الحجة علی الذاهب الی تکفیر ابي طالب (کتاب)

د wikishia لخوا
کتاب الحجة علی الذاهب

اَلْحُجّةُ عَلَی الذّاهب إلی تَکْفیر ابي طالب یا ایمانُ ابي طالب د شیعه عالم سید فِخار بن مَعَدّ موسوي (وفات۶۳۰ق) کلامي کتاب دی. دا کتاب په عربۍ ژبه دی او د امام علي(ع) د پلار ابوطالب د ایمان د ثابتولو په هدف لیکل شوی دی. په دې کې د ابوطالب د ایمان د ثابتولو لپاره د هغه په شعرونو او تاریخي راپورونو، حدیثونو او د اهل بیتو او شیعه عالمانو د نظرپه اتفاق استناد شوی دی.

علامه امیني (وفات ۱۳۹۰ق) په الغدیر کې دې کتاب ته ارجاع کړې او ترې یې نقل کړی دی. ابن ابي الحدید معتزلي (وفات ۶۵۶ق)، سید محمد صادق بحرالعلوم (وفات۱۳۹۹ق) او عبد الفتاح عبد المقصود (وفات۱۳۷۲ل) هم پر هغه تَقْریظ لیکلی دی. لیکوال د کتاب په لیکنه کې د شیخ مفید د رساله ایمان ابی طالب نه هم استفاده کړې ده.

د دې کتاب مختلف چاپونه او نسخې شته دي. منجمله په ۱۴۱۰ق کال کې د سید محمد بحرالعلوم په تحقیق سره چاپ چې د قم سید الشهداء خپرنځي په ۴۴۱مخونو کې خپور کړی دی.

لیکوال

اصلي مقاله: سید فخار بن معد موسوي

سید فِخار بن مَعدّ موسوی (وفات ۶۳۰ق) شیعه فقیه، شاعر او نسب‌ پېژندونکی دی چې نسب یې د امام کاظم(ع) لمسي ابراهیم مجاب ته رسیږی.[۱] هغه د محقق حلي استاد او د ابن ادریس حلي شاګرد و چې دواړه تکړه شیعه فقیهان وو.[۲]

د کتاب نومونه او د لیکلو محرک یې

سید فخار خپل کتاب «الحُجّةُ علی الذّاهِب اِلیٰ تَکفیرِ اَبی‌طالب» (د هغه چا په خلاف استدلال چې ابوطالب کافر ګڼي) نومولی دی.[۳] آقا بزرګ تهراني په الذریعة کې په «حجة الذاهب اِلی إیمان ابی‌طالب» (د هغه چا استدلال چې د ابوطالب په ایمان قایل دی) او همداراز «اَلرّدُّ عَلَی الذّاهب إلی کُفْر ابی‌طالب» (د هغه چا د خبرې رد چې ابوطالب کافر ګڼي) په نومونو هم دهغه یادونه کړې ده.[۴] سره له دې د کتاب څیړاندي سید محمد بحرالعلوم د هغه لپاره «ایمان ابوطالب» نوم غوره کړی چې د ده په خپله وینا، لنډ وي او په لومړي نظر کې لیدونکی جذب کړي.[۵]

سید فخار دا کتاب د حضرت علي(ع) د پلار ابوطالب په دفاع کې او د هغه د ایمان د ثابتولو په اړه لیکلی دی. لکه څنګه چې په سریزه کې یې ویلي ځینو له حضرت علي(ع) سره د دښمنۍ په وجه د ابوطالب د ایمان انکار کړی او هغه یې د کافرانو او مشرکانو په لیکه کې راوستی دی؛ سره له دې چې د ابوطالب شعرونه او تاریخي راپورونه او حدیثونه یې ایمان تاییدوي.[۶]

اهمیت

کتاب الحجة علی الذاهب الی تکفیر ابی‌طالب یې له ډېرو غوره کتابونو ګڼلی چې د ابوطالب د ایمان په ثابتولو کې لیکل شوی دی.[۷] دغه کتاب ته شیعه عالمانو پاملرنه کړې منجمله علامه امیني (وفات ۱۳۹۰ق) په الغدیرکتاب کې په هغه استناد کړی دی.[۸]

د کتاب اهمیت دومره و چې ځینو شیعه سني عالمانو پر هغه تقریظ[۹] لیکلی دی. په هغوي کې د اهل سنت د متکلم ابن ابي الحدید معتزلي (وفات۶۵۶ق) تقریظ د سید محمد صادق بحرالعلوم (وفات ۱۳۹۹ق) تقریظ او د عبد الفتاح عبد المقصود (وفات ۱۳۷۲ش) تقریظ ته اشاره کولی شو.[۱۰] د محمد صادق بحرالعلوم د تقریظ یوه برخه چې په نظم یې راوړې د علامه امیني په نقل داسې ده:

«اى فخار، تا ته دې زیری وي د هغو اجرونو چې پالونکی به یې د قیامت په ورځ درکړي. په خپل څرګند دلیل او ځلانده لیکنه الحجه دې، د مکې ستر او د خدای د زمري پلار هم د بتپالنې له توره پاک کړ او هم د کفر له مردود نسبته چې د شر بلونکو په هغه پورې تړلی دی»[۱۱]

مینځ پانګه

د الحجة علی الذاهب الی تکفیر ابي طالب کتاب موضوع د ابوطالب د ایمان ثابتول دي.[۱۲] لیکوال د اهل بیتو او د شیعه عالمانو د نظر اتفاق د ابوطالب د ایمان د اثبات لپاره کافی ګڼلی دی؛ په دې دلیل چې که ابوطالب داسې عمل یا وینا چې یوازې مومنان او مسلمانان یې کوي، نه وې راپور شوې نو د هغه په ایمان به یې شهادت نه ورکاوه.[۱۳] لیکوال د کتاب په لیکنه کې د شیخ مفید (وفات ۴۲۳ق) د کتاب رساله ایمان ابي طالب څخه ګټه پورته کړې ده.[۱۴]

کتاب یوه سریزه او لس څپرکي او یوه خاتمه لري:

  • سریزه: د کتاب د لیکلو محرک او د پېغمبر(ص) د پلرونو او ابوطالب د مقام بیان
  • لومړی څپرکی: د ایمان معنا او له مختلفو لارو د ابوطالب د ایمان اثبات
  • دوهم څپرکی: د ابوطالب په کفر د قایلانو دلیلونه او د هغوي ځواب
  • دریم څپرکی: د ابوطالب د ایمان اثبات له هغه سره د پېغمبر د مینې او د کفارو د دوستۍ د حراموالي په استناد
  • څلورم څپرکی: د ابوطالب خبرې او شعرونه چې د هغه په ایمان دلالت کوي
  • پينځم څپرکی: د پېغمبر(ص) او علي(ع) د ورکېدو کیسه او خپل زوي جعفر ته د ابوطالب حکم چې له هغوي سره یو ځای لمونځ کوه.
  • شپږم څپرکی: د ابوطالب وفات او د هغه د غسل او ښخولو لپاره د پېغمبر امر
  • اوم څپرکی: په پېغمبر(ص) د ابوطالب مهرباني اوهغه شعرونه چې د هغه په اسلام دلالت کوي
  • اتم څپرکی: د ابوطالب د ایمان اثبات د لامیه قصیدې په څو بیتونو او څو تاریخي پېښو په استناد سره
  • نهم څپرکی: له پېغمبر(ص) څخه د ملاتړ لپاره خواوشا کسانو ته د ابوطالب وصیتونه او د ابوطالب په ایمان کې د شک رامینځته کولوسیاسي محرکات
  • لسم څپرکی: د ابوطالب له خوا د خپل اسلام د پټولو دلیل او له اصحاب کهف او مومن آل فرعون سره چې خپل ایمان يې پټ کړی و د ابوطالب تشبیه.[۱۵]
  • خاتمه: لیکوال په خاتمې کې ویلي چې غوښتل یې له عبد الله بن عبد المطلب څخه تر عدنانه پورې د پېغمبر د پلار نیکونو په ژوند، ایمان او فضایلو جدا جدا لیکنه وکړي. همداراز غوښتل یې چې د ابوطالب د شعرونو د نقلولو په وخت، هغه تشریح هم کړي؛ خو د کتاب د اوږدوالي د مخنیوي لپاره یې یوازې د ابی طالب په ایمان بسنه کړې ده.[۱۶]

چاپ

کتاب په لومړي ځل په ۱۳۵۱ق کال کې په نجف کې د المطبعة العلویة له خوا چاپ شوی دی.[۱۷] د ابوطالب په مدحه کې د شیخ محمد سماوي قصیده هم له کتاب سره ضمیمه شوې ده.[۱۸] په دې چاپ کې، اصل کتاب ۱۱۸ مخونه دی او په اول او اخر پورې یې ۲۲ مخونه ورزیات شوې دي.[۱۹] د بیروت دارالزهرا خپرونځي هم په ۱۴۰۸ق کال کې دا کتاب په ۴۴۸ مخونه کې چاپ کړی دی.[۲۰]

