یعلی بن منیه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

یَعْلَی بْنِ مُنْیَه یا یعلی بن اُمَیّه، د اسلام د پېغمبر(ص) له اصحابو او د ناکثینو له مشرانو و. هغه د مکې د فتحې په وخت مسلمان شو او د پېغمبر په ځینو غزاګانو کې یې برخه واخسته له هغه څخه د پېغمبر(ص) ځینې روایتونه نقل شوي دي . یعلي د مکې له شتمنو او یو سخي کس و چې د دریم خلیفه عثمان بن عفان په څنګ کې د شتون او د هغه له بخښښونو او ورکړو په استفادې سره یې ډېره شتمني جمع کړه.

هغه له درې ګونو خلیفه ګانو سره ملګرتیا کوله. هغه د ابوبکر له خوا له اصحاب رده سره د مقابلې لپاره ځینو سیمو ته واستول شو. یعلي د عثمان سلاکار و او د هغه په نزد یې لوړ مقام درلود.

یعلې د رسول الله مبارک(ص) په زمانه کې او همداراز د درې ګونو خلیفه ګانو په وخت کې د یمن د ځینو برخو واکمن و. خو امام علي(ع) خلافت ته له رسېدو وروسته هغه د یمن له امارته لرې کړ. یعلې د خپلې لرې کېدا په غبرګون کې، د یمن خراج له ځان سره مکې ته یوړو او له هغو بلواګرو سره چې د عثمان د وینې د غچ اخستلو په پلمه پاڅېدلې وو یو ځای شو. هغه د بلواګرو ځواکونو ملاتړ په غاړه واخیست او د هغوي لپاره یې ډېرې پېسې خرچ کړي. یعلې په جمل جنګ کې له ماتې وروسته وتښتېد او د معاویه د حکومت تر آخره ژوندی پاتې شو؛ که څه هم ځینې باور لري چې هغه د صفین په جنګ کې د امام علي(ع) تر څنګ شهید شو.

نوم، نسب او کنیت

یعلی بن منیه او یا یعلی بن امیة بن ابی‌عبیدة[۱] له بنی‌تمیم قبیلې و[۲] او په ابوصفوان لقب[۳] او ابا خالد کنیت یادیږي.[۴] دغو نومونو ته د هغه منسوبېدل له دې امله دي چې په ځینو مواردو کې پلار او په ځینو نورو کې مور یا نیا منیه ته منسوب شوی دی.[۵] البته مور یا نیا ته د هغه منسوبېدل زیات مشهور دي.[۶] د هغه د نوم په لیکلو کې د سرچینو اختلاف سبب شوی چې کله کله هغه په یعلي بن منبه نوم هم یاد کړی شي.[۷]

یعلي او پلار یې د جاهلیت په زمانه کې د قریشو د قبیلې له هم تړونو وو[۸] چې البته ځینو مورخانو دغه هم تړونوالی د عبدالمطلب[۹] یا نوفل بن عبد مناف[۱۰] او یا عبدشمس سره ګڼلی دی.[۱۱] هغه له قریشیانو سره سببي نسبت درلود؛ ځکه چې د زبیر بن عوام زوم و.[۱۲]

د خدای د رسول صحابي

یعلي بن منیه د خدای د رسول(ص) زمانه درک کړې وه او د مکې د فتحې په وخت مسلمان شو.[۱۳] د یو نقل په اساس هغه له خپل پلار او ورور[۱۴] او خور [۱۵] سره پېغمبر(ص) ته ورغی او مسلمان شو؛ له همدې امله یې کورنۍ یعنې وروڼه یې سلمه[۱۶] او عبدالرحمان[۱۷] او خور یې نفیسه د پېغمبر(ص) له اصحابو ګڼل شوې دي.[۱۸]

په الإستیعاب فی معرفة الأصحاب کتاب کې د ابن عبدالبر د راپور له مخې، پېغمبر(ص) د یعلي بن منیه او د هغه د پلار غوښتنه چې له مهاجرانو وپېژندل شي رد کړه؛[۱۹] سره له دې بلاذري په انساب الاشراف کې په یو روایت کې د پېغمبر د تره عباس بن عبدالمطلب په سفارش د هغه د غوښتنې د منل کېدو خبره کړې ده.[۲۰] او ابن اثیر هم هغه له خپل ورور سره له مهاجرو ګڼلې دي.[۲۱] یعلي، د خدای د رسول(ص)[۲۲] له مشهورو اصحابو[۲۳] و چې ویل شوي صحابي والی یې تر پلاره زیات دی.[۲۴]

