اصل لیکنه
اصل لیکنه د حدیثو د راغونډولو یوه روده ده او اصل، هغه حدیثي کتاب دی چې حدیثونه یې نېغ په نېغه یا په یوې واسطې سره، له معصومه اورېدل او لیکل شوې دي. اصل د حدیث د نورو کتابونو په پرتله ځینې ځانګړنې لري او د شیعه عالمانو په نزدې، په دې کې د یو روایت شتون د حدیث د صحیح والی له معیارونو ګڼل کیږي. د دې خبرې سبب یې دا بیان کړی چې له دې امله چې یا بې له واسطې او یا په یوې واسطې سره له معصوم سره واټن لري، نو د خطا او تحریف امکان پکې تر نورو حدیثي کتابونو کم دی.
د شیعه عالمانو په وینا، د شیعه د حدیثو زیاتره اصول، بې له یو څو، د امام صادق(ع) په زمانه کې یا ترې لږ شان وروسته او مخکې لیکل شوې دي او د امامانو د اصحابو په لاس د لیکل شویو اصولو شمېر، څلور سوه دی. له دې امله ورته اربعمائه اصول (څلورسوه ګوني اصول) ویل کیږي؛ سره له دې، ځینې کسان باوري دي چې شمېر یې تر دې کم دی.
اصول د وخت په تېرېدو سره له مینځه تللي او نن سبا که څه هم نومونه یې په کتابونو کې ذکر کیږي، خو یوازې شپاړس اصول ترې پاتې دي چې د الاُصولُ السِّتَّه عَشَر( شپاړس ګوني اصول) په نامه چاپ شوې دي. البته ویل کیږي چې زیاتره اصول د شیعه تر ټولو د مهمو حدیثي ټولګو کتب اربعه د لیکوالانو په لاس کې دي او حدیثونه یې په دغو کتابونو کې راغلی دی.
د اصل تعریف
د اصل مختلف تعریفونه وړاندې شوې دي.[۱] د آقا بزرګ تهراني تعریف چې هغه یې لا زیات کره او جامع ګڼلی دی.[۲] د دې مطابق، اصل هغه حدیثي کتاب ته ویل کیږي چې لیکوال یې هغه حدیث نېغ په نېغه یا په یوې واسطې سره له معصومه اورېدلی او لیکلی وي.[۳] اصل له کوم بل کتابه نه دی اخستل شوی؛ بلکې داسې حدیثونه لري چې لیکوال په خپله له معصوم یا داسې کس چې بې واسطې یې له معصومه نقل کړی، اورېدلی او لیکلی دی.[۴]
د دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، کتاب د لیکوال په راپور، له پینځمې پېړۍ راورسته په لومړي ځل د «اصل» اصطلاح د شیعه عالمانو په ادبیاتو کې مطرح شوې ده؛[۵] په تېره بیا د شیخ مفید، نَجّاشي او شیخ طوسي په اثارو کې.[۶]
له «کتاب»، «مُسند» او «مُصَنَّف» سره د اصل فرق
د شیعه د رجالیانو په لیکنو کې د «اصل ټکی» د «کتاب» په مقابل کې کارول کیږی. مثلا ویل کیږي چې فلانکی راوي «یو کتاب» لري او یو اصل.[۷] همدارزا د اهل سنتو ځینې لیکنې «مُسنَد» یا «مُصَنَّف» بلل کیږی.[۸] د دغه اصطلاحاتو فرق یې په دې ډول واضح کړی دی.
