میرزا سلامت علی دبیر
په هند کې د شیعه یو شاعر او مرثیه ګو | |
![]() | |
نوم | میرزا سلامت علی |
---|---|
کامل نوم | میرزا سلامت علی دبیر |
لقب/ کنیت | دبیر |
مذهب | شیعه |
د زیږیدو نیټه | ۱۸۰۳م |
د زیږیدو ځای | دهلی هند |
د اوسیدو ځای | لکهنو |
وفات | ۲۹ محرم ۱۲۹۲ق(۱۹ کب ۱۲۵۳ل) |
آثار | «ابواب المصائب» او د مختلفو نوحو ټولګه |
تخصص | شعر |
مسلک | د اهل بیتو ستاینه |
میرزا سلامت علي چې دبیر تخلص لري(۱۸۷۵-۱۸۰۳م) په برصغیر کې یو مشهور شیعه شاعر او مرثیه ګو و چې په اردو او فارسي ژبو کې یې د اهل بیتو(ع) په ځانګړې توګه د امام حسین(ع) په اړه مرثیې لیکلي دي. هغه د مرثیو په دودولو کې خورا مهم رول درلود.
په شعر کې د دبیر تخیلونه غیر معمولي ګڼل شوي دي. هغه په استعارو او تشبیه کې ښه مهارت درلود او په ښه بیان او الفاظو سره به یې شعر لیکه. دبیر د احساساتو په بیان کې خورا پیاوړی ګڼل شوی چې پيښه به یې په زړه دردونکي الفاظو سره بیانوله. د دبیر د شعرونو بله ځانګړنه په شعر کې د روایتونو کارول دي. هغه به زياتره په اودس سره په جانماز کښیناسته او مرثیه به يې ليکله.
میرزا دبیر په ۱۲۵۳ کال کې په لکهنو کې وفات شو او هلته دفن شو.
ژوند لیک
میرزا سلامت علي چې دبیر تخلص لري[۱] د غلام حسن کاغذ پلورونکي زوی، د ۱۲۱۸ هجري قمري کال د جمادي الاول په ۱۱ (د 1182لمریز کال د وږي په ۶) د هند د ډیلي په یوه محله کې زیږیدلی دی.[۲] ویل کیږي د «دبیر» لقب ورته د هغه استاد میرضمیر ورکړی دی.[۳]
په ماشومتوب کې دبیر خپل پلار سره له ډیلي څخه لکهنو ته ولاړ او هلته یې خپلې زده کړې پیل کړې.[۴] هغه مختلف علوم لکه د عربۍ ادب، منطق، فلسفه، فقه، تفسیر، حکمت او حدیث زده کړل.[۵] مولانا غلام ضامن، مولوي میرزا کاظم علي(د غفران مآب شاګرد)، مولوي فدا علي اخباري او مُلامهدي مازندراني د دبیر له استادانو څخه وو.[۶] د ځینو څیړونکو په وینا، هغه په ۱۲ کلنۍ کې د مرثیو ویل پیل کړل.[۷] دبیر ښه اخلاق لرونکی او میلمه پال و.[۸] هغه په فارسۍ او عربۍ ژبو مسلط و او په فارسۍ ژبه یې هم شعرونه لیکلي دي.
ژباړه: د نوروز اختر دې تاته مبارک وي، ستا بخت و اقبال دې همایون وي، د علی دوستان دې تل خوشحال وي، دښمنان دې تل په بلا اخته وي.