همداراز د قم سید الشهداء چاپخوني په ۱۴۱۰ ق کال کې د سید محمد بحر العلوم په څېړنه چاپ کړی دی. په دې چاپ کې ایتونه او د کتاب روایتونه په قرآن او روایي جوامعو مستند شوې دي. همداراز ځينې لړلیکونه پر کتاب ورزیات شوې دي[۲۱] په دوي کې د مطالبو لړلیک، د هغو کسانو د حال د شرحې چې په پایڅوړ کې راغلی لړلیک، د اَعلامو لړلیک او د تحقیق د سرچینو لړلیک شامل دي.[۲۲]

خطي نسخې

د الحجّة علی الذاهب، ځینې خطي نسخې دا دي:

  • هغه نسخه چې له سید ساقد کَمونه سره وه او د ۸ یا ۹ پېړۍ ده. دا نسخه په ۷۹ پاڼو، ۱۵۸ مخونو کې او هر مخ یې ۱۵ کرښې لري.[۲۳]
  • د میرزا محمد تهراني عسکري په خط یوه نسخه چې په بغداد کې د سادات آل عطار کتابتون له نسخې سره راویستل شوې ده.[۲۴]
  • د ۱۳۴۴ق کال یوه نسخه چې ویل کیږي د محمد حسین کاشف الغطاء د پلار شیخ علی کاشف الغطاء په خط ده. دا نسخه په ۶۱ پاڼو، ۱۲۲ مخونو لیکل شوې چې هر مخ یې ۱۸ کرښې لري او په ۶۱۴ نمبر سره د محمد حسین کاشف الغطاء په کتابتون کې ساتل کیږي.[۲۵]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. موسوی، الحجة علی الذاهب، مقدمه بحرالعلوم، ص۷.
  2. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۲۶۱.
  3. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، مقدمه بحرالعلوم، ص۲۴-۲۵.
  4. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۲۶۱.
  5. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، مقدمه بحرالعلوم، ص۲۹.
  6. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، ص۱-۴۳.
  7. انصاری قمی، «کتابشناسی حضرت ابوطالب»، ص۹۰.
  8. مثال په توګه وګورئ: علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۴۷۱، ۵۰۹، ۵۱۶، ۵۱۳.
  9. (تقریظ هغه لیکنو ته اشاره کوي چې د کتابونو د ستاینې لپاره لیکل کیږي)تقریظ به نوشته‌هایی گفته می‌شود که برای ستایش از کتاب‌ها می‌نویسند (لغتنامه دهخدا، ذیل واژه «تقریظ»»).
  10. انصاری قمی، «کتابشناسی حضرت ابوطالب (علیه‌السلام)»، ص۹۰.
  11. وګورئ: علامه امینی، ترجمه الغدیر، ج۱۴، ص۳۶۸-۳۶۹؛ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۵۴۱.
  12. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۲۶۱.
  13. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، ص۶۴-۶۵.
  14. حسینی جلالی، «درنگی در رساله شیخ مفید درباره ایمان ابوطالب(ع)»، ص۳۵.
  15. وګورئ: موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، ص۳۷۳-۳۷۹.
  16. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، ص۳۶۸-۳۶۹.
  17. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، مقدمه بحرالعلوم، ص۲۸.
  18. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۲۶۱.
  19. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، مقدمه بحرالعلوم، ص۲۸.
  20. انصاری قمی، «کتابشناسی حضرت ابوطالب»، ص۹۰.
  21. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، مقدمه بحرالعلوم، ص۳۰.
  22. وګورئ: موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، ص۳۷۱-۴۴۱.
  23. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، مقدمه بحرالعلوم، ص۳۱.
  24. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، مقدمه بحرالعلوم، ص۳۰.
  25. موسوی، الحجة علی الذاهب، ۱۴۱۰ق، مقدمه بحرالعلوم، ص۳۲-۳۳.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، قم و تهران، اسماعیلیان و کتابخانه اسلامیه، ۱۴۰۸ق.
  • انصاری قمی، ناصرالدین، «کتابشناسی حضرت ابوطالب (علیه‌السلام)»، آیینه پژوهش، شماره۲۱، مهر و آبان ۱۳۷۲ش.
  • جمعی از نویسندگان، ترجمه الغدیر، تهران، بنیاد بعثت، بی‌تا.
  • حسینی جلالی، سید محمدرضا، «نقد و معرفی کتاب: درنگی در رساله شیخ مفید درباره ایمان ابوطالب(ع)»، ترجمه جویا جهانبخش، آینه میراث، ش۱۶، بهار ۱۳۸۱ش.
  • علامه امینی، عبدالحسین، الغدیر، قم، مرکز الغدیر، ۱۴۱۶ق.
  • موسوی، فخار بن معد، ایمان ابی‌طالب (الحجة علی الذاهب إلی کفر ابی‌طالب)، تحقیق محمد بحرالعلوم، قم، دار سیدالشهداء، ۱۴۱۰ق.