قرآنی علمونه

د wikishia لخوا

قرآني علمونه د قرآن اړوند د علمونو مجموعه ده چې د قرآن د ماهیت، تاریخي پرمختګونو، د تفسیر بنسټونو او د قرآن په اړه د ترسره شویو مطالعاتو د پوهیدو لپاره کارول کیږي. د قرآن د وحیاني شونی ثابتول، د هغه د متن اصل شونه او همدارنګه د نیکو څخه د قرآن دفاع، د دې علم د اهمیت له دلایلو څخه دي. د قرآن علوم د قرآن د معارفو (د تفسیر علم) څخه جلا او په هغه باندې وړاندې ګڼل کیږي.

د قرآن د علومو پیلیدل، د قرآن کریم په ځینو آیتونو او همدارنګه د رسول الله(ص) او امامانو له احادیثو ته منسوب شوي دي. د امام علي(ع) مصحف لومړنی اثر ګڼل کیږی چې د قرآني علمونو په ځینو موضوعاتو یې بحث کړی دی. د قرآنی علمونو تکامل په څو پړاوونو کې بیان شوی چې په لومړۍ او دوهمه پیړیو کې د مونوګرافونو تالیف، په دریمه او څلورمه پیړیو کې رسمی تشکیل او په اتمه او لسمه قمری پیړیو کې د انسجام او پراختیا شامل دی.

په قرآني علمونو کې د شیعه فکر وده له پنځمې څخه تر اوومې هجري پېړۍ پورې د سید مرتضی، شیخ صدوق، شیخ مفید او فضل بن حسن طبرسي په څېر د علماوو په بحثونو سره پیل شوه. د قرآني علومو اصلي موضوعات او بحثونه عبارت دي له: وحي، د قرآن نزول، د نزول اسباب، اووه ډوله قرائتونه، د سورتونو فضائل، تجويد، محکم او متشابه، ناسخ او منسوخ، د قرآن اعجاز، د سورتونو د نزول ترتیب، د قرآن راغونډول، مکي او مدني، د قرآن نه تحریفیدل او حروف مقطعه.

اهمیت

د قرآني علومو شنونکی او مفکر محمد هادي معرفت دغه علم د قرآن د آيتونو د داخلي منځپانګې او د تفسير په علم باندې وړاندی ګڼلی دی؛[۱] ځکه چې قرآنی علوم داسې علمونه او لومړنۍ پوهې لري چې د قرآن د منځپانګې پوهه او همدارنګه د هغه د وحې ثابتول د هغو زده کړې ته حاجت لري.[۲] د معاصر ژباړونکي او قرآن پوه محمد علي کوشا په وینا، د قرآن په اړه بحث او د هغې په مسلو پوهیدل. د اسلام له پيله تر اوسه په دې اړه بحثونه شوي او ډېرو مشرانو او علماو په دې اړه خبرې کړي دي.[۳]

د قرآني علومو د علم د اهمیت لپاره ځینې دلیلونه بیان شوي دي چې ځينې یې دا دي: د قرآن وحي شونه ثابتول، د قرآني د متن اصلي شونه ثابتول او د وخت په تیریدو سره د قرآن نه تحریفیدل، د قرآن کریم په تفسیر او پوهه کې اساسي رول لري او همدارنګ د نیوکو په وړاندې د قرآن د دفاع وړتیا هم له هغه دلیلونو څخه دي.[۴] د نورو ځينو اسلامي علومو لکه تاریخ او حدیث، ادبیات، کلام، تفسیر، فقه او اصول فقه سره د قرآني علومو رابطه او تداخل، د قرآني علومو د اهمیت لپاره له نورو دلیلونو څخه ګڼل شوي دي.[۵]

مفهوم پیژندنه

قرآني علوم یوه داسې اصطلاح ده چې په کې د قرآن د پيژندنې او هغه سره د تړلي بیلا بیلو موضوعاتو په هکله په کې بحث کیږي.[۶] ځینې بحثونه یې دا دي: وحي او د قرآن نزول، د نازلیدو اسباب، د سورتونو او آیتونو ترتیب، د وحی لیکوالان، د مصحفونو یو شان کول، راټولول، لیکل، د قرائتونو پیدایښت او په کې د اختلاف سبب، حجیت او د په قرآن نه تحریفیدل، معجزه شونه، تفسیر، ناسخ او منسوخ، محکم او متشابه او همدارنګه له قرآنه د نیوکو او شکونو لرې کول.[۷] په داسې حال کې چې ځینې په دې باور دي چې قرآنی علمونه یواځې په همدې موضوعاتو بسنه نه کوي بلکې د دې موضوعات د بیلا بیلو لاملونو او نوو پوښتنو رامنځته کیدو سره پراختیا مومي.[۸]

قرآن سره تړلي نورو علمونو سره د دې توپیر

قران کریم سره تړلي علمونه په دریو ډولو ویشل شوی دی: ۱. په قرآن کې دننه علمونه، لکه عقاید، اخلاق او احکام[۹] چې موضوعي تفسیر یې پایله ده،[۱۰] ۲ . مقدماتي علوم لکه ګرامر، نحو، منطق او بلاغت چې د قرآن د کلمو او معناوو د پوهیدو لپاره کارول کیږي،[۱۱] او 3. قرآني علمونه.[۱۲]

د قرآنی علمونو د پيدايښت شورو

د قرآن په اړه عمومي بحثونو پيلیدل د هغه د نزول له وخت سره سم ګڼل کېږي. د محمد علي مهدوي راد په وینا، چې د قرآن کریم له څیړونکو څخه دی، د قرآن د نه تحریفیدل آیتونه، د قرآن د نزول په اړه آیتونه، د وحي په مسله پورې اړوند آیاتونه، محکم او متشابه، او همدارنګه ناسخ او منسوخ د همدې موضوعات څخه دي چې پخپله په قرآن کې دننه بیان شوي دي.[۱۳]

دا هم ويل شوي دي چې قرآني علوم هم د نورو اسلامي علومو په څير د احاديثو په بڼه جوړ شوي دي.[۱۴] په دې هکله، د پيغمبر(ص) او اهل بیتو(ع) حدیثونه د ځینې موضوعاتو لکه د قرآن فضیلتونه، د قرآن د اووه ټکو سره نازلیدل او د هغې قاریان، چې د قرآن کريم بحثونه دي، اشاره شوې ده.[۱۵]

ابن ندیم د امام علي(ع) مُصحف لومړنی کتاب ګڼي چې د قرآنی علومو ځینې بحثونه په کې شامل وو.[۱۶] ویل کیږي چې ځينې بحثونه لکه د ناسخ او منسوخ، محکم او متشابه او د نزول اسباب په کې شامل دي.[۱۷]

بدلونونه

د محمد هادي معرفت په وینا، قرآني علومو په مختلفو پړاوونو کې پرمختږ کړی او بیلا بیلې مرحلې يې تېرې کړي دي:[۱۸]

د ځانته کتابونو لیکل

د هجري لومړۍ او دویمه پېړۍ د ځانګړو کتابونو د تالیف له پېړیو څخه ګڼل شوي دي.[۱۹]، چې تر ټولو مهم یې کتابٌ فی القرائه، چې د ابو الاسود دوئلي شاګرد یحیی بن یَعمر لیکلی دی. بل کتاب عدد آی القرآن چې د ابوالحسن بصري له خوا لیکل شوی، د غریب القرآن کتاب چې ابان بن تَغلِب د امام سجاد(ع) شاګرد لیکلی دی، او د الایات المتشابهات کتاب چې مقاتل بن سلیمان لیکلی دی.[۲۰]

رسمي تشکیل

په دريمه او څلورمه پيړۍ کې د قرآني علومو رسمي جوړښت ګڼل کیږي چې د قرآن په اړه د ادبي مسئلو او د کلامي بحثونو له زياتېدو سره يو ځای وو.[۲۱] ځینې کسان لکه یحیی بن زیاد فرّاء، ابن قتیبه دینوري، حسن بن علي بن فضال د امام رضا(ع) له اصحابو، عمر بن بحر په جاحظ مشهور، احمد بن موسی بن مجاهد (د بغداد شیخ القرا) د قرآني علومو په برخه کې له مشهورو کسانو څخه دي.[۲۲]

