عثمانیه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

عثمانیه، یوه فرقه ده چې اصلي ځانګړتیا یې په سیاسي، پوځي او علمي ډګرونو کې له امام علی (ع) او اهل بیتو سره مخالفت دی. د دغه فرقې د زیږېدو سبب ځینې پېښې منجمله د عثمان له وژل کېدو وروسته له امام علي (ع) سره له بیعته ډډه کول او د معاویه د خلافت منل ګڼل شوی دی. ویل شوي چې د شیعه د اصطلاح په وړاندې د عثماني اصطلاح پېدا کېدل د جمل جنګ په دوران کې وو.

د ځینو څېړاندو په وینا، عثمانیه پر امام علي (ع) او دغه په شیعیانو دوه جنګونه ، صفین او جمل وتپل. د هغوي له پړاوونو وروسته،هغوي له شیعیانو سره پر نیغ په نیغه جنګ سربېره د اهلبیت (ع) لعن طعن، د شیعیانو وژل، بندي کول او جلاوطنول کول. عثمانیه په اسلامي نړۍ کې په مختلفو علمي ډګرونو منجمله حدیث، فقې، کلام او تاریخ کې هم اغېزشیندونکی وو. په دغه علومو کې د عثمانیه غالبه ګروهنه، د درې ګونو خلیفه ګانو او د معاویه د دوران د سیاسي او اعتقادي نظرونو په اساس له اسلامه د نوي تفسیر وړاندې کول وو. د عثمانیه د علمي ولکې په دوران کې ځینې عالمان تېر شوي چې له امام علي (ع) او اهل بیتو (ع) سره یې دښمني لرله.

د عثمانیه په اړه اخري خبرونه د څلورمې قمري پېړۍ اړوند دي.

عثمانیه، له امام علي سره په مقابله کې یوه فرقه

د طبري تاریخ په وینا، عثمانیه فرقه د عثمان له وژل کېدو وروسته او له امام علي (ع) سره له بیعته د ځینو کسانو له ډډه کولو وروسته [۲] یا د بیعت په ماتولو سره پېل شوه.[۳] په مسائل الامامه کتاب کې ویل شوي چې هغوي د امام علي (ع) او معاویه تر مینځ په نښته کې معاویه ته وګروهېدل.[۴]

ځینې اصحاب لکه طلحه، زبیر، عایشه او معاویه، له عثمانیه فرقې ګڼل شوې دي.[۵]د اسلام پېژاندي او د محمد د خلافت کتاب د لیکوال مادلونګ په وینا د عثمانیه د غالب بهیر مهمه ځانګړنه د شیعیانو له لومړي امام سره مقابله وه.[۶] د هغه څه په اساس چې په «پژوهشنامه تاریخ تشیع» مقاله کې خپاره شوي هغوي د امام علي (ع) خلافت هم نامشروع ګاڼه.[۷] د هغوي له نظره له عثمانیه وروسته برحقه خلیفه معاویه و او د دې سبب یې له عثمان سره د معاویه خپلوي او د عثمان د ولّی دَم په توګه د هغه لومړیتوب ګاڼه.[۸] ویل شوي چې عثمانیه له امام علي (ع) او اهل بیتو (ع) سره سیاسي، پوځي او علمي دښمني لرله.[۹] د شیعه مورخ رسول جعفریان په قول عثمانیه پر امام علي (ع) او شیعیانو یې دوه جنګونه جمل او صفین وتپل[۱۰] او که څه هم په جمل جنګ کې یې ماته وخوړه، خو د بصري په عثماني مذهب کولو یې خپل اثرات وساتل او د صفین له جنګه وروسته په عراق واکمن شول او د بني امیه و په خلافت کې یې خپل ځایګی ټینګ کړ.[۱۱]

په فرهنګ زیارت مجله کې د محمد محسن مروجي طبسي په وینا، د امویانو په زمانه کې د عثمانیه په سیاسي تثبیت سره، هغوي له شیعیانو سره پر جنګ سربېره، د اهل بیتو (ع) لعن طعن، او د هغوي د شیعیانو او د اهل بیتو د فضایلو روایت کوونکو اهل سنتو په وژلو، بندي کولو او جلاوطنولو لاس پورې کړ.[۱۲]