یعلي د حدیث له راویانو و.[۲۵] د هغه له لارې له پیغمبر(ص) ځینې روایتونه نقل شوي دي[۲۶] چې په ځینو سرچینو کې یې شمېر ۲۸ دی او له هغه په صحیح بخاري او مسلم کې چې د اهل سنتو مشهورې حدیثې سرچینې دي درې روایتونه نقل شوې دي.[۲۷] ډېرو راوایانو هم له یعلي بن امیه څخه د رسول الله مبارک(ص) حدیثونه نقل کړې دي.[۲۸]

په پینځمې پېړۍ کې شیعه شخصیت شیخ طوسي، یعلي بن امیه د رسول الله مبارک(ص) له اصحابو ګڼلی خو د هغه په اړه یې وضاحت نه دی کړی،[۲۹] خو په ورپسې سرچینو کې هغه «د پېغمبر(ص) له شرارتي اصحابو» یاد شوی دی.[۳۰] په شرف النبي کتاب کې یو روایت راغلی دی چې هغه د خدای له رسوله(ص) د یوې معجزې کتونکی و.[۳۱]

په غزاګانو کې شتون

یعلي بن منیه د پېغمبر (ص) د زمانې له اصحابو ګڼل شوی دی.[۳۲] او په تبوک،[۳۳] حنین او طایف غزاګانو کې یې د پېغمبر (ص) په سپایانو کې شتون درلود.[۳۴] هغه د تبوک په غزا کې له پېغمبر (ص) سره خپله ملګرتیا خپل تر ټولو ښه کار ګڼي؛[۳۵] په سرچینو کې په دغه غزا کې د هغه د شتون په اړه داستانونه او له پېغمبر (ص) څخه یې فقهي پوښتنې راغلي دي.[۳۶] ابن اثیر هغه له مهاجرانو ګڼلی او باوري دی چې هغه په بدر غزا کې هم شتون درلود.[۳۷]

له درې ګونو خلیفه ګانو سره ملګرتیا او پر یمن یې واکمني

یعلي بن منیه د باذان له مرګه وروسته د پېغمبر (ص) په امر د یمن د ځینو برخو واکمني په لاس کې واخسته.[۳۸] هغه د لومړي خلیفه ابوبکر په زمانه کې د خولان سیمې امارت په غاړه لره.[۳۹] هغه له اصحاب رده سره د مقابلې لپاره د حُلوان سیمې ته واستول شو.[۴۰] او د هغوي په ماتولو سره یې ډېر ولجې او اسیران لاسته راوړل.[یادداشت۱]

د هغه واکمني د دوهم خلیفه عمر بن خطاب په زمانه کې هم روانه وه[۴۱] او په دې پړاو کې یې د نجران،[۴۲] طائف،[۴۳] اوصنعا،[۴۴] په شان سیمو او د یمن د نورو سیمو ګورنري په غاړه لرله [۴۵] او حتی شام ته په سفر کې د دوهم خلیفه له ملګرو ګڼل شوی دی؛[۴۶] که څه هم د عمر د خلافت په وروسیتو کې د هغه له غضب سره مخامخ او څنګ ته کړی شو، او جناب عمر ترې وغوښتل چې پیاده له یمنه مدینې ته ستون شي چې د پېنځو یا شپږو ورځو له پلي تګه وروسته یې د عمر د مرګ خبر واورېد، په سپرلۍ سپور شو او ځان یې په مدینه کې عثمان بن عفان ته ورساوه.[۴۷]

یعلي د عثمان بن عفان د خلافت په دوره کې د صنعا [۴۸] والي و چې په یمن[۴۹] کې ده. هغه د عثمان له سلاکارانو هم ګڼل کېده.[۵۰] او د هغه په نزد یې لوړه درجه لرله.[۵۱] خو امام علي (ع) هغه د یمن له امارته لرې کړ، او په ځای یې عبیدالله بن عباس د یمن د ګورنر په توګه وټاکه.[۵۲]

