳۳] اسلامي جهاد له امام خمیني او د هغه له تفکره د دغه غورځنګ د ملاتړ او په شیعه سني وحدت د ټینګار په وجه په شیعه والي تورن شوی دی.[۳۴] اسلامي جهاد د دغه ادعا د تکذیب لپاره، د اهل سنتو د مذهب په اصولو د دغه غورځنګ په پابندۍ ټینګار وکړ.[۳۵]

د اسلامي جهاد غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر خالد البطش په وینا، ایران د دغه غورځنګ او د فلسطین د مقاومت تر ټولو لوی ملاتړی دی.[۳۶] هغه له دغه غورځنګ سره د ایران مرستې په سیاسي، مالي، وسلوالو، او پوځي ټریننګ په زمینو کې ګڼلې دي.[۳۷] د سیاسي عربي مطالعاتو د مرکز په لیکنه، دغه غورځنګ د سوریې په داخلي جنګ کې (پېل ۲۰۱۱م) او د یمن په انصار الله غورځنګ د عربي ایتلاف په حمله کې بې پلوه پاتې شو چې دا کار یوه موده له ایران سره د هغه د اړیکو د سوړوالي سبب شو.[۳۸]

ټيلي ویژني چنیل

فلسطین الیوم سپوږمکیز چینل د اسلامي جهاد غورځنګ چینل دی چې اصلي مرکز یې په غزه کې دی. مالي ستونزې په قدس کې د دغه چینل د دفتر د تړل کېدو (۲۰۱۵م) او په نورو دفترونو کې د عملې د کمېدو سبب اعلان شوې.[۳۹] په لویدیځه غاړه کې د دغه چینل دفتر په ۲۰۱۶م کال کې د اسراییلو له خوا وتړل شو.[۴۰]

