د ولایت حدیث

د wikishia لخوا

دا حدیث د تدوین په حال کې ده!

د ولایت حدیث له پېغمبر اکرم (ص) څخه یو حدیث او د امام علي ابن ابیطالب(ع) د امام د اثبات لپاره د شیعیانو یو دلیل دی. دا حدیث په شیعه او سني سرچینو کې په مختلفو عبارتونو سره نقل شوی چې د «هُوَ وَلِیُّ کُلِّ مُؤْمِنٍ بَعْدی؛ [علي] له ما وروسته د هر مومن ولي دی» عبارت یې تر ټولو مشهور دی.

شیعیان په دې حدیث کې د ولي ټکی د امام او سرپرست په معنا ګڼي او په وسیله یې د امام علي(ع) ولایت او امامت ثابتوي او په دې باور دي چې «ولیّ» په لغت کې په همدې معنا دی او په ډېرو ځایونو کې د شیخینو، صحابه، تابعینو او ځینې اهل سنتو عالمانو له خوا په همدې معنا کې کارول شوی دی؛ خو اهل سنت ادعا کوي چې دا ټکي د دوست او سرپرست په معنا دی او د حضرت علي له ولایت او امام سره هیڅ اړه نه لري.

متن

جعفر بن سلیمان له عمران بن حصین څخه نقل کړې چې د خدای رسول (ص) یوه ډله یو جنګ ته ولېږله او د هغوي کومانده یې علي ابن ابیطالب ته ورکړه. هغوي ځینې ولجې لاسته راوړې، حضرت علي د ولجې په وېش کې داسې عمل وکړ چې د هغوي نه و خوښ. څلورو کسانو له یو بل سره نېټه کېښوده کله چې پېغمبر (ص) وویني د حضرت علي دغه خبره ورته وکړي. کله چې د خدای رسول ته ورسېدل، یو په بل پسې یې وویل: یا رسول الله، خبر یې چې علي داسې وکړل؟ د خدای رسول په داسې حال کې چې غصه یې په مخ ښکاره شوه وفرمایل: له علي څه غواړئ؟ له علي څه غواړئ. علي له ما او زه له علي یم او هغه له ما وروسته د هر مومن ولي دی.[۱]

مختلف نقلونه

ولایت حدیث په مختلفو عبارتونو سره په شیعه سني سرچینو کې نقل شوی دی: منجمله : «علی ولیّ کل مؤمن بعدی»؛[۲] «هو ولی کل مؤمن بعدی»؛[۳] «انت ولی کل مؤمن بعدی»؛[۴] أنت ولی کل مؤمن بعدی و مؤمنه[۵] «انت ولیی فی کل مؤمن بعدی»؛[۶] «فانه ولیکم بعدی»؛[۷] «ان علیا ولیکم بعدی»؛[۸] «هذا ولیکم بعدی»؛[۹] «انک ولی المؤمنین من بعدی»؛[۱۰] «انت ولیی فی کل مؤمن بعدی»؛[۱۱] «و انت خلیفتی فی کل مؤمن من بعدی»؛[۱۲] «و فهو اولی الناس بکم بعدی».[۱۳]

مینځ پانګه

د شیعیانو په باور د ولایت د حدیث مینځ پانګه، د امام علي (ع) د امامت او ولایت مساله ده.[۱۴]هغوي د ولي ټکی د سرپرست، امام ، رهبر او خلیفه په معنا ګڼي.[۱۵] خو اهل سنت په دې باور دي چې دا حدیث د علي ابن ابیطالب د جانشینۍ په مساله دلالت نه لري. ځکه چې ادعا کوي د ولي ټکی په لغت کې د دوستۍ او مرسته رسولو په معنا دی.[۱۶] شیعیان د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره وایي: د ولي ټکی په لغت کې د سرپرست، رهبر، خلیفه، د اختیار خاوند او امام په معنا دی او د اسلام په لومړیو کې او وروسته له هغې هم دغه ټکی د خلیفه او سرپرست لپاره کارول کېده. هغوي همداراز په دې استناد کوي چې د لومړي خلیفه [۱۷] دوهم خلیفه[۱۸] صحابه [۱۹] تابعینو [۲۰] او ځینو اهل سنتو عالمانو[۲۱] له خوا دا ټکی د خلیفه او سرپرست په معنا استعمال شوی دی.[یادادشت۱]

اعتبار

عبدالقادر بغدادي او ابن حجر عسقلاني د ولایت حدیث په قوي سند سره له عمران بن حصین نقل کړی دی.[۲۲] متقي هندي هم هغه صحیح ګڼلی دی.[۲۳] حاکم نیشابوري هغه یو صحیح السند حدیث ګڼلی چې مسلم او بخاري په صحیحینو کې نه دی راوړی [۲۴] همداراز شمس الدین ذهبي او ناصرالدین الباني دغه حدیث صحیح ګڼلی دی.[۲۵]

