منځپانگې ته ورتلل

ولدني ابوبکر مرتین

د wikishia لخوا
ولدني ابوبکر مرتین
نور نومونهاولدني ابوبکر مرتین، قد ولدني ابوبکر مرتین
موضوعد امام صادق(ع) انتساب د هغه د مورنی نیکه او د مورنی انا له خوا ابوبکر ته
څخه صادر شویامام صادق(ع)
د سند اعتبارمرسل
شیعه سرچینېکشف الغمه، عمدة الطالب
سنی سرچینېتاریخ مدینة دمشق، تهذیب الکمال، سیر اعلام النبلاء


وَلَدَني ابوبکر مَرَّتَیْن معنی دا ده چې «ابوبکر زه دوه ځله زیږولی یم» دا یوه جمله ده چې امام صادق(ع) ته منسوب ده او د امام صادق(ع) کورنۍ اړیکې د هغه د نیکه او انا له لارې ابوبکر ته رسیدو ته اشاره کوي.

دا روایت په اصلي او لرغونو شیعه سرچینو کې شتون نلري، او ترټولو پخوانی شیعه سرچینه چې دا روایت کوي کشف الغمه کتاب دی، کوم چې له سني سرچینو څخه په مرسله بڼه روایت شوی. ځینو شیعه عالمانو د سني رجال د نقد پر اساس د دې سند رد کړی او د هغې محتوا یې یوازې د نسبي اړیکو بیانوونکی یا د تقیه له سببه بیان شوی ګڼلې ده.

له بلې خوا، ځینو سني عالمانو دا روایت د ابوبکر د فضیلت، د هغه سره د امامانو د عقیدت او د شیعه ګانو د ادعا د ردولو لپاره کارولی دی چې د امامانو له دریو خلیفه ګانو سره دښمني ردوي. دا روایت په سني سرچینو کې هم سند سره او هم پرته له سنده روایت شوی دی.

مقام او ځانګړتیاوې

د «ولدنی ابوبکر مرتین»، عبارت، چې معنی یې «ابوبکر زه دوه ځله زیږولی یم» ده، امام صادق(ع) ته منسوب شوی دی.[۱] سنیانو دا عبارت د ابوبکر د فضیلت،[۲] د شیعه امامانو هغه سره مینه او د شیعه ګانو د دې ادعا د ردولو لپاره کارولی دی چې امامان(ع) له دریو خلیفه ګانو سره دښمني لري.[۳] ځینو دا له شیعو سره د امام صادق(ع) د نارضایتۍ نښه هم ګڼلې ده ځکه چې دوي د ابوبکر سپکاوی کړی و.[۴] له بلې خوا، شیعه عالمانو لکه سید جعفر مرتضی عاملي، د سني رجالي سرچینو په حواله، د دې روایت د په سند نیوکه کړې او له امام صادق(ع) څخه یې د دې نقل کیدل رد کړی دی.[۵]

ځینو شیعه څیړونکی هم د دې روایت په مفهوم کې د سنيانو په ادعا کې شک څرګند کړی او دوه نور احتمالات یې وړاندې کړي دي:

  • دا روایت، پرته له کومې ستاینې یا غندنې، یوازی د امام صادق(ع) او ابوبکر ترمنځ د نسب اړیکې ته اشاره کوي.[۶]
  • دا عبارت د تقیه[۷] په حالت کې او د تورونو د مخنیوي لپاره[۸] یا په شیعو باندې د ظلم د مخنیوي لپاره ویل شوی دی.[۹]

دا جمله امام صادق(ع) د خپلې مور (ام فروه) له لارې ابوبکر ته منسوبولو ته اشاره کوي.[۱۰] ام فروه د قاسم بن محمد بن ابوبکر لور وه؛[۱۱] د ام فروه مور اسماء وه، چې د عبدالرحمن بن ابوبکر لور وه.[۱۲]

د قاضي نورالله شوشتري او محمد حسین مظفر په وینا د فضل بن روزبهان خنجی کتاب ابطال نهج الباطل، د دې کتاب د صدیق کلمه د روایت یوه برخه ګڼلې او د هغې پر بنسټ یې استدلال کړی دی.[۱۳]

سرچینې

څیړونکو د «ولدنی ابوبکر مرتین» روایت سرچینه د اهل سنتو سرچینې ګڼلې ده او باور لري چې دې روایت له دې سرچینو څخه په وروسته زمانه کې شیعه سرچینو ته لاره موندلې ده.[۱۴]

