منځپانگې ته ورتلل

مړه دې وي امریکا

د wikishia لخوا
ټایپوګرافي او انځور جوړوونکۍ د مرګ پر امریکا، د فرهود مقدم له خوا، 1398 ل، د شیعه هنر مرکز ویب پاڼه

مړه دې وي امریکا (مرګ بر امریکا) هغه شعار دی چې په ایران او د نړۍ په ډېرو سیمو کې د امریکا د دولت په سیاستونو په اعتراض کې کارول کیږي. ځینې دغه شعارونه د ایران د اسلامي انقلاب د استعمار ضده هدفونو او ایډیالونو نښه ګڼي.

ځینې دغه شعار د قران په یو شمېر ایتونو پورې مستندوي چې د کفارو او مشرکانو لپاره د مرګ ارمان کوي او ځینې هغه د تَبَرّي مصداق ګڼي چې د دین له فروعاتو دی. د ایت الله خامنه اي په باور، دغه شعار ژور او عقلاني منطق لري چې کولی شو هغه د شیطان په مقابل کې له همیشني تیارسي او استعاذې (پناه غوښتلو) سره تشبیه کړو.

په ایران کې ځینې سیاسي بهیرونه د دې شعار مخالف او د هغې د ختمولو غوښتونکي دي اوادعا یې کړې چې امام خمیني هم په خپل ژوند کې په دولتي رسنیو کې د دغه شعار له ختمولو سره موافق و؛ خو د دغه شعار موافق کسان، دغه شان خبرې غولوونکي او بې سنده ګڼي او په دې اړه فیصله یې د ولی فقیه له اختیاراتو ګڼلې ده.

مقام او حیثیت

د « مړه دې وي امریکا» شعار د ایران د اسلامي انقلاب د ایډیالونو او استعمار ضده موخو ښودونکې ګڼلی دی.[۱] ځینې هغه د ایران د اسلامي انقلاب تر ټولو اصلي شعار ګڼي[۲] او دا چې په یو خاص زماني پړاو پورې محدود نه دی.[۳] شیعه مجتهد او فیلسوف مصباح یزدي باوري دی چې د ایران خلک دغه شعار د جماعت له لمونځونو وروسته د تکبیر په ردیف کې لازم ګڼي.[۴]

د ایران د اسلامي انقلاب د دوهم مشر ایت الله خامنه اي په وینا، مړه دې وي امریکا شعار یو منطقي شعار دی چې ژور فکري او عقلاني ملاتړ لري او د امریکا د سلطه پالو سیاستونو د مړینې[۵] او په هر پړاو کې د امریکا د سرغنه و لپاره د مړینې غوښتلو په معنا دی.[۶] هغه دا شعار د شیطان په وړاندې له استعاذې او همیشني چمتووالي سره تشبیه کړی او په دې باور دی چې دا شعار خلک د نړۍ د سلطه پالو د زیاتي غوښتنو په وړاندې تیار ساتي.[۷]

د «مړه دې وي امریکا» شعار دیني مستندات

ځینو کسانو د مړه دې وي امریکا د شعار لپاره ځینې قراني مستندات لټولي او دا شعار یې د محمد سورې د ۸ او د بروج سورې د ۴، د مدثر سورې د ۱۹ او د ذاریات سورې د ۱۰ ایت په شان ایتونو سره اړوند ګڼلی چې پکې زیاتره د ځینو کافرانو او مشرکانو لپاره د «قُتِلَ»(مړه دې وي) په ټکي سره د مرګ او نابودۍ ارمان شوی دی.[۸] ځینې بیا په دې باور دي چې د « مړه دې وي امریکا» شعار د دین د یو فروع په توګه د تبري برخه ګڼلی شو.[۹]

په نورو هیوادونو کې یې خپرېدا

په یمن کې د حوثیانو په بېرغ شعار داسې دی:« خدای تر ټولو لوی دی، مړه دې وي امریکا، مړه دې وي اسراییل، نفرین (ښېرې) دې وي پر یهودیانو، بری د اسلام په برخه دی»

پر ایران سربېره، د مړه دې وي امریکا شعار په ځینو اسیایي، اروپایي، افریقایي، او د لاتینې امریکا په هیوادونو کې هم کارول کیږی؛[۱۰] په دې ډول چې سید علي خامنه اي دا خبره د امریکا[۱۱] لپاره یو لوی بحران او په نړیواله سویه د یو ارو مرو بدلون نښه وګڼله.[۱۲] د مثال په توګه، د یمن د انصار الله غورځنګ لومړي مشر او بنسټ ګر سید حسین حوثي د «مستکبرانو په مخ د چغې» په نامه خپلې وینا کې، د «الله اکبر، مړه دې وي امریکا، مړه دې وي اسراییل، نفرین او ښیرې دې وي پر یهودیانو او بریالی دې وي اسلام» شعارونه د دغه سیمې د شیعیانو رسمي شعار اعلان کړ.[۱۳]

