الفصول الغرویة في الاصول الفقهیة (کتاب)
الفُصولُ الغَرَویَّة في الاُصول الفِقهیَّة د فقي د اصولو په موضوع په عربۍ ژبه کتاب دی چې په دیارلسمه هجري قمري پېړۍ کې مشهور شیعه فقیه په صاحب فصول مشهور محمد حسین حائري اصفهاني لیکلی دی. دا کتاب د علمیه حوزې له درسي کتابونو و او آقا بزرګ تهراني په الذریعه کې، د هغه لپاره پینځلس لمن لیکونه ذکر کړې دي.
الفصول یوه سریزه او درې برخې لري چې په سریزه کې یې د اصول فقه د علم د تعریف، وضع، مجاز وحقیقت، شرعي حقیقت او متشرعه، صحیح و اعلم او مشتق په شان بحثونه ذکر شوي او په لومړۍ برخه کې د امر د صیغې، د واجب د تقسیماتو، نهي او د امر و نهي د اجتماع په شان مطالب راغلي دي. دوهمه برخه د قران د حجیت، اجماع، خبر واحد او د فعل د حجیت، د معصوم د تقریر او سکوت د جاجولو او په دریمه برخه کې، عقلي ادله، اجتهاد و تقلید او تعادل و تراجیح بیان شوې دي.
فصول کتاب په ۱۲۳۲ ق کال کې خپور شوی او مختلف چاپونه لري. د دغه اثر خطي نسخې (د کتابت تاریخ؛۱۲۴۹ق) د ایت الله مرعشي نجفي په کتابتون کې ساتل کیږی.
د کتاب اهمیت
الفصول الغرویه فی الاصول الفقهیه، په علم اصول کې د شیعه علمیه حوزې یو درسي کتاب او په اهل علم کې مشهور و.[۱] ویل شوي چې د الفصول الغرویه د مشهورتیا له امله یې لیکوال په صاحب فصول مشهور شوی دی.[۲]
د روضاتالجنات کتاب مولف سید محمد باقر خوانساري، هغه د اصولو د علم له ډېرو غوره اثارو او کتابونو څخه او د ژورو افکارو لرونکی ګڼلی دی.[۳] د شیعه په علمیه حوزو کې د الفصول په تدریس سره، د دې په اړه مختلف نظرونه بیان شوي او منجمله شیخ مرتضی انصاري په رسائلو کې په ځلونو د فصولو په نظرونو جاجونه او کره کتنه کړې ده.[۴] ویل شوي چې محمد کاظم خراساني په کفایة الاصول کې په اویا ځایونو کې د صاحب فصول اصولي رایې مطرح کړې دي.[۵]
لیکوال
اصلي مقاله: محمد حسین حائري اصفهاني
محمدحسین بن عبدالرحیم اصفهانی حائری (وفات ۱۲۵۴ق[۶] یا کابو ۱۲۶۱ق[۷]) په دیارلسمه قمري پېړۍ کې له شیعه فقهیانو او اصولیانو څخه دی.[۸] هغه د خپل ورور محمد تقي اصفهاني چې د هدایة المسترشدین لیکوال دی او د علي بن جعفر کاشف الغطاء شاګردي وکړه.[۹] هغه په کربلا کې، فقه او اصول تدریسول.[۱۰] هغه د تقلید مرجع و.[۱۱]
ویل شوی چې صاحب فصول ډېر شاګردان لرل؛ منجمله سید حسین کوه کمري، سید علي نقي طباطبایی، سید زینالعابدین طباطبایی او محمد حسین آلیاسین.[۱۲] هغه د امام حسین(ع) د حرم د جماعت امام و او له وفاته وروسته هم هلته ښخ کړی شو.[۱۳]
د کتاب مینځ پانګه او جوړښت
په فصول کتاب کې ۱۲۰ څپرکي او څو برخې (تنبیه) شاملې دي[۱۴] چې د کتاب په لومړي مخ کې د لیکوال د نقل په اساس، د یوې سریزې، څو مقالو او تتمې په ترڅ کې بیان شوې دي.[۱۵] د کتاب په سریزه کې د صاحب فصول په وینا، هغه د خپل یو فاضل دوست په غوښتنه په دې کتاب کې د قوانین الاصول کتاب په اصولي لیدتوګو کره کتنه کړې او هغه یې مطرح کړې دي.[۱۶] په سریزې کې د اصول فقه د علم تعریف وضع، مجاز و حقیقت، حقیقت شرعی و متشرعه، صحیح و اعم و مشتق شامل دي.[۱۷] لیکوال د کتاب تر پایه پورې مختلفې برخې او بحثونه د (فصل) په نوم له یو بله جدا شوې دي.[۱۸]