په کتاب کې هر ډول حدیثي لیکنه شاملیږي؛ که حدیثونه یې د بل کتاب له مخې لیکل شوې وي او که د اصل په شان، له بل کتابه نه وي اخستل شوې.[۹] مسند هغو کتابونو ته ویل کیږي چې پکې، روایتونه د صحابه و په ترتیب، په جدا څپرکو کې راغونډ شوې وي؛ یعنې هره برخه له یو صحابي سره مخصوصه شوې او روایتونه یې په مختلفو موضوګانو کې په هغه کې راغلې وي؛ لکه مسند احمد بن حنبل.[۱۰]
مصنفات هم هغه حدیثي کتابونه دي چې حدیثونه یې د موضوعاتو پر اساس ډل بندي شوې وي؛[۱۱] لکه مُصَنَّف عبدالرزاق بن هَمّام صَنعانی.[۱۲]
د اصلونو اعتبار
د شیعه کتاب پېژندونکي آقا بزرګ تهراني په وینا، په اصولو کې خطا او هېره د نورو حدیثي کتابونو په پرتله ډېره کمه ده. د دې سبب دا دی چې حدیثونه یې نېغ په نېغه یا په یوې واسطې سره له معصومه اخستل شوې دي. نو اصول تر نورو کتابونو زیات د باور وړ دي؛ په تېره بیا که لکیوال یې له معتمدو راویانو او د روایت د نقل د شرایطو لرونکی وي چې يه دې بڼه کې یې حدیثونه بې له شکه صحیح ګڼل کیږي.[۱۳] د همدې لپاره کله چې رجالیان د یو راوي په جاج کې وايي چې هغه د اصل لیکوال دي، دا د هغه یوه مثبته ځانګړنه ګڼل کیږي؛ ځکه چې د حدیثونو سم ضبط ته د هغه د اهمیت ورکولو، له معصومه د عین عبارت د اخستلو او له هیرې او غلطۍ د هغه د بچ کېدو ښودنه کوي.[۱۴]
شیعه محدث فیض کاشاني، لیکي اصل د حدیثونو د سنجولو یو معیار و او متقدمو فقیهانو هغه حدیث چې په څو اصلونو کې راغلی و یا په یو یا دوه اصلونو کې، د سند په ډېرو او معتبرو سلسلو سره ذکر شوی و یا د اصل لیکوال د اجماع له اصحابو و، صحیح ګاڼه او منه یې.[۱۵]
ویل کیږی شیعه عالمان د نظر اتفاق لري چې اصلونه د شیعه تر ټولو د مهمو حدیثي ټولګو د تالیف بنیاد دي او د کتب اربعه زیاتره حدیثونه له هغه اخستل شوې دی.[۱۶]
د اصل لیکنې تاریخچه
شیعه عالمان باوري دي چې اصلونه ټول، د امامانو په وخت کې یعنې د امام علي(ع) له وخت څخه د امام حسن عسکري(ع) تر وخته پورې لیکل شوې دي؛[۱۷] خو د اصل لیکنه د وخت د پېل په اړه دوه نظرونه مشهور دي:[۱۸] ځینې لکه سید محسن امین، د شیخ مفید په پېروۍ، پر دې باور دي چې د امام علي له زمانې پېل شوي او د امام حسن عسکري تر زمانې یې دوام موندلی دی. ځینې نور لکه شهید اول، محقق حلي اومیرداماد وایي چې اصلونه د امام صادق په زمانه یا له هغه لږ مخکې یا وروسته لیکل شوې دي.[۱۹]
د دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، کتاب لیکوال د دوهم نظر په سموالي ټینګار کړی دی.[۲۰] اقا بزرګ تهراني په الذریعه کې لیکلي چې د اصولو د لیکنې کره نېټه نه ده معلومه؛ خو پوهیږو چې بې له ګوته په شمېرو، نور ټول د امام صادق(ع) اصحابو لیکلي دي؛ که هغه د هغه حضرت مخصوص اصحاب وي او که هغه اصحاب چې د امام باقر(ع) یا امام کاظم(ع) شاګردان هم وو.[۲۱]
د دې په مقابل کې، مجید معارف د حدیثونو د عمومي تاریخ په نوم کتاب کې، دریم نظر راوړی چې پخپله پرې باور لري؛ دا چې اصول د امام باقر(ع)، امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) په زمانه کې لیکل شوې دي.[۲۲] د هغه شاهد دا دی چې په اصولو کې موجود زیاتره حدیثونه له دغه دریو امامانو دي.[۲۳]
د امام صادق(ع) په پړاو کې د اصل لیکنې د دودېدو سبب
د آقا بزرګ تهراني په وینا، د امام باقر، امام صادق د امامت دوره او د امام کاظم د امامت ځینې کلونه د بني امیه و د دولت له کمزورۍ او ختمېدو او بني عباسو ته د دولت د لېږدېدو له وخت سره هم مهاله وو. په دې پړاو کې واکمنان په سیاسي شخړو اخته وو او پر امامانو د سختۍ کولو وخت یې نه درلود. له دې امله د دیني تعلیماتود خپراوی لپاره د امامانو په وړاندې کوم خنډ نه و او شیعه راویان په ډاډه زړه د هغوي په عمومي او خصوصي درسي ټولګو کې حاضرېدل او ځینې روایتونه یې له هغوي اخستل او لیکل یې.[۲۴]
په اهل سنتو کې له مسند سره د شیعیانو د اصل پرتله
شیعه او اهل سنتو د حدیثي کتابونو په تدوین کې مختلفې لارې وهلي دي. په اهل سنتو کې مسند لیکنه ډېره دود شوه؛ خو شیعیانو اصل لیکنې ته ډېر پام کړی دی.[۲۵] اصل او مسند له یو بل سره ځینې ورته والی لري؛ منجمله دا چې په دواړو کې د حدیثونو د وحدت معیار راوي دی، نه د حدیثونو موضوع؛ یعنې په دواړو کې یو راوي حدیثونه بې له ډل بندۍ په مختلفو موضوګانو کې راټول کړې دي. همداراز دواړه د حدیثونو په اورېدلو مبتني وو او حدیثونه له نورو کتابونو څخه نه اخستل کېدل. یو بل شباهت دا دی چې اصلونه په شیعو کې تر ټولو د مهمو حدیثي ټولګو بنیاد وګرځېدل. د اهل سنتو د حدیثي ټولګو لیکوالانو هم خپل حدیثي جوامع د مسندونو له مخې لیکلي دي.[۲۶]
