آنک آن یتیم نظر کرده (کتاب)
د "آنک آن یتیم نظرکارده" کتاب څخه یو انځور (تر ۱۴۰۰ پورې څلور ټوکونه)، چې لومړني دوه یې په لومړي ټوک کې خپاره شوي وو.[۱] | |
| نور نومونه | د رڼا له ځمکې څخه (د ځوانانو لپاره) |
|---|---|
| لیکوال | محمد رضا سرشار |
| موضوع | د پیغمبر(ص) ژوند |
| طریقه | ناول |
| ژبه | فارسي |
| نورو ژبو ته ژباړه | عربي، اردو، انګلیسي، ترکی استانبولي |
| خپرونکی | سوره مهر |
| د خپرولو نیټه | لومړۍ چاپ ۱۳۷۶ ل |
| د خپرونکی ویب پاڼه | https://sooremehr.ir |
| برقی نسخه | |
آنک آن یتیم نظر کرده، څلور ټوکیز ناول دی چې د شيعه داستانليکونکي محمد رضا سرشار (رضا رهګذر)، لخوا د پېغمبر اکرم(ص) د ژوند په اړه ليکل شوی دی. کیسه د زمزم د څاه له کندلو چې د پېغمبر(ص) نيکه عبدالمطلب ترسره کړ، پیل کېږي او مدینې ته د پېغمبر تر هجرت پورې دوام کوي. د کتاب نثر پخوانی، مسجع او شاعرانه بلل شوی او له څو بیلابېلو روایي زاویو څخه ګټه اخلي. دا اثر د لومړنیو تاریخي سرچینو او معاصرو آثارو پر بنسټ ولاړ دی نو ځکه پرې نیوکه شوې چې ځینې روایتونه یې شامل کړي چې د شیعه عالمانو له خوا نه دي تایید شوي او هم یې په ځینو معاصرو تاریخي تحلیلونو سترګې پټې کړې دي.
دغه کتاب د ځوانانو لپاره د پنځلس ټوکیزې انځوریزې ټولګې په بڼه هم خپور شوی او عربي، انګلیسي، اردو او ترکي استامبولي ژبو ته ژباړل شوی دی. کتاب په ۱۳۸۴ل کال کې د قرآني کیسو په فیسټیول کې د کال د کتاب جایزه ترلاسه کړه او د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر سید علي خامنهاي له خوا وستایل شو. دا اثر لومړی ځل په ۱۳۷۶ل کال کې خپور شو او څو ځلې بیا چاپ شوی دی.
مقام او اهمیت
آنک آن یتیم نظر کرده کتاب په ۱۳۸۴ل کال کې د قرآني کیسو د کال د کتاب په دوهم فیسټیول کې د لومړۍ درجې جایزه وګټله. د ځوانانو لپاره ځانګړې شوې نسخه یې هم د همدې فیسټیول دوهم مقام ترلاسه کړ.[۲] د کتاب عربي ژباړه د اسلامي جمهوریت د کال د کتاب د جایزې د نولسم پړاو ګټونکې شوه.[۳] په ۱۳۸۵ل کال کې د قرآني کیسو د فسټیول د مرکزي دفتر له لوري د لیکوال د درناوي مراسم ترسره شول.[۴] سید علي خامنه اي دا کتاب پر زړه پورې بللی او د لیکوال ستاینه یې کړې ده.[۵]
دغه اثر عربي، انګلیسي، اردو او ترکي استامبولي ژبو ته ژباړل شوی دی.[۶]
لیکوال
محمد رضا سرشار (زوکړه، ۱۳۳۲ل) کې چې د رضا رهګذر په نوم شهرت لري، د آنک آن یتیم نظر کرده کتاب لیکوال دی. هغه داستانلیکونکی، ادبي کره کتونکی او د راډیو ویاند دی.[۷] د سرشار له خوا تر ۱۳۰ زیات کتابونه[۸] او ۶۰ مقالې[۹] د کیسې او ادبي تنقید په برخه کې خپرې شوي[۱۰] او ۳۱ ملي جایزې یې ترلاسه کړي دي.[۱۱]
