منځپانگې ته ورتلل

تصحیح الاعتقادات (کتاب)

د wikishia لخوا
تصحیح الاعتقادات
لیکوالشیخ مفید
موضوعد شیعو عقیدې
طریقهکلامي
ژبهعربي
ټولګهیو ټوک
خپرونکیمتعدد
د خپرولو نیټهمتعدد


تَصحیحُ اِعتقاداتِ الاِمامیّة یا تَصحیحُ الاعتقاد د شیخ مفید (وفات ۴۱۳ هـ) له خوا د کلام د علم په اړه یو کتاب دی. دا کتاب د شیخ صدوق د کتاب "الاعتقادات" شرح او تنقید دی. د شیخ صدوق پر خلاف، چې د خپل منځپانګې د ثابتولو لپاره یې یوازې په قرآني آیتونو او احادیثو تکیه کوله، شیخ مفید له عقلي طریقې هم ګټه اخستې ده.

بداء، په قبر کې سوال، قضا او قدر، د عرش معنی، رجعت(بیرته راګرځیدل) او د وحی د نازلیدو څرنګوالی د کتاب له ځینو مطالبو څخه دي. د عقیدې د اصلاح په برخه کې د شیخ مفید اصلي نیوکه پر شیخ صدوق دا ده چې هغه د عقیدې په ثابتولو او د آیتونو او روایتونو په تفسیر کې کافي عقلي دقت نه دی کړی.

د اسلامي شورا په پارلمان او آستان قدس رضوي په کتابتونونو کې د تصحیح الاعتقاد څو خطي نسخې شته. کتاب څو ځله چاپ شوی او فارسۍ ته ژباړل شوی دی.

لیکوال

محمد بن محمد بن نعمان چې د شیخ مفید په نوم پیژندل کیږي، د قمري کال په څلورمه او پنځمه پیړۍ کې د دولسو امامانو منونکی شیعه عالم و[۱] هغه د شیخ صدوق له شاګردانو څخه او سید رضي، سید مرتضی او شیخ طوسي د هغه له شاګردانو څخه وو.[۲]

شیخ طوسي د هغه لپاره د فقهې او کلام په علم کې د لوړ مقام منونکی دی.[۳] ابن ندیم هم هغه د شیعه د کلام د علم پلار ښودلی دی.[۴]

په فقه کې المُقنَعَة، په کلام کې اوائل المقالات او د شیعه امامانو په ژوند لیک کې الارشاد د شیخ مفید له مشهورو اثارو څخه دي.[۵]

د الاعتقادات کتاب شرحه

تصحیح الاعتقادات کتاب د الاعتقادات یا اعتقادات الامامیه کتاب شرحه ده چې کوم د شيخ صدوق لخوا ليکل شوی چې په کې د اماميه شيعو تر ټولو مهمې عقيدې بیان شوي دي.[۶] لکه څنګه چې د تصحیح الاعتقادات له عنوان څرګنده ده، د شیخ مفید هڅه دا وه چې د شیعه امامیه د عقایدو په اړه د خپل استاد شیخ صدوق په نظر نیوکې او اصلاح وکړي.[۷] شیخ صدوق په الاعتقادات کتاب کې د شیعو د عقیدې د ثابتولو لپاره له قرآن کریم او احادیثو څخه مرسته اخیستې ده. خو شیخ مفید د دې کتاب په شرحه کې له عقلي طریقې هم کار اخیستی دی.[۸]

د تصحیح الاعتقاد کتاب له فضیلتونو څخه دا ګڼل کیږي چې دې کتاب په شیعه کلام کې د فکر کولو دوه مختلفې لارې منعکس کړي دي: هغه لاره چې عقلي دلیلونو ته پام نه کوي او په حدیثونو ولاړ دی او هغه مکتب چې عقلي دلیل ته ارزښت ورکوي. او هغه له شرعي نظره معتبر ګڼي.[۹]

د کتاب منځپانګه

شیخ مفید په تصحیح الاعتقاد کې په ځلونو په شیخ صدوق نیوکې کړی دي چې د حدیث د اصحابو په څیر هغه هم عقلي دلیلونه ته بې پامه دی او یوازې په احادیثو تکیه کوي.[۱۰] په دې كتاب كې د شيخ مفید په شيخ صدوق باندې ځينې نیوکې دا دي: د قرآن كريم د آيتونو ناسم تفسير، په صحيح روايتونو باندې استناد نه کول، په قرآن او احاديثو كې د ځينو الفاظو صحيح معنې ته پام نه کول. او د روایتونو په معنې کې د اهل حدیثو د طريقې پيروي یعنی د احادیثو په معنی کې د کافي عقلانیت هڅه نه کول.[۱۱]