لومړۍ مقاله د صیغه امر، مقدمه واجب، ضد، تقسیمات واجب، إجزاء، نهی، اجتماع امر و نهی، مفاهیم، عام و خاص، مطلق و مقید، مجمل و مبین و نسخ د بحثونو لرونکی دی.[۱۹] دوهمې مقالې د قرآن، اجماع، خبرواحد د حجیت، او د معصوم د فعل، تقریر او چوپتیا حجیت جاجولی دی. د عقلي ادله و د مسایلو مطرحول لکه حسن و قبح عقلی، برائت، استصحاب، اجتهاد و تقلید و تعادل او تراجیح په دریمې مقالې کې دي. کتاب خاتمه نه لري، که څه هم په دودو چاپونو کې د خاتمې له عنوان څخه د تعادل او تراجیح د بحث لپاره استفاده شوې ده.[۲۰] د محمد باقر خوانساري په وینا په فصول کتاب کې د علم اصول ټول مطالب نیشته.[۲۱]
د کتاب لمن لیکونه او شرحې
شیعه کتاب پېژاندی آقا بزرگ تهراني (۱۳۸۹ق)،په الذریعه کې پر فصول د پینځلسو حاشیو نوم اخستی دی.[۲۲] د هغه په وینا، په فصول کتاب زیاتره لمن لیکونو ټول بحثونه نه دي راخستې.[۲۳] د فصول حاشیې په دې ډول دي:
- حاشیه شیخ احمد شیرازی شانهساز
- حاشیه میرزا محمدباقر قاضی طباطبایی
- حاشیه سید اسماعیل مرندی د شیخ مرتضی انصاري له شاګردانو.
- حاشیه محمدحسن کبّه
- حاشیه محمدرضا دزفولی
- حاشیه سید صادق سنگلجی تهرانی
- حاشیه سید عبدالکریم لاهیجی
- حاشیه محمدعلی قراچه داغی
- حاشیه محمد آملی
- حاشیه میرزا محمد تنکابنی
- حاشیه سید محمد تبریزی
- حاشیه میرزا نصرالله شیرازی
- حاشیه علی مرندی نجفی
- حاشیه مولی اسماعیل قرهباغی چي آقا بزرگ د هغه محتوا د صاحب فصول له اراوو ګڼلې ده.[۲۴]
- حاشیه میرزا فتح الله نمازی، مشهور په شریعت اصفهاني چې د فصول له پېله تر پایه پورې د وضع بحثونه لري.[۲۵]
شرحې
- مفتاح مقفلات الاصول فی توضیح معضلات الفصول، لیک د سید حسن بن سید احمد کاشانی.[۲۶]
- دقائق الاصول فی شرح الفصول، لیک د محمدنبی بن احمد تویسرکانی (کابو ۱۳۱۹ق).[۲۷]
تلخیص
- «خلاصة الفصول فی علم الاصول» لیک د سید صدرالدین صدر (وفات : ۱۳۷۳ق)، په عربۍ ژبه، ویل شوي چې صدر په دې کتاب کې، فصول تلخیص کړی چې د هغه او د کتاب قوانین په ځای په حوزې کې تدریس شي ځکه چې طلابو د فصول کتاب د اوږدوالي په وجه د هغه یوه برخه لوستله.[۲۸]
چاپ او خپرېدل
فصول کتاب له ۱۲۳۲ق کال خپور شو[۲۹] او خطي نسخې یې په کتابتونونو کې موجودې دي.[۳۰] چې دوه نمونې یې دا دي:
- د سید شهابالدین مرعشی، د کتابتون نسخه شمیره ۳۴۲۴، په خط د عبدالوهاب بن ابوالقاسم رضوی همدانی (د لیکوال شاګرد) چي په ۱۲۴۹ق کال د ربیع الثاني په ۱۹ په نجف کې لیکل شوی او مقابله او تصحیح یي د کاتب ورور ابو تراب ترسره کړی دی.[۳۱]
- د سید محمد رضا گلپایگاني د کتابخانې نسخه شمیره ۹۴۲۸، په خط شکسته نستعلیق د محمدتقی بن محمد اسماعیل استرآبادی جرجانی (د لیکوال شاګرد) د ۱۲۵۲ ق کال د صفرې په ۱۴ په نجف کې.[۳۲]
دا کتاب مختلف چاپونه لري چې په هغو کې د مطبعة الآداب نجف چاپ، په قم کې د درالاحیاء العلوم السلامیه چاپ او کارخانه ملا فضل الله چاپ ته اشاره کولی شو.