میرزا دبیر د میر انیس سره معاصر و چې د هغه وخت یو بل مشهور شاعر و او د هغه له مړینې درې میاشتې وروسته د ۲۹ محرم ۱۲۹۲ هجري قمري کال د کب په ۱۹ نیټه د ۱۲۵۳ لمریز کال په ۷۲ کلنۍ کې په لکنو کې وفات شو او په خپل کور کې خاورو ته وسپارل شو.[۱۰]
شعر او مرثیه خواني
دیبیر د هند د شاعرانو په منځ کې ځانګړی ځای لري.[۱۱] له ماشومتوبه یې د شعر لیکلو شوق درلود.[۱۲] شاعري یې له خپل استاد «میر مظفر ضمیر» څخه زده کړه چې هغه هم د لکهنو یو مرثیه لیکوال و.[۱۳] دبیر په مختلفو موضوعاتو کې شعرونه لیکل، خو شهرت یې په مرثیه لیکلو کې دی او زیاتره شعرونه یې د کربلا د پېښې په اړه دي.
د دبیر د مرثیو د شمېر په اړه بېلابېل تعداد ذکر شوی دی.[۱۵] هغه د سلګونو مرثیو سربېره د سلامونو، شعرونو، نوحو، رباعي، قطعو، غزلونو او مثنوياتو يوه لويه مجموعه هم پرېښې ده.[۱۶] له ده څخه په مختلفو موضوعاتو کې له ۱۳۰۰ څخه زیاتې رباعۍ راټولې شوي دي.[۱۷] په مثنوياتو کې ۳۳۱۶ شعرونه راټول شوي دي چې د اهل بیتو(ع) په ستاینه کې لیکل شوي دي.[۱۸]
دبیر یو داسې شعر هم لیکلی چې په کې ټکي لرونکي توري نه دي کارول شوي.[۲۰] او یو کتاب یې د «ابواب المصائب» په نوم ليکلی چې د حضرت يوسف عليه السلام کيسه یې د قرآن پر ذکر کړې ده او د هغه دردونه يې د امام حسين(ع) له دردونو سره پرتله کړي دي.[۲۱]

د دبیر تخیلونه غیر معمولي بلل شوي دي. هغه په استعارو او تشبیهاتو کې ډېر مهارت درلود[۲۳] او شعرونه یې په ښه ښکلي بیان او الفاظو سره لیکل.[۲۴] دبیر د احساساتو په بیان کې ډېر پياوړی ګڼل شوی دی[۲۵]، چې پيښه به یې په زړه دردوونکو الفاظو سره بیانوله.[۲۶] د دبیر د شعرونو بله ځانګړنه په شعر کې د روایتونو کارول دي.[۲۷] هغه به زياتره وخت په اودس کې په جانماز کښيناسته او مرثیې به یې لیکلې.[۲۸]
کتابونه
میرزا دبیر ځينې کتابونه تالیف کړي دي:
- نادرات میرزا دبیر
- دفتر ماتم ۲۰ ټوکونه[۲۹]
- دیوان دبیر
- مرزا دبیر کا مرثیه
- د فارسۍ مصحف ۔ د فارسۍ د کلام غونډیال
- د مرزا دبیر مرثیه دوه ټوکه
- رباعیات دبیر۔ سید سرفراز حسین
- ابواب المصائب؛ د دبیر نثري تالیف دی.
- سبع مثانی
- سلک سلام دبیر۔ د شعرونو غونډیال دی چې سید تقي عابدي مرتب کړی دی
د فارسۍ شعرونه
د میرزا دبیر د فارسۍ شعرونه سید تقي عابدي د «مصحف فارسی مرزا دبیر» تر سرلیک لاندې راټول کړي دي، چې ۳۹ رباعی، ۷ قطعې، ۲ سلامونه، ۲۰ مخمس او ۳ مسدس ذکر شوي دي.[۳۰]
- د «در یگانه دریائی مجمع البحرین - بخون طپیده کرب و بلا امام حسین» شعر ۴۷ بندونه لري.
- د «بلند مرتبه شاهی ز صدر زین افتاد - اگر غلط نکنم عرش بر زمین افتاد» شعر ۲۳ بیتونه لری او دا شعر د مُقبِل کاشانی د تضمین سره دی.
