د مطمئنه نفس آیت

د wikishia لخوا
د نفس مطمئنه آیت چې د امام حسین(ع) د قتلگاه په فولادي کړکۍ کې نقش شوی دی.

د نَفْس مُطمئِنّه آیت یا د نَفْس مُطمئِنّه آیتونه د فجر سورې آخري څلور آیتونه دي چې پکې د مطئنه یعنې ډاډمن نفس لپاره ځینې ځانګړنې بیان شوې او د دغه نفس لرونکو ته د جنت زیری ورکړی شوی دی.

مسلمان عالمان نفس مطمئنه هغه انسان ګڼي چې په خدای په ایمان کې یقین او ارامښت ته رسېدلی وي او ګناه ته ګروهنه نه لري. راضیه او مرضیه د دغه نفس دوه ځانګړنې دي: راضیه د خدای له اجر او بدلې د هغه په رضایت یا په الهي قضا او قدر د هغه په راضي والي او مرضیه له مطمئنه نفسه د خداي په راضي والي معنا شوی دی.

د مختلفو روایتونو له مخې امام علي(ع) امام حسین(ع) او شیعیان د مطمئنه نفس له مصداقونو ګڼل شوې دي.

د آیت متن او ژباړه

د فجر سورې له ۲۷ تر ۳۰ ایتونه د نفس مطمئنه په آیتونو پېژندل کیږي:


يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ﴿٢٧﴾ ارْجِعِي إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً ﴿٢٨﴾ فَادْخُلِي فِي عِبَادِي ﴿٢٩﴾ وَادْخُلِي جَنَّتِي ﴿٣٠﴾
ای مطمئنه نفسه (۲۷) خوشاله او خدای خوښوونکی د خپل رب لور ته جاروځه(۲۸) او زما په بندګانو کې داخل شه (۲۹) او زما په جنت کې ننوځه(۳۰)

د تعریف

اصلي مقاله: مطمئنه نفس

مطمئنه نفس یې د نفس یو داسې تعریف بللی چې پکې انسان ارامښت ته رسیږي او د ګناه لور ته نه ځي.[۱] مسلمانو عالمانو د نفس لپاره ځینې مرتبې او حالتونه په نظر کې نیولي دي چې تر ټولو ټیټ یې اَمّاره نفس دی چې پکې انسان ګناه ته ګروهنه لري، تر هغه لوړ لَوّامه نفس دی چې که انسان بد کار وکړي پښېمانه کیږي او ځان ملامتوي. د نفس تر ټولو لوړه درجه بیا مطمئنه نفس دی.[۲]

تفسیر

فادخلی فی عبادی و ادخلی جنتی، فجر سوره

مفسرانو د فجر سورې په ۲۷ ایت کې له «مطمئنه نفس» مراد هغه مومنان ګڼلي چې یقین او اطمنیان ته رسېدلي او په ایمان کې یې هیڅ شک نیشته.[۳]علامه طباطایي نفس مطمئنه هغه کس ګڼي چې په خدای په تکیې سره ارامښت ته رسېدلی، د خدای په رضا راضي دی او د ژوند ټیټې هسکې پرې اثر نه لري. داسې کس په بندګۍ کې کامل دی او له نېغې لارې نه بې لارې کیږي.[۴]مجمع البیان تفسیر مطمئنه نفس د ایمان په رڼا کې ارام موندلی نفس ګڼي چې د ایمان او یقین مرتبې ته رسېدلی وي او په قیامت کې د پورته کېدلو او جزا تصدیق کوي او هغه د ایمان حقیقت ګڼي.[۵] طَبْرِسی په مجمع‌البیان کې «راضیه» او «مرضیه» په ترتیب سره داسې معنا کړي: د مطمئن نفس څښتن د خدای په اجر او بدله راضي او خدای هم د هغه له عملونو راضي دی.[۶]

علامه طباطبایي هم ویلي چې نفس مطمئنه ته په دې وجه د راضیه او مرضیه صفت ورکړل شوی چې په خدای اطمینان له قضا او قدره د نفس د رضایت سبب کیږي. پر دې اساس هیڅ بده پېښه هغه نه غوسه کوي او په ګناه نه ککړیږي. له همدې امله هم «مرضیه» یعنې د خدای د رضا وړ ګرځي؛ ځکه چې خدای هغه وخت په یو چا قهریږي چې له عبودیت او بندګۍ ووځي.[۷]

د تفسیر نمونه له مخې، د «راضیه» تعبیر ښیي چې دوي هم د خدای وعدې پوره شوې ګڼي او پرې رضایت لري. دا د کاملې رضا او تسلیم مقام ښیي؛ هغه مقام چې پکې، د خدای په لاره کې له هر څه تېرېږي.«مرضیه» هم په دې معنا ده چې دوي د خدای تعالی د رضا وړ ګرځېدلې دي.[۸]