د صبحي صالح په وینا، د قرآن کریم په علومو کې، په عصري مفهوم سره، لومړی کار، د دریمې قمري پیړۍ څخه، د محمد بن خلف بن المرزبان په کتاب الحاوی فی العلوم القرآن سره[۲۳] او همدارنګه عَجائبُ علومِ القرآن کتاب سره چې د ابوبکر محمد بن قاسم بن بشار انباري( وفات : ۳۲۸ هجري) په کتاب سره چې په څلورمه هجري قمري پېړۍ کې شورو شوی دی.[۲۴] د محققینو په اند د عَجائبُ علومِ القرآن کتاب د لومړي ځل لپاره د قرآن کریم د علومو(په خپلې اصلي معنا سره) ځینې مضامین، لکه د قرآن کریم فضایل او په اوو حروفو باندې د هغې نزول او د قران کریم د مصاحفو لیکل او د سورتونو، آیتونو او کلمو د شمېر په اړه بحث کړی دی.[۲۵]

په دې دوره کې د قرآن د ماهيت او کلامي نیوکو په اړه بحثونه رامنځته شول. همدارنګه دا دوره د قرآن په اړه د معتزلي فکر له پراخوالي او د اوو قرائتونو له شهرت سره تړلې وه.[۲۶]

د جوړیدو لامل

د قرآني علومو د څېړونکي احمد پاکتچي په وينا، دا علم په تدريجي ډول وروسته له هغه راڅرګند شو، چې د بېلابېلو اسلامي علومو پوهانو په بېلابېلو کلامي، فقهي او فلسفي طريقو سره تفسيرونه وليکل او د هر يوه تفسير مخاطب يې د همدې علومو پوهان وو. د قرآني علومو پوهانو هڅه وکړه چې د مختلفو تفسيرونو تر منځ د ګډې ژبې په رامنځته کولو سره د قرآن ټول تفسيرونه يو موټى او د ټولو لپاره د پوهېدو وړ وګرځي.[۲۷]

وده

په قرآني بحثونو کې د شيعه ادب او فکر وده له پينځمې نه تر اوومې پېړۍ پورې اړوند ګڼل کېږي او ځینې مشهور شيعه عالمان لکه سيد مرتضی، شيخ صدوق، شيخ مفيد، سيد رضي، قطب راوندي، فضل بن حسن طبرسي او سيد بن طاووس، په دې دور کې د قرآنی علمونو په بحثونو لګیا شوي دي.[۲۸] له همدې دورې څخه د تفسير په سريزه کې د قرآني علومو انعکاس شورو شوی دی؛ ځینې تفسیرونه لکه مجمع البیان، التبیان، تفسیر صافی، آلاءالرحمن او البیان.[۲۹]

تثبیت او پراختیا

له اتمې څخه تر لسمې پېړۍ پورې د جامع علم په بڼه د قرآني علومو د تحقق او پراختیا د دورې په توګه معرفي شوې ده[۳۰]، چې پکې مهم اثار لکه د محمد بن عبدالله زرکشي کتاب البرهان في العلوم القرآن او الاتقان في علوم القرآن د جلال الدين سيوطي كتاب وليكلی شو.[۳۱]

په ځای ودریدل

له ۱۱مې تر ۱۳مې پېړۍ د سیوطي د اثارو د واکمنۍ له امله د قرآني علومو د رکود (په ځای ودریدو) دور بلل کېږي. په همدې دوره کې، د قرآن کریم د لړلیک او کلمو موندلو کتابونه لیکل دود شوو. همدارنګه حدیث ګروهنې د زیاتیدو له سببه قرآن د علومو په اړه  په روايي ټولنې کې ځینې مهم اثار ولیکل شوو. چې په هغوي کې د علامه مجلسي په بحار الانوار کتاب کې د قرآن کریم د آیتونو له ټولو تفصیلي موضوعي لړلیک ته اشاره کولی شوو.[۳۲]

بیا پراختیا

څوارلسمه او پنځلسمه پېړۍ د قرآني علومو د بیا پراختیا او توسعې پېړۍ بلل کېږي. دا دور د محدث نوري په کتاب فصل الخطاب فی تحریف کتاب رب الارباب پیل شو چې د قرآن کریم د تحریف او په هغه باندې نیوکو سره سم و. په دې زمانه کې د قرآن په علومو کې کمي او کيفي بدلون راغی او ځینې مهم آثار لکه د محمد هادي معرفت کتاب د التمهید في العلوم القرآن په شان کتابونه تالیف شول. د قرآن په اړه د شکونو ځوابونه او همدارنګه د مستشرقینو لکه ایګناتیوس ګولډزیهر، تیوډور نولډیک، آرتر جیفري، توشي هیکو ایزوتسو، او عصري مفکرین او دیني پوهان لکه محمد ارکون، نصر حامد ابو زید او داسې نور... د قرآني علومو بحث ته راتلل، د دې دورې له ځانګړتياوو دي.[۳۳]