سرچینې

د ولایت حدیث په ځینو کتابونو لکه صحیح ترمذی، مسند احمد بن حنبل؛[۲۶] جامع الاحادیث سُیوطی؛[۲۷] کنزالعمال؛[۲۸] مُسنَد ابی‌داود؛[۲۹] فضائل الصحابه؛[۳۰] الآحاد و المَثانی؛[۳۱]سُنَن نَسائی؛[۳۲] مسند ابویَعلی؛[۳۳] صحیح اِبن حَبّان؛[۳۴] المعجم الکبیر طَبَرانی؛[۳۵] تاریخ مدینه دمشق؛[۳۶]البدایه و النهایه؛[۳۷] الاصابه؛[۳۸] الجوهره فی نسب الامام علی و آله؛[۳۹] خزانةُ الادب و لُبُّ لُباب لِسان العرب؛[۴۰]الغدیر؛[۴۱] الاِستیعاب؛[۴۲] و کَشفُ الغُمَّه[۴۳] کې راغلی دی.

سندي جاجونه

مبارکفوري ادعا لري چې د «بعدي» ټکی د دغه حدیث په ځینو نسخو کې نیشته، د شیعه راویانو له خوا ورزیات شوی دی. هغه د خپلې ادعا د اثبات لپاره په مسند ابن حنبل استناد کوي چې پکې دا حدیث په ډېرو سندونو سره راغلی خو ادعا کوي چې په دې کې په یو کې هم دغه اضافه نیشته.[۴۴] البته احمد حنبل دغه حدیث په مسند [۴۵] او فضایل الصحابه کې په همدې اضافې «بعدي» سره راوړی دی.[۴۶]


همداراز مبارکفوری(ابوالعلاء محمدبن عبدالرحمان ۱۲۸۳-۱۳۵۳ق) ادعا کوي چې دا حدیث یوازې جعفر بن سلیمان او ابن اجلح کندي روایت کړی دی چې د شیعه والي په وجه د هغوي روایتونه د منلو وړ نه دي. هغه شیعیان د بدعت خاوندان ګڼي او وایي که بدعت جوړوونکی یو حدیث نقل کړي چې د خپل مذهب د پیاوړتیا سبب یې شي د هغه روایت د منلو نه دی.[۴۷] دا په داسې حال کې دي چې د الباني په وینا، د اهل سنتو په نزد د حدیثو د منلو معیار یوازې رښتیا ویل او د حدیث په نقل کې ځيرتیا ده او د راوي مذهب د هغوي د حدیث په منلو یا نه منلو کې هیڅ اثر نه لري له همدې امله ده چې بخاري او مسلم او صحیحینو له هغو راویانو چې مذهب یې د اهل سنتو له مذهب سره مخالف و لکه خوارج او شیعه هم حدیثونه روایت کړې دي.[۴۸]


آلبانی(محمد ناصرالدین ۱۹۱۴-۱۹۹۹م) ویلې دي چې دا حدیث د اهل سنتو په سرچینو کې په نورو سندونو سره نقل شوی چې د سند په سلسله کې یې شیعه راوي نیشته.[۴۹] سید علي میلاني ویلي چې دا حدیثه له دولسو صحابه و منجمله امام علی(ع)، امام حسن(ع)، ابوذر، ابوسعید خدري او براء بن عازب روایت شوی[۵۱] چې زیاتره نقلونه یې عمران بن حصین، ابن عباس او بریده بن حصیب ته رسیږي. [۵۲]

همداراز جعفر بن سلیمان د صحیح مسلم له راویانو دی.[۵۳] ذهبي هغه د امام په نامه یاد کړی دی.[۵۴] او له یحیی بن معین یې نقل کړې چې هغه یې ثقه ګاڼه.[۵۵] الباني، جعفر د اعتماد وړ او ډېرو متقنو او قوي روایتونو څښتن ګڼي چې اهل بیتو ته ګروهمن و او خپل مذهب ته یې خلک نه بلل. هغه وایي زمونږ په امامانو او مشرانو کې په دې خبره اختلاف نیشته چې که یو رښتینی سړی له اهل بدعته وي خو خلک خپل مذهب ته ونه بلي، د هغه په حدیث تمسک کول صحیح دي.[۵۶]

ځینو اهل سنتو عالمانو ابن اجلح هم توثیق کړی او د هغه حدیث یې حسن ګڼلی دی.[۵۷] الباني د اجلح حدیث د جعفر بن سلیمان د حدیث په صحیحوالي شاهد ګڼي.[۵۸]

مبارکفوري ویلي دي چې ابن تیمیه مدعي و چې دا روایت یو دروغ روایت دی چې د خدای په رسول پورې تړل شوی دی.[۵۹] د اهل سنتو له عالمانو الباني د ابن تیمیه له خوا د دغه حدیث په انکار حیرانتیا او هېښتیا څرګنده کړې ده.[۶۰]