د اسلام پېژاندي او مورخ پاتریشیا کرون په وینا، په تاریخي سرچینو کې له عثمانیه سره اړوند اخري معلومات [۱۳] په څلورمه قمري پېړۍ کې د عثمانیه د ګروهنو په اړه په یو شمېر راپورونو پورې اړوند دي.[۱۴]

اصطلاح پېژندنه

رسول جعفریان په تاریخ تشیع در ایران، کتاب کې د شیعه د اصطلاح په وړاندې د «عثماني» اصطلاح پیدا کېدل په جمل جنګ پورې اړوند ګڼلې دي.[۱۵]د جمل جنګ په رجزیونو کې د جمل ځینو سپایانو د امام علي (ع) ځیني ملګري د «علي په دین» وګڼل [۱۶] او د جعفریان په وینا د «علي دین» په وړاندې د « عثمان دین» اصطلاح په هماغه پړاو کې جوړه شوه. [۱۷]

همداراز په صفین جنګ کې، د شام په سپایانو کې ځینو موجودو شاعرانو شامیان « د عثمان په دین» وګڼل.[۱۸] د دې په مقابل کې د امام علي له ملګرو څخه رِفاعَةِ بنِ شَدّاد، په ځینو بیتونو کې ځان « د علي په دین» وباله.[۱۹]

د «عثمان دین» له اصطلاح څخه استفاده، همداراز د عاشورا په پېښه کې د کوفې د لښکر له خوا راپور شوې ده.[۲۰] دغه ګروهنه په ورپسې پړاوونو کې د «عثمانیه» په نوم وپېژندل شوه[۲۱] او د ځینو تاریخي شواهدو له مخې له ۱۴۵ق کال مخکې له دغه نومه استفاده شوې ده.[۲۲] همداراز مسعودي په خپل کتاب التنبیه والاشراف، کې عثمانیه د «شیعة العثمانیة» په نوم یاده کړې ده.[۲۳]

تاریخي بهېر

پاتریشیا کرون د عثمانیه په نوم په خپله مقاله کې عثمانیه تاریخ په څلورو پړاوونو وېشلی دی؛ ۱:له عثمان سره وفاداري،۲: د درېو خلفاوو نظریه، ۳: پر څلورو خلیفه ګانو د نظر اتفاق، او ۴: له امویانو پلویتوب.[۲۴]

د عثمان په خلافت باور او د هغه د وژل کېدو ظالمانه ګڼل

د عثمانیه د لومړي پړاو ځانګړنه، د عثمان د خلافت په حقانیت باور او د هغه د وژل کېدو ظالمانه والی [۲۵] (د هغوي له نظره) دعثمان په قتل کې د امام علي د شرکت په وجه د هغه د خلافت نه مشروعیت[۲۶] او له امت سره له مشورې پرته[۲۷] د هغه له خوا د خلافت اخستل بیان شوې دي.[۲۸]

د پاتریشیا کرون، په وینا هغه کسان چې د عثمان په خلاف بلوا کې یې لاس نه درلود عثمانی مذهبه وو[۲۹] او تر ۷۰ ق کاله عثماني نظر په اسلامي نړۍ کې واکمن نظر و.[۳۰] د جعفریان په وینا، عام خلک په دې پړاو کې عثماني مذهبه وو.[۳۱] په دغه پړاو کې د جمل او صفین د جنګ جوړېدل،[۳۲] د خلافت غصب او د اموي حکومت بنسټ کېښودل،[۳۳] امام علي (ع) ته کنځل کول،[۳۴] د امام حسن(ع) شهادت،[۳۵] او پر شیعیانو فشار او دباو د عثمانیه له سیاسی فعالیتونو ګڼل شوې دي.

د دغه پړاو د عثمانیه له موثرو کسانو څخه، پر طلحه ، زبیر، معاویه او عایشه سربېره د عبدالله بن سلام او مغیره بن شُعبه یادونه شوې چې له امام علي (ع) سره یې بیعت ونه کړ او په شام کې له معاویه سره یوځای شول.[۳۸] په انصارو کې حَسّان بن ثابت، کعب بن مالک، ابوسعید خُدْری، محمد بن مسلمه، نعمان بن بشیر او زید بن ثابت یاد شوي چې د اکثره انصارو په خلاف، له امام علي (ع) سره یې بیعت ونه کړ.[۳۹]