اړونده لټونونه

فوټ نوټ

  1. «حدث الساعة.. معلومات تهمک معرفتها عن الجهاد الإسلامی التی أنجبت أسری عملیة جلبوع»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  2. «نشأت بمصر، ولعبت دوراً کبیراً بالانتفاضة.. قصة حرکة الجهاد وسر استهداف إسرائیل لها بحربها الأخیرة»، وبگاه عربی پست.
  3. «نشأت بمصر، ولعبت دوراً کبیراً بالانتفاضة.. قصة حرکة الجهاد وسر استهداف إسرائیل لها بحربها الأخیرة»، وبگاه عربی پست.
  4. «نشأت بمصر، ولعبت دوراً کبیراً بالانتفاضة.. قصة حرکة الجهاد وسر استهداف إسرائیل لها بحربها الأخیرة»، وبگاه عربی پست.
  5. «رویکرد جهاد اسلامی فلسطین در مبارزه با اسرائیل و تفاوت‌هایش با حماس در چیست؟»، وبگاه یورونیوز.
  6. «حرکة الجهاد الإسلامی»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  7. «نشأت بمصر، ولعبت دوراً کبیراً بالانتفاضة.. قصة حرکة الجهاد وسر استهداف إسرائیل لها بحربها الأخیرة»، وبگاه عربی پست.
  8. «تاریخ حرکة الجهاد الإسلامی فی فلسطین موضوعًا لمحاضرة وحدة الدراسات الاستراتیجیة»، وبگاه مرکز عربی پژوهش‌ها و مطالعات سیاسی.
  9. «ما هی حرکة "الجهاد الإسلامی" التی تتهمها إسرائیل بقصف المستشفی المعمدانی فی غزة؟»، وبگاه فرانس۲۴.
  10. «ما هی حرکة "الجهاد الإسلامی" التی تتهمها إسرائیل بقصف المستشفی المعمدانی فی غزة؟»، وبگاه فرانس۲۴.
  11. «نشأت بمصر، ولعبت دوراً کبیراً بالانتفاضة.. قصة حرکة الجهاد وسر استهداف إسرائیل لها بحربها الأخیرة»، وبگاه عربی پست.
  12. «نبذة عن حرکة الجهاد الإسلامی فی فلسطین»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  13. «نبذة عن حرکة الجهاد الإسلامی فی فلسطین»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  14. «نبذة عن حرکة الجهاد الإسلامی فی فلسطین»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  15. «ما هی حرکة الجهاد الإسلامی وما علاقتها بحماس؟»، وبگاه الحره.
  16. «رویکرد جهاد اسلامی فلسطین در مبارزه با اسرائیل و تفاوت‌هایش با حماس در چیست؟»، وبگاه یورونیوز.
  17. «حدث الساعة.. معلومات تهمک معرفتها عن الجهاد الإسلامی التی أنجبت أسری عملیة جلبوع»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  18. «إلی جانب کتائب القسام ما هی أبرز الحرکات المسلحة فی غزة»، وبگاه شبکه خبری BBC.
  19. «حرکة الجهاد الإسلامی»، وبگاه TRT عربی.
  20. «حدث الساعة.. معلومات تهمک معرفتها عن الجهاد الإسلامی التی أنجبت أسری عملیة جلبوع»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  21. «حدث الساعة.. معلومات تهمک معرفتها عن الجهاد الإسلامی التی أنجبت أسری عملیة جلبوع»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  22. «نشأت بمصر، ولعبت دوراً کبیراً بالانتفاضة.. قصة حرکة الجهاد وسر استهداف إسرائیل لها بحربها الأخیرة»، وبگاه عربی پست.
  23. «نشأت بمصر، ولعبت دوراً کبیراً بالانتفاضة.. قصة حرکة الجهاد وسر استهداف إسرائیل لها بحربها الأخیرة»، وبگاه عربی پست.
  24. «نشأت بمصر، ولعبت دوراً کبیراً بالانتفاضة.. قصة حرکة الجهاد وسر استهداف إسرائیل لها بحربها الأخیرة»، وبگاه عربی پست.
  25. الشریف، «حرکة الجهاد الإسلامی فی فلسطین»، وبگاه مرکز مطالعات فلسطین.
  26. «ما هی حرکة "الجهاد الإسلامی" التی تتهمها إسرائیل بقصف المستشفی المعمدانی فی غزة؟»، وبگاه فرانس۲۴.
  27. «رویکرد جهاد اسلامی فلسطین در مبارزه با اسرائیل و تفاوت‌هایش با حماس در چیست؟»، وبگاه یورونیوز.
  28. «ما هی حرکة "الجهاد الإسلامی" التی تتهمها إسرائیل بقصف المستشفی المعمدانی فی غزة؟»، وبگاه فرانس۲۴.
  29. «درباره جهاد اسلامی فلسطین و گردان‌های قدس چه می‌دانیم؟»، وبگاه شبکه خبری یورو نیوز.
  30. «حرکة الجهاد الإسلامی»، وبگاه TRT عربی.
  31. ابو طه، «تأثیر امام خمینی و انقلاب اسلامی در اندیشه و عملکرد جنبش جهاد اسلامی فلسطین»، پورتال امام خمینی.
  32. عرب‌سرخی، «جنبش جهاد اسلامی فلسطین از آغاز تا امروز»، وبگاه جمعیت دفاع از ملت فلسطین.
  33. ابو طه، «تأثیر امام خمینی و انقلاب اسلامی در اندیشه و عملکرد جنبش جهاد اسلامی فلسطین»، پورتال امام خمینی.
  34. ابو طه، «تأثیر امام خمینی و انقلاب اسلامی در اندیشه و عملکرد جنبش جهاد اسلامی فلسطین»، پورتال امام خمینی.
  35. ابو طه، «تأثیر امام خمینی و انقلاب اسلامی در اندیشه و عملکرد جنبش جهاد اسلامی فلسطین»، پورتال امام خمینی.
  36. «فی حوار مع الجزیرة نت خالد البطش یوضح مکاسب الجهاد من الحرب ودور حماس والعلاقة مع إیران»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  37. «فی حوار مع الجزیرة نت خالد البطش یوضح مکاسب الجهاد من الحرب ودور حماس والعلاقة مع إیران»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  38. «تاریخ حرکة الجهاد الإسلامی فی فلسطین موضوعًا لمحاضرة وحدة الدراسات الاستراتیجیة»، وبگاه مرکز عربی پژوهش‌ها و مطالعات سیاسی.
  39. «حدث الساعة.. معلومات تهمک معرفتها عن الجهاد الإسلامی التی أنجبت أسری عملیة جلبوع»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  40. «حدث الساعة.. معلومات تهمک معرفتها عن الجهاد الإسلامی التی أنجبت أسری عملیة جلبوع»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه