تناسخ
تناسخ یا بیا پېدا کېدل، له یو جسمه بل جسم ته د انسان د روح د لېږدېدو په معنا دی. په شیعیانو کې په تناسخ باور باطل او پر دې عقیده د معاد د انکار په وجه، کفر ګڼل کیږي. همداراز له شیعه امامانو(ع) د تناسخ په رد کې ځینې روایتونه راغلي او شیعه مفسرانو او متکلمانو د هغه په رد کې ځینې استدلالونه وړاندې کړې دي.
د څیړاندو له نظره په تناسخ باور د اکثرو مسلمانانو منجمله شیعیانو په عقیدو کې نیشته که څه هم ځینو مسلمانانو د نورو تمدنونو او دینونو تر اثر لاندې تناسخ ته ګروهنه پېدا کړې ده. غلات په تناسخ باندې له لومړیو عقیده لرونکو څخه ګڼل کیږي. البته د ځینو له نظره، د شیعه امامانو(ع) په روح کې د الهي روح د حلول په اړه د ځینو غالي فرقو عقیده، د فرقه شناسانو د غفلت او بې غورۍ په وجه د تناسخ له عقیدې سره یو شان ګڼل شوې ده. همداراز ځینو اهل سنتوعالمانو تناسخ په شیعه کې د رجعت له عقیدې سره یوه ګڼلې ده. د شیعه عالمانو له نظره رجعت له تناسخ سره اساسي فرق لري او رجعت د تناسخ په اپوټه د یو نفس لپاره د بدنونو د زیاتېدو سبب نه ګرځي.
محمد بن زکریا رازي په تناسخ باور لرونکی لومړی اسلامي فیلسوف ګڼل شوی او ابن سینا لومړي اسلامي فیلسوف ګڼل شوی چې په تفصیل سره یې د تناسخ په رد لیکنې کړې دي. د ځینو څېړاندو له نظره، ملا صدرا د جوهري حرکت د نظریې په اساس، د نفس د ایجاد او بقا څرنګوالی داسې تعریفوي چې د تناسخ اثبات ناممکنیږي.
ځینې باوري دي چې د اسلامي عرفان بنسټونه منجمله د دنیا له پوره پرېښودلو سره د عارفانو شوق له تناسخ سره سمون نه شي لرلی ځکه چې تناسخ دنیاوي بدن ته د روح یو ډول ستنېدل دي. د اسلام په عقیدتي بنسټونو باور هم لکه د قیامت او معاد عقیده د مسلمانو عارفانو او صوفیانو په افکارو کې، د هغوي له خوا د تناسخ د رد له دلیلونو ګڼل شوې ده. ویل شوي چې په حلول او تجلۍ ( په مخلوقاتو کې الهي ظهور) هم په تناسخ د هغوي د تورنېدو سبب شوی دی.
تعریف او مقام
تناسخ یا بیا پېدایښت یې له یو جسمه بل جسم ته د روح د انتقال په معنا ګڼلی دی.[۱] ویل شوي چې د تناسخ په بهېر کې د یو کس تېر ژوند دا ټاکي چې څنګه نوی جسم ځانته غوره کړي.[۲] د تناسخ د مفهوم اصلي زړی، په جسماني نړۍ کې له مرګه وروسته د روح حضور ګڼل شوی دی؛ داسې حضور او شتون چې په مختلفو دینی او فلسفي نظامونو کې یې دلیلونه ډېر متنوع تحلیل شوې دي.[۳]
د تناسخ عقیده له ابتدایی دینونو واخلې تر نویو دینونو پورې د انسانیت د تاریخ د اکثرو دینونو یوه عامه عقیده ګڼل شوې ده.[۴]
تناسخ د ابراهیمي دینونو له ځینو عقیدو په تېره بیا د قیامت او معاد له عقیدې سره ناغږمله او په ټکر کې ګڼل شوې ده.[۵] په مسلمانانو کې د تناسخ په بطلان او د هغې په کفر والي باندې اجماع ده.[۶]
ځینو څیړاندو، د روحونو په ازلي والي عقیده، د کړاونو په توجیه کې ناتواني، د الهي عدل او شرغواړو کسانو ترمینځ د غږملتیا درامینځته کولو لپاره هڅه او د غچ اخستونکو اقداماتو توجیه په ځینو کسانو کې په تناسخ د عقیدې د زیاتېدو له لاملونو ګڼلې دي.[۷]
د تناسخ ډولونه
- نزولي تناسخ: یوې لا ټیټې انساني، حیواني، نباتي او جمادي مرتبې ته د غیر کامل روح انتقال ته ویل کیږی.[۸]
- صعودي تناسخ: له یوې ټېټې انساني، حیوانی، نباتي او جمادي مرتبې څخه لوړې مرحلې ته د روح انتقالېدو ته ویل شوې دي.[۹] له یو جسمه بل جسم ته د روح د انتقال د عقیدې د تناسخ د ډولونو تر مینځ یوازینی ګډ ټکی ګڼل شوی دی.[۱۰]
له مسخ سره د تناسخ فرق
تناسخ له مسخ سره فرق لري.[۱۱] په تناسخ کې روح له بدنه له جدایۍ وروسته په یو بل بدن کې ننوځي، خو په مسخ کې روح له بدنه نه جدا کیږي بلکې یوازې د بدن شکل بدلیږي چې ګناهکار انسان ځان د حیوان په شکل وویني او ترې وکړیږي.[۱۲]
«مَنْ قَالَ بِالتَّنَاسُخِ فَهُوَ کافِرٌ بِاللَّهِ الْعَظِیمِ مُکذِّبٌ بِالْجَنَّةِ وَ النَّارِ»
هر څوک چې په تناسخ عقیده ولري په لوی خدای کافر شوی او جنت او دوزخ یې دروغ ګڼلی دی.[۱۳]
د شیعیانو په تفکر کې د تناسخ رد او هغه کفر ګڼل
په شیعیانو کې، په تناسخ عقیده باطله او پرې باور د معاد د انکار په وجه کفر ګڼل شوی دی.[۱۴] له شیعه امامانو(ع) د تناسخ په رد کې ځینې روایتونه راغلي دي.[۱۵] د امام زمان(ع) په یو توقیع کې له ځینو شیعه غالیانو څخه چې په تناسخ یې عقیده لرله برائت ښکاره شوی دی.[۱۶] په حدیثونو کې د جنت او دوزخ انکار د تناسخ د عقیده لرونکو د تکفیر د اصلي لامل په توګه ګڼل شوی دی.[۱۷] ځینو شیعه رجالو عالمانو هم په تناسخ د تورنو او یا معتقدو راویانو تضعیف کړی دی.[۱۸]
شیعه مفسرانو په قرآن کې د معاد په ایتونو په تکیې سره د تناسخ نظریه رد کړې ده.[۱۹] هغوی په تناسخ د ځینو معتقدانو له خوا وړاندې شوې استدلالونه د قرآن له ایتونو په استفادې سره نقل کړې دي.[۲۰] شیعه متکلمانو د تناسخ د رد لپاره ځینې دلایل وړاندې کړې دي.[۲۱] همداراز هغوي په تناسخ د عقیده لرونکو له خوا د تناسخ د منلو لپاره وړاندې شوې دلیلونه نقد او رد کړې دي.[۲۲] د مثال په توګه شیخ طوسي په دنیا کې د انسان د کړاو حکمت په عقاب کې منحصر نه دی ګڼلی او په دې ډول یې په تناسخ د معتقدانو دا استدلال چې په دې دنیا کې د کسانو کړاوونه د هغوي په تېر ژوند کې د ګناه په وجه دي، رد کړی دی.[۲۳]
آیا رجعت هماغه تناسخ دی؟
ځینو اهل سنتو عالمانو تناسخ په شیعیانو کې د رجعت له عقیدې سره یو ګڼلی دی[۲۴] او له همدې امله یې هغوي په تناسخ له معتقدانو ګڼلې دي.[۲۵] ځینې شیعه عالمانو د رجعت او تناسخ تر مینځ د فرق د څرګندولو لپاره په هڅې سره دغه عقیده رد کړې ده؛ د مثال په توګه جعفر سبحاني باوري دی چې رجعت د تناسخ دوه اصلي خصوصیته چې د هغه د محالوالي سبب کیږي نه لري؛ لومړی دا چې رجعت د تناسخ په شان حیواني، نباتي او جمادي نفس ته د انسان د نفس قهقرایي او شاته تګ نه دی؛ دوهم دا چې رجعت د تناسخ په شان د یو نفس لپاره د بدنونو د زیاتېدو سبب نه ګرځي.