شق الصدر
| معجزې او ارهاصات | |||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||
شَقُّالصدر یا شَقُّ صدرالنبي هغه راپور ته ویل کېږي چې په ځینو اسلامي سرچینو کې راغلی او له مخې یې د اسلام د پیغمبر(ص) د ماشومتوب پر مهال یوه فوقالعاده پېښه رامنځته شوې، چې پکې د پیغمبر سینه پرانیستل شوې او زړه یې پاک شوی دی. دا روایت د اهلسنت په یو شمېر سرچینو کې نقل شوی دی.
د دې راپور د تاریخي صحت او تفسیر په اړه اجماع نشته. ځینو اهلسنت عالمانو دا منلی، خو نورو یې په اعتبار کې شک څرګند کړی دی. د شیعه عالمانو ترمنځ عموماً دا راپور یا رد شوی او یا په سمبولیک او تمثیلي ډول تفسیر شوی دی. د روایتونو اختلاف، له ځینو کلامي مبانیو او قرآني ښوونو سره ناسازګاري، د پیغمبر له عصمت سره تعارض، او له ځینو تاریخي راپورونو سره نه سمون هغه دلایل دي چې د دې راپور د قطعیت په اړه د شک لپاره وړاندې شوي دي.
ځینو اهلسنت مفسرانو د أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ آیت له دې روایت سره تړلی دی؛ خو یو شمېر شیعه مفسران دا تطبیق ناتمام او یا له کافي دلیل پرته بولي.
اهمیت او مقام
شقُّالصدر هغې پېښې ته منسوب دی چې د حضرت محمد (ص) د ماشومتوب له دورې سره تړاو لري او پکې د هغه سینه پرانیستل شوې او زړه یې پاک شوی دی.[۱] دا کیسه د اهلتسنن د سیرت او حدیث په سرچینو کې نقل شوې ده.[۲] له دې جملې څخه په صحیح البخاري،[۳] صحیح مسلم،[۴] سنن ترمذي[۵] او سنن نسائي کې یادونه شوې ده.[۶] ځینې سرچینې دا پېښه د پیغمبر له ارهاصاتو (له بعثته مخکې پېښې) څخه ګڼي.[۷]
ځینو اهلسنت مفسرانو د انشراح سورې لومړی آیت د شقالصدر له کیسې سره تطبیق کړی دی.[۸] خو د ۱۵مې هجري پېړۍ شیعه مفسر، ناصر مکارم شیرازي، دا تفسیر بېدلیله بولي.[۹] ځینو شیعه څېړونکو د شقالصدر کیسه له اسرائیلیاتو څخه ګڼلې او دا یې د پیغمبر د شخصیت د سپکاوي سبب بللی دی.[۱۰] همدارنګه سنيمذهب مفسر، محمد عبده، د شقالصدر روایتونه قطعي نه ګڼي او باور لري چې دا روایتونه د عقایدو د اثبات او پر غیب د ایمان لپاره ګټور نه دي.[۱۱]
د ماجرا تشریح
د اهلسنت د سرچینو له مخې، د پیغمبر(ص) د ماشومتوب پر مهال دوه فرښتې د انسانانو په بڼه ورغللې.[۱۲] هغوی د پیغمبر سینه پرانیستله، زړه یې راوایست[۱۳] او له پاکولو وروسته یې بېرته په خپل ځای کېښود.[۱۴] حلیمه، چې د پیغمبر رضاعي مور وه، هغه یو کاهن ته بوت، او هغه خبرداری ورکړ چې محمد به په راتلونکي کې د خلکو دین بدل کړي.[۱۵]
ځینې راپورونه څرګندوي چې دا پېښه د پیغمبر (ص) د ژوند په اوږدو کې څو ځله رامنځته شوې، لکه د درې کلنۍ، لس کلنۍ، د مبعث پر مهال او د معراج پر وخت.[۱۶] ځینې باور لري چې د ماشومتوب شقصدر د ماشومانو له ځانګړنو د پیغمبر د پاکولو لپاره و، او د مبعث او معراج شقصدر خدای ته د لا زیات نږدېوالي لپاره ترسره شوی دی.[۱۷] ابنعاشور د دې راپورونو ځینې د خوب (رؤیا) له عالم سره تړلي ګڼي.[۱۸]
په شیعه سرچینو کې ورته ماجرا
په شیعه سرچینو کې د دې پېښې روایت بل ډول دی: د ابنشهرآشوب د المناقب کتاب له مخې، پیغمبر (ص)د حلیمه له نورو بچیانو سره صحرا ته ولاړ، فرښتو هغه د غره څوکې ته یووړ او هلته یې ووینځه او پاک یې کړ. کله چې حلیمه محمد ولید، له هغه څخه یې نور ولید او د مشک بوی یې ترې احساس کړ.[۱۹] د شیعه تاریخپوه سید هاشم رسولي محلاتي په وینا، دا نقل د نورو سرچینو د ډېرو اشکالونو نه خالي دی.[۲۰]
د شقّالصدر په اړه د اسلامي مذاهبو دریځ
د شیعه عالمانو ډېری د شقّالصدر پېښه رد کړې ده.[۲۱] د الصحیح من سیرة النبی الاعظم کتاب لیکوال، سید جعفر مرتضی عاملي، دا راپور اسطورهيي او د جاهلیت له کیسو اخیستل شوی بولي.[۲۲] خو ځینې نور شیعه عالمان لکه سید محمد حسین طباطبایي او ناصر مکارم شیرازي دا پېښه سمبولیکه او تمثیلي ګڼي[۲۳] او باور لري چې دا د الهي مرستو له لارې د پیغمبر د روحي پیاوړتیا او اخلاقي پاکوالي څرګندونه ده.[۲۴] [۲۵]
د دې په اپوټه، د اهلسنت ډېری عالمانو دا پېښه منلې ده.[۲۱] که څه هم ځینو یې په صحت کې شک څرګند کړی دی.[۲۶] ابنحجر عسقلاني په دې باور دی چې روایت باید په خپله ظاهري معنا واخیستل شي او تاویل یې سم نه دی.[۲۷]
کره کتنې
شیعه او سني عالمانو د شقّالصدر په راپور نیوکې کړې دي.[۲۸] د دې انتقادونو له جملې څخه:
- له قرآني ښوونو سره اختلاف؛ د محمود ابورَیّه په وینا، قرآن، پیغمبر داسې شخصیت معرفي کوي چې د شیطان پر وړاندې نفوذناپذیر دی، خو د شقّالصدر کیسه له دې اصل سره سمون نه خوري.[۲۹]
- د پیغمبر له عصمت سره ټکر.[۳۰]
- د پیغمبر د اختیار محدودول او هغه د ګناه نه کولو ته مجبور ګڼل.[۳۱]
- د روایتونو ترمنځ د جزئیاتو اختلاف.[۲۵] البته شیعه څېړونکی سید هاشم معروف الحسني، دا اختلاف د اصل پېښې د انکار دلیل نه ګڼي، ځکه معجزې اکثر د بشري عقل له درکه پورته وي.[۳۲]
- د زړه له ظاهري وینځل کېدو سره د معنوي رتبې د لوړاوي نه ارتباط .[۳۳]
- له ځینو تاریخي واقعیتونو سره ناغږملتیا.[۳۴]
اړوند مطالب
فوټ نوټ
- ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۳۲، مخ۲۰۵؛ بوطی، فقه السیره، دار الفکر، مخ۴۰.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم (ص)، ۱۴۲۶ق، ټوک۲، مخ۱۶۵.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ټوک۱، مخ۷۸؛ ټوک۲، مخ۱۵۶؛ ټوک۴، مخ۱۳۵؛ ټوک۵، مخ۵۲.
- ↑ حجاج بن مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ټوک۱، مخ۱۴۷.
- ↑ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ټوک۵، مخ۴۴۲.
- ↑ نسائی، سنن النسائی، ۱۴۰۶ق، ټوک۱، مخ۲۱۷.
- ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ټوک۳۲، مخ۲۰۵؛ بوطی، فقه السیره، دار الفکر، مخ۴۰.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به: فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ټوک۳۲، مخ۲۰۵؛ ابنکثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ټوک۸، مخ۴۱۵؛ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ټوک۱۵، مخ۳۸۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲۷، مخ۱۲۳.
- ↑ کربلایی پازوکی، «سرگذشت شق صدر النبی از پندار تا حقیقت»، مخ۱۱۳.
- ↑ رشیدرضا، تفسیر القرآن الحکیم، ۱۴۱۴ق، ټوک۳، مخ۲۹۲.
- ↑ ابناسحاق، کتاب السیر و المغازی، ۱۳۹۸ق، مخ۵۱.
- ↑ ابناسحاق، کتاب السیر و المغازی، ۱۳۹۸ق، مخ۵۱.
- ↑ ابناسحاق، کتاب السیر و المغازی، ۱۳۹۸ق، مخ۵۱.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، دار التراث، ټوک۲، مخ۱۶۳.
- ↑ ابوریه، اضواء علی السنة المحمدیه، ۱۹۹۴م، مخ۱۶۰.
- ↑ طهطاوی، نهایة الایجاز، ۲۰۰۶م، مخ۵۶.
- ↑ ابنعاشور، التحریر و التنویر، مؤسسة التاریخ، ټوک۳۰، مخ۳۶۱.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب آل ابیطالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ټوک۱، مخ۳۳.
- ↑ رسولی محلاتی، درسهایی از تاریخ تحلیلی اسلام، ۱۳۷۱ش، ټوک۱، مخ۲۰۲.
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ کربلایی پازوکی، «سرگذشت شق صدر النبی از پندار تا حقیقت»، مخ۱۱۵.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم (ص)، ۱۴۲۶ق، ټوک۲، مخ۱۷۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۳، مخ۲۳؛ او ټوک۲۰، مخ۳۱۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲۷، مخ۱۲۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲۷، مخ۱۲۳.
- ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ رسولی محلاتی، درسهایی از تاریخ تحلیلی اسلام، ۱۳۷۱ش، ټوک۱، ۱۹۴-۱۹۵ مخونه.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابوریه، اضواء علی السنة المحمدیه، ۱۹۹۴م، ۱۵۸-۱۶۱ مخونه؛ غزالی، فقه السیره، ۱۴۲۷ق، ۶۵-۶۶ مخونه؛ هیکل، حیاة محمد، ۱۴۲۸ق، مخ۱۴۲.
- ↑ عسقلانی، فتح الباری، ۱۹۵۹م، ټوک۷، مخ۲۰۵.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابوریه، اضواء علی السنة المحمدیه، ۱۹۹۴م، ۱۵۸-۱۶۱ مخونه؛ غزالی، فقه السیره، ۱۴۲۷ق، ۶۵-۶۶ مخونه؛ هیکل، حیاة محمد، ۱۴۲۸ق، مخ۱۴۲.
- ↑ ابوریه، اضواء علی السنة المحمدیه، ۱۹۹۴م، مخ۱۶۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۶، مخ۶۰۹.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم (ص)، ۱۴۲۶ق، ټوک۲، مخ۱۶۹.
- ↑ حسنی، سیرة المصطفی، ۱۴۱۶ق، مخ۴۵.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم (ص)، ۱۴۲۶ق، ټوک۲، مخ۱۶۸.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم (ص)، ۱۴۲۶ق، ټوک۲، مخ۱۶۵.
سرچينې
- آلوسي، محمود، روح المعاني في تفسير القرآن العظيم والسبع المعاني، بيروت، دار الکتب العلمية، ۱۴۱۵هـ.
- ابو ريه، محمود، أضواء على السنة المحمدية، قاهره، دار المعارف، ۱۹۹۴م.
- ابن اسحاق، محمد، كتاب السير والمغازي، بيروت، دار الفكر، ۱۳۹۸هـ.
- ابن شهرآشوب، محمد بن علي، مناقب آل أبي طالب (ع)، قم، علامه، ۱۳۷۹هـ.
- ابن عاشور، محمد بن طاهر، التحرير والتنوير، بيروت، مؤسسة التاريخ، بېنیټې.
- ابن كثير، اسماعيل بن عمر، تفسير القرآن العظيم، بيروت، دار الکتب العلمية، ۱۴۱۹هـ.
- بخاري، محمد بن اسماعيل، صحيح البخاري، بيروت، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲هـ.
- بوطي، محمد سعيد رمضان، فقه السيرة: دراسات منهجية علمية لسيرة المصطفى عليه السلام وما تنطوي عليه من عظات ومبادئ وأحكام، بيروت، دار الفكر، بېنیټې.
- ترمذي، محمد بن عيسى، سنن الترمذي، مصر، شركة مكتبة ومطبعة مصطفى البابي الحلبي، ۱۳۹۵هـ.
- مسلم، حجاج بن مسلم، صحيح مسلم، تحقيق: محمد فؤاد عبدالباقي، بيروت، دار إحياء التراث العربي، بېنیټې.
- حسني، هاشم معروف، سيرة المصطفى، بيروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۱۶هـ.
- رسولي محلاتي، هاشم، د اسلام د تحليلي تاريخ درسونه، تهران، د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت د چاپ او خپرونو اداره، ۱۳۷۱ل.
- رشيد رضا، محمد، تفسير القرآن الحكيم المشهور بتفسير المنار، بيروت، دار المعرفة، ۱۴۱۴هـ.
- طباطبایي، سيد محمد حسين، الميزان في تفسير القرآن، بيروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۰هـ.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البيان في تفسير القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ل.
- طبري، محمد بن جرير، تاريخ الأمم والملوك، تحقيق: محمد أبو الفضل إبراهيم، بيروت، دار التراث، ۱۳۸۷هـ.
- طهطاوي، رفاعة رافع، نهاية الإيجاز في سيرة ساكن الحجاز، قاهره، دار الذخائر، ۲۰۰۶م.
- عاملي، جعفر مرتضى، الصحيح من سيرة النبي الأعظم (ص)، قم، دار الحديث، ۱۴۲۶هـ.
- عسقلاني، ابن حجر، فتح الباري، بيروت، دار المعرفة، ۱۹۵۹م.
- غزالي، محمد، فقه السيرة، دمشق، دار القلم، ۱۴۲۷هـ.
- فخر رازي، محمد بن عمر، مفاتيح الغيب، بيروت، دار إحياء التراث العربي، ۱۴۲۰هـ.
- کربلایي پازوکي، علي، «سرگذشت شق صدر النبی از پندار تا حقیقت» (د نبي (ص) د شق صدر پېښه: له انګېرنې تر حقيقت پورې)، په کلام اسلامي مجله کې، ۳۱مه ګڼه، منی ۱۳۷۸ل.
- مکارم شيرازي، ناصر، تفسير نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامية، ۱۳۷۴ل.
- نسائي، احمد بن شعيب، سنن النسائي، حلب، مکتب المطبوعات الإسلامية، ۱۴۰۶هـ.
- هيکل، محمد حسين، حياة محمد، قم، المجمع العالمي لأهل البيت، ۱۴۲۸هـ.