همداراز د لړ لیک په کتابونو کې له فصولو څخه لس ډبرین چاپونه معرفی شوي دي.[۳۳] ځینې یې دا دي:
- تهران، ۱۲۶۱ق، په خط د محمد رضا بن ابیالقاسم، په رحلي قطع کې.
- تهران، ۱۲۶۶ق، په خط د محمود بن غلامرضا قمی.
- تهران، ۱۲۶۹-۱۲۷۰ق، د محمد حسن بن حاج علی قمی په تصحیح او مقابلې او په خط د محمدصادق ابوالحسن گلپایگانی لومړی ټوک او علیاکبر بن علي گلپایگانی دوهم ټوک.
- تهران، ۱۲۷۴ق، په اهتمام د آقا موسی طهرانی، په خط د مهدی خوانساری.
فوټ نوټ
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ «شیخ محمد حسین حائری اصفهانی (صاحبفصول)»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ محمدحسین حائری(صاحب فصول)، دانشنامه پژوهه دانشکده باقرالعلوم.
- ↑ محمد حسین حائری(صاحب فصول)، دانشنامه پژوهه دانشکده باقرالعلوم.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۱۶۴.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۲۱ق، ج۹، ص۲۳۳.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۲۱ق، ج۹، ص۲۳۳.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ ایروانی، الاصول فی علم الاصول، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۹۷.
- ↑ محمدحسین حائری(صاحب فصول)، دانشنامه پژوهه دانشکده باقرالعلوم.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ محمد حسین حائری(صاحب فصول)، دانشنامه پژوهه دانشکده باقرالعلوم.
- ↑ حائری اصفهانی، الفصول الغرویة، ۱۴۰۴ق، ص۱.
- ↑ حائری اصفهانی، الفصول الغرویة، ۱۴۰۴ق، ص۱.
- ↑ حائری اصفهانی، الفصول الغرویة، ۱۴۰۴ق، ص۴۴۷.
- ↑ حائری اصفهانی، الفصول الغرویة، ۱۴۰۴ق، ص۴۴۷.
- ↑ حائری اصفهانی، الفصول الغرویة، ۱۴۰۴ق، ص۴۴۷.
- ↑ حائری اصفهانی، الفصول الغرویة، ۱۴۰۴ق، ص۴۴۷.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۱۶۴-۱۶۷.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۱۶۴.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۱۶۵.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۱۶۷.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۲۱، ص۳۵۰.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۸، ص۲۳۴.
- ↑ رضایی، «سید صدرالدین صدر، قله تواضع»، ص۵۸.
- ↑ محمد حسین حائری(صاحب فصول)، دانشنامه پژوهه دانشکده باقرالعلوم.
- ↑ قاسمی، احوال و آثار شیخ محمد تقی رازی نجفی اصفهانی، ۱۳۹۴ش، ص۱۱۸.
- ↑ قاسمی، احوال و آثار شیخ محمد تقی رازی نجفی اصفهانی، ۱۳۹۴ش، ص۱۱۹.
- ↑ قاسمی، احوال و آثار شیخ محمد تقی رازی نجفی اصفهانی، ۱۳۹۴ش، ص۱۱۹.
- ↑ قاسمی، احوال و آثار شیخ محمد تقی رازی نجفی اصفهانی، ۱۳۹۴ش، ص۱۱۹.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعة، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- امین، سید محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف، ۱۴۲۱ق.
- ایروانی، علی، الأصول فی علم الأصول، قم، موسسه نشر اسلامی، ۱۴۲۰ق.
- حائری اصفهانی، محمدحسین، الفصول الغرویة فی الأصول الفقهیة، قم، دار احیاء العلوم الاسلامیه، ۱۴۰۴ق.
- خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات فی احوال العلماء و السادات، قم، اسماعیلیان، ۱۳۹۰ش.
- «شیخ محمد حسین حائری اصفهانی (صاحب فصول)»، در افق حوزه، ۸ اردیبهشت ۱۳۸۹ش.
- رضایی، محمد، «سید صدرالدین صدر، قله تواضع»، فرهنگ کوثر، شماره۱۶، تیر ۱۳۷۷ش.
- قاسمی، رحیم، احوال و آثار شیخ محمد تقی رازی نجفی اصفهانی و خاندانش، قم، موسسه کتابشناسی شیعه، ۱۳۹۴ش.
- گروه علمی مؤسسه امام صادق(ع)، موسوعة طبقات الفقهاء، ج۱۴، زیر نظر جعفر سبحانی، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۴۱۸ق.
- «محمد حسین حائری(صاحب فصول)»، سایت دانشنامه پژوهه دانشکده باقرالعلوم، تاریخ انتشار: ۱۲ مهر ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۱۷ بهمن ۱۴۰۱ش.