مورخان باوري دي چې یعلي بن منیه پر یمن د واکمنۍ په وخت [۵۳] لومړی کس و چې په لیکونو کې یې له هجري تاریخه استفاده وکړه.[۵۴] هغه په یمن کې د قضاوت څوکۍ هم په غاړه لرله.[۵۵]

ټولنیز موقعیت

یعلي بن منیه یې د لوړې درجې خاوند [۵۶] حتی په مکې کې د فتوا څښتن ګڼلی دی.[۵۷] همداراز هغه د مکې له استوګنو شتمنو څخه و[۵۸] چې د مرګ په وخت یې مال او جایداد پنځوس زره دیناره او ډېر جایداد ذکر شوی او د هغه د ځینې مال ارزښت تر درې لکه درهمه پورې راپور شوی دی. [۵۹] هغه له همدې ماله په استفادې سره نورو ته بخښښ او ښندنه کوله؛[۶۰] تر دې چې یعلي د خپلې زمانې له لویو سخیانو ګڼل شوی دی.[۶۱] او حتی له بیت الماله د هغه د ناوړه استفادې راپورونه هم نقل شوې دي.[۶۲] ځینې کسان باوري دي چې دغه مال د عثمان بن عفان په څنګ کې د پاتې کېدو په وجه لاسته راغلی.[۶۳] او په همدې اساس هغه د داسې اصحابو په لیسټ کې راغلی چې د عثمان په زمانه کې یې ډېر مال وګاټه.[۶۴]

د اصحاب جمل ملاتړ

یعلي بن منیه د طلحة بن عبیدالله، زبیر بن عوام، عبدالله بن عامر، سعید بن عاص، ولید بن عقبه او نورو امویانو تر څنګ د جمل جنګ [۶۵] له اصلي چلوونکو ګڼل شوی دی چې د عثمان د وینې د قصاص په پلمه [۶۶] او مقتول خلیفه سره د بصرې د خلکو ګروهنې ته په توجه [۶۷] او له ډېرو مشورو وروسته یې د جمل لانجه په بصره کې جوړه کړه.[۶۸]

یعلي هغو کسانو ته چې د عثمان د وینې غچ اخستلو لپاره یې پاڅون کړی و وعده ورکړې وه چې وسلې به ورکړي.[۶۹] هغه د عثمان له قاتلانو د تبری او بیزارۍ ښودلو او له بلواګرو سره د یو ځای کولو لپاره د بي بي عایشې په لمسولو او هڅولو کې رول درلود.[۷۰] او د عبدالله بن عامر تر څنګ یې د جمل د لښکر د مالي ملاتړ دنده په غاړه واخیسته.[۷۱] یعلي بن منیه د دې کار لپاره د یمن له خراجه استفاده وکړه.[۷۲] هغه وروسته له دې چې امام علي (ع) د یمن له حکومته څنګ ته کړ، جمع شوی خراج له ځان سره واخیسته او مکې ته یې یوړو.[۷۳] چې اندازه یې کابو څلور تر شپږ سوه اوښان [۷۴] او شپږ لکه درهمه اټکل شوې ده.[۷۵] هغه له همدې ماله د لښکر لپاره ډېرې پېسې ولګولې [۷۶] او د قریشو اویا کسان یې سنبال [۷۷] او له طلحه او زبیر سره یې د څلور لکو درهمو مرسته وکړه [۷۸] او وسلې او تجهیزات یې د جمل د لښکریانو لپاره برابر کړل؛[۷۹] په دې ډول چې هر سپاهي یې په وسلې او اس سنبال کړ او پر دې سربېره یې هر سپاهي ته دېرش دیناره د خرچې لپاره ورکړل.[۸۰] په دې جنګ کې د بي بي عایشې اوښ چې په عسکر مشهور و د یعلي له خوا په اتیا زره [۸۱] یا دوه لکه دیناره اخستل شوی و.[۸۲]

