ام درداء
| بښپړ نوم | خیره د حَدرَد اَسلَمي لور |
|---|---|
| کنیت | امرومان، اممحمد |
| د اوسیدو ځای | مدینه • شام |
| مهاجر/ انصار | انصار |
| مشهور خپلوان | ابودرداء(خاوند) |
| د وفات نیټه او ځای | ۳۰ق کال/شام |
| د ښخولو ځای | د باب الصغیر هدیره |
| ممتاز رولونه | د حدیث راوي |
اُمّدَرداء د پيغمبر(ص) له صحابیانو او د حدیث له راویانو څخه وه چې د فضیلت لرونکي، هوښیارې او د نظر میرمنې او د عبادت کوونکي میرمنې په توګه پیژندل شوې ده. هغې نیغ په نیغه له پيغمبر(ص) یا له خپل خاوند ابودرداء څخه روایتونه نقل کړي دي، او ځینې تابعینو هم له هغې حدیثونه نقل کړي دي. د هغې د حدیثونو په موضوعاتو کې د شرابو منعه، د اعمالو په تله کې د خوش اخلاقۍ مقام او د نورو لپاره د دعا اهمیت، شامل دي.
ام درداء په ۳۰ یا ۳۱ هجري قمري کال کې د عثمان د خلافت په زمانه کې په شام کې وفات شوه.
ستاینه او مقام
ام درداء د پيغمبر(ص) له صحابیانو او د حدیث له راویانو څخه ګڼل کیږي.[۱] هغه یوه نیکه، هوښیاره او پرهیزګاره ښځه ګڼل کیږي.[۲] د هغې اصلي نوم خیره و چې د ابوحَدْرَد اَسلَمی لور وه.[۳] د هغې مشهور لقب ام دردا الکبری دی[۴] او هغه د دردا او بلال د مور په نوم هم پیژندل کیږي.[۵] په هرصورت، نور نومونه لکه کریمه،[۶] سلامه،[۷] او کنیتونه لکه ام رومان[۸] او ام محمد هم د هغې لپاره ثبت شوي دي.[۹]
نقل شوي دي چې ام درداء له خپل مېړه ابودرداء څخه په دې ناراضه وه، چې ډېر په عبادت بوخت و او دنيا یېپرېښې وه. سلمان فارسي، چې له ابو درداء سره يې ورورولي درلوده، کله چې له دې خبرې خبر شو نو هغه يې قانع کړ چې د عبادت، د خپلې کورنۍ او بدن د حقونو تر مینځ د توازن خیال وساتي.[۱۰] ځينې روايتونه ښيي چې د سلمان دا عمل د پېغمبر(ص) له خوا تاييد شوی و.[۱۱]
ام درداء او د هغې میړه په لومړیو کې د مدینې اوسیدونکي وو،[۱۲] خو وروسته یې شام ته هجرت وکړ، او د خپل ژوند تر پایه پورې هلته پاتې شول.[۱۳] ام درداء له ابو درداء څخه دوه کاله مخکې د عثمان بن عفان د خلافت په وخت کې په شام کې مړه شوه.[۱۴] د هغې قبر د دمشق په باب الصغیر هدیره کې دی،[۱۵] که څه هم ځینې په دې باور دي چې دا قبر د ام درداء صغری دی.[۱۶] ابو درداء هم په ۳۲ هجري [۱۷] یا ۳۳ هجري قمري کې وفات شو.[۱۸]
راویان او هغه روایتونه چې له ام درداء نقل شوي
«کله چې یو کس د خپل مومن ورور په غیبت کې د هغه لپاره دعا وکړي نو هغه به قبوله شي. او هره دعا چې وکړي نو یوه فرښته وايي چې دا دې تا ته هم درعطا شي.»
ام درداء نیغ په نیغه له پيغمبر(ص) یا له خپل خاوند ابودرداء څخه روایتونه نقل کړي دي.[۱۹] د تابعینو ځینې محدثانو لکه عبدالله بن باباه، مَعاذ بن اَنَس و طلحة بن عُبَیدالله،[۲۰] صَفوان بن عبدالله، میمون بن مِهران، زید بن اَسلم و اُمدَردای صغری (د ابودرداء بلې میرمنې)،[۲۱] له هغې روایتونه نقل کړي دي.[۲۲]
تقریبا درې[۲۳] تر پينځه حدیثونه له ام درداء ته منسوب دي.[۲۴] هغه احادیث چې له هغه څخه روایت شوي دي د څلوېښتو ورځو لپاره د شراب څښونکي څخه د خدای ناراضي شونه، د ښځو د پاکدامنۍ ضرورت، د اعمالو په تله کې د ښو اخلاقو اهمیت، او د نورو لپاره د دوي په غیاب کې د دعاګانو د قبلیدو په څیر موضوعات په کې بیان شوي دي.[۲۵]
فوټ نوټ
- ↑ نیسابوری، المنفردات و الوحدان، ۱۴۰۸ق، ص۸۸.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۳۵.
