منځپانگې ته ورتلل

د احزاب سوره ۵۳ آیت

د wikishia لخوا
د احزاب سوره ۵۳ آیت
د احزاب سوره ۵۳ آیت
د احزاب سوره ۵۳ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتاحزاب
د آیت شمېر۵۳
جزء۲۲
د منځپانګې معلومات
د نازلیدو شأند زینب بنت جحش سره د حضرت محمد(ص) د واده وروسته د ځینو صحابه و اوږده ناسته او د پیغمبر(ص) خپګان
د نزول ځایمدینه
په اړهد رسول الله(ص) د شخصي حریم ساتنه او د هغه د میرمنو درناوی
اړونده آیتونهد احزاب سوره ۵۵ آیت


د احزاب سوره ۵۳ آیت، یا د حجاب آیت، د پیغمبر(ص) د خصوصي حریم او د هغه د میرمنو د درناوي په اړه لارښوونې کوي، او د پیغمبر(ص) کور ته د تګ آداب او د هغه له میرمنو سره د خبرو اترو عادي لاره بیانوي.

د آیت بله برخه د پیغمبر(ص) ځورول او د هغه له وفاته وروسته د هغه له میرمنو سره واده کول منع کوي؛ یو داسې حکم چې مفسرانو د پیغمبر(ص) له ځانګړو احکامو څخه ګڼلی دی، او شهید ثاني وايي چې دا حکم جدا شویو میرمنو ته هم شامل دی.

د دې آیت لپاره ډېر شان نزول راغلې دي. یو یې د زینب بنت جحش سره د پیغمبر(ص) د واده د ولیمې په مراسمو کې د څو اصحابو د اوږدو خبرو اترو پیښې ته اشاره کوي، چې د پیغمبر(ص) د ناراضۍ لامل شوې.

پدې آیت کې، د حجاب کلمه د خنډ په معنی کارول شوې ده او د پیغمبر(ص) د میرمنو سره په خبرو اترو کې د پردې یا واټن رامینځته کولو په معنا ده، په هرصورت، ځینې څیړونکي دا د اسلامي حجاب په اړه د حکم تشریع کیدو لپاره یوه مقدمه ګڼي.

د پيغمبر(ص) کور ته د ورتللو آداب

د احزاب سوره ۵۳ آیت د مفسرینو په منځ کې د حجاب د آیت په نوم پیژندل کیږي؛ که څه هم پدې آیت کې د حجاب کلمه د خنډ معنی لري او اسلامي پوښښ او په فقه کې د پردې له مفهوم څخه توپیر لري.[۱] په هرصورت، د «تفسیر همگام با وحی» کتاب لیکوال عبدالکریم بهجت پور دا په اسلام کې د پوښښ د حکم د تشریع کیدو لپاره یوه سریزه ګڼي.[۲]

د آیت په لومړۍ برخه کې، پیغمبر(ص) سره د ملاقات کولو لپاره ځینې آداب بیان شوي دي. مسلمانان د پیغمبر(ص) کور ته له اجازې پرته له ننوتلو معنه شوي دي او همدارنګ په مسلمتیا کې له وخته مخکې له راتلو او د خواړو د پخولو له انتظار کولو څخه هم منع شوي دي، او امر شوی چې د خوړلو وروسته باید سمدلاسه خپاره شي او د بحث لپاره راغونډ نه شي.[۳] بیا آیت فرمايي چې دا خبرې اترې او اوږدې غونډې پیغمبر ځوروي، خو هغه له تاسو څخه د شرم له امله د وتلو غوښتنه نه کوي؛ په هرصورت، خدای له حق ویلو شرم نه کوي.[۴]

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنْكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمًا


اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی د پيغمبر کورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې خوراک ته وبلل شئ بې له دې چې (له وخته وړاندې ورشئ او) د خوړلو په انتظار اوسئ خو کله چې وبلل شئ نو ننوځئ او کله چې وخورئ نو خپاره شئ بې له دې چې (له خوړلو وورسته) په خبرو اخته شئ، ستاسو دا کار پيغمبر ته اذيت ورکوي او له تاسو شرميږي (چې بهرمو وباسي) خو خدای په حق (ويلو) نه شرميږي او که له هغوي (د پيغمبر له ښځو) څه غواړئ نو د پردې شاته يې ترې غواړئ دا ستاسو د زړونو او د هغوي د زړونو لپاره زياته پاکي ده او تاسو ته نه دي پکار چې د خدای رسول وځوروئ او نه دي پکار چې هيڅکله له هغه وروسته يې ميرمنو سره نکاح وکړئ، بيشکه چې دا کار د خدای په نزد لويه (ګناه) ده.



احزاب سوره، ۵۳ آیت

د پیغمبر(ص) د میرمنو اړوند احکام

دا آیت د پیغمبر(ص) د میرمنو د حرمت ساتلو په اړه دوه خبرې کوي:

شان نزول

د احزاب سوره ۵۳ آیت په هکله څو شان نزول بیان شوي دي. د طبرسي په وينا، د زينب بنت جحش سره د پيغمبر(ص) له واده او د مېلمستيا له پای ته رسېدو وروسته، څو اصحابو د پيغمبر(ص) په خونه کې پاتې شول او خبرې يې پيل کړې. د دوي اوږدمهاله حضور د پيغمبر(ص) د ناراحتۍ لامل شو نو آيت نازل شو.[۱۵]