[۲۶] د سبحاني له نظره، رجعت هماغه د مړیو ژوندي کول دی چې په ترڅ کې یې روح خپل پخواني بدن ته ستنیږي بې له دې چې له خپل وجودي مقامه راټیټ شوی وي.[۲۷] هغه رجعت د مړو په ژوندي کولو کې د حضرت عیسی د معجزې په شان ګڼي چې هیڅ یو مسلمان او مسیحي کس هغه د تناسخ له ډلې نه دی ګڼلی.[۲۸]
د تناسخ، دهغه د نقد او له رجعت سره یې د فرق په اړه ځینې کتابونه لیکل شوې دي منجمله تناسخ گذشته و امروز کتاب چې دانشگاه ادیان و مذاهب، خپرنځي چاپ کړی[۲۹] تناسخ کتاب د پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی او دانشگاه باقرالعلوم(ع) له خپرنځي[۳۰] او تناسخ در اندیشه اسلامی کتاب لیک د علی رضایی بیرجندی.[۳۱]
د ځینو مسلمانانو په نزد په تناسخ د عقیدې د دودېدو علتونه
له نورو تمدنونو او دینونومنجمله بوداییانو، مانویانو، یونانیانو او مزدکیانو سره د مسلمانانو مخامېدل تناسخ ته د ځینومسلمانانو د ګروهېدو سبب ګڼل شوی دی.[۳۲] په ابراهیمي دینونو کې په مسخ عقیده هم د تناسخ له عقیدې سره د مسلمانانو د بلدېدو یوه لاره ګڼل شوې ده.[۳۳] له اسلامه مخکې په عربو کې د تناسخ د عقیدې د وجود ځینې نښې په یو لړ سرچینو کې راغلي دي.[۳۴]
په مسلمانانو کې په تناسخ تر ټولو زوړ عقیده لرونکی ځینوعبدالله بن حارث[۳۵] او ځینو عبد الله بن سبأ ګڼلی دی.[۳۶] په اسلامي فرقو کې غلات په تناسخ له لومړیو عقیده لرونکو ګڼل شوې دي[۳۷] د څېړاندو له نظره ځینې فرقه پېژاندو په اسلامي فرقو کې د ځینو غالي شیعه فرقو لکه کیسانیه، عقیده چې د شیعه امامانو په روح کې د الهي روح په حلول باور لري د تناسخ له عقیدې سره یو شان ګڼلې ده.[۳۸] داسې چاره چې د څېړاندو له خوا په تناسخ او حلول کې د ځینو شباهتونو د شتون او په دې اړه د فرقه پېژاندو د تسامح له امله ګڼل شوې ده.[۳۹] همداراز اسماعیلیه یې په تناسخ د معتقدانو عقیدو ته د ورته عقیدو د لرلو په وجه، په تناسخ عقیده لرونکي ګڼلې دي. [۴۰]
په سرچینو کې په تناسخ له نورو عقیده لرونکو کسانو څخه ځینو وګړو او ډلو ته هم اشاره شوې ده منجمله ابن ابي العوجاء،[۴۱] ځینې، معتزلي عالمان،[۴۲] نُصَیریه،[۴۳] دروزیه،[۴۴] اهل حق،[۴۵]، راوندیه،[۴۶] سپیدجامگان،[۴۷] خرمدینیّه،[۴۸] او ځینې التقاطي فرقې لکه ، یزیدیان، آذرکیوانیان، نقطویان او پسیخانیان.[۴۹]
تناسخ په اسلامي فلسفه کې
اصلي مقاله : تناسخ په فلسفه او عرفان کې
ځینې څېړاندي باوري دی چې په اسلامي فلسفې تاریخ کې د ځینو داسې فیلسوفانو شتون چې په تناسخ معتقد یا ورته ګروهمن وو د تناسخ د موافقو کسانو او د هغې په تابعیت د مخالفانو د دلیلونو د لا ژورېدو سبب شوی دی.[۵۰] محمد بن زکریای رازی (۲۵۱ـ۳۱۳ق)[۵۱] په تناسخ عقیده لرونکی تر ټولو پیاوړی اسلامي فیلسوف ګڼل شوی دی.[۵۲] په نورو اسلامي فیلسوفانو کې اخوان الصفاء او فارابي هم په خاص تفسیر سره تناسخ ته د ګروهنه لرونکو کسانو په شمېر کې ګڼل شوې دي.[۵۳]