له همدې امله له امام علي (ع) په ځینو منقولو روایتونو کې یعلي یو خاین او فاجر کس [۸۳] او د فتنې په جوړولو کې تر ټولو چټک کس [۸۴] او د بلوا مالي ملاتړی معرفي شوی دی؛[۸۵] لکه څنګه چې امام علي (ع) په یو بل حدیث کې د جمل جنګ په اړه یعلي یاد کړی او هغه یې د یو ډېر شتمن کس په توګه یاد کړی او دا مساله یې د زبیر بن عوام د مېړنتوب او د طلحه بن عبیدالله د سخاوت یا عبادت او البته د بي بي عایشې د محبوبیت تر څنګ په جمل جنګ کې د خپلو شرایطو او حالاتو د سختوالي سبب ګڼلي دي.[۸۶]

د مرګ وخت

یعلي بن منیه په جمل جنګ کې له ماتې وروسته وتښتېد او د ځینو کسانو لکه د تاریخ الاسلام د لیکوال ذهبي په وینا د معاویه بن ابي سفیان د خلافت تر پایه پورې ژوندی و.[۸۷] ابن عبدالبر په الاستیعاب کې یو نقل راوړی چې پر اساس یې یعلي بن منیه سره له دې چې په جمل جنګ کې د عایشې تر څنګ او د امام علي (ع) په خلاف وجنګېد، خو په صفین جنګ کې د امام علي (ع) تر څنګ و[۸۸] او په ۳۷ق[۸۹] یا ۳۸ق[۹۰] کې د علي ابن ابیطالب په څنګ او پلویتوب کې ووژل شو.[۹۱] په دې اساس ځینې کسانو لکه عبدالله مامقاني هغه عاقبت به خیر او د ښه انجام لرونکی کس معرفي کړی دی.[۹۲] سره له دې یو راپور هم ذکر شوی چې پر اساس یې یعلي بن منیه تر ۴۷ قمري کاله ژوندی و.[۹۳]

فوټ نوټ

  1. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۱۴۵؛ ابن‌اثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷.
  2. ابن‌عبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶؛ ابن‌حزم، جمهرة أنساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۲۲۹؛ بغدادی، المنمق، ۱۴۰۵ق، ص۲۵۳.
  3. زبیدی، تاج العروس، ۱۴۱۴ق، ج۱۹، ص۶۹۶.
  4. ابن‌عبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۵؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۸۸.
  5. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱۱، ص۵۵۴؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۱؛ ابن‌حزم، جمهرة أنساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۲۱۳، ۲۲۹؛ ابن‌اثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷.
  6. ابن‌اثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷؛ مامقانی، تنقیح المقال، بی‌تا، ج۳، ص۳۳۲؛ شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۱۱، ص۱۴۳.
  7. ابن‌قتیبة دینوری، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۰۸؛ ابن‌جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۸۳.
  8. ابن‌عبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶؛ ابن‌حجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۵۳۸.
  9. زبیدی، تاج العروس، ۱۴۱۴ق، ج۱۹، ص۶۹۶.
  10. ابن‌عبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۶؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶،ص۱۱، ابن‌اثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷.
  11. بسوی، المعرفة و التاریخ، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۳۰۸.
  12. ابن‌عبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۷؛ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۱۴۶؛ ابن‌قتیبة دینوری، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۷۶.
  13. ابن‌عبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۵۸۵؛ ابن‌اثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۷؛ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۲۶.
  14. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۱.
  15. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱۱، ص۵۵۴.
  16. ابن‌اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۷۲.
  17. ابن‌حجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۲۴۴.
  18. ابن‌عبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۱۹؛ ابن‌اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۲۸۳.
  19. ابن‌عبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۰۶.
  20. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۱۴۵-۱۴۶.
  21. ابن‌اثیر، أسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۷۲.
  22. ابن‌حجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۶۸.
  23. ابن‌عبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۰۶؛ ابن‌حزم، جمهرة أنساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۲۱۳؛ ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۸۶؛ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۸، ص۲۰۴.
  24. ابن‌عبدالبر، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۰۶؛ ابن‌اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۴۲.
  25. بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۶۶۴.
  26. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۴، ص۱۸۶؛ ابن‌اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۷۴۸؛ ابن‌حجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۶۸؛ بیهقی، دلائل النبوة، ۱۴۰۵ق، ج۵، ص۲۰۴؛ صالحی الشامی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۲۲۲، ۲۳۷.
  27. نووی، تهذیب الأسماء و اللغات، ۱۴۳۰ق، ص۳۶۴.
  28. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۲۶.
  29. شیخ طوسی، رجال طوسی، ۱۳۷۳ش، ص۵۱.
  30. نمازی شاهرودی، مستدرکات علم رجال الحدیث، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۲۸۱.
  31. واعظ خرگوشی، شرف النبی، ۱۳۶۱ش، ص۱۷۰.