په درې ګونو خلیفه ګانو باور

په دریم پړاو کې چې د مروانیانو (۶۴-۱۳۲ق) له پړاو سره هممهاله دی، د حدیثو اصحابو خلفای راشدین صرف درې وبلل.[۴۰] د پاتریشا کرون په وینا، عثمانیه په دغه پړاو کې له عثمانه وروسته د خلیفه په اړه چوپتیا ته ترجیح ورکوله، او د امام علي (ع) خلافت یې د فتنې پړاو باله [۴۱] او عثمانیه په دې پړاو کې د عبدالله بن عمر او سعد بن ابي وقاص په شان کسان چې په خپل نظر په فتنه کې له لویدلو یې ډډه کړې وه، خپل هم مسلکه او عثماني مذهبه ګڼل.[۴۲]

په څلورو خلیفه ګانو باور

په دریم پړاو کې، عثماني مذهب هغه چاته ویل کېدل چې پر امام علي (ع) د عثمان په لوړاوي قایل وو او هر خلیفه یې د خپلې زمانې تر ټولو افضل ګاڼه او د فضیلت مرتبې یې د جانشینۍ په ترتیب سره یو شان ګڼلې.[۴۳] عثمانیه په دغه پړاو کې د سیاسي شیعیانو[یادداشت۱] یا شیعه ته د ګروهمنو سنیانو په مقابل کې راتلل؛ هغه دوه ډلې چې عمثان یې د فضیلت له لحاظه له امام علي (ع) وروسته مانه.[۴۴] د کرون په وینا، په دې پړاو کې د دغه نظریې زمینه جوړوونکی، د دریمې قمري پېړۍ په مینځنیو وختونو کې د احمد بن حنبل په ګروهنې سره د تربیع نظریې (څلورو خلیفه ګانو نظریه) وه.[۴۵]

د امویانو پلویتوب

د پاتریشا کرون د مقالې په اساس، د دریمې قمري پېړۍ په وروستیو کې د عثمانی مذهب د حدیثو د اصحابو له مینځه تلل سبب شول چې یوه ډله په عثمانیه مشهوره شي چې د امویانو د خلافت په حقانیت او د اندلس په امویانو کې یې په دوام قایل وو.[۴۶] ابوالفرج اصفهاني په څلورمه پېړۍ کې د عثمانیه د شتون خبره کړې ده چې د ځان لپاره یې په کوفې کې جومات درلود او شیعیانو هلته له لمانځه کولو ډډه کوله.[۴۷]

په اسلامي علومو کې د عثمانیه اثار

ویل شوي چې عثمانیه د پېدایښت له وخته، په اسلامي نړۍ کې په مختلفو علمي ډګرونو منجمله، حدیث، فقې، کلام او تاریخ کې اغیزشیندونکي وو.[۴۸] د رسول جعفریان په وینا،په دې مواردو کې د عثمانیه غالب نظر، د درې ګونو خلیفه ګانو او معاویه د عقیدتي سیاسي نظر په اساس له اسلامه د نوي تفسیر وړاندې کول وو.[۴۹] د هغو محدثانو، فقیهانو متکلمانو او مورخانو شتون چې له امام علي (ع) او اهل بیتو(ع) سره یې دښمنې لرلي، د عثمانیه د علمي واکمنۍ د پړاو له مهمو ځانګړنو ګڼل شوې دي.[۵۰]

حدیث او فقه

د فرقو د تاریخ د څېړاندي مهدي فرمانیان په وینا عثمانیه عالمانو د حدیث او فقې په ډګرونو کې د هجرت په لومړیو پېړیو کې د اسلامي نړۍ په ډېرو مهمو علمي مرکزونو کې فعالیت درلود.[۵۱] دغه مرکزونه په لومړیتوب سره داسې ګڼل شوې دي: مدینه، بصره، کوفه، مکه او شام.[۵۲] په دې ډول په مدینه کې د اهل سنتو د باور وړ صحابه له عثمانیه ګڼل کېدل[۵۳] منجمله عایشه،[۵۴] عبدالله بن عمر[۵۵] او ابوهریره.[۵۶]

