د پیغمبر(ص) ودونه
| خدیجه د خویلد لور | (واده: د عامالفیل ۲۵ مه) |
| سوده د زمعه لور | (واده:د هجرت څخه مخکې) |
| عایشه دختر ابوبکر | (ازدواج: ۲ق) |
| حفصه د عمر بن خطاب لور | (واده: ۳ق) |
| زینب د خزیمه لور | (واده: ۳ق) |
| ام سلمه د ابو امیه لور | (واده: ۴ق) |
| زینب د جحش لور | (واده: ۵ هجري) |
| جویریه د حارث لور | (واده: ۵ یا ۶ق) |
| ام حبیبه د ابوسفیان لور | (واده: ۶ یا ۷ق) |
| ماریه د شمعون لور | (واده: ۷ق) |
| صفیه د حیی لور | (واده: ۷ق) |
| میمونه د حارث لور | (واده: ۷ق) |
د پیغمبر(ص) او د هغه ډېرو میرمنو سره ودونه، دا له هغه مسایلو څخه ده چې د لیکوالانو یوې ډلې په مختلفو کتابونو او مقالو کې د دې په اړه ابهام او تورونه څرګند کړي دي، او له دوي څخه، په ځانګړې توګه د شلمې پیړۍ څخه مخکې عیسوي لیکوالانو، د دې ودونو سبب یوازې شهوت او جنسي خوښي بیان کړې ده. په هرصورت، دا هم ویل شوي چې محمد(ص) ډېر ودونه وکړل تر څو زوی یې وشي.
سید مرتضی عسکري، یو شیعه تاریخ پوه او د حدیث عالم، دا ادعاوې یوازې د عائشې سره منسوب روایتونو له امله ګڼي، چې کوم د پیغمبر(ص) شخصیت او وقار سره په ټکر کې ښودل شوی دی. د اسلام د اصلي سرچینو سره د منتقدینو نا اشنایي او د عیسوي یا مادي نظر څخه د دوي متاثر کیدل د دې تورونو اساس ګڼل شوی دی. له بلې خوا، د عالمانو یوې ډلې، د پیغمبر(ص) ۲۵ کلونو خپلې لومړۍ میرمنې، خدیجې سره ژوند، چې له هغه څخه څو کاله لویه وه، باندې تکیه کړې ده؛ او دا تورونه یې رد کړي دي، په ځانګړي توګه په هغه وخت کې چې په عربي ټاپووزمه کې څو میرمنې درلودل یو عام رواج و.
د اسلامي سرچینو له مخې، هغه ښځې چې پیغمبر(ص) د خدیجې له مړینې وروسته ورسره واده وکړ - پرته له عایشې – نورې ټولې کونډې وې، او د ځینو عمرونه په کې له ۵۰ کلونو څخه زیات وو. له بلې خوا، ځینې لیکوالانو دې خبرې ته په پام چې د پیغمبر(ص) ځینې میرمنې له هغه قبلیو څخه وې چې پيغمبر(ص) ورسره په جنګ و، یا د لویو قبیلو څخه وې، او دا حقیقت چې پیغمبر(ص) یوازې هغه وخت دا ودونه کړي دي چې په کومو کلونو کې په جګړه کې بوخت وو، نو مسلمان لیکوالانو د پیغمبر(ص) ډېر ودونه سیاسي ګڼلي او موخه یې د قبیلو سره د پیغمبر(ص) اړیکې ټینګول او د اسلام خپرول بللي دي.
سربېره پردې، د پیغمبر(ص) ځینې ودونه د خیر غوښتنې په غرض او د طلاق شویو یا کونډو میرمنو سره د مرستې لپاره کړي وو، او د حضرت زینب سره واده چې د جحش لور وه، هم د خدای د حکم په پایله کې ارزول شوی چې د اسلام څخه مخکې د خپل بللي زوی میرمنې سره د واده منع و خو پيغمبر(ص) دا دود له منځه یوړ. دا هم ویل شوي چې د پیغمبر(ص) میرمنو نورو میرمنو ته د مذهبي احکامو په تدریس کې مهم رول لوبولی دی.