هغه د پېغمبر اکرم(ص) او د شیعه امامانو د ژوند په اړه آثار لیکلي، لکه: د معصومو امامانو په اړه په ۱۴۰ کیسو مشتمله څوارلس جلدي ټولګه[۱۲]، «دختر مغربی» (د امام رضا علیه السلام د مور په اړه داستان)،[۱۳] «تنبیهکاری» (د امام موسی کاظم علیه السلام د ژوند په اړه)[۱۴] او «پیامبری که دوست بچهها بود».[۱۵]
جوړښت او منځپانګه
دا کتاب د ناول په بڼه دی[۱۶] او د عبدالمطلب لخوا د زمزم څاه له کندلو سره پیلېږي. وروسته د پېغمبر(ص) د ژوند مهمو برخو ته ننوځي، لکه: زوکړه، بعثت،[۱۷] حبشې ته د مسلمانانو هجرت[۱۸]، د قریشو مخالفتونه[۱۹] او د مدینې هجرت[۲۰] د لیکوال په وینا، د پېغمبر تر رحلت پورې به کتاب ته دوام ورکړي.[۲۱]
د ادبي جوړښت له پلوه، د ناول زاویه په هر څه خبر یا دانای کل، تر یو حده خبره یا محدود دانای کل او لومړي شخص تر منځ بدلېږي.[۲۲] خو ځینې باور لري چې دغه اثر د ناول ځانګړنې نه لري او یوازې یو ادبي ـ تاریخي کار دی.[۲۳]
ځوانانو ته ځانګړې شوې نسخه د محمد حسین صلواتیان په انځورګري کې په ۱۵ جلدي ټولګه کې چمتو شوې. د دې ټولګې یوولسم ټوک چې ماه شب چهارده نومېږي، د امام علي(ع) د زوکړې کیسې ته ځانګړی شوی دی.[۲۴]
کره کتنه او ارزونه
د کتاب نثر پخوانی، دري ته نږدې،[۲۵] مسجع[۲۶] او شاعرانه[۲۷] بلل شوی دی.[۲۸]
دې اثر د اسلامي تاریخ له لومړنیو او معاصرو سرچینو ګټه اخيستې[۲۹] او ويل شوي چې له تاریخي پېښو سره وفادار پاتې شوی دی.[۳۰] سره له دې، ځینې روایتونه لکه د «شقالصدر» پېښه رانغاړي چې د شیعه عالمانو له خوا تایید شوې نه ده.[۳۱] همداراز، د کتاب د ځینو برخو ترمنځ ناهمغږي،[۳۲] پر ناسمو فارسي ژباړو استناد[۳۳] او د ځینو مهمو تاریخي موضوعاتو نه شاملول[۳۴] یي تنقیدي برخې دي. ویل شوي چې لیکوال د معاصرو تحلیلي آثارو لکه د رسول جعفریان، تاریخ سیاسي اسلام او د سید جعفر شهیدي تاریخ تحلیلي اسلام ته پام نه دی کړی.[۳۵]
ویل شوي چې د کتاب مطالعه د شیعه او سني دواړو مسلمانانو لپاره ګټه وره ده، ځکه روایت یې بې له حساسو اختلافاتو وړاندې شوی دی.[۳۶]
چاپ
کتاب آنک آن یتیم نظر کرده لومړی ځل د «از سرزمین نور» تر سرلیک لاندې د کانون پرورش فکری کودکان و نوجوانان (مرکز) لخوا په ۱۳۷۶ل کال کې خپور شو.[۳۷] له ۱۳۸۰ل کال څخه د «آنک آن یتیم نظر کرده» تر نوم لاندې د بهنشر (د آستان قدس رضوي اړوند)[۳۸] او سوره مهر (د سازمان تبلیغات اسلامي اړوند) خپرندویانو لخوا خپرېده او څو ځله تجدید چاپ شو.[۳۹] دوهم ټوک په ۱۳۸۵ل کال کې[۴۰] او درېیم او څلورم ټوکونه په ۱۴۰۰ل کال کې خپاره شول.[۴۱]
د خپرېدو مخکې
کتاب آنک آن یتیم نظر کرده د خپرېدو نه مخکې، په ۱۳۷۲ل کال کې د «از سرزمین نور» تر نوم لاندې د راډیو ډرامې په بڼه د ایران د اسلامي جمهوریت له ملي راډیو څخه خپور شو.[۴۲]
فوټ نوټ
- ↑ «معرفی مجموعه آنک آن یتیم نظر کرده»، تارنمای کتابرسان.