د کتاب لومړۍ مطلب د قلم سوره د ٤٢ آيت تفسير ته ځانګړې شوی دی (يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ، ژباړه: هغه ورځ چې کار سخت شي [او خلاصون ستونزمن شي]). شیخه مفید د دې آیت په تفسیر کې ویلي دي چې د قیامت په ورځ به له یو لوی او سخت موضوع څخه پرده اوچتیږي چې هماغه د علمونو حساب کتاب او د هغې مطابق جزا او سزا ورکول دي او د رازونو افشا کیدل او د باطن ښکاره کیدل او د ښو او بدو اعمالو په محاسبه کې سختي ده. او په آیت کې له ساقه مراد هماغه سختي ده. عرب وايي: « قامت الحرب علی ساق» چې کله په جنګ کې سختي راشي نو داسې وايي. او د بازار د ګڼې ګوڼې او د پېر او پلور د سختۍ ښودلو لپاره وايي: «قامت السوق».[۱۲]

د کتاب وروستۍ برخه د مختلفو احادیثو او د هغو د ګټې اخستلو د څرنګوالي په اړه ده او د دې څپرکي وروستی محتوا د هغه حدیث د ردولو په اړه ده چې د عقل د حکم خلاف وي او له څېړلو وروسته معلومه شي چې دا حدیث د تقیه پر اساس صادر شوی یا له اصله یوه غلطه وینا وه چې امامانو ته منسوبه شوې وه.

ځانګړې نظریې

  • شیخ مفید په دې باور دی چې طب، د ناروغۍ او درملو په حقیقت پوهیدل دي چې بې د خدای له لارې نه شي ترلاسه کیدی. طبیبانو دا علوم له پیغمبرانو زده کړي دي او پیغمبرانو هم د خدای له لوري د وحی له لارې ترلاسه کړي دي او د امامانو احادیث هم د دې علم تفسیر کونکي دي.[۱۳]
  • شیخ مفید د پیغمبرانو او امامانو د عصمت په اړه وايي چې د هغوي د نبوت او امامت له مقام لرلو وروسته عصمت لري. خو مخکې له دې چې دې مقام ته ورسېږي، د عصمت په درلودلو باندې کوم دلیل نه لري او په دې هکله ودرېږي(توقف کوي).[۱۴]
  • شیخ مفید د شیعه امامانو د شهادت په باره کښې په دې باور دی چې امام علی(ع)، امام حسن(ع)، امام حسین(ع) او امام موسی کاظم(ع) خامخا شهیدان شوی دی او د امام رضا(ع) په هکله هم مزبوت نظر همدا دی چې شهید شوی دی. خو د نورو امامانو په باره کې د هغوی د شهیدیدو په هکله کوم ثبوت نشته.[۱۵]

د کتاب جوړښت

تصحیح الاعتقاد په ۲۸ فصلونو کې ترتیب شوی دی. د هغې ځینې فصلونه په لاندې ډول دي:

د دې کتاب خطي نسخې

د تصحیح الاعتقاد کتاب څو نسخې شته چې پر بنسټ یې کتابونه چاپ شوي دي، ځینې ​​یې دا دي:

  • د مجلس شورای اسلامی د کتابتون نسخه. دا نسخه حسن بن محمد خیابانی تبریزی په ۱۳۵۴ق کال کې له هغه نسخې ولیکل شوه چې په ۱۰۸۰ق کال کې لیکل شوې وه.
  • د آستان قدس رضوي د کتابتون نسخه. دا نسخه په ۱۰۷۹ هجري کې د مصطفی قلي حسیني قزویني لخوا لیکل شوې ده.
  • د آستان قدس رضوي کتابتون بله نسخه. دا نسخه په ۱۰۴۲ هـ ق کال کې د شاه محمد بن زین العابدین په لاس لیکل شوې ده.[۱۷]

ژباړه او چاپ

د «تصحیح الاعتقاد» کتاب په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د سید علي مدرسي یزدي له خوا په فارسي ژبه ژباړل شوی او خپور شوی دی. د تصحیح الاعتقاد ځینې نور چاپونه دا دي:

  1. د سید هبةالدین شهرستاني په سریزه او یادښتونو سره په ۱۳۶۳ کال کې د رضي مطبعې له خوا خپره شوې ده.
  2. د شیخ مفید د یاد کانګریس خپرونه په ۱۳۷۱ کال کې د حسین درګاهی په څیړنه او د سیدهبة‌الدین شهرستاني په لمن لیک او سریزې سره.
  3. د محمد رضا جعفري په سریزه په ۱۳۸۷ کال کې د فرهنګ جعفري انسټیټوت له خوا خپره شوې ده.

فوټ نوټ

  1. ↑ شبیری، «گذری بر حیات شیخ مفید»، ۱۳۷۲ش، ص۷، ۸، ۳۹.
  2. ↑ گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳و۱۴۴.
  3. ↑ طوسی، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۸.
  4. ↑ ابن‌ندیم،‌ الفهرست، ۱۳۵۰ش، ص۲۲۶ و ص ۲۴۷.
  5. ↑ گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص‌۱۴۳-۱۴۴.
  6. ↑ اثباتی، «بررسی آرای کلامی شیخ صدوق و مقایسه آن با آرای شیخ مفید»، ص۴۷و۴۸.
  7. ↑ طباطبایی، «بررسی کتاب تصحیح الاعتقاد شیخ مفید»، ص۳۹.
  8. ↑ طباطبایی، «بررسی کتاب تصحیح الاعتقاد شیخ مفید»، ص۳۹.
  9. ↑ طباطبایی، «بررسی کتاب تصحیح الاعتقاد شیخ مفید»، ص۴۲.
  10. ↑ طباطبایی، «بررسی کتاب تصحیح الاعتقاد شیخ مفید»، ص۴۲.
  11. ↑ طباطبایی، «بررسی کتاب تصحیح الاعتقاد شیخ مفید»، ص۳۹-۴۲.
  12. ↑ شیخ مفید، تصحیح اعتقادات الامامیه، ۱۳۷۱ش، ص۲۸-۲۹.
  13. ↑ شیخ مفید، مصنفات شیخ مفید، تصحیح الاعتقاد، ۱۴۱۳ق، ص۱۴۴.
  14. ↑ شیخ مفید، مصنفات شیخ مفید، تصحیح الاعتقاد، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۰.
  15. ↑ شیخ مفید، مصنفات شیخ مفید، تصحیح الاعتقاد، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۲.
  16. ↑ وګورئ: شیخ مفید، تصحیح الاعتقاد، ۱۳۷۱ش.
  17. ↑ درگاهی، مقدمه تصحیح الاعتقاد، ص۴و۵.

سرچينې

  • ابن‌ندیم، محمد بن ابی‌یعقوب اسحاق، الفهرست، تحقیق: رضا تجدد، طهران، بی‌تا، ۱۳۵۰ش.
  • اثباتی، اسماعیل، «بررسی آرای کلامی شیخ صدوق و مقایسه آن با آرای شیخ مفید»، حدیث و اندیشه، ش۹و۱۰، ۱۳۸۳ش.
  • درگاهی، حسین، مقدمه تصحیح الاعتقاد، در شیخ مفید، محمد بن نعمان، تصحیح الاعتقاد، تحقیق حسین درگاهی، کنگره بزرگداشت شیخ مفید، چاپ اول، ۱۳۷۱ش.
  • شبیری، سید محمدجواد، «گذری بر حیات شیخ مفید»، در مقالات فارسی کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ش۵۵، ۱۳۷۲ش.
  • شیخ مفید، محمد بن نعمان، تصحیح الاعتقاد، تحقیق حسین درگاهی، کنگره بزرگداشت شیخ مفید، چاپ اول، ۱۳۷۱ش.
  • طباطبایی، سید هادی، «بررسی کتاب تصحیح الاعتقاد شیخ مفید»، در کتاب ماه دین، شماره ۱۸۴، بهمن ۱۳۹۱ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، الفهرست، تحقیق جواد القیومی، بی‌جا، مؤسسة نشر الفقاهة، ۱۴۱۷ق.
  • گرجی، ابوالقاسم، تاریخ فقه و فقها، تهران، سمت، ۱۳۸۵ش.