په حسین(ع) باندې ژړا

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په ماتم کې ژړا او سوګواري

په حسین(ع) باندې ژړا، د شیعیانو د دریم امام حسین بن علي(ع) او د هغه د ملګرو په مظلومیت او مصیبتونو ژړل دي. د امامانو(ع) په حدیثونو کې په دې خبره ټینګار شوی او د دې لپاره ځینې اجرونه لکه د ګناهانو بخښل کېدل او جنت بیان شوی دی. په ځينو روایتونو کې هم راغلي چې پرښتو او پېغمبرانو هم په امام حسین(ع) ژړا وکړه.

شیعه عالمانو په امام حسین په ژړا د تاکید علت په دې کې ګڼلی چې د ازادۍ غوښتنې او له ظلم سره د مقابلې مکتب همېشه ژوندی پاتې شي. همداراز د دې فایده یې له امام حسین سره د مینې څرګندول او له هغه او دهغه له ارمانونو او هدفونو لکه شهادت غوښتنې سره د بیعت نوې کول بیان کړی او دا کار یې د اسلام د بقا سبب ګڼلی دی.

اهل بیتو، د امام د عزا په ورځو کې پر ژړلو سربېره د نورو په ژړولو او تباکۍ (ځان ژړغونی کول) هم سپارښتنه کړې او د دې کارونو لپاره یې ځینې ثوابونه ذکر کړې دي.

په حسین(ع) د ژړا فضیلت

یَا ابْنَ شَبِیبٍ إِنْ کُنْتَ بَاکِیاً لِشَیْءٍ فَابْکِ لِلْحُسَیْنِ بْنِ عَلِیِّ بْنِ أَبِی طَالِبٍ(ع) فَإِنَّهُ ذُبِحَ کَمَا یُذْبَحُ الْکَبْشُ وَ قُتِلَ مَعَهُ مِنْ أَهْلِ بَیْتِهِ ثَمَانِیَةَ عَشَرَ رَجُلًا مَا لَهُمْ فِی الْأَرْضِ شَبِیهُون‏. (ژباړه: ای د شبیب زویه، که غوښتل دې چې وژاړې، په حسین بن علي(ع) وژاړه، چې د ګډ په شان یې حلال کړ او ورسره اتلس تنه خپلوان شهیدان شول چې د ځمکې په مخ یې ساری نه درلود) .

* سرچينه: شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ق، مخ۱۳۰.

په حسین(ع) باندې ژړېدل په هغه مظلومیت او مصیبتونو ژړا ده چې د کربلا په پېښه کې په امام حسین(ع) او ملګرو یې راغلل.[۱] د دغه کار د فضیلت په اړه، له پېغمبر(ص) او اهل بیتو(ع) څخه ډېر روایتونه نقل شوي دي چې پکې د امام حسین(ع) د مصایبو لپاره په ژړېدلو تاکید[۲] او د دې لپاره ډېر اجر ذکر شوی دی.[۳]

شیعه محدث شیخ صدوق، له رَیّان بن شبیب څخه نقلوي چې هغه د محرم په لومړیو کې امام رضا(ع) ته ورغی او امام د خپل نیکه د مصایبو د یادولو په ترڅ کې وویل: « ای د شبیب زویه، که په حسین(ع) باندې دې ژړا وکړه او اوښکې دې په اننګو روانې شوې، خدای تعالی به دې ګناهانې که هغه لویې وي که وړې که کمې وې او که زیاتې، وبخښي»[۴]

له امام صادق(ع) هم نقل شوي چې علی بن حسین(ع) شل کاله د خپل پلار په مصیبت وژړل او کله به یې هم چې ورته ډوډۍ مخې ته کېښودله، ژړل به یې.[۵] په ځینو روایتونو کې راغلي چې فرښتو، پېغمبرانو، ځمکې، اسمان د صحرا حیواناتو او سمندرونو هم د حسین په عزا ژړلې دي.[۶]

همداراز په کامل الزیارات کتاب کې له امام صادق(ع) نقل شوي چې د امام حسین(ع) لپاره اوښکې که د یو مچ د وزر په اندازه هم وي، بدله یې له خدای سره ده او هغه د دې کار لپاره تر جنته په کم شي نه راضي کیږي.[۷]

البته د دغه شان لویو بدلو او اجرونو شرط د امام حسین(ع) معرفت او په اهدافو یې عقیده[۸] او د حلالو او حرامو خیال ساتل ګڼل شوې دي.[۹]

د امام حسین لپاره د ژړا د سپارښتنې علت

شیعه عالم مرتضی مطهري د امام حسین لپاره په ژړا د امامانو پریمانه تاکید د دې لپاره ګڼلی چې هغوي غوښتل د امام حسین(ع) پاڅون او د ازادۍ او له ظلم سره د مبارزې مکتب د همېشه لپاره ژوندی پاتې شي. د هغه په وینا، د امامانو دا سپارښتنه سبب شوه چې په خپله د هغوي په زمانه کې، ژوندي او انقلابي بهیرونه پېل شي او د امام حسین نوم د ظلم په خلاف یو شعار او نعره وګرځي.[۱۰]

همداراز د امام حسین او د کربلا د شهیدانو په غم کې ژړا له عاشورا او د شهادت له کلتور سره د بیعت تجدید او د دغه مکتب په وسیله فکري او روحي تغذیه ګنل شوې او ویل شوي چې دا ژړا له اهل بیتو(ع) سره د زړه د پېوند نښه او له امام حسین(ع) سره د مینې یو ډول تړون دی.[۱۱] امام خمیني د امام حسین لپاره ژړا او عزاداري د اسلام د ساتلو سبب ګڼلې ده.[۱۲]

ژړول او تَباکی (ژړغوني کېدل)

شیعه امامانو د امام حسین(ع) په غم کې پر ژړېدو سربېره، د نورو په ژړولو او په تَباکۍ (د ژړا حالت اخستل یا ژړغونې کیدل) هم تاکید او سپارښتنه کړې او ورته یې اجر بیان کړی دی. شیخ صدوق له امام رضا(ع) نقلوي چې :«هر څوک چې زمونږ [اهل بیتو] مصیبت یاد کړي او وژاړي او وژړوي، په هغه ورځ چې سترګې به ژاړي (قیامت) د دوي سترګې په ژړېدونکې نه وي»[۱۳] همداراز له امام باقر او امام صادق(ع) نقل شوي چې :«هر څوک چې [د امام حسین په غم کې] وژاړي او یا بل څوک وژړوي که څه هم یو کس ولې نه وي، مونږ یې د جنت ضمانت کوو او د چا چې ژړا رانه شي خو د غم ځپلو په شان حالت خپل کړي، همدا اجر او بدله ورکول کیږي.»[۱۴]

د څوارلسمې پېړۍ د عالم شیخ عباس قمي په وینا، له تباکۍ مطلب ریا نه ده؛ ځکه چې په امام حسین(ع) ژړا عبادت دی او ریا په عبادت کې جایزه نه ده.[۱۵] تباکي له ژړا کوونکو سره د ملګرتیا لپاره ځان د هغوي په شان ښودل دي.[۱۶] په داسې حال کې چې ریا نورو ته د ځان د ښودلو لپاره په نیکۍ تظاهر کول دي.[۱۷]

د لا ډېرو معلوماتو لپاره، دا هم وګورئ: تباکي او بکاء

پر حسین د ژړا په هکله شعرونه

په امام حسین د ژړا مساله په فارسي شعرونو کې هم ذکر شوې ده. منجمله د دیارلسمې قمري پېړۍ شاعر وصال شیرازي وایي:




بدین امیــــد که این گریه را ثــــواب دهندعجــــب نــــباشد اگر عالمــــی به آب دهند
به قطـــــره‌ای که فشــــانی تو را به روز جزاز دست ســـاقی کوثــــر، شـــراب ناب دهند
ولی به گریه مشو غَرّه و به طاعت کوشگرت هــــواست که بر گریـــه‌ات ثواب دهند[۱۸]


فوټ نوټ

  1. گروهی از تاریخ‌پژوهان، تاریخ قیام و مقتل جامع سیدالشهدا، ۱۳۹۵ش، ج۲، ص۳۲۳.
  2. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ق، ص۱۳۰؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج ۴۴، ص۲۷۸.
  3. حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۱۴، ص۵۰۱.
  4. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ق، ص۱۲۹ و ۱۳۰.
  5. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۸ش، ج۴، ص۱۶۵.
  6. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۲۱۸ و ۲۲۰.
  7. ابن‌قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۱۰۰، حدیث۳.
  8. «نجات و بهشت رفتن انسان گنهکار به صرف گریه بر امام حسین(ع)»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله مکارم شیرازی.
  9. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۱۴، ص۳۳۴.
  10. مطهری، مجموعه آثار، انتشارات صدرا، ج۲۵، ص۳۳۸.
  11. محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۴۱۷ق، ص۳۸۲.
  12. خمینی، صحیفه امام‏، ۱۳۸۹ش‏، ج۸، ص۵۲۷ و ۵۲۹.
  13. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ق، ص۷۳.
  14. ابن‌نما، مثیر الاحزان، ۱۴۰۶ق، ص۱۴.
  15. قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۱۰۶۰.
  16. «مبانی قرآنی گریه برای امام حسین(ع)»، پایگاه تخصصی امام حسین.
  17. قرشی قاموس قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۳۰.
  18. وګورئ: وصال شیرازی، کلیات دیوان وصال شیرازی، نشر کتابفروشی فخر رازی، ص۹۳۴، بند دهم.

سرچينې

  • ابن‌شهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل‌ابی‌طالب علیهم السلام، قم، انتشارات علامه، چاپ اول، ۱۳۷۸ش.
  • ابن‌قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح عبدالحسین امینی، نجف اشرف، دار المرتضویة، چاپ اول، ۱۳۵۶ش.
  • ابن‌نما حلی، جعفر بن محمد، مثیر الاحزان، مدرسه امام مهدی، قم، چاپ سوم، ۱۴۰۶ق.
  • حرّ عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام‏، تهران‏، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی (س)، چاپ پنجم، ۱۳۸۹ش‏.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی‏، الامالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ق.
  • قرشی، سید علی‌اکبر، قاموس قرآن، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ ششم، ۱۳۷۱ش.
  • قمی، شیخ عباس، منتهی الآمال، قم، دلیل ما، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
  • گروهی از تاریخ‌پژوهان، زیر نظر مهدی پیشوایی، تاریخ قیام و مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ اول، ۱۳۹۵ش.
  • «مبانی قرآنی گریه برای امام حسین(ع)»، پایگاه تخصصی امام حسین، تاریخ بازدید: ۲۷ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف‏، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار استاد شهید مطهری‏، تهران، انتشارات صدرا، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیه‏، چاپ اول، ۱۳۸۶ش. ج۱۴، ص۳۳۴.
  • «نجات و بهشت رفتن انسان گنهکار به صرف گریه بر امام حسین(ع)»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۳۰ شهریور ۱۴۰۲ش.
  • وصال شیرازی، محمدشفیع، کلیات وصال شیرازی، تصحیح محمد عباسی، بی‌تا، نشر کتابفروشی فخر رازی،