موضوعات

هغه مهم موضوعات او بحثونه چې د قرآن په اړه خبرې کوي او هر یو ته یې د علم عنوان ورکړل شوی دی هغه دا دي: وحي، د قرآن نازیلیدل، د نازیلیدل سببونه، اوه قرائتونه، د قرآن فضیلتونه، تجوید، محکم او متشابه، ناسخ او منسوخ، د قرآن معجزه شونه، د سورتونو د نازلیدو ترتیب، د قرآن جمع کول، مکي او مدني، د قرآن تاریخ، د قرآن نه تحریفیدل، او حروف مقطعه.

وحي

اصلي مقاله: وحي

وحي د خدای د پیغام د ترلاسه کولو لپاره د پیغمبرانو غیبی نړۍ سره اړیکې ته وايي.[۳۴] د مفسرینو په وینا، پیغمبرانو ته وحی په دریو طریقو سره ترسره کیږي: د خدای لخوا پیغمبر سره نیغ په نیغه خبرې کول، د غیر انساني منځګړیتوب له لارې ورسره خبرې کول لکه د جبریل له لارې، او د «من وراء حجاب» یعنی (له پردې شاته) ورسره خبرې کول.[۳۵]

د قرآن معجزه شونه

اصلي مقالې: د قرآن اعجاز او د تَحَدّي آیتونه

د قرآن معجزه شونه د قرآن د جوړښت، کلمو، متن او نورو... له نظره د هغه فوق العاده ځانګړنو ته اشاره کوي او دا چې له خدایه پرته بل څوک د دې توان نه لري چې د دې په شان راوړي.[۳۶] قرآن د خپلې معجزې د ثابتولو لپاره مخالفانو ته ننګونه (تَحَدّي) کوي.[۳۷] ​​او هغوی ته بلنه ورکوي چې د قرآن په شان یو متن[۳۸] یا څو سورتونه[۳۹] یا یو سورت[۴۰] راوړي.

د نازلیدو اسباب

اصلي مقاله: د نازلیدو اسباب

اَسبابِ نُزول یا شَأن نزول هغه اشخاصو، واقعاتو او حالاتو ته اشاره ده چی په اړه یی د قرآن یو آیت یا ډېر آیات نازل شوي دي.[۴۱] د قرآن کريم د نازلیدو اسباب د قرآن د آيتونو په تفسیر کې ډېر مهم رول لري.[۴۲] د اسباب نزول په اړه مسلمانو پوهانو خپلواک کتابونه لیکلي دي. د قرآن ټول آيتونه شأن نزول نه لري او ځينو قرآن پوهانو ټول اسباب نزول شاوخوا ۴۶۰ ګڼلي دي.[۴۳] شیعه مفسرانو او ځینې سنی مفسرانو د شان نزول لپاره د امام علی(ع) او د اهل بیتو(ع) په فضائلو کښې د شان نزول ځانګړو مجموعو ته پاملرنه کړی ده.[۴۴]

د قرآن نازلیدل

اصلي مقاله: د قرآن نازلیدل

د قرآن نزول په پېغمبر اکرم(ص) باندې د وحي له لارې د قرآن د آيتونو لېږل دي.[۴۵] د قرآن نزول په دوو پړاوونو کې دفعي او تدريجي يا يوازې په تدريجي ډول، په قرآني علومو کې له اختلافي موضوعاتو څخه دی. د محمد هادي معرفت په څېر ځینې څېړونکي یوازې د قرآن په تدریجي نزول باور لري؛[۴۶] خو له بلې خوا د علامه طباطبايي په څېر کسان د قرآن لپاره دواړه نزوله هم تدریجي او هم دفعي باندې باور لري.[۴۷]

د قرآن فضیلتونه

اصلي مقاله: د سورتونو فضیلتونه

د سورتونو فضیلتونه د حدیثونو هغه مجموعه ده چې د قرآن کریم د سورتونو د تلاوت دنیوي او اخروي آثار او د سورتونو منزلت او مقام بیانوي.[۴۸] د سورتونو د فضیلت د احادیثو راوړلو تر ټولو مهم هدف دا دی چې د قرآن کریم د تلاوت او په هغه کې غور کولو ته خلک وهڅوي.[۴۹] د شیعه او سني د احادیثو په ټولنو کې د قران کریم د سورتونو او د قرآن آیتونو د فضیلت په اړه ډیر روایتونه موجود دي.[۵۰] په قرآن کې هم د ځینې سورتونو فضیلتونو ته اشاره شوې ده.[۵۱]

