ایمان ابي طالب (کتاب)

د wikishia لخوا
د ابی طالب د ایمان کتاب

ایمان ابي طالب د شیخ مفید (وفات ۴۱۳ هـ ق) له خوا په عربی ژبه لیکل شوی کلامي کتاب دی. د دې کتاب موضوع د امام علی(ع) د پلار ابو طالب د ایمان ثابتول دي او په دې کښې د ابو طالب شعرونه او د پیغمبر(ص) ملاتړ او همداشان د هغه په هکله د پیغمبر(ص) سلوک او وینا ده چې د هغه په هکله دلیل سره بیان شوې ده.

د دې کتاب د لیکوال هدف د امام علي(ع) د هغه نیوکې په مقابل کې ملاتړ کول دي چې ابو طالب ولی ایمان دی راوړی. د ایمان ابی طالب د کتاب خطي نسخې اوس هم موجودې دي او دا کتاب څو ځله په خپلواکه توګه یا د نورو مجموعو په ضمن کې چاپ شوی دی.

اهمیت

د ایمان ابی طالب کتاب هغه مهال لیکل شوی چې د ابو طالب د عقیدې پوښتنه د شیعه او سني علماوو تر منځ یوه اختلافي موضوع وه.[۱] د آغا بزرګ تهراني په وینا دا کتاب د بحار الانوار یو له سرچینو څخه و.[۲] همدارنګ د شیعه عالمانو د پام وړ و. ويل شوي دي چې فِخار بن مَعَد موسوي په خپل کتاب الحجة علی الذاهب الی تکفیر ابی‌طالب کتاب کې د شيخ مفید بیخي همدغه خبرې او څرګندونې نقل کړې دي.[۳]

لیکوال

اصلي مقاله: شیخ مفید

محمد بن محمد بن نعمان چې په شیخ مفید (په ۴۱۳ هـ ق وفات) مشهور دی، د امامیه له سترو فقهاوو څخه و.[۴] په علم کلام کې د هغه ځینې کتابونه دا دي: اوائلُ‌المقالات، تصحیح‌الاعتقادات، الافصاح فی الامامة، تفضیلُ امیرالمؤمنین، هغه په ​​الفصول المختارة کې د ابو طالب له ایمان دفاع کړې ده.[۵]

د هغه ښوونکي او شاګردان د شیعه ګانو له مشهورو عالمان وو. شیخ صدوق، ابن جنید اسکافي، او ابن قولویه د هغه له استادانو څخه وو.[۶] د هغه ځینې شاګرادان دا دي: شیخ طوسی، سیدِ مرتَضی و سیدِ رضی.[۷]

د لیکلو هڅونه

شیخ مفید «ایمان ابی طالب» کتاب د ابو طالب د ایمان د ثابتولو لپاره او د امام علی(ع) په ملاتړ کښې لیکلی دی. ځكه چې ځينو د هغه د شخصیت په نقد کې د هغه د پلار ابو طالب د ایمان انکار كړى دى.[۸] شیخ مفید لکه څه رنګ چې په خپله وايي، په نورو کتابونو کې[۹] د دې په هکله خبرې کړي دي؛ خو د نورو په غوښتنه او په دې برخه کې د خپلواک تصنيف د ګټورتوب له امله يې پر دې موضوع د يو خپلواک کتاب د ليکلو پرېکړه وکړه.[۱۰] په هغه زمانه کې د ابو طالب د ایمان مسله د شيعو او اهل سنتو تر منځ يو اختلافي مسله وه. او په دې اړه ډېر کتابونه ليکل کیدل.[۱۱]

منځپانګه او د لیکلو طرز

شیخ مفید د ابو طالب د ایمان د ثابتولو لپاره قرآني، تاریخي او حدیثي دلیلونه راوړي دي.[۱۲] هغه د ابو طالب د اسلام د ثابتولو لپاره لومړۍ دلیل، د هغه په لاس د رسول الله(ص) پالنه او د هغه ملاتړ یاد کړی دی.[۱۳] همدارنګ یې د ابو طالب د ایمان د ثابتولو لپاره د قرآن کریم آیتونه،[۱۴] د هغه شعرونه[۱۵] او د رسول الله(ص) په ملاتړ کې د هغه کړنې[۱۶] او همدارنګه د هغه په ​​اړه د پیغمبر(ص) چلند او وینا ته اشاره کړې ده.[۱۷]

شیخ مفید د دې کتاب په لیکلو کې د سعد بن عبد الله اشعري (وفات ۳۰۱-۲۹۹ هـ) له کتابونو «فضائل ابی‌طالب و عبدالمطلب و ابی‌النبی(ص)» او همدارنګه یې د احمد بن محمد بن عمار (وفات ۳۴۶ هـ ق)، سهل بن احمد ديباجي او علي بن حمزه بصري تميمي (وفات ۳۷۵ هـ ق) له کتابونو چې د ابو طالب ایمان په هکله لیکل شوي، ګټه اخیستې ده.[۱۸]

خطی نسخې

د ایمان ابی طالب له کتابه خطي نسخې موجودې دي:

  • یوه نسخه چې په ۹۸۶ هـ ق کال کې د تاج الدین صاعد سعید په خط لیکل شوی، چې د مشهد په مرکزي او عام کتابتون کې ساتل شوې ده.[۱۹]

خپریدل

د ایمان ابی طالب کتاب په ځلونو چاپ شوی دی. ځینې چاپونه یې دا دي:

  • په ۱۳۷۲ هجري لمریز کال کې د محمد حسن ال یاسین په تحقیق سره یوه ټولګه په عراق کې خپره شوې ده.[۲۱]
  • په بیروت کې د دار المفید خپرندویه موسسې لخوا په ۱۴۱۴ هجري کې چاپ شوی دی.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. شیخ مفید، ایمان ابی‌طالب، ۱۴۱۳ق، ص۵-۸.
  2. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، دار الاضواء، ج۲، ص۵۱۳-۵۱۴.
  3. حسینی جلالی، «درنگی در رساله شیخ مفید درباره ایمان ابوطالب(ع)»، ص۳۵.
  4. ابن ندیم،‌ الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۲۴۴.
  5. وګورئ: مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۲۸۲-۲۸۶.
  6. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳.
  7. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳.
  8. احمدی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۹ش، ص۲۸۴.
  9. مثال په توګه وګورئ: مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۲۸۲-۲۸۶.
  10. وګورئ: شیخ مفید، ایمان ابی‌طالب، ۱۴۱۳ق، ص۱۷-۱۸.
  11. شیخ مفید، ایمان ابی‌طالب، ۱۴۱۳ق، ص۵-۸.
  12. حسینی جلالی، «درنگی در رساله شیخ مفید درباره ایمان ابوطالب(ع)»، ص۳۵.
  13. مفید، ایمان ابی‌طالب، ۱۴۱۳ق، ص۱۸.
  14. شیخ مفید، ایمان ابی‌طالب، ۱۴۱۳ق، ص۲۷.
  15. بېلګی په توګه وګورئ: شیخ مفید، ایمان ابی‌طالب، ۱۴۱۳ق، ص۲۱-۲۲.
  16. مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، ایمان ابی‌طالب، ۱۴۱۳ق، ص۲۳.
  17. مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، ایمان ابی‌طالب، ۱۴۱۳ق، ص۲۶-۲۷.
  18. حسینی جلالی، «درنگی در رساله شیخ مفید درباره ایمان ابوطالب(ع)»، ص۳۸.
  19. مفید، ایمان ابی‌طالب، ۱۴۱۴ق، ص۱۴.
  20. احمدی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۹ش، ص۲۸۴.
  21. احمدی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۹ش، ص۲۸۳و۲۸۴.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی التصانیف الشیعه، بیروت،‌ دار الاضواء، بی‌تا.
  • ابن ندیم، محمد بن اسحاق، الفهرست، تحقیق ابراهیم رمضان، بیروت، دار المعرفه، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۷م.
  • احمدی، مهدی، تاریخ حدیث شیعه در سده‌های چهارم تا هفتم هجری، قم، دارالحدیث، ۱۳۸۹ش.
  • حسینی جلالی، سید محمدرضا، «نقد و معرفی کتاب: درنگی در رساله شیخ مفید درباره ایمان ابوطالب(ع)»، ترجمه جویا جهانبخش، آینه میراث، ش۱۶، بهار ۱۳۸۱ش.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الفصول المختارة، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، ایمان ابی‌طالب، بیروت، ‌دار المفید، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، ایمان ابی‌طالب، تحقیق مؤسسه بعثت، قم، المؤتمر العالمی لالفیه للشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • گرجی، ابوالقاسم، تاریخ فقه و فقها، تهران، سمت، ۱۳۸۵ش.