- ↑ «برگزيدگان دومين جشنوارهي كتاب سال قصههاي قرآني معرفي شدند»، خبرگزاری دانشجویان ایران (ایسنا).
- ↑ «با حضور رئیسجمهوری و وزیر ارشاد از برگزیدگان کتاب سال و جایزه جهانی کتاب جمهوری اسلامی ایران تجلیل شد»، تارنمای وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی ایران.
- ↑ پازوکی، «حق بزرگ یک نویسنده، گزارشی از مراسم نکوداشت محدرضا سرشار»، ص۲۷۳.
- ↑ «بیانات در دیدار هنرمندان و مسئولان فرهنگی کشور»، تارنمای دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتاللهالعظمی خامنهای.
- ↑ «آنک آن یتیم نظرکرده نقد و بررسی میشود»، خبرگزاری بین المللی قرآن (ایکنا).
- ↑ تقوایی، «محمدرضا رهگذر»، تارنمای مجله داستاننویس نوجوان؛ شیخالاسلامی، «منتقد انقلابی، نقد آرا و اندیشههای ادبی محمدرضا سرشار»، ص۶۸.
- ↑ «زندگینامه و معرفی آثار محمدرضا سرشار»، تارنمای فروشگاه کتاب طاقچه.
- ↑ «فهرست مقالات سرشار (رهگذر)»، تارنمای پایگاه مجلات تخصصی نور.
- ↑ حداد، «آشنایی با آثار رضا رهگذر»، ص۷۵.
- ↑ «زندگینامه و معرفی آثار محمدرضا سرشار»، تارنمای فروشگاه کتاب طاقچه.
- ↑ «شناسنامه کتاب ۱۴۰ قصه، ۱۴ معصوم»، تارنمای سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ «شناسنامه کتاب دختر مغربی: داستانی از زندگی مادر امام رضا(ع)»، تارنمای سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ «شناسنامه کتاب تنبیهکاری، داستانی از زندگی امام موسی کاظم(ع)»، تارنمای سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ «شناسنامه کتاب پیامبری که دوست بچهها بود، داستانی از زندگی پیامبر اسلام (ص)»، تارنمای سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ پرویز، «نقد پیامبر، از تولد تا بعثت»، ص۵۸.
- ↑ پرویز، «نقد پیامبر، از تولد تا بعثت»، ص۵۷.
- ↑ «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده، جلد دوم»، سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ «جلد سوم آنک آن یتیم نظر کرده منتشر شد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
- ↑ «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظرکرده، جلد سوم»، تارنمای سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ «ادامه نگارش آنک آن یتیم نظر کرده تا رحلت پیامبر(ص)»، خبرگزاری بینالمللی قرآن (ایکنا).
- ↑ پرویز، «نقد پیامبر، از تولد تا بعثت»، ص۵۷ و ۵۸.
- ↑ «کتاب آنک آن یتیم نظرکرده رمان تاریخی نیست»، خبرگزاری کتاب ایران (ایبنا).
- ↑ «شناسنامه کتاب از سرزمین نور»، تارنمای سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ «انتشار آنک آن یتیم نظر کرده به زبان ترکی استانبولی در آمازون»، خبرگزاری تسنیم.
- ↑ «واقعنمایی اینک آن یتیم نظر کرده را در مکتر اثر مشابهی میتوان دید»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «معرفی کتاب آنک آن یتیم نظر کرده»، تارنمای افق اندیشه.
- ↑ پرویز، «نقد پیامبر، از تولد تا بعثت»، ص۵۸ و ۵۹.
- ↑ سرشار، آنک آن یتیم نظر کرده، ۱۳۹۲ش، ص۶۱۸-۶۲۲.
- ↑ «واقعنمایی اینک آن یتیم نظر کرده را در کمتر اثر مشابهی میتوان دید»، خبرگزاری مهر؛ «کارکرد چندگانه همزمانی، اتفاقی بزرگ در کتاب محمدرضا سرشار است»، خبرگزاری کتاب ایران (ایبنا).
- ↑ پرویز، «نقد پیامبر، از تولد تا بعثت»، ص ۵۹.
- ↑ پرویز، «نقد پیامبر، از تولد تا بعثت»، ص۵۸.
- ↑ «کتاب آنک آن یتیم نظرکرده رمان تاریخی نیست»، خبرگزاری کتاب ایران (ایبنا).