اوه ډوله قرائتونه

':'اصلي مقاله: اووه ګونه قاریان

اوه قاریان یا قُرّاء سَبْعه په دوهمه قمري پیړۍ کې د قرآن کریم اوه قرائت کوونکي وو چې د قرآن کریم د ځینو کلمو په تلاوت کې یې له یو بل سره اختلاف درلود. دغو کسانو له ځينو تابعينو څخه لوستل زده کړي وو چې تابعینو هم په خپل وار له صحابه و څخه زړه کړې وه.[۵۲]

مشهور سنیان اوه قرائت متواتر ګڼي او په شیعو کې د علامه حلي او شهید ثاني په ګډون یو شمېر فقها دا قرائتونه متواتر ګڼلی او په لمانځه کې د هر یو قرآئت لوستل جایز ګڼي.[۵۳]

محکم او متشابه

اصلي مقاله: محکم او متشابه

محكم او متشابه د قرآني آيتونو دوه قسمه دي: محكم هغه آيتونو ته وايي، چې معنا يې دومره واضحه ده، چې بله معنا ورته په نظر كې نه نيول كېږي او بې له شکه او واضح دي. له بل پلوه، متشابه آیتونه هغه دي چې د هغې د ظاهري معنې لپاره مختلف احتمالات په نظر کې نیول کیدی شي. او د ایت حقیقي معنی د هغې له ظاهره نشي ترلاسه کیدی.[۵۴] ځینې اهل سنت په متشابهاتو باندې پوهه یواځې خدای سره خاص ګڼي؛[۵۵] خو د ځینې محققانو لکه محمّد هادي معرفت د آل عمران سوره د اووم ایت له مخې، متشابهو آیتونو کې پټو حقایقو ته رسیدل د اهل بیتو(ع) او ریښتینو علماوو لپاره ممکن ګڼي.[۵۶]

ناسخ او منسوخ

اصلي مقاله: ناسخ او منسوخ

ناسخ او منسوخ د قرآنکریم دوه ډوله ایتونه دي. ناسخ آيتونه د منسوخو آیتونو ځای نیسي او د ناسخ آيت په نازليدو سره په منسوخ آیت باندې د عمل وخت ختميږي.[۵۷] د قرآن څیړونکو او فقهاو له نظره نسخ هم په قرآن کې او هم په حدیث کې روا دی، او د قرآن نسخ په قرآن سره، یا سنت سره، او همدارنګ د سنت نسخ په قرآن یا سنت سره جایز ده او داسې مخکې شوي دی.[۵۸]