سني سرچینې

د «ولدنی ابوبکر مرتین» حدیث د ابن عساکر (وفات: ۵۷۱ هجري ق)[۱۵] لخوا په تاریخ مدینة دمشق کې د مسند په توګه ذکر شوی او د مزي (وفات: ۷۴۳ هجري) لخوا په تهذیب الکمال کې راغلی دی،[۱۶] ځینې سني محدثینو، لکه شمس الدین ذهبي[۱۷] او جلال الدین سیوطي،[۱۸] دا په خپلو اثارو کې پرته له کوم سنده نقل کړی دی. په ځینو سني سرچینو کې، دا جمله یوازې راغلې ده؛[۱۹] خو په نورو سرچینو کې، دا د یو اوږد روایت برخه ده چې امام صادق(ع) په کې له امام علي(ع) د شفاعت له امید څخه زیاته د ابوبکر د شفاعت هیله ګڼلې ده.[۲۰]

شیعه سرچینې

د شیعه تاریخ پوه محمد هادي یوسفي غروي په وینا، ترټولو پخوانۍ شیعه سرچینه چې دا جمله یې روایت کړې ده کَشْفُ الغُمَّه ده.[۲۱] اِرْبِلي (وفات کال ۶۹۲ هـ ق) له عبدالعزیز جنابذي سني مذهبه[۲۲] (وفات کال ۶۱۱ هـ ق) څخه روایت کړی دی.[۲۳] شيعه علماوو دغه روايت مرسل بللى دى.[۲۴] همدا رنګه ابن عنبه چې د شيعه نسب پوه دی، په عمدة الطالب کې دا جمله راوړې ده،[۲۵] چې هغه هم بې له سنده ده.[۲۶]

ځینو شیعه عالمانو لکه ضامن بن شدقم،[۲۷] اقا محمد علي بهبهاني،[۲۸] عبدالله مامقاني،[۲۹] محمد علي مدرس تبریزي،[۳۰] او مرتضی مطهري[۳۱] پرته له کوم انتقاده دا جمله نقل کړې ده. همدارنګ په ځينې شيعه فقهې عبارتونو کې هم دغه جمله د امام صادق(ع) د روایت په توګه راغلې ده او ورسره دلیل راوړل شوی دی.[۳۲]

فوټ نوټ

  1. اربلی، کشف الغمة، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۳۷۴.
  2. موسوی، الشیعة و التصحیح، بی‌تا، ص۱۵۹-۱۶۰.
  3. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۲۵۵.
  4. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۲۵۵.
  5. عاملی، میزان الحق، ج۱، ۱۴۳۱ق، ص۳۴۴-۳۴۵؛ موسوی صافی، امهات الأئمة المعصومین(ع)، ۱۴۳۶ق، ج۲، ص۶۸-۶۹.
  6. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۷
  7. عاملی، میزان الحق، ج۱، ۱۴۳۱ق، ص۳۴۳-۳۴۵؛ شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۸.
  8. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۸.
  9. عاملی، میزان الحق، ج۱، ۱۴۳۱ق، ج۱، ص۳۴۵.
  10. عاملی، میزان الحق، ج۱، ۱۴۳۱ق، ج۱، ص۳۴۵.
  11. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۰.
  12. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۷۲.
  13. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۶۷؛ مظفر، محمدحسین، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۳۵.
  14. یوسفی غروی، موسوعة التاریخ الاسلامی، ۱۳۸۷ش، ج۶، ص۴۹۷.
  15. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۴، ص۴۵۴.
  16. مزی، تهذیب الکمال، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۸۲.
  17. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۲۵۵.
  18. سیوطی، ذهبی، طبقات الحفاظ، ۱۴۰۳ق، ص۷۹.
  19. ذهبی، تاریخ الاسلام، ۲۰۰۳م، ج۳، ص۸۲۸.
  20. مزی، تهذیب الکمال، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۸۲.
  21. یوسفی غروی، موسوعة التاریخ الاسلامی، ۱۳۸۷ش، ج۶، ص۴۹۷.
  22. موسوی صافی، امهات الأمة المعصومین(ع)، ۱۴۳۶ق، ج۲، ص۶۹.
  23. اربلی، کشف الغمة، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۳۷۴.
  24. یوسفی غروی، موسوعة التاریخ الاسلامی، ۱۳۸۷ش، ج۶، ص۴۹۷.
  25. ابن‌عنبه، عمدة الطالب، ۱۴۱۷ق، ص۱۷۶.
  26. حسینی، الاجوبة الهادیة، ۱۴۲۹ق، ص۱۰۶.
  27. حسینی مدنی، تحفة الأزهار، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۴۳.
  28. بهبهانی، مقامع الفضل، ج۲، ۱۴۲۱ق، ص۸۸.
  29. مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۱، ص۲۹۲.
  30. مدرس تبریزی، ریحانة الادب، ۱۳۶۹ش، ج۸، ص۳۱۸.
  31. مطهری، بیست گفتار، ۱۳۷۴ش، ص۱۶۵.
  32. آملی، مصباح الهدی، ۱۳۸۰ق، ج۱۱، ص۱۸۰؛ جواهری، الواضح، بی‌تا، ج۶، ص۳۴۰؛ بروجردی، المستند، بی‌تا، ج۳، ص۳۱۷.