- ↑ پرویز، «نقد پیامبر، از تولد تا بعثت»، ص ۵۹.
- ↑ «کتاب آنک آن یتیم نظرکرده رمان تاریخی نیست»، خبرگزاری کتاب ایران (ایبنا).
- ↑ «واقعنمایی اینک آن یتیم نظر کرده را در کمتر اثر مشابهی میتوان دید»، خبرگزاری مهر.
- ↑ «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده...: داستان خردی پیامبر(ص)»، تارنمای سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده، چاپ ۱۳۸۰ شمسی»، تارنمای سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده، جلد اول»، تارنمای سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران؛ «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده، چاپ ۱۳۹۹ شمسی»، تارنماه سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران؛ «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده، چاپ ۱۳۸۰ شمسی»، تارنمای سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده، جلد دوم»، سازمان اسناد و کتابخانه ملی جمهوری اسلامی ایران.
- ↑ «روایتی جدید از زندگی حضرت محمد(ص) به روایت محمدرضا سرشار»، خبرگزاری تسنیم.
- ↑ «قسمتی از برنامه رادیویی از سرزمین نور»، تارنمای دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتاللهالعظمی خامنهای؛ میرکیانی، «درباره کتاب آنک آن یتیم نظرکرده و نمایش رادیوییاش»، تارنمای دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتاللهالعظمی خامنهای؛ «واقعنمایی اینک آن یتیم نظر کرده را در کمتر اثر مشابهی میتوان دید»، خبرگزاری مهر.
سرچينې
- «ادامه نگارش آنک آن یتیم نظر کرده تا رحلت پیامبر(ص) (د آنک آن یتیم نظر کرده لیکله تر د رسول الله تر وفات پورې)»، د قرآن نړیوال خبري اژانس (ایکنا)، د خپرېدو نېټه: ۱۸ زمری ۱۳۹۱ش، د لېدنې نېټه: ۲۳ وږي ۱۴۰۴ش.
- «آنک آن یتیم نظرکرده محمدرضا سرشار این بار به زبان ترکی منتشر شد (آنک آن یتیم نظر کرده د محمدرضا سرشار اثر دا ځل په ترکي ژبه خپور شو)»، د رهیافته وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۵ وږي ۱۳۹۳ش، د لېدنې نېټه: ۵ وږي ۱۴۰۴ش.
- «انتشار آنک آن یتیم نظر کرده به زبان ترکی استانبولی در آمازون (په امازون کې د استانبولي ترکي ژبې ته د آنک آن یتیم نظر کرده خپرېدل)»، د تسنیم خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۸ وری ۱۳۹۴ش، د لېدنې نېټه: ۵ وږي ۱۴۰۴ش.
- «آنک آن یتیم نظرکرده نقد و بررسی میشود (آنک آن یتیم نظر کرده تر نقد او ارزونې لاندې)»، د قرآن نړیوال خبري اژانس (ایکنا)، د خپرېدو نېټه: ۸ مرغومی ۱۳۹۳ش، د لېدنې نېټه: ۵ وږي ۱۴۰۴ش.
- «با حضور رئیسجمهوری و وزیر ارشاد از برگزیدگان کتاب سال و جایزه جهانی کتاب جمهوری اسلامی ایران تجلیل شد (د جمهور رئیس او د ارشاد وزیر په حضور کې د کال د غوره کتاب او د ایران د نړیوال کتاب د جایزې ګټونکو ته درناوی وشو)»، د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۹ سلواغه ۱۳۹۰ش، د لېدنې نېټه: ۴ وږي ۱۴۰۴ش.
- «برگزیدگان دومین جشنوارهی کتاب سال قصههای قرآنی معرفی شدند (د دوهم قرآني کیسو د کال کتاب فستیوال ګټونکي معرفي شول)»، د ایران د محصلینو خبري اژانس (ایسنا)، د خپرېدو نېټه: ۲۲ تله ۱۳۸۴ش، د لېدنې نېټه: ۴ وږي ۱۴۰۴ش.
- «بیانات در دیدار هنرمندان و مسئولان فرهنگی کشور (له هنرمندانو او د هېواد له کلتوري مسئولینو سره د لیدنې وینا)»، د آیتالله العظمی خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۲ چنګاښ ۱۳۷۳ش، د لېدنې نېټه: ۲۷ زمری ۱۴۰۴ش.
