منځپانگې ته ورتلل

شفاء السقام في زیارة خیر الانام (کتاب)

د wikishia لخوا
شفاء السقام في زیارة خیر الانام
لیکوالسُبکي
موضوعد پیغمبر(ص) زیارت
طریقهردیه/انتقادي
ژبهعربي
خپرونکیدائرة المعارف العثمانیه
د خپرولو نیټه۱۴۱۹ق


شِفاءُ السَّقام فی زیارَةِ خَیرِ الاَنام، د اتمې هجري پېړۍ د شافعي مذهب عالم، تقی‌الدین سُبکي، يوه مشهوره رساله ده چې د ابن تیمیه حراني د هغه نظر په رد کې ليکل شوې چې د پيغمبر(ص) د زیارت لپاره د سفر نيت کول حرام بولي.

سبکي په دې اثر کې د پيغمبر (ص) د زيارت جواز او فضيلت ثابت کړی او د ابن‌تیمیه شبهاتو ته يې ځواب ويلي دی.

د کتاب پېژندګلو او مقام یې

شِفاءُ السَّقام فی زیارَةِ خَیرِ الأنام (په معنا: د ناروغیو شفا د غوره انسان د زیارت له لارې) د تقی‌الدین سبکي تأليف دی، چې پکې د ابن‌تیمیه هغه نظریات نقد شوي دي چې د پيغمبر(ص) د زيارت مخالفت کوي.

په ځینو څېړنو کې دا اثر د شدّ رحال د حديث (هغه روايت چې د درې جوماتونو ـ مسجدالحرام، مسجدالنبي او مسجدالاقصی ـ د لمانځه لپاره د سفر فضيلت بيانوي) تر ټولو جامع تحليل بلل شوی دی.[۱] يو شمېر اهل سنت عالمانو، چې د سبکي په څېر د پيغمبر(ص) د قبر زيارت جايز بولي، سبکي او دا کتاب يې ستايلي دي.[۲] د دې کتاب بل مشهور نوم شن الغارة علی من أنکر فضل الزیارة دی.[۳]

د پيغمبر(ص) د زيارت په اړه د ابن‌تیمیه نظر

ابن‌تَیْمِیّه، چې د سلفي مکتب يو اغېزمن مفکر و، د شدّ رحال د حديث په استناد، د قبرونو زیارت لپاره د سفر نيت کول، آن د پيغمبر(ص) د قبر لپاره حرام بللي، او کله کله يې دا عمل بدعت او شرک‌آميز ګڼلی دی.[۴] د هغه په وينا، د حديث له مخې، يوازې د دریو جوماتونو لپاره د سفر نيت کول جايز دي: مسجدالحرام، مسجدالاقصی او مسجدالنبي.[۵]

د ليکوال په اړه

تقی‌الدین سُبکي (۶۸۳–۷۵۶ق) د شافعي مذهب يو ستر عالم و، چې د مصر په سبک ښار کې زېږېدلی و.[۶] هغه د دمیاتي او ابن‌عطاءالله صوفي په څېر استادانو سره زده کړې وکړې، او وروسته د شام قاضي شو، چې دا منصب يې د ژوند تر پایه وساته.[۷] سبکي د تدريس ترڅنګ د دارالحدیث اشرفیه رئيس هم و او د ابن‌تیمیه د افکارو په رد کې يې څو آثار وليکل، چې الدرة المضیئة او شفاءالسقام یې تر ټولو مهم دي.[۸] هغه په قاهره کې خاورو ته وسپارل شو.[۹]

جوړښت او منځپانګه

د کتاب مباحث په لسو ابوابو او يوې خاتمې وېشل شوي دي:

  • ۱ تر ۳ بابونه: د زيارت په اړه د نصوصو او د مسلمانانو د عملي سيرت څېړنه. لومړنی حديث د ابن‌عمر له قوله را نقل شوی چی پیغمبر(ص) ویلی دی: «مَنْ زَارَ قَبْرِي وَجَبَتْ لَهُ شَفَاعَتِي» — «هر څوک چې زما د قبر زيارت وکړي، زما شفاعت پرې واجبیږي.»[۱۰]
  • ۴ تر ۶ بانونه: د عبادت مشروعيت او د زيارت لپاره د سفر د فضيلت په اړه د عالمانو د نظرونو جاجونه.
  • ۷ تر ۱۰ بابونه: د ابن‌تیمیه د شبهاتو رد، د پيغمبرانو برزخي ژوند، د توسل مشروعيت او د شفاعت مسله.
  • خاتمه: د الاعلام بفضل الصلاة علی النبی له کتابه نقل شوي پر پيغمبر(ص) د درود او صلوات اړوند نصوص.[۱۱]