مقام او اهمیت
د اسلام پیغمبر په خپل ژوند کې څو ځله واده وکړ.[۱] مسلمانان په دې باور دي چې پیغمبر(ص) په اسلام کې ځانګړي حکمونه لري (خصائص النبي) او په دې اساس هغه ته اجازه ورکړل شوې وه چې له څلورو څخه ډیرې میرمنې ولري.[۲] د پیغمبر(ص) د میرمنو د شمیر په اړه د تاریخ پوهانو ترمنځ اختلاف شتون لري؛ ځینو د هغوي شمیر ۱۳[۳] او نورو ۱۵[۴] یاد کړی دی او ځینو حتی ۲۱ یاد کړی دی، که څه هم پیغمبر(ص) یوازې د ۱۱ سره ژوند کړی دی.[۵] دا ټول اختلاف کله کله دې لپاره کیږي چې د پیغمبر(ص) شخصیت ته زیان ورسوي، او کله کله د تاریخي توضیحاتو د ناپوهۍ او د ښځو په صحیح نومونو د نه خبریدو له امله دی.[۶]
د پیغمبر(ص) د واده شوي ژوند په وروستۍ دریمه برخه کې د ګڼ ودونو د دلیل پوښتنه د پیغمبر(ص) د ژوندلیک[۷] کې یوه مهمه پوښتنه ده او ویل شوي چې د دې په اړه دوه په بشپړ ډول متناقض او کُلي نظرونه شتون لري؛ ډېرو دا د سیاسي او ټولنیزو مصلحتونو له سببه او حتی د میرمنو د ګټې لپاره بیان کړي دي، پداسې حال کې چې نورو دا د جنسي خواهشاتو لپاره ګڼلي دي چې د هغه اخلاقي او عادل شخصیت سره مطابقت نلري.[۸]
د پیغمبر ودونه؛ د تورونو او مختلفو تحلیلونو شالید
مسلمان مفکرین په دې باور دي چې د پیغمبر(ص) ګڼ ودونه د اسلامي ګټو او اهدافو پر بنسټ وو.[۹] ځینو مستشرقینو او لیکوالانو د پیغمبر(ص) څو ودونه د ښځو سره د هغه د ډېرې مینې او د هغه د شهوت په پایله کې تشریح کړي دي.[۱۰] د کارل ارنسټ په وینا، په خپل کتاب «د محمد(ص) پيروي» کې، عیسویان معمولا محمد(ص) لپاره څو ودونه، کمزوري ګڼي، ځکه چې دوي تمه لري چې هغه به د عیسی مسیح په څیر وي، چې بې واده ژوند یې تیر کړی و.[۱۱]
ګوستاو لو بون (Gustave Le Bon)، یو فرانسوي ټولنپوه، د ښځو سره د پیغمبر(ص) زیاته مینه او د هغه هوس پالنه، په پیغمبر(ص) باندې یوازینۍ نیوکه ګڼلې ده.[۱۲] د لویدیځو لیکوالانو په اثارو کې، د پیغمبر(ص) ټول یا ډیر ودونه د پیغمبر(ص) د جنسي غوښتنې او د ښځو سره د ډېرې مینې او د هغه د شهوت پایله ګڼل شوې ده.[۱۳] ځینو هم د پیغمبر(ص) لوړې جنسي غوښتنې د هغه کمزوري ګڼلې.[۱۴] ویل کیږي چې د نولسمې پیړۍ ډیرو مستشرقینو د پیغمبر(ص) په باره کې ورته چلند درلود.[۱۵]
په هرصورت، جان ډیونپورټ(John Davenport)، د نولسمې پیړۍ یو برتانوي مستشرق، په خپل کتاب «د محمد او قرآن په وړاندې د ګناه عذر» کې، پیغمبر(ص) د لذت ګروهنې له تور څخه لرې ګڼي او د پیغمبر(ص) د ګڼو ودونو هدف د نارینه اولاد پيدا کیدل ګڼي؛[۱۶] لکه څنګه چې میکسیم روډینسن (Maxime Rodinson) هم دې نظر سره موافقت کړی دی.[۱۷]
حسن یوسفي اشکوري، چې له نوي اسلامي مفکرینو څخه دی، په دې باور دی چې په اصل کې، د پيغمبر(ص) ټول ودونه په یو ډول نه شي تحلیل کیدی او ځینې یې خامخا د اسلام د خپریدو په لړ کې وو.[۱۸] مګر د پیغمبر(ص) په ځینو نورو ودونو کې، په شمول د عایشه او حفصې سره د هغه واده، چې ځوانې وې، د اخلاقي انګېزو سربیره، کله کله د اسلام او مسلمانانو عمومي ګټې لکه د هغه د میرمنو په لاس د ښځو د احکامو ترویج، د پیغمبر(ص) مشروعې شخصي انګېزې هم په کې داخلې وې.[۱۹]] یوسف اشکوري د احزاب سوره ۵۲ آیت هم د دې ادعا ملاتړ ګڼلی دی.[۲۰]