سرچينې

  • ابن‌اثیر جزری، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌اثیر جزری، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت،‌دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌اعثم الکوفی، ابومحمد احمد، کتاب الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد عبدالقادر عطا و مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌حزم، علی بن احمد بن سعید، جمهرة أنساب العرب، تحقیق لجنة من العلماء، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، دیوان المبتدأ و الخبر فی تاریخ العرب و البربر و...، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌خیاط، خلیفة بن خیاط بن أبی‌هبیرة اللیثی، تاریخ خلیفة بن خیاط، تحقیق فواز، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌عطیه، جمیل حمود، ابهی المداد فی شرح مؤتمر علماء بغداد، بیروت، مؤسسة الأعلمی، ۱۴۲۳ق.
  • ابن‌قتیبة دینوری، عبدالله بن مسلم، الإمامة و السیاسة معروف به تاریخ الخلفاء، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌قتیبة دینوری، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق ثروت عکاشة، قاهرة، الهیئة المصریة العامة للکتاب، چاپ دوم، ۱۹۹۲م.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌مسکویه، ابوعلی مسکویه الرازی، تجارب الامم، تحقیق ابوالقاسم امامی، تهران، سروش، ۱۳۷۹ش.
  • بسوی، یعقوب بن سفیان، کتاب المعرفة و التاریخ، تحقیق اکرم ضیاء العمری، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ دوم، ۱۴۰۱ق.
  • بغدادی، محمد بن حبیب، کتاب المنمق فی اخبار قریش، تحقیق خورشید احمد فاروق، بیروت، عالم الکتب، ۱۴۰۵ق.
  • بلاذری، أحمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق.
  • بلاذری، أحمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت،‌دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • بلعمی، تاریخنامه طبری، تحقیق محمد روشن، تهران، البرز، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
  • بیهقی، ابوبکر، دلائل النبوة و معرفة أحوال صاحب الشریعة، دارالکتب العلمیة، بیروت، ۱۴۰۵ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر، تحقیق عمر عبدالسلام تدمری، بیروت،‌ دارالکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • زبیدی، محمد مرتضی، تاج العروس من جواهر القاموس، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۴ق.
  • زرکلی، خیرالدین، زرکلی، الأعلام، بیروت،‌ دارالعلم للملایین، چاپ هشتم، ۱۹۸۹م.
  • سبحانی، جعفر، بحوث فی الملل و النحل، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، گوناگون.
  • شوشتری، محمد تقی، قاموس الرجال، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الجمل و النصرة لسید العترة فی حرب البصرة، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صالحی الشامی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، ‌دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۴ق.
  • طبری آملی کبیر، محمد بن جریر بن رستم، المسترشد فی إمامة علی بن أبی طالب(ع)، قم، کوشانپور، ۱۴۱۵ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال (رحلی)، چاپ اول، بی‌نا، بی‌جا، بی‌تا.
  • مسعودی، علی بن الحسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دارالهجرة، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بور سعید، مکتبة الثقافة الدینیة، بی‌تا.
  • مقریزی، احمد بن علی، إمتاع الأسماع بما للنبی من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبدالحمید النمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.
  • نمازی شاهرودی، علی، مستدرکات علم رجال الحدیث،، تهران، فرزند مولف، ۱۴۱۴ق.
  • نووی، یحیی بن شرف، تهذیب الأسماء و اللغات، دمشق،‌دار الرسالة العالمیة، ۱۴۳۰ق.
  • هاشمی خویی، میرزا حبیب الله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة و تکملة منهاج البراعة، تهران، مکتبة الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۰ق.
  • واعظ خرگوشی، ابوسعید، شرف النبی، تحقیق محمد روشن، تهران، بابک، ۱۳۶۱ش.
  • واقدی، محمد بن عمر، کتاب المغازی، تحقیق مارسدن جونس، بیروت، مؤسسة الأعلمی، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ یعقوبی، بیروت، ‌دار صادر، بی‌تا.