د « مړه دې وي امریکا» له شعار سره مخالفت

په ایران کې ځینې کسان د ایران له سیاسي ادبیاتو څخه د مړه دې وي امریکا شعار د ختمولو غوښتونکي دي. مثلا سیاسي فعال او عالم محمد تقي رهبر ويلي چې دا شعار له امریکا سره د دوستانه اړیکو په جوړېدو سره ختمېدی شي.[۱۴] د تهران پوهنتون د سیاسي علومو استاد صادق زیبا کلام هم په دې شعار ټینګار د ایران لپاره تاوان راوړونکی ګڼلی دی[۱۵] ځینو هم په نړیوال ډګر کې ناکامي لکه له برجام (ایټمي معاهدې) د امریکا وتل د خلکو له خوا د دغه شعار له ورکولو سره اړوند ګڼلې دي.[۱۶] سیاستوال عالم اکبر هاشمي رفسنجاني، په خپلو یادیزو کې ویلي چې د ایران د اسلامی انقلاب لومړی رهبر امام خمیني د ایران له دولتي رسنیو د مړه دې وي امریکا شعار له ختمولو سره موافق و.[۱۷]

د دې په مقابل کې بیا ځینو کسانو لکه د تهران د جمعې امام سید احمد خاتمي د دغه شعار ختمول د ولی فقیه له اختیاراتو ګڼلي دي.[۱۸] سید علي خامنه اي هم د دې خبرې په ځواب کې چې ایا دغه شعار له ایران سره د امریکا د دښمنۍ سبب کیږي؛ ویلي چې د نړۍ مستکبران د ولسونو د عملي او علمي پرمختګ او عدالت د بېرغ له رپول کېدو سره چې د مستکبرانو له قدرت او حدودو بهر ترسره کیږي، دشمني لري او شعار هسې پلمه ده؛[۱۹] په تېره بیا دا چې د امریکا دښمني د ۱۳۳۲ل کال د زمري له ۲۸ او له هغه زمانې پېل شوه چې هیچا لا په ایران کې د مړه دې وي امریکا شعار نه ورکاوه.[۲۰] هغه په دې باور دی چې تر هغه وخته چې امریکا خپل «شرارت»، «دخالت»، «خباثت» او «رذالت» جاري وساتي، د مړه دې وي امریکا شعار به د ایران د خلکو له خولو هېر نه شي.[۲۱]

تاریخچه

د « مړه دې وي امریکا» شعار د پېلېدو په اړه مختلف راپورونه شته دي؛ ځینې په دې باور دي چې دا شعار په لومړي ځل د ۱۳۵۶ ل کال د لړم په ۲۳ امریکا ته د سفر لپاره د ایران پاچا د مخالفانو او محصلانو له خولې پورته شو.[۲۲] په تهران کې د امریکا د سفارت له نیول کېدو وروسته د لاسته راغلو اسنادو له مخې، دغه شعار د ۱۳۵۷ل کال په مني کې د خلکو له خوا په اعتراضونو او وال چاکنګ کې وکارول شو.[۲۳] ځینې هم له هغې استفاده د ۱۳۵۷ل کال د لړم په ۱۳ د زده کوونکو کار ګڼي.[۲۴]

د هنر او رسنیو په هنداره کې

دوتنه:مرگ بر آمریکا ۲.jpg
د مړه دې وي امریکا د دریم لوی نړیوال انعام د اعلاناتو پوسټر

د ایران د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته کلونو کې، د مړه دې وي امریکا د شعار په محوریت سره د نندارتونونو، غونډو اوسیالیو جوړول او د هنري اثارو تولیدول، په ملي او نړیوالو پیښو کې همیشه موجود وو. د بېلګې په توګه، د مړه دې وي امریکا میله، هر څو کاله پس د نړۍ د مختلفو هیوادونو د هنرمنانو په شتون سره، په بېلا بېلو برخو لکه عکس، ګرافیک، کارټون، مستند، کلیپ، ترانو او سندرو په برخه کې جوړیږي.[۲۵]

پر دې سربېره، ځینې سیالۍ لکه «د مړه دې وي امریکا تایپوګرافي» په هیوادني ډول،[۲۶] د مړه دې وي امریکا د پوسټر د ټولګې نندارتون د پوهنتونونو په حدودو[۲۷] او د «مړه دې وي امریکا» هنري فیسټیول یا میله د نړۍ د ځینو استکبار مخالفو نوموتو سندرغاړو په شتون سره جوړې شوې دي.[۲۸]

عمار فلمي میلې هم په خپلې شپږمې اختتاميې کې د خپل انعام « د مړه دې وي امریکا موزاییک» مخکتنه وکړه. دغه انعام چې هر کال د امریکا تر ټولو زیات دښمن اثر ته ورکول کیږي، په لومړي ځل د «برادران» په نامه ډاکومنټرۍ چې د ایران د ولسمشرۍ د لسم پړاو انتخاباتو د پایلو په اړه وه، ډایریکټر مهدي نقویان ته ډالی شو.[۲۹]