کتابونه

  • حدیث الولایة و من روی غدیر خم من الصحابه، ابن عقده کوفی،‌ قم، دلیل ما، ۱۴۲۷ق.
  • حدیث الولایه؛ سید علی حسینی میلانی مرکز حقائق الاسلامیه ۱۴۲۱ق.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن سعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن ابی‌عاصم شیبانی، عمرو بن ابی‌عاصم، السنه، تحقیق: محمدناصرالدین البانی، بیروت، المکتب الاسلامی، ۱۴۱۳ق/۱۹۹۳م.
  • ابن جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الملوک و الامم، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا و مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن حبان، محمد بن حبان، صحیح ابن حبان بترتیب ابن بلبان، تحقیق: شعیب ارنؤوط، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابه فی تمییز الصحابه، تحقیق: عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • ابن حنبل، احمد، فضائل الصحابه، تحقیق: وصی الله محمد عباس، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
  • ابن حنبل، احمد، مسند، مصر، مؤسسة قرطبه، بی‌تا.
  • ابن شیبه کوفی، عبدالله بن محمد، المصنف فی الاحادیث و الآثار، تحقیق: سعید اللحام، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالبر، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق: علی محمد بجاوی، دارالجیل، بیروت، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینه دمشق، تحقیق: محب الدین ابی‌سعید عمر بن غرامه عمری، بیروت، دارالفکر، ۱۹۹۵م/۱۴۱۵ق.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • ابوبکر شیبانی، احمد بن عمرو، الآحاد و المثانی، تحقیق: باسم فیصل احمد جوابره، ریاض، دارالدرایه، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • ابویعلی موصلی، احمد بن علی، مسند ابی‌یعلی، تحقیق: حسن سلیم اسد، دارالمأمون للتراث.
  • اربلی، علی بن ابی‌الفتح، کشف الغمه فی معرفة الائمة، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • البانی، محمدناصرالدین، السلسلة الصحیحة.
  • ایجی، میر سید شریف، شرح المواقف، تصحیح: بدرالدین نعسانی، قم، الشریف الرضی، ۱۳۲۵ق.
  • حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق: تحت اشراف عبدالرحمن مرعشلی، بی‌نا، بی‌جا، بی‌تا.
  • امینی، الغدیر، دارالکتاب العربی، بیروت، ۱۳۹۷ق/۱۹۷۷م.
  • تلمسانی، محمد بن ابی‌بکر، الجوهرة فی نسب الامام علی و آله، قم، انصاریان، بی‌تا.
  • بغدادی، عبدالقادر، خزانه الادب و لب لباب لسان العرب، تحقیق: محمد نبیل طریقی و امیل بدیع یعقوب، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۹۹۸م.(بازبینی)
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف (ج۱)، تحقیق: محمد حمیدالله، مصر، دارالمعارف، ۱۹۵۹م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، جمل من انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۶م.
  • میلانی، سیدعلی، تشیید المراجعات و تفنید المکابرات، قم، مرکز الحقائق الاسلامیه، ۱۴۲۷ق/۱۳۸۵ش.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، بیروت، دارالکتب العلمیه، بی‌تا.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الاعلام، تحقیق: عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دارالکتب العربی، ۱۴۱۳ق/۱۹۹۳م.
  • ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، تحقیق: شعیب ارناؤوط و محمد نعیم عرقسوسی، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۳ق/۱۹۹۳م.
  • رحیمی اصفهانی، غلامحسین، ولایت و رهبری، تفرش، انتشارات عسکریه،‌۱۳۷۴ش.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر(۱۲جلدی)، تحقیق: حمدی بن عبدالمجید سلفی، داراحیاء التراث العربی.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق: محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۹۶۷م/۱۳۸۷ق.
  • طیالسی، سلیمان بن داوود، مسند ابی‌داود الطیالسی، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • مبارکفوری، محمد عبدالرحمن، تحفة الاحوذی بشرح جامع الترمذی، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق: اسعد داغر، قم، دارالهجره، ۱۴۰۹ق.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بورسعید، مکتبة الثقافیة الدینیة، بی‌تا.
  • مناوی، عبدالرؤوف، فیض القدیر شرح الجامع الصغیر، تصحیح: احمد عبدالسلام، بیروت، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۱م.
  • نسائی، احمد بن شعیب، السنن الکبری، تحقیق: عبدالغفار سلیمان بنداری و سید حسن کسروی، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • نسائی، احمد بن شعیب، خصائص امیرالمؤمنین(ع)، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۳ش.
  • نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دارالفکر، بیتا.
  • هندی، متقی، کنزالعمال، تحقیق: شیخ بکری حیانی، تصحیح: شیخ صفوه سقا، مؤسسة الرسالة، بیروت، ۱۴۰۹ق-۱۹۸۹م.
  • سایت سید علی میلانی، متن حدیث ولایت و تصحیح اسناد آن، بازبینی: ۲۰ خرداد ۱۳۹۵ش.