- د «بی ادب پا منه اینجا که عجب درگاهی ست - سجده گاه مَلَک و روضه شاهنشاهی ست» شعر ۲۰ بندونه لري.[۳۲]
دبیر او انیس
همدارنګ وګورئ: میر انیس
دبیر او میر انیس معاصر وو او په مرثیه لیکلو مشهور دي، له همدې امله د اردو ژبې د ادبیاتو په تاریخ کې دا دوه شاعران یو له بل سره پرتله شوي دي.[۳۴] دواړو شاعرانو ځانګړي مينه وال درلودل، چې ورته به دبيریان او انيسیان ویل کیدل.[۳۵] ویل کیږي چې دبیر له انیس څخه مخکې د مرثیو لیکل پیل کړل. له انيس څخه روايت دی چې کله يې په لکنو ښار کې د مرثیې په لیکلو پيل وکړ، نو دوه کسان په مرثیه خوانۍ کې مشهور وو يو يې «میرمداری صاحب جوپار» او دويم يې ميرزا سلامت علي دبير و.[۳۶]
د انیس شعرونه د دبیر په پرتله سلیس او روان ګڼل شوي دي.[۳۷] او د دبیر کلام کې فصاحت او بلاغت شامل دي.[۳۸]
د دبیر او انیس په اړه په لندن کې «د اردو په ادبیاتو کې د انیس او دبیر رول» تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړ شو چې د پاکستان، هند او د بېلابېلو هېوادونو ادیبانو او پوهانو پکې ګډون وکړی. په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم د دغو دواړو لپاره یو کنفرانس جوړ شو.[۳۹]
فوټ نوټ
- ↑ بیات، «بررسی و تحلیل ابتکارات مرثیهسرایان اردو»، ص۸.
- ↑ اکبر حیدری، شاعر اعظم مرزا سلامت علی دبیر، ص۱۶.
- ↑ ڈاکٹر قمر عباس، مرثیه اور انیس و دبیر، روزنامه جنگ.
- ↑ مرزا سلامت علی دبیر حیات اور کارنامے۔ مرزا محمد زماں آزرده۔ ۵۴ص.
- ↑ اکبر حیدری، شاعر اعظم مرزا سلامت علی دبیر، ص۱۶.
- ↑ اکبر حیدری، شاعر اعظم مرزا سلامت علی دبیر، ص۱۶-۱۷.
- ↑ مرزا محمد زماں آزرده، مرزا سلامت علی دبیر حیات اور کارنامے، ص۱۷.
- ↑ سید افضل حسین ثابت رضوی لکهنوی، حیات دبیر، ۱۹۱۵م، ص۵۸.
- ↑ عابدی، «مصحف فارسی میرزا دبیر، ص۵۶.»
- ↑ اکبر حیدری، شاعر اعظم مرزا سلامت علی دبیر، ص۲۲
- ↑ بیات، «بررسی و تحلیل ابتکارات مرثیهسرایان اردو»، ص۸.
- ↑ اکبر حیدری، شاعر اعظم مرزا سلامت علی دبیر، ص۱۶.
- ↑ ڈاکٹر قمر عباس، مرثیه اور انیس و دبیر روزنامه جنگ.
- ↑ عابدی، «مصحف فارسی میرزا دبیر، ص۴۶.»
- ↑ شفقت رضوی، دبیر کا نعتیه کلام، سایت نعت کائنات.
- ↑ شفقت رضوی، دبیر کا نعتیه کلام، سایت نعت کائنات.
- ↑ پروفیسر شفقت رضوی، دبیر کا نعتیه کلام، نعت کائنات ویب سائٹ
- ↑ شفقت رضوی، دبیر کا نعتیه کلام، سایت نعت کائنات.
- ↑ عابدی، «مصحف فارسی میرزا دبیر، ص۴۱.»
- ↑ عابدی، «مصحف فارسی میرزا دبیر، ص۶۳.»