ابن سینا لومړی اسلامي فیلسوف ګڼل شوی چې په تفصیل سره یې په تناسخ لیکنه کړې ده.[۵۴] ویل شوي چې هغه په اسلامي فیلسوفانو کې ابن سینا او پېروانو یې په دې فرض سره چې په تناسخ عقیده د انساني نفس په قدیم والي عقیده ده، د تناسخ د ردولو لپاره هڅه کړې ده؛ داسې هڅه چې د انساني نفس د قدیموالي په نفي او حادث والي په اثبات ولاړه وه.[۵۵] ابن سینا په یو استدلال کې هڅه کوي وښیي چې د تناسخ لازمه به په یو بدن پورې د دوو نفسونو تعلق وي او دا کار محال دی نو تناسخ هم باطل او محال دی.[۵۶] د ځینو محققانو په راپور د ابن سینا له دغه استدلاله مشائي فیلسوفانو هرکلی کړی او په خپلو اثارو کې یې تکرار کړی د ی.[۵۷]
د تناسخ په وړاندې یې د شیخ اشراق حالت یې یو ناڅرګنده حالت ګڼلی دی:[۵۸] څیړاندي باوري دي چې هغه د مشائي فیلسوفانو په پېروۍ سره په خپلو ډېرو اثارو لکه پرتونامه، المطارحات او الواح عمادیه، کې تناسخ باطل ګڼلی دی.[۵۹] هغوي باوري وو چې هغه په خپل ډېر مهم کتاب حکمة الاشراق کې د تناسخ د امتناع په ځینو دلیلونو کې په شک څرګندولو او د تناسخ د اثبات د دلایلو په ناکافي ګڼلو سره، د تناسخ ځینو قسمونو ته ګروهمن شوی او په نهایت کې د تناسخ په اړه له نظر څرګندولو بې وسه پاتې دی.[۶۰]
د ځینو څېړاندو له نظره، ملا صدرا، د جوهري حرکت د نظریې په اساس، د نفس د ایجاد او بقا څرنګوالی په دې ډول تعریفوي چې د تناسخ اثبات ناممکنیږي.[۶۱] د سرچینو په راپور د دغه نظریې مطابق، نفس او بدن د خپل وجود د پېدایښت په ابتدا کې بالقوه او د ذاتي جوهري حرکت لرونکې چارې دي.[۶۲] هغوي د طبیعي ژوند په تېرولو سره له قوې وځي او د نېکمرغۍ یا بدمرغۍ په لور فعلیت ته رسیږي.[۶۳] د ملا صدرا له نظره، تناسخ له فعلیت حالته د قوې حالت ته د یو مخلوق د ستنېدو په شان دي چې دا یوه محاله خبره ده.[۶۴]
تناسخ په اسلامي عرفان کې
اصلي مقاله : تناسخ په فلسفه او عرفان کې
ځینې څېړاندي باوري دي چې د اسلامي عرفان اصول منجمله د دنیا کاملې پرېښودنې ته د عارفانو شوق او د فنا فی الله تفکر له تناسخ سره غږملتیا نه شي لرلی.[۶۵] دغه ناغږملتیا د هغوي له نظره په دې خبره دلیل دی چې تناسخ په خپله دنیاوي بدن ته د روح یو ډول ستنېدل دي.[۶۶] د اسلامي عقیدتي اصولو شتون لکه د معاد عقیده هم د اسلامي عارفانو او صوفیانو په تفکر کې د هغوي له خوا د تناسخ د ردولو یو دلیل ګڼل شوی دی.[۶۷] تردې حده چې د ابونصر سراج[۶۸] ( وفات ۳۷۸ق)، ابنعربی[۶۹] (۵۶۰-۶۳۸ق)، شیخ محمود شبستري[۷۰] و علاءالدوله سمنانی (۶۵۹-۷۳۶ق)[۷۱] په شان لویو صوفیانو په تناسخ تنقید کړی او هغه یې رد کړی دی. د مثال په توګه محمود شبستري تناسخ خلقت ته د « تنګ نظرۍ» د نظر نتیجه ګني[۷۲] داسې نظر چې د ګلشن راز شارحانو هغه په برزخي بدن د سترګو پټولو او له مرګه وروسته د روح د ځای ګرځېدو په توګه د مادي بدن منحصرول ګڼلي دي.[۷۳]