- پازوکي، حمیده، «حق بزرگ یک نویسنده، گزارشی از مراسم نکوداشت محدرضا سرشار (د یوه لیکوال ستر حق؛ د محمدرضا سرشار د درناوي مراسمو راپور)»، ګڼه ۱۰۴–۱۰۶، غبرګولی، چنګاښ او زمری ۱۳۸۵ش.
- پرویز، محسن، «نقد پیامبر، از تولد تا بعثت، نقد رمان آنک آن یتیم نظر کرده (له زېږون تر بعثته د پیغمبر نقد؛ د آنک آن یتیم نظر کرده ناول نقد)»، د داستاني ادبیاتو مجله، ګڼې ۹۸ او ۹۹، سلواغه او کب ۱۳۹۴ش.
- تقوایي، ګلناز، «محمدرضا رهګذر»، د ځوانانو د کیسهلیکونکو مجلې وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۹ مرغومی ۱۴۰۱ش، د لېدنې نېټه: ۸ وږي ۱۴۰۴ش.
- «جلد سوم آنک آن یتیم نظر کرده منتشر شد (د آنک آن یتیم نظر کرده درېیم ټوک خپور شو)»، د اسلامي جمهوریت خبري اژانس (ایرنا)، د خپرېدو نېټه: ۳ غویی ۱۴۰۰ش، د لېدنې نېټه: ۶ وږي ۱۴۰۴ش.
- حداد، حسین، «آشنایی با آثار رضا رهگذر (د رضا رهګذر له اثارو سره بلدتیا)»، د ماشوم او تنکي ځوان ادبیاتو څېړنیزه مجله، ګڼه ۳، ژمی ۱۳۷۴ش.
- «زندگینامه و معرفی آثار محمدرضا سرشار (د محمدرضا سرشار ژوندلیک او د اثارو پېژندنه)»، د طاقچه د کتاب پلورنځي وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۸ وږي ۱۴۰۴ش.
- «روایتی جدید از زندگی حضرت محمد(ص) به روایت محمدرضا سرشار (د محمدرضا سرشار په روایت د حضرت محمد له ژوند څخه نوی بیان)»، د تسنیم خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۳ لړم ۱۴۰۰ش، د لېدنې نېټه: ۴ وږي ۱۴۰۴ش.
- «فهرست مقالات سرشار (رهگذر) (د سرشار (رهګذر) د مقالو لړلیک)»، د نور تخصصي مجلو د پایګاه وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۸ وږي ۱۴۰۴ش.
- سرشار، محمدرضا، آنک آن یتیم نظر کرده، تهران، سوره مهر خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ش.
- سرشار، محمدرضا، هاهو اليتيم بعين الله،النبي(ص) من الولادة إلى البعثة، ژباړه: بتول مشکینفام، بیروت، دار المعارف الحکمیة الاولی، ۱۴۳۶ق.
- «شناسنامه کتاب از سرزمین نور (د از سرزمین نور کتاب پېژندپاڼه)»، د ایران د ملي اسنادو او کتابتون سازمان وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۲۱ وږي ۱۴۰۴ش.
- «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده، جلد دوم (د آنک آن یتیم نظر کرده (دوهم ټوک) کتاب پېژندپاڼه)»، د ایران د ملي اسنادو او کتابتون سازمان، د لېدنې نېټه: ۲۱ وږي ۱۴۰۴ش.
- «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده...: داستان خردی پیامبر(ص) (د آنک آن یتیم نظر کرده… (د رسول الله د ماشومتوب کیسه) کتاب پېژندپاڼه)»، د ایران د ملي کتابتون وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۲۶ زمری ۱۴۰۴ش.
- «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده، چاپ ۱۳۸۰ شمسی (د آنک آن یتیم نظر کرده (چاپ ۱۳۸۰لمریز کال) کتاب پېژندپاڼه)»، د ایران د ملي کتابتون وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۲۶ زمری ۱۴۰۴ش.
- «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده، جلد اول (د آنک آن یتیم نظر کرده لومړی ټوک – کتاب پېژندپاڼه)»، د ایران د ملي کتابتون وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۲۳ وږي ۱۴۰۴ش.
- «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظرکرده، جلد سوم (د آنک آن یتیم نظر کرده درېیم ټوک – کتاب پېژندپاڼه)»، د ایران د ملي کتابتون وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۴ وږي ۱۴۰۴ش.