ځینو ویلي چې نفس مطمئنه ته د خدای خطاب چې «اِرْجِعی اِلیٰ رَبِّک» (د خپل رب لور ته ستون شه)د قیامت په ورځ دی چې مومنان غواړي جنت ته لاړ شي. ځینې کسان بیا په دې باور دي چې دا خطاب د مرګ په وخت کیږي.[۹] علامه طباطبایي دوهم نظر منلی دی.[۱۰] همداراز د هغه له نظره «فَادْخُلِي فِي عِبادِي» ښیي چې مطمئن نفس د کاملې بندګۍ مقام ته رسېدلی دی؛ یعنې هغه مقام چې پکې بې له هغه څه چې خدای یې غواړي، د بل څه اراده نه کوي.[۱۱] د هغه په وینا د «وَادْخُلِي جَنَّتِي» (او زما جنت ته ننوځه) په عبارت کې یو خاص عزت کارول شوی دی؛ ځکه چې د قرآن یوازینی ایت دی چې خدای پکې د جنت نسبت ځانته ورکړی دی.[۱۲]

د مطمئنه نفس روایي تفسیر

آیه «يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً فَادْخُلِي فِي عِبَادِي وَادْخُلِي جَنَّتِي»، په ثلث جلی خط کې، دهدی پورنوادی بن کاسیدی لخوا(Huda Purnawadi Bin Kasidi)، کال ۲۰۲۳م

په روایي تفسیري کتابونو او نورو حدیثي کتابونو کې د مطمئنه نفس لپاره ځینې مصداقونه بیان شوې دي. په فرات کوفي[۱۳] او شواهدالتنزیل،[۱۴] تفسیرونو امام علي(ع) د دغه ایت مصداق ګڼل شوی دی. د تفسیر قمي کتاب په اساس امام صادق(ع) له نفس مطمئنه مطلب امام حسین(ع) ګنلی دی.[۱۵] په بحار الانوار کې راغلي دي چې سوره فجر د امام حسین سوره ده؛ ځکه چې حسین مطمئنه نفس لرلو. په دې حدیث کې د امام حسین ملګري هم د راضیه او مرضیه مصداقونه معرفي شوې دي؛ ځکه چې په قیامت کې هغوي له خدایه راضي دي او خدای هم له هغوي خوښ دی.[۱۶]

د کلیني په لیکلي کتاب کافي کې روایت شوی چې امام صادق(ع) د نفس مطمئنه ایتونه داسې تفسېر کړې دي:« ای هغه نفسه چې په محمد او اهل بیتو(ع) اطمینان (یقین) لرې، خپل رب ته ستون شه په داسې حال کې چې د اهل بیتو په ولایت راضي یې او په الهي اجر سره به راضي شې. نو زما د بندګانو یعنې محمد او د هغه د اهل بیتو په ټول کې داخل شه او جنت ته ننوځه.[۱۷]

فوټ نوټ

  1. مصباح یزدی، آیین پرواز، ۱۳۹۹ش، ص۲۷.
  2. مصباح یزدی، آیین پرواز، ۱۳۹۹ش، ص۲۶-۲۷؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۵۹۵-۵۹۶.
  3. مثال په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۷۴۲؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۶، ص۴۷۵-۴۷۷.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲۰، ص۲۸۵.
  5. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۷۴۲.
  6. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۷۴۲.
  7. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲۰، ص۲۸۵.
  8. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۶، ص۴۷۵-۴۷۷.
  9. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۷۴۲.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲۰، ص۲۸۵.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲۰، ص۲۸۵-۲۸۶.
  12. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲۰، ص۲۸۶.
  13. فرات کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۵۵۵.
  14. حسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۴۲۹.
  15. قمی، تفسیرالقمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۴۲۲.
  16. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۴، ص۹۳.
  17. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۲۷-۱۲۸.

سرچينې

  • حسکانی، عبیدالله بن عبدالله،‏ شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق و تصحیح: محمدباقر محمودى، تهران، مجمع احیای فرهنگ اسلامی وابسته به وزارت افرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.‏
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، تفسیر مجمع البیان، دارالمعرفه[بی‌جا] [بی‌تا]
  • فرات کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفی، تحقیق و تصحیح محمد کاظم، تهران، مؤسسه چاپ و نشر وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی‏، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • قمى، على بن ابراهیم،‏ تفسیرالقمی،‏ تحقیق و تصحیح طیّب‏ موسوى جزایرى، قم، ‏دارالکتاب، ‏چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفارى و محمد آخوندى، تهران، ‏دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعه لدرر اخبار ائمة الاطهار، بیروت، داراحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، آیین پرواز، تلخیص جواد محدثی، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ نهم، ۱۳۹۹ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۸۹ش.