تناسخ ته د اسلامي عارفانو او صوفیانو د توجه بل سبب په ځینو صوفیانو کې په حلول عقیده ګڼل شوې ده. داسې عقیده چې په مسلمانو پوهانو کې د تناسخ او حلول په یو ګڼل کېدو سره د تناسخ په عقیدې د ټولو اسلامي عارفانو او صوفیانو د تورنېدو سبب شوې ده.[۷۴] همداراز د تجلۍ په مفهوم ( په مخلوقاتو کې الهی ظهور) عقیده چې په اسلامي عرفان او تصوف کې موجوده ده د تناسخ په عقیدې د مسلمانو عارفانو او صوفیانو د تورنېدو یو بل لامل ګڼل شوی دی.[۷۵] دا تور د ځینو محققو عارفانو د ځواب ورکولو سبب شوی او هغوي د تناسخ په ردولو او نقدولو سره د تجلۍ په شان مفاهیم له تناسخه جدا ګڼلې دي.[۷۶]
فوټ نوټ
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ص۸۶.
- ↑ ویتمن، تاریخ و خاستگاه آیین هندو، ۱۳۸۲ش، ص۲۹.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ص۸۸.
- ↑ ناس، تاریخ جامع ادیان، ۱۳۵۴ش، ص۱۰۵.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ۲۲۸.
- ↑ ابنحزم اندلسی، الفصل، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۱۰.
- ↑ مکارم شیرزای، «تناسخ یا بازگشت ارواح»، ص۴۷-۵۰؛ مینایی، «تناسخ»، ص۹۰-۹۳.
- ↑ عضدالدین ایجی، المواقف، بیروت، ص۳۷۴.
- ↑ عضدالدین ایجی، الواقف، بیروت، ص۳۷۴.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ۲۲۷.
- ↑ مازندرانی، شرح اصول الکافی، ج۱۲، ص۳۱۵؛ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۸ش، ج۵، ص۱۳۲؛ سبحانی، منشور عقاید امامیه، ۱۳۷۶ش، ص۱۹۵.
- ↑ سبحانی، منشور عقاید امامیه، ۱۳۷۶ش، ص۱۹۵.
- ↑ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۰۰.
- ↑ شیخ صدوق، الإعتقادات، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۶۳.
- ↑ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۰۰؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۳۲۰-۳۲۱.
- ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۷۴-۴۷۵.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۳۲۰.
- ↑ علامه حلی، خلاصة الاقوال، ۱۳۸۱ش، ص۷۷.
- ↑ ذهبی، «تناسخ در جهان اسلام»، ص۱۸۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ج۱۷، ۱۳۹۳ق، ص۳۱۳؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۱۶۴-۱۶۵.
- ↑ شیخ صدوق، الإعتقادات، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۶۳؛ مفید، تصحیح اعتقادات الامامیه، ۱۴۱۳ق، ص۸۷-۹۰؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۰۵-۳۱۲.
- ↑ سید مرتضی، الذخیرة، ۱۴۱۱ق، ص۲۳۴-۲۳۸؛ مفید، مسائل السرویه، ص۴۷-۴۹.
- ↑ طوسی، الاقتصاد، ۱۴۰۰ق، ص۸۷-۸۸.
- ↑ مقدسی، البدء و التاريخ، مکتبة الثقافة الدينية، ج۵، ص۱۳۰.
- ↑ امین، احمد، فجر الاسلام، ۱۹۶۹م، ص۲۷۷.
- ↑ سبحانی، الفكر الخالد في بيان العقائد، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۲۲۸-۲۲۹.
- ↑ سبحانی، الفكر الخالد في بيان العقائد، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۲۲۸-۲۲۹.
- ↑ سبحانی، الفكر الخالد في بيان العقائد، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۲۲۸.
- ↑ «تناسخ گذشته و امروز»، تارنمای دانشگاه ادیان و مذاهب.
- ↑ «کتاب تناسخ منتشر شد»، تارنمای خبرگزاری ایسنا.
- ↑ «تناسخ در اندیشه اسلامی»، تارنمای گیسوم.
- ↑ ذهبی، «تناسخ در جهان اسلام»، ص۱۸۰.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ۲۲۸.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۱۹.
- ↑ نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴، ص۳۴-۳۵.
- ↑ بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۴۰۸ق، ص۲۵۴-۲۵۵.
- ↑ ذهبی، «تناسخ در جهان اسلام»، ص۱۸۰.
- ↑ ملطی، التنبیه و الرد، ۱۴۱۳ق، ص۲۹؛ اسفراینی، التبصیر فی الدین، قاهره، ص۲۷؛ بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۴۰۸ق، ص۲۲۷.
- ↑ ذهبی، «تناسخ در جهان اسلام»، ص۱۸۰.
- ↑ منهاجی اسیوطی، جواهرالعقود، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۷۴.
- ↑ اسفراینی، التبصیر فی الدین، قاهره، ص۱۱۵.
- ↑ بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۴۰۸ق، ص۲۶۱-۲۶۲؛ شهرستانی، الملل و النحل، ج ۱، ص۶۰-۶۲
- ↑ اشعری، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ش، ص۲۴۶-۲۴۷.
- ↑ نویسنده ناشناس، کتاب النقط و الدوایر، ۱۹۰۲ق، ص۳۰-۳۲.
- ↑ خواجهالدین، سرسپردگان، ۱۳۴۹ش، ص۱۴.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۱۰ق، ج۱۰، ص۸۱.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۱۰ق، ج۱۰، ص۱۵۴-۱۵۵.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۱۰ق، ج۱۰، ص۲۷۰.
- ↑ ذکاوتی قراگوزلو، «تناسخ و نحلههای شعوبی متأخر»، ص۶۲-۷۳.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ص۲۳۳-۲۳۴.
- ↑ ابنحزم اندلسی، الفصل، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۰۹.
- ↑ ذهبی، «تناسخ در جهان اسلام»، ص۱۸۴.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ص۲۳۴.
- ↑ ذهبی، «تناسخ در جهان اسلام»، ص۱۸۴-۱۸۵.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ص۹۳.
- ↑ ابنسینا، المبدأ و المعاد، ۱۳۶۳ش، ص۱۰۸-۱۰۹.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ص۹۳.
- ↑ یوسفی، «تناسخ از دیدگاه شیخ اشراق»، ص۱۱۸؛ مینایی، «تناسخ»، ص۲۳۶.
- ↑ یوسفی، «تناسخ از دیدگاه شیخ اشراق»، ص۱۱۸؛ مینایی، «تناسخ»، ص۲۳۶.
- ↑ یوسفی، «تناسخ از دیدگاه شیخ اشراق»، ص۱۱۸.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ص۹۴.
- ↑ ملاصدرا، الحکمة المتعالیه، ۱۹۸۱م، ج۹، ص۷-۹.
- ↑ ملاصدرا، الحکمة المتعالیه، ۱۹۸۱م، ج۹، ص۷-۹.
- ↑ ملاصدرا، الحکمة المتعالیه، ۱۹۸۱م، ج۹، ص۷-۹.
- ↑ ذهبی، «تناسخ در جهان اسلام»، ص۱۸۴.
- ↑ ذهبی، «تناسخ در جهان اسلام»، ص۱۸۴.
- ↑ ذهبی، «تناسخ در جهان اسلام»، ص۱۸۴.
- ↑ ابونصر سراج، اللمع، ۱۳۸۰ق، ص۵۴۱-۵۴۲.