پر کتاب رد ليکنه

ابن‌عبدالهادي حنبلي د سبکي پر اثر يو رد ليکلی او پکې يې ويلي چې د سبکي دعوه ناسمه ده؛ د هغه په وينا ابن‌تیمیه د پيغمبر(ص) د زيارت د اصل انکار نه دی کړی، بلکې هغه یې مستحب بللی دی.[۱۲]

چاپ او خپرونه

د کتاب لومړی چاپ د الاميرية الکبری چاپ‌خونې لخوا په مصر کې په ۱۳۱۸ق کال کې شوی. دوهم چاپ په ترکيه، او درېم او څلورم چاپ د دائرةالمعارف العثمانیه له خوا په حيدرآباد دکن کې خپور شوی.[۱۳]

فوټ نوټ

  1. ↑ عباسی‌مقدم، «بررسی متنی و سندی روایت شد رحال»، مخ۱۹۸.
  2. ↑ وګورئ: حسینی جلالی، «مقدمه»، ۱۳۹۰ش، ۳۷-۳۹مخونه.
  3. ↑ سرحدی، «رد فتاوای وهابیان»، مخ۱۹۹.
  4. ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابن‌تیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ټوک۲، مخ۴۴۰.
  5. ↑ ابن‌تیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ټوک۲، مخ۴۴۰.
  6. ↑ گزارش کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام تألیف قاضی سبکی(د شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام کتاب د قاضی سبکی تالیف راپور)، د آیت‌الله مکارم شیرازي د معلوماتي ویب پاڼه.
  7. ↑ گزارش کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام تألیف قاضی سبکی(د شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام کتاب د قاضی سبکی تالیف راپور)، د آیت‌الله مکارم شیرازي د معلوماتي ویب پاڼه.
  8. ↑ گزارش کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام تألیف قاضی سبکی(د شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام کتاب د قاضی سبکی تالیف راپور)، د آیت‌الله مکارم شیرازي د معلوماتي ویب پاڼه.
  9. ↑ سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، مخ۷.
  10. ↑ سبکی، شفاء السقام، ۱۳۹۰ش، ۱۴۳۳ق، مخ۶۶.
  11. ↑ سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، ۵۱–۵۶مخونه؛ «سلسله گزارش‌هایی از آثار اهل سنّت در نقد افکار وهابیت» (د وهابیت د افکارو په نقد کې د اهل سنّت د آثارو د راپورونو لړۍ، د شفاء السقام د کتاب راپور)، د آیت‌الله مکارم شیرازي د معلوماتي ویب پاڼه؛ اصغری‌نژاد، معرفی کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام، مخ۱۹۱.
  12. ↑ سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، مخ۴۴.
  13. ↑ شفاء السقام فی زیارة خیر الانام، د نور ډیجیټلي کتابتون.

سرچينې

  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، ریاض، د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون، ۱۴۰۶هـ ق.
  • اصغري‌نژاد، محمد، معرفی کتاب: شفاء السقام فی زیارة خیرالأنام (د کتاب پېژندنه: شفاء السقام فی زیارة خیرالأنام)، فرهنگ کوثر، پسرلی ۱۳۸۸هـ ش، ګڼه ۷۷.
  • حسیني جلالي، سید محمدرضا، «مقدمه»، در کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الانام («سریزه»، په کتاب شفاء السقام فی زیارة خیر الانام کې)، د علي بن عبدالکافي سبکي تألیف، تهران، مشعر، ۱۳۹۰هـ ل.
  • سبکي، علي بن عبدالکافي، شفاء السقام فی زیارة خیر الانام، حیدرآباد، دائرة المعارف العثمانیة، ۱۴۱۹هـ ق.
  • سرحدي، مهدي، «رد فتاوای وهابیان» (د وهابیانو د فتواؤ رد)، په مجله میقات حج، ګڼه ۵۷، منی ۱۳۸۵هـ ل.
  • سلسله گزارش‌هایی از آثار اهل سنّت در نقد افکار وهابیت، گزارش کتاب شفاء السقام، (د وهابیت د افکارو په نقد کې د اهل سنّت د آثارو د راپورونو لړۍ، د شفاء السقام د کتاب راپور)، د آیت‌الله مکارم شیرازي د معلوماتي پایګاه، د کتنې نېټه: ۱۲ لیندی ۱۳۹۹هـ ل.
  • شفاء السقام فی زیارة خیر الانام، د نور ډیجیټلي کتابتون.
  • عباسي‌مقدم، مصطفی، «بررسی متنی و سندی روایت شد رحال» (د شدّ رحال د روایت متني او سندي څېړنه)، د حدیث‌پژوهی دوه‌فصلنامه ، ګڼه ۸، منی او ژمی ۱۳۹۱هـ ل.