د مکارم شيرازي په وينا، کله ناکله به ګاونډيان او نور خلک د پيغمبر(ص) له مېرمنو څخه د ځینې شيانو د پور اخيستلو لپاره راتلل. نو د پیغمبر(ص) د میرمنو د حیثیت او وقار د ساتنې لپاره دا آیت نازل شو او مؤمنانو ته یې حکم وکړ چې کله هم وغواړي له دوي څخه یو څه واخلي نو د پردې تر شا دې ودریږي او وایې خلي.[۱۶] همدارنګه، په یوه بل روایت کې راغلي چې دوو اصحابو د پیغمبر(ص) د ځینو کونډو ښځو سره د واده کولو په اړه حیرانتیا څرګنده کړه او ویې ویل: «د هغه له وفاته وروسته، موږ به د هغه له میرمنو سره واده وکړو.» دا بیان د هغه آیت د نازلیدو سبب شو چې د پیغمبر(ص) له میرمنو سره د هغه له وفاته وروسته واده کول یې منعه کړي دي.[۱۷]

د سوره نور د ۶۱ آیت سره اړیکه

شیعه مفسرینو د احزاب سوره ۵۳ آیت د نور سوره د۶۱ آیت منسوخ کونکی نه ګڼي.[۱۸] په هرصورت، جُبّائی، یو معتزلی مفسر، په دې باور دی چې د نور سوره په۶۱ آیت کې په ځینو کورونو کې له اجازې پرته د خواړو خوړلو د جواز حکم د احزاب سوره ۵۳ آیت سره منسوخ شوی دی، کوم چې د پیغمبر(ص) کور ته له اجازې پرته ننوتل منع کوي.[۱۹] د دې نظر له مخې، حتی د پیغمبر(ص) میرمنې هم باید د پیغمبر(ص) کور ته د ننوتلو لپاره اجازه ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې د سوره نور آیت د اولادونو، وروڼو او خویندو کورونو ته ننوتل او خواړه خوړل نه دي منعه کړي.[یوې غوره سرچینې ته اړتیا ده]

مکارم شیرازي، د نور سوره د ۲۷ آیت په دلیل سره وايي چې هیڅوک باید له اجازې پرته کوم کور ته ننوځي، او دا حکم د پیغمبر(ص) کور پورې ځانګړی نه دی.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. مطهری، مجموعه آثار(فقه و حقوق)، قم، ټوک۱۹، ۴۹۸ ـ ۴۹۹ مخونه؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۶۷ش، ۸ ټوک، ۵۷۴ مخونه؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۳۶۹ش، ټوک۸، ۸۴ مخ.
  2. عبدالکریم بهجت‌پور، سیر فرهنگ‌سازی پوشش اسلامی، ۱۳۹۶ش، مخ۴۱.
  3. شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ټوک۸، مخونه۳۵۶ـ۳۵۷؛‌ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۷، مخونه۳۹۹ـ۴۰۰؛ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۵۲ش، ټوک۱۶، مخ۳۳۷.
  4. طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۵۲ش، ټوک۱۶، مخ۳۳۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۷، مخ۴۰۰.
  5. طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۵۲ش، ټوک۱۶، مخ۳۳۷.
  6. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۶۷ش، ټوک۸، مخ۵۷۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۷، مخ۴۰۱.
  7. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۷، مخ۴۰۱.
  8. سیفی مازندرانی، دلیل تحریر الوسیلة، ۱۴۱۷ق، مخ۱۶.
  9. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۶۷ش، ټوک۸، مخ۵۷۶.
  10. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۷، مخ۴۰۱.
  11. شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ټوک۸، مخ۳۵۸.
  12. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۱۰، مخ۳۷۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۶۷ش، ټوک۸، مخونه۵۷۶ ـ ۵۷۷.
  13. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۱۰، مخ۳۷۱.
  14. شهید ثانی، مسالک الافهام الی تنقیح شرایع الاسلام، ۱۴۱۳ق، ټوک۷، ۷۹ ـ ۸۰ مخونه.
  15. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۶۷ش، ۸ټوک، ۵۷۴ مخ.
  16. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ۱۷ټوک، ۳۹۸مخ.
  17. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۶۷ش، ۸ټوک، ۵۷۴مخ.
  18. فاضل کاظمی، مسالک الافهام، بی‌تا، ۳ټوک، ۲۶مخ.
  19. قطب راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ۲ټوک، ۳۳مخ.
  20. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ۱۷ټوک، ۳۹۹مخ.

سرچينې

  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۳۶۹هـش / ۱۹۹۰م.
  • سیفي مازندراني، علي‌اکبر، دلیل تحریر الوسیلة، تهران، د امام خمیني د آثارو د برابرولو او نشر مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بې‌نېټې.
  • شهید ثاني، زین‌الدین بن علي، مسالک الأفهام الی تنقیح شرایع الإسلام، قم، د اسلامي معارفو مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۵۲هـ ل.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، ۱۳۶۷هـ ل.
  • فاضل کاظمي، محمد، مسالک الأفهام إلی آیات الأحکام، له سریزې سره د آیت‌الله مرعشي نجفي، تهران، مرتضوي خپرندویه، بې‌نېټې.
  • قطب راوندي، سعید بن هبة‌الله، فقه القرآن، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي د کتابتون خپرونې، دوهم چاپ، ۱۴۰۵ق.
  • مدرسي، محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبي‌الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق / ۱۹۹۹م.
  • مطهري، مرتضی، مجموعه آثار(فقه و حقوق) (د آثارو ټولګه (فقه او حقوق)، قم، انتشارات صدرا، لومړی چاپ، بې‌نېټې.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴هـ ل.