معلی بن خنیس

د wikishia لخوا

مُعَلّیٰ بن خُنَیس کوفي (وفات ۱۳۱ق) د امام صادق(ع) مالي وکیل او راوي و. شیعه رجالیانو او فقیهانو شیخ طوسي، احمد بن محمد برقي او علامه حلي، هغه ثقه ګڼلی دی؛ خو ابن غضائري او نجاشي د هغه حدیثونه تضعیف کړې دي. د ایت الله خویي په وینا معلي ۸۰ روایتونه نقل کړې دي. زیاتره روایتونه بې واسطې له امام صادق څخه نقل شوې ده او د اجماع له اصحابو څخه د ابن مسکان په شان راویانو له هغه روایت کړی دی. هغه د نوروز په اړه د حدیثونو راوي دی. هغه په ۱۳۱ق کال کې د عباسیانو په امر په مدینه کې ووژل شو.

معرفي

ابوعبد الله مُعَلّیٰ بن خُنَیس بَزّاز کوفي، د امام صادق(ع) له اصحابو دی.[۱] هغه همداراز د شپږم امام(ع) مریی[۲] او مالی و کیل معرفي شوی دی.[۳] د معلي بن خنیس د زوکړې تاریخ په سرچینو کې نه دی ذکر شوی؛[۴] خو د هغه کسب د ټوکرو پلورل وو.[۵]

معلي په ۱۳۱ق کال کې د عباسي د حکومت د هغه وخت د کوماندان داوود بن علي په امر ووژل شو.[۶] امام صادق(ع) د معلي له قتل وروسته په داوود بن علی اعتراض وکړ او داود بن علي د معلي قاتل چې خپل ترلاس لاندې کس یې و، قصاص کړ.[۷]

د راوي د وثاقت جاج

مشهور شیعه محدث او فقیه شیخ طوسي(۳۸۵-۴۶۰ق)، معلي بن خینس د امام صادق(ع) له باور وړ اصحابو او د هغه له چاروالو ګڼلی دی.[۸] په دریمې قمري پېړۍ کې شیعه محدث او رجالي احمد بن محمد برقي هم په خپل رجال کتاب کې، معلی بن خنیس د امام صادق(ع) له اصحابو بللی دی.[۹] همداراز له شپږم امام(ع) څخه د یو روایت په اساس معلي د شپږم امام مالي وکیل او چاروال و.[۱۰] علامه حلي د شیخ طوسي د نظر په استناد هغه عادل راوي بللی دی.[۱۱] سره له دې د شیعه رجال عالمانو نجاشي او ابن غضائري، هغه د حدیثو په نقل کې ضعیف او ناباوره ګڼلی دی.[۱۲]

معلي بن خنیس د محمد بن عبدالله (نفس زکیه) امامت ته له بلونکو څخه د مغیره بن سعید له لومړیو ملاتړو ګڼل شوی او مغیریه ته ګروهنه یې د وژل کېدو سبب بلل شوی دی.[۱۳] همداراز ویل شوي چې د هغه روایتونه د غلاتو د استناد وړ وو.[۱۴]

شیعه معاصر فقیه او رجال پېژندونکي سید ابوالقاسم خویی (۱۲۷۸-۱۳۷۱ش)،د معلي بن خنیس په باره کې د ستاینې او غندنې د روایتونو په جاجولو سره، د ستاینې روایتونه غږمله ګڼلي او په نتیجه کې یې هغه رښتینی او د امام صادق(ع) د پام وړ او جنتي بللی دی.[۱۵] خویي همداراز د معلي غالي ګڼل پر هغه د اهل سنتو له تورونو ګڼلي دي چې د شیعه راویانو د وثاقت د خرابولو لپاره یې دغه تورونه لګولې دي.[۱۶] حسین ساعدي په عربۍ ژبه په یو کتاب کې چې نوم یې دی«المعلی بن خنیس: شهادته و وثاقته و مسنده» او دارالحدیث خپرنځي چاپ کړی، د هغه شخصیت او ثقه والی جاجولی دی.