- ↑ پروفیسر شفقت رضوی، دبیر کا نعتیه کلام، سایت نعت کائنات.
- ↑ عابدی، «مصحف فارسی میرزا دبیر، ص۷۶.»
- ↑ مسیح الزمان، اردو مرثیے کا ارتقاء، ص۳۰۱-۳۰۲.
- ↑ بیات، «بررسی و تحلیل ابتکارات مرثیهسرایان اردو»، ص۸.
- ↑ مرزا محمد زماں آزرده، مرزا سلامت علی دبیر حیات اور کارنامے، ص۲۴۶.
- ↑ مولوی چودهری سید نظیر الحسن فوق مهابنی،المیزان، مطبع فیض عام علی گره ۱۹۱۴ء۔ ص۲۷۱
- ↑ مسیح الزمان، اردو مرثیے کا ارتقاء ص۳۶۰.
- ↑ بیات، «بررسی و تحلیل ابتکارات مرثیهسرایان اردو»، ص۸.
- ↑ اکبر حیدری، شاعر اعظم مرزا سلامت علی دبیر، ص۱۰.
- ↑ سید تقی عابدی، مصحف فارسی میرزا دبیر.
- ↑ عابدی، «مصحف فارسی میرزا دبیر، ص۴۷.»
- ↑ عابدی، سید تقی، مصحف فارسی مرزا دبیر،
- ↑ عابدی، «مصحف فارسی میرزا دبیر.»
- ↑ اکبر حیدری کشمیری، شاعر اعظم مرزا سلامت علی دبیر، اردو پبلشرز نظیر آباد لکهنؤ ۱۹۷۶م.
- ↑ اکبر حیدری کشمیری، شاعر اعظم مرزا سلامت علی دبیر، اردو پبلشرز نظیر آباد لکهنؤ ۱۹۷۶ء.
- ↑ شبلی نعمانی، میر انیس اور مرزا دبیر کا موازنه، ماخوذ از کتاب موازنه انیس و دبیر.
- ↑ شبلی نعمانی، میر انیس اور مرزا دبیر کا موازنه، ماخوذ از کتاب موازنه انیس و دبیر.
- ↑ شبلی نعمانی، میر انیس اور مرزا دبیر کا موازنه، ماخوذ از کتاب موازنه انیس و دبیر.
- ↑ مرزا سلامت علی دبیر کا تعارف، سایت ریخته
سرچينې
- بیات، علی، «بررسی و تحلیل ابتکارات مرثیهسرایان اردو»، پژوهشنامه انتقادی، سال دوازدهم، شماره۱، بهار و تابستان ۱۳۹۱ش.
- حیدری کشمیری، اکبر، شاعر اعظم مرزا سلامت علی دبیر، اردو پبلشرز نظیر آباد لکهنؤ ۱۹۷۶م.
- سید افضل حسین ثابت رضوی لکهنوی، حیات دبیر، جارج سٹیم پریس لاهور، ۱۹۱۵م.
- شبلی نعمانی، موازنه انیس و دبیر انوار المطابع لکهنو
- شفقت رضوی، دبیر کا نعتیه کلام، سایت نعت کائنات.
- عابدی، سید تقی، مصحف فارسی مرزا دبیر، شاهد پبلیکیشنز دهلی نو، ۲۰۰۵م.
- مسیح الزمان، اردو مرثیے کا ارتقاء
- مرزا محمد زماں آزرده، مرزا سلامت علی دبیر حیات اور کارنامے، مرزا پبلیکیشنز، کشمیر، ۱۹۸۵م.
- مولوی چودهری سید نظیر الحسن فوق مهابنی،المیزان، مطبع فیض عام علی گڑه ۱۹۱۴م.
- دکتر قمر عباس، مرثیه اور انیس و دبیر روزنامه جنگ، درج مطلب: سبتامبر ۲۰۱۸، بازدید: ۱۸ ژانویه ۲۰۲۳م.