البته د شیعه عالمانو په نظر، اصلونه پر مسندونو لوړاوی لري؛ ځکه چې نېغ په نېغ یا په یوه واسطه له امامه اورېدل شوي دي. پر دې اساس په هغو کې د خطا او تحریف احتمال کم دی: خو مسندونه کله له څلورو، پینځو یا شپږو واسطو سره، پېغمبر(ص) ته رسیږي او لومړۍ درجه کتابونه نه دي.[۲۷]
د اصولو شمېر
- همداراز ووینئ: اصول اربعمائه
د عالمانو په نزد مشهور نظر دا دی چې اصول څلور سوه کتابونه وو.[۲۸] یا د آقا بزرګ تهراني په وینا، تر څلورو سوو اصلونو کم نه وو.[۲۹] له هغو عالمانو چې دا مساله یې جوته کړې یو شیخ مفید دی، له هغه د یو نقل په اساس چې په معالم العلماء کتاب کې راغلی او د هغه په خپلو اثارو کې نه دی موندل شوی او همداراز فضل بن حسن طبرسي، شیخ بهایي، حر عاملي او میرداماد.[۳۰]
د مثال په توګه، په معالم العلماء کتاب کې د شیخ مفید په نقل راغلی چې امامیه د امام علي(ع) له زمانې څخه د امام حسن عسکري(ع) تر زمانې پورې څلور سوه کتابونه ولیکل چې اصول ورته ویل کیږي.[۳۱] همداراز د اعیان الشیعه کتاب لیکوال سید محسن امین ویلی چې شیعیانو د امام علی له زمانې، د امام حسن عسکري تر زمانې پورې شپږ زره کتابونه ولیکل چې په دې کې څلور سوه کتابونه تر نورو لوړ وو او د شیعه په نزد په څلورسوه ګونه اصولو مشهور وو.[۳۲]
د مشهور نظر مخالفه لیدتوګه
د شیعه عالمانو د مشهور نظر سره سره، په دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، کتاب کې د سید محمد حسین حسینی جلالي په وینا، د دغه اصولو شمېر تر سلو زیات نه و.[۳۳] د هغه یو دلیل دا دی چې په هغه تحقیق کې چې په دې اړه یې کړی، په ټول کې یې د شیخ طوسي او نجاشي په اثارو کې تر څو اویا زیات اصلونه نه دي موندلی؛ په داسې حال کې چې د دغه دوو کار د شیعیانو د کتابونو د لړلیک برابرول و اوپه تېره بیا شیخ طوسي خو دا وعده کړې وه چې ټول به راغونډوي.[۳۴]
د هغه په باور، دا چې زیاتره عالمانو د څلورسوه ګونو اصولو خبره کړې، د هغوي په نزد د اصل په تعریف کې د اختلاف په وجه ده. ځینو هر یو مطمئن کتاب ته اصل وایه او ځینو نورو هغه کتاب اصل ګاڼه چې له بل کوم کتابه نه وي اخستل شوی. پر دې اساس کله چې وایي شیعیانو د حدیثو شپږ زره کتابونه لیکلي چې څلور سوه یې اصل دي، مطلب یې دا دي چې په دغه څلور سوه باندې باور او اعتماد کیدلی شي.[۳۵]
موافق نظر
د حدیثو د عمومي تاریخ لیکوال مجید معارف، د مشهور نظر موافق دی او لیکي، ډېر شواهد د هغوي خبره تاییدوي. منجمله دا چې د نجاشي او شیخ طوسي په دوو کتابونو کې د امام باقر(ع) څخه تر امام کاظم(ع) پورې اصحابو شمېر تر پینځو سوو زیات ذکر شوی دی چې له هغوي بې واسطې د یو کتاب راویان وو.[۳۶] په دې کتاب کې، د شیخ طوسي د الفهرست کتاب خبره نقل شوې چې وایي د شیعه د اصولو او مصنفاتو یو لړلیک یې راغونډ کړی دی؛ خو هیڅ ضمانت نیشته چې هغه ټول یې پېژندلې وي.[۳۷]
د اصلونو اوسنی حالت
ویل کیږی چې شیعیانو د اصولو ساتنې او حفاظت ته ډېر زیات اهمیت ورکاوه.[۳۸] سره له دې، نن له دغه اصولو ډېر کم پاتې دي او زیاتره یې له مینځه تللي؛ خو اکثر یې د کتب اربعه د لیکل کېدو په وخت موجود وو او حدیثونه یې په دغه کتابونو کې چې د شیعیانو تر ټولو مهمې حدیثي ټولګې دي،[۳۹] ذکر شوې دي.[۴۰] حدیث پېژاندی کاظم مدیر شانه چي د دغه اصولو له مینځه د تللو سبب دا ذکر کړی چې د حدیثي ټولګو له جوړېدو وروسته، شیعیانو د هغو ساتنې ته څه خاص ضرورت نه احساسوه.[۴۱]
له اصولو څخه شپاړس اصله باقي پاتې دي چې د خطي نسخو پر شتون سربېره، د حسن مصطفوي په زیار په اَلاُصولُ السِّتَّه عَشَر نومې کتاب کې چاپ شوې دي.[۴۲] دغه اصول په دې ډول دي:
- اصل زید زرّاد کوفي
- اصل ابو سعید عَبّاد عُصفُري
- اصل عاصِم بن حُمَید حنّاد کوفي
- اصل زید نَرسي کوفي
- اصل جعفر بن محمد بن شُرَیح حضرمي
- اصل محمد بن مثنی حضرمي
- اصل عبدالملک بن حکیم خَثعَمي
- اصل مثنی بن ولید حناط
- اصل خَلّاد سِندي
- اصل حسین بن عثمان عامري
- اصل عبدالله بن یحیی کاهلي
- اصل سَلّام بن ابي عمره
- اصل یا نوادر علی بن اسباط کوفي
- گزیده اصل علاء بن رزینالقلا
- اصل درست بن ابي منصور محمد واسطي