روایات

له مُعلی بن خنیس، څځه په شیعه روایي سرچینو منجمله کتب اربعه کې ځینې حدیثونه نقل شوې دي.[۱۷] ایت الله خویي دهغه روایتونه ۸۰ حدیثونه ګڼلې دي.[۱۸] د هغه زیاتره حدیثونه بې واسطې له امام صادق(ع) څخه روایت شوې دي.[۱۹] د اجماع له اصحابو څخه د ابن مسکان[۲۰] حریز بن عبد الله سجستاني،[۲۱] او معلی بن عثمان[۲۲] په شان کسانو له هغه روایتونه نقل کړې دي. له هغه منقول حدیثونه د فقه،[۲۳] اعتقاداتو،[۲۴] اسلامی آدابو[۲۵] او د قرآن د تفسیر[۲۶] په شان زمینو کې دي. هغه همداراز د نوروز په اړه د ځینو روایتونو راوي دی.[۲۷]

فوټ نوټ

  1. طوسی، الغیبة، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ج۱، ص۳۴۷.
  2. طوسی، رجال الطوسی، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۳۰۴؛ ابن غضائری، الرجال، ۱۴۲۲ق، ص۸۷.
  3. طوسی، الغیبة، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ج۱، ص۳۴۷.
  4. وګورئ: خوئی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی، ج۱۹، ص۲۵۸؛ تفرشی، نقد الرجال، مؤسسة آل البیت، ج۴، ص۳۹۵.
  5. نجاشی، رجال النجاشی، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۱، ص۴۱۷.
  6. طوسی، الغیبة، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ج۱، ص۳۴۷.
  7. طوسی، رجال الکشی، مرکز تحقیقات و مطالعات، ج۱، ص۳۷۷.
  8. طوسی، رجال الطوسی، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۳۰۴؛ طوسی، الغیبة، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ج۱، ص۳۴۷.
  9. برقی، رجال البرقی، انتشارات دانشگاه تهران، ج۱، ص۲۵-۲۶.
  10. طوسی، الغیبة، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ج۱، ص۳۴۷.
  11. حلی، خلاصة الاقوال، مؤسسة نشر الفقاهة، ج۱، ص۴۰۹.
  12. نجاشی، رجال النجاشی، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۱، ص۴۱۷؛ ابن غضائری، الرجال، ۱۴۲۲ق، ص۸۷.
  13. ابن غضائری، الرجال، ۱۴۲۲ق، ص۸۷.
  14. ابن غضائری، الرجال، ۱۴۲۲ق، ص۸۷.
  15. خوئی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی، ج۱۹، ص۲۶۹.
  16. خوئی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی، ج۱۹، ص۲۶۹.
  17. بېلګه په توګه وګورئ: صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۳۶۷ش، ج۱، ص۴۱۰؛ کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۱۳، ص۱۲۶؛ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۸۸.
  18. خوئی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی، ج۱۹، ص۲۵۶.
  19. مثال په توګه وګورئ: صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۳۶۷ش، ج۱، ص۴۱۰؛ کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۱۳، ص۱۲۶؛ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۸۸.
  20. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۵۴.
  21. برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۱، ص۲۵۵.
  22. برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۱، ص۲۳۵.
  23. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۳۳۶.
  24. برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۱، ص۲۵۵.
  25. برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۲، ص۵۶۱.
  26. بېلګه په توګه وګورئ: قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۲۲؛ عیاشی، تفسیر عیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۲۵۵.
  27. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۶، ص۹۳.

سرچينې

  • ابن غضائری، احمد بن‌ حسین‌، الرجال، تحقیق سید محمدرضا الحسینی الجلالی، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۲ق/۱۳۸۰ش.
  • برقی، احمد بن محمد، کتاب الرجال، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، بی‌تا.
  • برقی، احمد بن محمد، المحاسن، تصحیح جلال الدین محدث، قم، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ق.
  • تفرشی، سید مصطفی، نقد الرجال، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، بی‌تا.
  • حلی، حسن بن یوسف بن مطهر، خلاصة الاقوال، به تحقیق جواد قیومی، قم، مؤسسة نشر الفقاهة، ۱۴۱۷ق.
  • خوئی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، نجف، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، بی‎تا.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر عیاشی، تهران، چاپخانه علمیه، ۱۳۸۰ق.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تهران، صدوق، ۱۳۶۷ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، به تحقیق عباد الله طهرانی و علی احمد، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الکشی، به تحقیق سید مهدی رجائی، مشهد، مرکز تحقیقات و مطالعات دانشکده الهیات و معارف اسلامی، بی‌تا.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۵ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تصحیح: طیب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۲۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، بی‌تا.