- ↑ ابنعربی، الـفتوحات المکیة، ۱۴۰۷ق، ص۱۹۹-۲۰۰.
- ↑ شبستری، گلشن راز، ۱۳۶۸ش، ص۷۱.
- ↑ علاءالدوله سمنانی، مصنفات فارسی، ۱۳۶۹ش، ص۲۲۲-۲۲۵.
- ↑ شبستری، گلشن راز، ۱۳۶۸ش، ص۷۱.
- ↑ لاهیجی، مفاتیح الاعجاز، ۱۳۱۳ق، ص۳۳.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ص۲۳۳.
- ↑ مینایی، «تناسخ»، ص۲۳۳.
- ↑ شبستری، گلشن راز، ۱۳۶۸ش، ص۸۱.
سرچينې
- ابنابیالحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغه، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، مکتبة آیةالله العظمی المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
- ابونصر سراج، عبدالله بن علی، اللمع، تحقیق طه عبدالباقی سرور و عبدالحلیم محمود، مصر، دار الکتب الحدیثة، ۱۳۸۰ق.
- ابنحزم اندلسی، الفصل فی الملل و الاهواء و النحل، تحقیق احمد شمسالدین، بیروت، دار الکتب العلمية، ۱۴۱۶ق.
- ابنسینا، المبدأ و المعاد، تحقیق عبداللّه نورانی، تهران، مؤسسه مطالعات اسلامی دانشگاه تهران-دانشگاه مکگیل، ۱۳۶۳ ش.
- ابنعربی، محمد بن علی، الـفتوحات المکیة، تحقیق عثمان یحیی و ابراهیم مدکور، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۴۰۷ق.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، تحقیق علی شیری، بیروت، دار إحياء التراث العربی، ۱۴۰۸ق.
- اسفراینی، شهفور بن طاهر، التبصیر فی الدین و تمییز الفرقة الناجیة عن الفرق الهالكین، تحقیق محمد زاهد بن الحسن الکوثری، قاهره، المکتبة الأزهرية للتراث، بیتا.
- اشعری، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تحقیق محمدجواد مشکور، تهران، شرکت انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۰ش.
- امین، احمد، فجر الاسلام، بیروت، دارالکتاب العربی، ۱۹۶۹م.
- بغدادی، عبدالقاهر بن طاهر، الفرق بین الفرق و بیان فرقة الناجیة منهم، بیروت، دار الجيل، ۱۴۰۸ق.
- «تناسخ در اندیشه اسلامی»، تارنمای گیسوم، بازدید: ۲۵ آذر ۱۴۰۲ش.
- «تناسخ گذشته و امروز»، تارنمای دانشگاه ادیان و مذاهب، بازدید: ۲۵ آذر ۱۴۰۲ش.
- جوادی آملی، عبدالله، تسنیم (تفسیر قرآن کریم)، تحقیق احمد قدسی، قم، مرکز نشر اسراء، ۱۳۸۷ش.
- خواجهالدین، سید محمدعلی، سرسپردگان (تاریخ و شرح عقاید دینی اهل حق)، تبریز، چاپخانه خورشید، ۱۳۴۹ش.
- ذکاوتی قراگزلو، علیرضا، «تناسخ و نحلههای شعوبی متأخر»، در معارف، شماره ۵۰، مرداد-آبان ۱۳۷۹ش.
- ذهبی، عباس، «تناسخ»، در دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۶، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۷ش.
- سبحانی، جعفر، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، قم، مؤسسة الامام الصادق(ع)، ۱۴۱۳ق.
- سبحانی، جعفر، الفکر الخالد فی بیان عقائد، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۴۲۵ق.
- سبحانی، جعفر، منشور عقايد اماميه، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۷۶ش.
- سید مرتضی، علی بن حسین، الذخيرة فی علم الکلام، تحقیق، سید احمد حسینی اشکوری، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۱ق.
- شبستری، محمود بن عبدالکریم، گلشن راز، تحقیق صمد موحد، تهران، کتابخانه طهوری، ۱۳۶۸ش.