فوټ نوټ

  1. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۱۰.
  2. معرفت، التمهید، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۱؛ کوشا، «علوم قرآنی»، ص۹۳۹.
  3. کوشا، «علوم قرآنی»، ص۹۳۹.
  4. باقری، «علوم قرآن؛ چیستی، چرایی و چگونگی»، ص۵۰-۵۴.
  5. نصیری، «فلسفه علوم قرآن»، ص۲۲۹-۲۳۵.
  6. معرفت، التمهید، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۶.
  7. زرقانی، مناهل العرفان، دار احیا التراث العربی، ج۱، ص۲۰.
  8. باقری، «علوم قرآن؛ چیستی، چرایی و چگونگی»، ص۴۶-۴۷.
  9. مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۸۴.
  10. معرفت، علوم قرآنی، ۱۳۸۱ش، ص۷
  11. مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۸۴.
  12. موسوی دارابی، نصوص فی علوم القرآن، ۱۴۲۲ق، ص۹-۱۷.
  13. مهدوی راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۸۶-۸۷.
  14. نصیری، «فلسفه علوم قرآن»، ص۲۲۶.
  15. مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۸۷.
  16. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۴۵-۴۶.
  17. معرفت، التمهید، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۹۲-۲۹۳؛ رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۳۷۰-۳۷۱؛ ایازی، «مصحف امام علی(ع)»، ص۱۶۷ و ۱۷۷-۱۷۸.
  18. معرفت، التمهید، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۷-۸.
  19. نصیری، «فلسفه علوم قرآن»، ص۲۲ ۸؛
  20. معرفت، التمهید، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۸؛ مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۸۸.
  21. مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۸۸.
  22. مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۸۹-۹۳.
  23. صبحی صالح، مباحث فی علوم القرآن، ۲۰۰۰م، ص۱۲۴.
  24. صبحی صالح، مباحث فی علوم القرآن، ۲۰۰۰م، ص۱۲۲.
  25. مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۸۸.
  26. مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۹۰-۹۳.
  27. پاکتچی، تاریخ تفسیر قرآن، ۱۳۹۲ش، ص۱۱۴-۱۱۹.
  28. مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۹۳-۹۷.
  29. نصیری،« فلسفه علوم قرآن»، ص۲۲۶-۲۲۷.
  30. نصیری،« فلسفه علوم قرآن»، ص۲۲۸.
  31. معرفت، التمهید، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۵-۱۶؛ مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۹۷-۱۰۰.
  32. مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۱۰۰-۱۰۲.
  33. مهدوی‌راد و معرفت، «علوم قرآن»، ص۱۰۲-۱۰۹.
  34. طباطبایی، وحی یا شعور مرموز، ۱۳۷۷ش، ص۱۰۴
  35. قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۷ش، ج۲، ص۲۷۹؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۸، ص۷۴؛ مطهری، نبوت، ۱۳۷۳ش، ص۸۱-۸۴
  36. معرفت، آموزش علوم قرآنی، ۱۳۸۷ش، ص۱۵۹-۱۵۹.
  37. مؤدب، «اعجاز قرآن»، ص۱۹۷.
  38. سوره اسراء، آیه ۸۸.
  39. سوره هود، آیه ۱۳.
  40. سوره بقره، آیه۲۳.
  41. ناصحیان، علوم قرآنی در مکتب اهل بیت علیهم السلام، ۱۳۸۹ش، ص۱۵۴-۱۵۵.
  42. زرقانی، مناهل العرفان، بیروت، ج۱، ۱۰۲.
  43. حاجی میرزایی، «اسباب نزول»، ص۱۹۲.
  44. معرفت و لسانی فشارکی، «اسباب النزول»، ص۱۲۷.
  45. حکیم، علوم القرآن، ۱۴۱۷ق، ص۲۵.
  46. معرفت، التمهید، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۱۴.
  47. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۱۵-۱۸.
  48. نصیری، «چگونگی تعامل با روایات فضایل و خواص آیات و سور»، ص۵۲ –۵۳
  49. اقبال، فرهنگ‌نامه علوم قرآن، ۱۳۸۵ش، ص۲۱۹.
  50. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۹۶؛ صدوق، ثواب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۱۰۳؛ مالک بن انس، الموطا، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۲۰۲.
  51. سوره اسراء، آیه۸۲، سوره طه، آیه۱۲۴.
  52. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۸۴-۹۲.
  53. علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۱۴۱؛ شهید اول، ذکری الشیعة فی أحکام الشریعة، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۳۰۵.
  54. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۱۱۲.
  55. صبحی صالح، مباحث فی علوم القرآن، ۲۰۰۰م، ص۲۸۲.
  56. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۱۱۷.
  57. طباطبایی، قرآن در اسلام، ۱۳۷۶ش، ص۴۱.
  58. حاجی میرزایی، «ناسخ و منسوخ»، ص۲۱۹۹.

سرچينې

  • ابن‌ندیم، محمد بن إسحاق، الفهرست، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۷ق.
  • اقبال، ابراهیم، فرهنگ نامه علوم قرآن، تهران، امیرکبیر، ۱۳۸۵ش.
  • ایازی، سید محمدعلی، «مصحف امام علی(ع)»، در دانشنامه امام علی (ع)، ج۱۲، زیر نظر علی‌اکبر رشاد، تهران، مرکز نشر آثار پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۸۰ش.
  • باقری، علی‌اوسط، «علوم قرآن؛ چیستی، چرایی و چگونگی»، در نشریه قرآن شناخت، شماره اول، ۱۳۸۷ش.
  • بستانی، قاسم، و زهرا چنانی و سیما آلبوغبیش،«اعتبار سنجی روایات فضائل قرائت قرآن نزد شیعه»، مجله مطالعات فهم حدیث، سال پنجم، شماره اول، پیاپی نهم، پاییز ۱۳۹۷.
  • پاکتچی، احمد، تاریخ تفسیر قرآن کریم، تهران، دانشگاه امام صادق(ع)، ۱۳۹۲ش.
  • حاجی‌میرزایی، فرزاد، «اسباب نزول»، در دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، به کوشش بهاءالدین خرمشاهی، جلد اول، تهران، انتشارات دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش.
  • حاجی‌میرزایی، فرزاد، «ناسخ و منسوخ»، در دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، به کوشش بهاءالدین خرمشاهی، جلد دوم، تهران، انتشارات دوستان-ناهید، ۱۳۷۷ش
  • حکیم، محمدباقر، علوم القرآن، قم، مجمع الفکر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • دیلمی، حسن بن محمد، أعلام الدین فی صفات المؤمنین، قم، بی‌جا، ۱۴۰۸ق.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۹ش.
  • زرقانی، محمد عبدالعظیم، مناهل العرفان فى علوم القرآن‏، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • زرکشی، محمد بن بهادر، البرهان فى علوم القرآن‏، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۰ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، الإتقان فی علوم القرآن‏، بیروت، دار الکتاب العربی‏، ۱۴۲۱ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، ذکری الشیعة فی أحکام الشریعة، ج۳، قم، مؤسسة آل البیت (ع) لإحیاء التراث، ۱۴۱۹ق.
  • صبحی صالح، مباحث فی علوم القرآن، بیروت، دارالعلم للملایین، ۲۰۰۰م.
  • صدوق، محمد بن علی، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، قم، دار الشریف الرضی، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، قرآن در اسلام، مصحح: محمدباقر بهبودی، تهران: دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۶ش.
  • طباطبائی، سید محمدحسین، وحی یا شعور مرموز، قم، دارالفکر، ۱۳۷۷ش.
  • عابدینی، ناصر، «معناشناسی نزول در قرآن با تاکید بر واژگان بیانگر نزول قرآن»، نشریه حسنا، شماره ۲۱، ۱۳۹۳ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، موسسه آل البیت، ۱۴۱۴ق.
  • فتح‌الهی، ابراهیم، «روش‌شناسی علوم قرآن از منظر فلسفه علم»، در دوفصلنامه نامه حکمت، شماره ۱، ۱۳۸۶ش.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دارالکتاب، ۱۳۶۳ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • کوشا، محمدعلی، «علوم قرآنی»، در دانشنامه معاصر قرآن کریم، قم، انتشارات سلمان آزاده، ۱۳۹۶ش.
  • مؤدب، سید رضا، «اعجاز قرآن»، در دانشنامه علوم قرآن، زیر نظر علی‌اکبر رشاد، جلد دوم، تهران، انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۹۶ش.
  • مالک بن انس، موطأ الإمام مالک، ابوظبی، مؤسسه زاید بن سلطان آل نهیان للأعمال الخیریة و الإنسانیة، ۱۴۲۵ق.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحارالأنوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، قرآن‌شناسی، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمينی(ره)، ۱۳۸۵ش.
  • مصطفوی، حسن، التحقيق في كلمات القرآن الكريم‌، تهران، وزارت ارشاد، ۱۳۶۸ش.
  • مطهری، مرتضی، نبوت، تهران، نشر صدرا، ۱۳۷۳ش.
  • معرفت، محمدهادی، آموزش علوم قرآنی، قم، موسسه فرهنگى انتشاراتى التمهيد، ۱۳۸۷ش.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مرکز انتشاراتی التمهید، ۱۴۲۸ق.
  • معرفت، محمدهادی، محمدعلی لسانی فشارکی، «اسباب النزول»، در دائرة المعارف بزرگ اسلامی، زیر نظر کاظم موسوی بجنوردی، جلد هشتم، تهران، مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • موسوی دارابی، سید علی، نصوص فی علوم القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۲۲ق
  • مهدوی‌راد، محمدعلی و حامد معرفت، «علوم قرآن، در دانشنامه علوم قرآن، ج۱، زیر نظر علی‌اکبر رشاد، تهران، سازمان انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۹۶ش.
  • ناصحیان، علی‌اصغر، علوم قرآنی در مکتب اهل بیت علیهم‌السلام، مشهد، دانشگاه علوم رضوی، ۱۳۸۹ش.
  • نصیری، علی، «چگونگی تعامل با روایات فضایل و خواص آیات و سور»، مجله علوم حدیث، سال بیست و یکم، شماره اول، ۱۳۹۵ش.
  • نصیری، علی، «فلسفه علوم قرآن»، در نشریه قبسات، شماره ۳۹-۴۰، ۱۳۸۵ش.

بهرنۍ لینک