- ↑ احمد بن حنبل، الاسامی و الکنی، ۱۴۰۶ق، ص۳۶؛ ابنحبان، الثقات، ۱۳۹۳ق، ج۳، ۱۱۶.
- ↑ احمد بن حنبل، الاسامی و الکنی، ۱۴۰۶ق، ص۳۶؛ ابنحبان، الثقات، ۱۳۹۳ق، ج۳، ۱۱۶.
- ↑ ابونعیم اصفهانی، معرفةالصحابه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۱۰۲.
- ↑ ابنحبان، الثقات، ۱۳۹۳ق، ج۳، ۱۱۶.
- ↑ زرکلی، الاعلام، ۲۰۰۲م، ج۲، ص۳۲۸.
- ↑ ابنکثیر، التکمیل، ۱۴۳۲ق، ج۴، ص۳۳۸.
- ↑ ابونعیم اصفهانی، معرفةالصحابه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۱۰۲.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۶۹۳؛ ابن ابیشیبه، المصنف، ۱۴۳۶ق، ج۱۹، ص۳۷۷.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۶۹۳.
- ↑ زرکلی، الاعلام، ۲۰۰۲م، ج۲، ص۳۲۸.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۲۱ق، ج۹، ص۳۹۶.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۳۵.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۴۱۸.
- ↑ نووی، تهذیب الاسماء و اللغات، دار الکتب العلمیه، ج۲، ص۲۲۸.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۲۱ق، ج۴، ص۳۵۷.
- ↑ ابونعیم اصفهانی، معرفةالصحابه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۱۰۲.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۳۵.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۶۹، ص۱۱۴.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۹۳۵.
- ↑ نیسابوری، المنفردات و الوحدان، ۱۴۰۸ق، ص۸۸.
- ↑ ابنجوزی، کشفالمشکل، دارالوطن، ج۴، ص۴۹۰.
- ↑ «امالدرداء الکبری.. الفقیه و معلمةالقرآن»، وبگاه الاتحاد.
- ↑ ابناثیر، اسدالغابه، ۱۴۲۴ق، ج۷، ص۳۱۶.
سرچينې
- ابنابيشیبه، عبدالله بن محمد، المصنف، ریاض، دار کنوز اشبیلیا للنشر و التوزیع (د کنوز اشبیلیا د نشر او وېش دار)، لومړی چاپ، ۱۴۳۶ق.
- ابناثیر، علي بن محمد، اسد الغابه فی معرفة الصحابه، تحقیق: علي محمد عوض او عادل احمد، بیروت، دار الکتب العلمیة، دوهم چاپ، ۱۴۲۴ق.
- ابنجوزي، عبدالرحمن بن علي، المشکل من حدیث الصحیحین، تحقیق: علي حسین البواب، ریاض، دار الوطن، بېنېټې.
- ابنحبان، محمد، الثقات، حیدرآباد دکن، دائرة المعارف العثمانیة، لومړی چاپ، ۱۳۹۳ق.
- ابنسعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق: علي محمد عمر، قاهره، مکتبة الخانجي، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق: علي محمد بجاوي، بیروت، دار الجبیل، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
- ابنعساکر، علي بن الحسن، تاریخ دمشق، تحقیق: عمر بن غرامه عمروي، بیروت، دار الفکر د چاپ او نشر لپاره، ۱۴۱۵ق.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، التکمیل فی الجرح و التعدیل و معرفة الثقات و الضعفاء و المجاهیل، تحقیق: شادي آلنعمان، یمن، د نعمان د اسلامي څېړنو او مطالعاتو مرکز، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
- احمد بن حنبل، الاسامي و الکنی، تحقیق: عبدالله بن یوسف جدیع، کویت، مکتبة دار الاقصی، لومړی چاپ، ۱۴۰۶ق.
- «امالدرداء الکبری.. الفقیه و معلمةالقرآن» (امالدرداء الکبری؛ فقیهه او د قرآن ښوونکې)، د الاتحاد وېبسایټ، د خپرېدو نېټه: ۲۸ لیندی ۱۳۹۲ش، د لېدنې نېټه: ۶ لیندی ۱۴۰۳ش.
- دارقطني، علي بن عمر، المؤتلف و المختلف، تحقیق: موفق بن عبدالله، بیروت، دار الغرب الاسلامي، لومړی چاپ، ۱۴۰۶ق.
- بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، دمشق، دار ابنکثیر، پنځم چاپ، ۱۴۱۴ق.
- زرکلي، خیرالدین بن محمود، الأعلام، بیروت، دار العلم للملایین، پنځلسم چاپ، ۲۰۰۲م.
- نووي، محیيالدین یحیی، تهذیب الاسماء و اللغات، بیروت، دار الکتب العلمیة، بېنېټې.
- نیشابوري، مسلم بن حجاج، المنفردات و الوحدان، تحقیق: عبدالغفار بنداري او سعید زغلول، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۰۸ق.
| ||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||