د فرمانیان په وینا، د مدینې په عثماني فقیهانو او محدثانو کې غالب نظر، د درې ګونو خلیفه ګانو د مناقبو نقلول او له امام علي (ع) سره دښمني وه[۵۷] او د مدینې له اوه ګونو فقیهانو څخه [۵۸][یادداشت۲] ځینې یې په مختلفو درجو سره عثماني ګروهنې لرلې.[۶۰]

همداراز په العقد الفرید کې د ابن عبدربه په راپور، د بصري خلک غالبا عثماني مذهبه وو.[۶۱]اَنَس بن مالک[۶۲] او محمد بن سیرین (وفات: ۱۱۰ق)[۶۳] په ترتیب سره د ابن‌ابی‌الحدید او ابن‌جوزي لخوا ډېر مشهور عثماني فقیهان او محدثان ګڼل شوې دي.[۶۴] د فرمانیان په وینا، د بصرې د اکثره عثماني فقیهانو او محدثانو کړچار، د امام علي (ع) په وړاندې چوپتیا او د هغه په مقام د عقیدې نه لرل وو.[۶۴]

په کوفې کې د شیعیانو او تشیع ته د ګروهمنو سنیانو له غلبې سره سره، د عثماني مذهبه فقیهانو لکه شَقیق بن سَلَمه (وفات: ۸۲ق)[۶۶] یادونه شوې ده.[۶۷] د مکې ځینې فقیهان او محدثان لکه مَیمون بن مِهران (وفات: ۱۱۶ق)،[۶۸] له عثمانیه ګڼل شوې دي.[۶۹] ویل شوي چې د امویانو په حکومت کې په شام کې ډېر فقیهان د عثماني نظر لرونکي وو چې د امویانو په فضایلو کې ترې ډېر روایتونه نقل شوې دي.[۷۰]

تاریخ

د تاریخ لیکلو په برخه کې، د «عثمانیه د تاریخ لیکنې مکتب» د شتون خبره شوې [۷۱] او ویل شوي چې عثماني مذهبه مورخانو د امویانو تر ملاتړ لاندې د تاریخ په تحریف سره د امویانو لپاره د مشروعیت د جوړولو هڅه کړې ده.[۷۲] په دې ډول، دغه پېښې سبب شوي چې د تاریخ په برخه کې د عثمانیه مورخانو نقلونه ډېر زیات نفوذ ولري.[۷۳]

د عثمانیه دتاریخ لیکنې د مکتب ځانګړتیا د امام علي د فضایلو له نقلولو د ډډه کولو او د هغه په غندنه کې د حدیثونو د جعلولو په شکل کې له امام علي (ع) سره دښمني، د عثمان او ځینو صحابه و لپاره د فضیلت جوړول، له انصارو سره مقابله او دهغوي له فضایلو ډډه کول ګڼل شوې ده.[۷۴]اَبان بن عثمان او سیف بن عمر تمیمي، د عثمانیه د تاریخ لیکنې مکتب له مورخانو ګڼل کیږي.[۷۵] د جعفریان په وینا، د عثمانیه د تاریخ لیکنې مکتب په دریمه پېړۍ کې د شیعه مورخانو په طاقت موندلو سره کمزوری شوی دی.[۷۶]

کلام

د عثمانیه او د هغه د مخالفانو تر مینځ د کلامي ننګونو یوه مهم ډګر، د جاحظ (۱۶۰-۲۵۵ق) کتاب مقالات العثمانیه ګڼل شوی دی.[۷۷] د اسلامي تاریخ څیړاندي حسن انصاري ویلي چې جاحظ په دې کتاب کې، عثمانیه کلام د شیعه کلام په مقابل کې راولي[۷۸] او د امامت په اړه، د امام لپاره د نص د شتون د ضرورت، د امام علي (ع) د افضلیت او په جمل، صفین اونهروان جنګونو کې د امام علي د برحقوالي په اړه د امامیه د دلایلو په خلاف د عثمانیه دلایل په تفصیل سره نقلوي.[۷۹]

مسعودي له عثمانیه څخه د اَلبراهینُ فی الْاِمامةِ الْاُمَویّین په نامه د یو کتاب یادونه کوي چې پکې د بني امیه د امامت دفاع شوې ده.[۸۰] د مسعودي په وینا په دې کتاب کې، د اندلس د امویانوخلافت د عثمان د خلافت او د امویانو دخلافت دوام ګڼل شوی دی.[۸۱]

فوټ نوټ

سرچينې