نندارځای

فوټ نوټ

  1. ↑ حیدری، تبیین گستره شعائر الهی در قرآن کریم با رویکرد تطبیقی شعارهای انقلاب اسلامی، ۱۴۰۰ش، ص۱۰.
  2. ↑ ریشه‌های شعار «مرگ بر آمریکا» در تاریخ نهضت اسلامی، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  3. ↑ میرشکاری سلیمانی، بررسی زمینه‌های تاریخی شعارهای انقلاب اسلامی ایران، ۱۳۹۸ش، ص۱۴۳.
  4. ↑ مصباح: همه مردم شعار مرگ بر آمریکا را مثل تکبیر بعد از نماز، لازم می‌دانند!، سایت پایگاه خبری و تحلیلی انصاف.
  5. ↑ فیش‌های شعار مرگ بر آمریکا، سایت دفتر حفظ ونشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای.
  6. ↑ بیانات در دیدار فرماندهان و کارکنان نیروی هوایی ارتش، سایت دفتر حفظ ونشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای.
  7. ↑ بیانات در دیدار جمعی از اعضای انجمن‌های اسلامی دانش‌آموزان، سایت دفتر حفظ ونشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای.
  8. ↑ حیدری، تبیین گستره شعائر الهی در قرآن کریم با رویکرد تطبیقی شعارهای انقلاب اسلامی، ۱۴۰۰ش، ص۱۰.
  9. ↑ چرا می‌گوییم «مرگ بر آمریکا»؟/ نوشتن از آمریکا ترکش دارد، سایت خبرگزاری تسنیم.
  10. ↑ بیانات در دیدار دانش‌آموزان و دانشجویان، سایت دفتر حفظ ونشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای.
  11. ↑ بیانات در دیدار دانش‌آموزان و دانشجویان، سایت دفتر حفظ ونشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای.
  12. ↑ بیانات در دیدار اساتید دانشگاه‌ها، سایت دفتر حفظ ونشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای.
  13. ↑ علیزاده موسی، بیداری اسلامی، ۱۳۹۰ش، ص۲۰۸–۲۰۹.
  14. ↑ «مرگ بر آمریکا» چه می‌شود؟، سایت تحلیلی خبری عصرایران.
  15. ↑ سرنوشت یک شعار استراتژیک/ موافقان و مخالفان مرگ بر آمریکا چه می‌گویند؟، خبرآنلاین.
  16. ↑ هدایتی، چرایی استمرار شعار مرگ بر آمریکا، جامعه خبری تحلیلی الف.
  17. ↑ سرنوشت یک شعار استراتژیک/ موافقان و مخالفان مرگ بر آمریکا چه می‌گویند؟، خبرآنلاین.
  18. ↑ سرنوشت یک شعار استراتژیک/ موافقان و مخالفان مرگ بر آمریکا چه می‌گویند؟، خبرآنلاین.
  19. ↑ فیش‌های شعار مرگ بر آمریکا، سایت دفتر حفظ ونشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای.
  20. ↑ بیانات در دیدار دانش آموزان، سایت دفتر حفظ ونشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای.
  21. ↑ بیانات در دیدار فرماندهان و کارکنان نیروی هوایی ارتش، سایت دفتر حفظ ونشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای.
  22. ↑ میرشکاری سلیمانی، بررسی زمینه‌های تاریخی شعارهای انقلاب اسلامی ایران، ۱۳۹۸ش، ص۳۶.
  23. ↑ جمعی از نویسندگان، اسناد لانه جاسوسی آمریکا، ۱۳۸۶ش، ص۴۰۰ و ۴۰۳.
  24. ↑ ریشه‌های شعار «مرگ بر آمریکا» در تاریخ نهضت اسلامی، سایت مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  25. ↑ فراخوان سومین جایزه بزرگ بین‌المللی مرگ بر آمریکا منتشر شد، سایت فستیوارت.
  26. ↑ تایپوگرافی مرگ بر آمریکا در تبریز برگزار می‌شود، خبرگزاری مهر.
  27. ↑ اکران مجموعه پوسترهای مرگ بر آمریکا، سایت بسیج دانشجویی دانشگاه هنر اسلامی تبریز.
  28. ↑ هنرمندان آمریکایی "مرگ بر آمریکا" می‌گویند/ دعوت از خوانندگان ضداستکباری به ایران، خبرگزاری مهر.
  29. ↑ رونمایی از جایزه ویژه جدید جشنواره عمار، سایت جهان امروز.
  30. ↑ موزائیک با طرح «مرگ بر آمریکا» هم آمد، خبرگزاری مهر.
  31. ↑ (ویدئو) آتش زدن پرچم آمریکا در نیویورک، سایت فرارو.
  32. ↑ ترامپ ناشنوا شد!/ نشنیده‌ام ایرانی‌ها شعار «مرگ بر آمریکا» بدهند، نورنیوز.
  33. ↑ جهان خوار (چرا مرگ بر آمریکا)، سایت نشر معارف.

سرچينې