- «شناسنامه کتاب آنک آن یتیم نظر کرده، چاپ ۱۳۹۹ شمسی (د آنک آن یتیم نظر کرده (چاپ ۱۳۹۹ لمریز کال) کتاب پېژندپاڼه)»، د ایران د ملي کتابتون وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۲۶ زمری ۱۴۰۴ش.
- «شناسنامه کتاب تنبیهکاری، داستانی از زندگی امام موسی کاظم(ع) (تنبیهکاری؛ د امام موسی کاظم(ع) له ژوند څخه کیسه – کتاب پېژندپاڼه)»، د ایران د ملي کتابتون وېبپاڼه.
- «شناسنامه کتاب دختر مغربی: داستانی از زندگی مادر امام رضا(ع) (دختر مغربی؛ د امام رضا(ع) د مور له ژوند څخه کیسه – کتاب پېژندپاڼه)»، د ایران د ملي کتابتون وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۲۳ وږي ۱۴۰۴ش.
- «شناسنامه کتاب ۱۴۰ قصه، ۱۴ معصوم(۱۴۰ کیسه، ۱۴ معصوم – کتاب پېژندپاڼه)» ، د ایران د ملي کتابتون وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۲۳ وږي ۱۴۰۴ش.
- «شناسنامه کتاب پیامبری که دوست بچهها بود، داستانی از زندگی پیامبر اسلام (ص) (هغه پیغمبر چې له ماشومانو سره یې مینه لرله – کتاب پېژندپاڼه)»، د ایران د ملي کتابتون وېبپاڼه.
- شیخالاسلامي، حسین، «منتقد انقلابی، نقد آرا و اندیشههای ادبی محمدرضا سرشار (انقلابي منتقد؛ د محمدرضا سرشار د ادبي افکارو نقد)»، د ماشوم او تنکي ځوان د کتاب میاشت، لیندی ۱۳۸۰ش.
- «قسمتی از برنامه رادیویی از سرزمین نور (د از سرزمین نور له راډیویي پروګرام څخه یوه برخه)»، د آیتالله العظمی خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۶ چنګاښ ۱۳۸۹ش، د لېدنې نېټه: ۴ وږي ۱۴۰۴ش.
- «کارکرد چندگانه همزمانی، اتفاقی بزرگ در کتاب محمدرضا سرشار است (د همزمانۍ څوګونی کارکرد؛ د محمدرضا سرشار په کتاب کې ستره پېښه)»، د ایران د کتاب خبري اژانس (ایبنا)، د خپرېدو نېټه: ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ش، د لېدنې نېټه: ۵ وږي ۱۴۰۴ش.
- «کتاب آنک آن یتیم نظرکرده رمان تاریخی نیست (آنک آن یتیم نظر کرده تاریخي ناول نه دی)»، د ایران د کتاب خبري اژانس (ایبنا)، د خپرېدو نېټه: ۲۶ تله ۱۴۰۱ش، د لېدنې نېټه: ۵ وږي ۱۴۰۴ش.
- «معرفی کتاب آنک آن یتیم نظر کرده (د آنک آن یتیم نظر کرده کتاب پېژندنه)»، د افق اندیشه وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۷ لړم ۱۴۰۳ش، د لېدنې نېټه: ۴ وږي ۱۴۰۴ش.
- «معرفی مجموعه آنک آن یتیم نظر کرده (د آنک آن یتیم نظر کرده د مجموعې پېژندنه)»، د کتابرسان وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۸ وږي ۱۴۰۴ش.
- میرکیاني، محمد، «درباره کتاب آنک آن یتیم نظرکرده و نمایش رادیوییاش (د آنک آن یتیم نظر کرده او د هغې د راډیويي نندارې په اړه)»، د آیتالله العظمی خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۶ چنګاښ ۱۳۸۹ش، د لېدنې نېټه: ۴ وږي ۱۴۰۴ش.
- «واقعنمایی اینک آن یتیم نظر کرده را در کمتر اثر مشابهی میتوان دید (په لږو ورته اثارو کې د آنک آن یتیم نظر کرده واقعپالنه لیدل کېږي)»، د مهر خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۱۳ مرغومی ۱۳۹۳ش، د لېدنې نېټه: ۴ وږي ۱۴۰۴ش.
| ||||||||||||||||||||||||||