- شهرستانی، محمدبن عبدالکریم، الملل و النحل، تحقیق علی حسن فاعور و امیر علی مهنا، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۵ق.
- صدرالمتالهین، صدرالدین محمد، الشواهد الربوبیه فی المناهج السلوکیه، تصحیح و تعلیق: سید جلال الدین آشتیانی، مشهد، المرکز الجامعی للنشر، ۱۳۶۰ش، چاپ دوم.
- صدوق، محمد بن علی، الإعتقادات، قم، المؤتمر العالمی لألفية الشيخ المفيد، ۱۴۱۳ق.
- صدوق، محمد بن علی، عيون أخبار الرضا(ع)، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۴ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
- طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج، تحقیق سید محمدباقر موسوی خرسان، مشهد، نشر المرتضی، ۱۴۰۳ق.
- طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد الهادی الی طریق الرشاد، اصفهان، مکتبة چهل ستون العامة و مدرستها، ۱۴۰۰ق.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحياء التراث العربی، بیتا.
- عضدالدین ایجی، عبدالرحمان بن احمد، المواقف فی علم الکلام، بیروت، عالم الکتب، بیتا.
- علاءالدوله سمنانی، احمد بن محمد، مصنفات فارسی، تحقیق نجیب مایل هروی، تهران، شرکت انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۹ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، ترتیب خلاصة الاقوال فی معرفة الرجال، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی استان قدس رضوی، ۱۳۸۱ش.
- «کتاب تناسخ منتشر شد»، تارنمای خبرگزاری ایسنا، انتشار: ۶ بهمن ۱۴۰۰ش، بازدید: ۲۵ آذر ۱۴۰۲ش.
- لاهیجی، محمد بن یحیی، مفاتیح الاعجاز (شرح گلشن راز)، نشر میرزا محمد شیرازی ملکالکتاب، بمبئی، ۱۳۱۳ق.
- مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- مفید، محمد بن محمد، المسائل السرویه، قم، المؤتمر العالمی لألفية الشيخ المفيد، ۱۴۱۳ق.
- مفید، محمد بن محمد، تصحیح اعتقادات الامامیة، تحقیق حسین درگاهی، قم، المؤتمر العالمی لألفية الشيخ المفيد، ۱۴۱۳ق.
- مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاريخ، بیجا، مکتبة الثقافة الدينية، بیتا.
- مکارم شیرازی، ناصر، «تناسخ یا بازگشت ارواح»، در مجموعه مقالات کنگره شیخ مفید، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۳۷۲ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الكتب الاسلاميه، ۱۳۷۴ش.
- ملاصدرا، محمد بن ابراهیم صدرالدین شیرازی، الحکمة المتعالیة فی الاسفار العقلیة الاربعة، تهران ۱۳۳۷ش.
- ملاصدرا، محمد بن ابراهیم، الحکمة المتعالیة فی الاسفار العقلیة الاربعة، بیروت، دار احياء التراث العربی، ۱۹۸۱م.
- ملطی، محمد بن احمد، التنبیه و الرد علی اهل الاهواء و البدع، تحقیق محمد زینهم محمد عزب، قاهره، مکتبة مدبولی، ۱۴۱۳ق.
- منهاجی اسیوطی، محمد بن احمد، جواهر العقود و معین القضاة و المُوَقِعین و الشهود، تحقیق مسعد عبدالحمید محمد سعدنی، بیروت، دار الکتب العلیمه، ۱۴۱۷ق.
- مینایی، فاطمه، «تناسخ»، در نقد و نظر، شماره ۴۳-۴۴، پاییز و زمستان ۱۳۸۵ش.
- مینایی، فاطمه، «تناسخ»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۸، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، ۱۳۸۳ش.
- ناس، جان بایر، تاریخ جامع ادیان، ترجمه علیاصغر حکمت، تهران، انتشارات پیروز، ۱۳۵۴ش.
- نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، تحقیق محمدصادق آل بحرالعلوم، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۴ق.
- نویسنده ناشناس، کتاب النقط و الدوایر (و هو من کتب الدروز الدینیة)، تحقیق کریستیان فریدریش زیبولد، کیرشهایم (آلمان)، چاپخانه شمرسو، ۱۹۰۲م.