- کتاب عبدالله بن جبر معروف به کتاب دیات ظریف بن ناصح کوفی.[۴۳]
فوټ نوټ
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۷.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۵۶.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۶؛ فضلی، اصولالحدیث، ۱۴۲۰ق، ص۴۷.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۸-۹.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۹.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۵.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۴۲.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۵-۱۲۶.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۴۲.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۴۲.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۴۷.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۷.
- ↑ فیض کاشانى، الوافی، ۱۴۰۶ق، ص۲۲.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۱۱-۲۱۲.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۰۵.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۲؛ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۰۵-۲۰۶.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۰۵-۲۰۶.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۳-۲۴.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۳۰-۱۳۱.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۶۱.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۶۴-۲۶۵.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۳۱-۱۳۲.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۱۹۷-۱۹۸.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۱۱-۲۱۲.
- ↑ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۱۵-۲۱۶.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۶.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۲۹.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۵۸.
- ↑ ابنشهرآشوب، معالمالعلما، ۱۳۸۰ق/۱۹۶۱م، ص۳.
- ↑ امین، اعیانالشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۴۰.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۶.-۲۷.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۶.
- ↑ حسین جلالی، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، مؤسسةالاعلمی، ص۲۷-۲۸.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۵۹.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۵۷.
- ↑ مدیر شانهچی، تاریخ حدیث، ۱۳۸۲ش، ص۹۴.
- ↑ مؤدب، تاریخ حدیث، ۱۳۸۸ش، ص۸۶.
- ↑ مدیر شانهچی، تاریخ حدیث، ۱۳۸۲ش، ص۹۴؛ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۶۲.
- ↑ مدیر شانهچی، تاریخ حدیث، ۱۳۸۲ش، ص۹۴.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۶۳.
- ↑ معارف، تاریخ عمومی حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۶۳-۲۶۴؛ طباطبایی، مسندنویسی در تاریخ حدیث، ۱۳۷۷ش، ص۲۱۳-۲۱۵.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، معالم العلماء فی فهرست کتب الشیعة و اسماء المصنفین منهم قدیماً و حدیثاً، نجف، المطبعة الحیدریه، چاپ اول، ۱۳۸۰ق/۱۹۶۱م.
- امین، سید محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
- حسین جلالی، محمدحسین، دِراسةٌ حولَ الاُصولِ الاَربَعَمِاءه، تهران، مؤسسةالاعلمی.
- سبحانی، جعفر، اصول الحدیث و احکامه فی علم الدرایه، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بیتا.
- طباطبایی، سید کاظم، مسندنویسی در تاریخ حدیث، قم، مرکز انتشارات دفتر تبلیغلت اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
- فضلی، عبدالهادی، اصولالحدیث، بیروت، مؤسسه امالقری، چاپ دوم، ۱۴۲۰ق.
- فیض کاشانى، محمدمحسن، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام أمیر المؤمنین على علیه السلام، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
- مدیر شانهچی، کاظم، تاریخ حدیث، تهران، سمت، ۱۳۸۲ش.
- معارف، مجید، تاریخ عمومی حدیث با رویکرد تحلیلی، تهران، کویر، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
- مؤدب، رضا، تاریخ حدیث، قم، مرکز بین المللی ترجمه و نشر المصطفی، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.