سرچينې

  • آملی، محمدتقی، مصباح الهدی فی شرح العروة الوثقی، تهران، بی‌نا، ۱۳۸۰ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق علی شیری، بیروت،‌ دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الائمة، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۵ق.
  • بروجردی، مرتضی، المستند فی شرح العروه الوثقی (تقریر الابحاث ابوالقاسم الموسوی الخوئی)، قم، مؤسسة احیاء آثارالامام الخوئی، بی‌تا.
  • جواهری، محمد، الواضح فی شرح العروة الوثقی، بی‌جا، العارف للمطبوعات، بی‌تا.
  • حسینی، عبدالله، الاجوبة الهادیة إلی سواء السبیل، تهران، نشر مشعر، ۱۴۲۹ق.
  • حسینی مدنی، ضامن بن شدغم، تحفة الأزهار و زلال الأنهار فی نسب ابناء الأئمة الأطهار علیهم صلوات الملک الغفار، تحقیق کامل سلمان الجبوری، کتابخانه تخصصی تاریخ اسلام و ایران، ۱۳۷۸ش.
  • ذهبی، شمس‌الدین محمد بن احمد، تاریخ الإسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، تحقیق بشار عوّاد معروف، بیروت،‌ دار الغرب الإسلامی، ۲۰۰۳م.
  • ذهبی، شمس‌الدین محمد بن احمد، تذکرة الحفاظ، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
  • ذهبی، شمس‌الدین محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، تحقیق مجموعة من المحققین بإشراف الشیخ شعیب الأرناؤوط، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۵ق.
  • ذهبی، شمس‌الدین محمد بن احمد، الکاشف فی معرفة من له روایة فی الکتب الستة، تحقیق محمد عوامة و أحمد محمد نمر الخطیب، جدة، دارالقبلة للثقافة الإسلامیة مؤسسة علوم القرآن، ۱۴۱۳ق.
  • سیوطی، جلال‌الدین عبدالرحمن بن ابی‌بکر، طبقات الحفاظ، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۳ق.
  • شوشتری، قاضی نورالله بن شریف الدین حسینی، احقاق الحق و ازهاق الباطل، تحقیق سید شهاب‌الدین مرعشی نجفی، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر الغفاری و محمد الآخوندی، تهران،‌ دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • عاملی سید جعفر مرتضی، میزان الحق: شبهات و ردود، بیروت، المرکز الإسلامی للدراسات، ۱۴۳۱ق.
  • مامقانی، عبدالله بن محمدحسن، تنقیح المقال فی علم الرجال، تحقیق و تعلیق و استدراک محیی‌الدین مامقانی و محمدرضا مامقانی، قم، موسسة آل البیت (علیهم السلام) لإحیاء التراث، ۱۴۳۱ق.
  • مدرس تبریزی، محمدعلی، ریحانة الادب فی تراجم المعروفین بالکنیه او اللقب، تهران، کتابفروشی خیام، ۱۳۶۹ش.
  • مزی، یوسف بن عبدالرحمن، تهذیب الکمال فی أسماء الرجال، تحقیق بشار عواد معروف، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۰ق.
  • مطهری، مرتضی، بیست گفتار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۷۴ش.
  • مظفر، ‌محمدحسین، دلائل الصدق لنهج الحق، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، ۱۴۲۲ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، تحقیق مؤسسة آل البیت علیهم السلام لاحیاء التراث، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • موسوی، موسی، الشیعة و التصحیح (الصراع بین الشیعة والتشیع)، تصحیح سعد بن عبدالرحمن الحصین، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • موسوی صافی، سید حسین، امهات الائمة المعصومین(ع)، کربلاء، قسم الشؤون الفکریة والثقافیة فی العتبة الحسینیة المقدسة، ۱۴۳۶ق.
  • یوسفی غروی، محمدهادی، موسوعة التاریخ الاسلامی، قم، مجمع الفکر الاسلامی، ۱۳۷۸ش.