محمد حسین کاشف الغطاء، چې یو عراقي شیعه عالم دی، هم په دې باور دی چې پیغمبر(ص) غوښتل چې د څو میرمنو په درلودلو سره خپل ملکوتي نفس وښيي او د ځان کنټرول، استقامت او د مساوات او عدالت د رعایت یوه روښانه بیلګه خلکو ته څرګنده کړي.[۲۱] کارل ارنسټ (زیږیدلی ۱۹۵۰) په خپل کتاب کې، د پیغمبر(ص) د چلند دې اړخ ته په پام سره، دې پایلې ته رسیدلی چې د مسلمانانو له نظره، محمد(ص) د یو داسې پیغمبر مثال دی چې د خپل ملت لپاره عملي نمونه وړاندې کوي، او څرنګه چې د انسان ژوند د نسل د زیږون او کورنۍ اړتیا لري، نو په دې برخه کې هم دیني نمونه اړینه ده.[۲۲]
د ابهاماتو او تورونو ریښې موندل
څیړونکو د پیغمبر(ص) د ودونو په اړه د تورونو ریښې موندلو لپاره په څو ټکو بحث کړی دی: پشمول د ځینو شنونکو مادي او غیر معنوي ذهنیت، د عیسوي عقیدې څخه اغیزمن کیدل چې بې واده او مجرد شونې ته ارزښت ورکوي، د مسلمانو پاچاهانو ناسم چلندونه او د هغوي حرم سرای، د مسلمانانو په حدیثي او تاریخي کتابونو کې ناسم راپورونه او روایتونه، د لویدیځو لیکوالانو د څیړنې محدودیتونه، او د اسلامي مطالعاتو له اصلي سرچینو څخه د دوي واټن.[۲۳]
یو شیعه تاریخ پوه، سید مرتضی عسکري (۱۲۹۳-۱۳۸۶ هجري)، په ذهنونو کې د پیغمبر(ص) یو غلط انځور جوړول یوازې د هغه روایتونو له امله ګڼي چې کوم له عائشې څخه روایت شوي دي. د هغه په وینا، د اسلام پیغمبر په دې روایتونو کې یو داسې کس ښودل شوی چې د ښځې ځانته جلب کول غواړي.[۲۴] عسکري د «نقش عایشه در احادیث اسلام» کتاب لیکلو ترټولو مهم دلیل همدا ګڼي.[۲۵] همدارنګه، په خپل کتاب «همسران پیامبر(ص)» کتاب کې، یو شیعه عالم حسن عاشوري لنګرودي د مستشرقینو د تورونو دلیلونه، قرآن کریم ته رجوع نه کول او د اسلام د مخالفینو په بې اعتباره کتابونو او دروغو باندې تکیه کول، ګڼي.[۲۶]
په څېړنو کې د پيغمبر(ص) د ودونو انعکاس
د پيغمبر(ص) د ودونو په اړه بحث او د تاريخي څېړونکو او اسلامي عالمانو توجيهات او تشریحات په ګڼ شمېر کتابونو او مقالو کې راغلي دي. د خپل کتاب په مقدمه کې، عاشوري لنګرودي په دې اړه ۱۷ فارسي او عربي کتابونه ذکر کړي دي.[۲۷] په «مقاله شناسي پیامبر(۱۳۸۳)» کتاب کې، ۱۰ مقالې د «د پيغمبر(ص) د ودونو فلسفه» تر سرليک لاندې لیست شوي دي.[۲۸] سيد جعفر مرتضی عاملي، چې يو شيعه تاريخپوه او ژوند ليکونکی دی، په خپل کتاب مفصل «الصحیح من سیرة النبی الاعظم» کې د پيغمبر(ص) د ګڼو ودونو موضوع ته يوه برخه خاص کړې ده.[۲۹] د «مستشرقان و پیامبر اعظم(ص)» کتاب لیکوال هم د خپل کتاب دوه فصلونه د پيغمبر(ص) د ګڼو ودونو موضوع او د دې په اړه د غربي لیکوالانو نظرونو ته وقف کړي دي.[۳۰]
په دې موضوع نور کتابونه هم خپاره شوي دي: په شمول د «حکمتِ تعددِ همسران پیامبر(ص)، د شیعه متکلم و سیرت څیړونکي سید مرتضی عسکري کتاب،[۳۱] بررسی تاریخی ازدواجهای پیامبر اعظم(ص) د مصطفی جعفر پیشه فرد کتاب،[۳۲] فلسفه ازدواج های پیامبر(ص)، د جواد شادي کتاب،[۳۳] تحلیل و بررسی ازدواجهای پیامبر اسلام(ص)، د حمیده برهانیان کتاب،[۳۴] تحلیلی بر ازدواجهای پیامبر(ص) و پاسخ به شبهات، د محمد رضا عباسي کتاب،[۳۵] او نساء حول الرسول(ص) کتاب چې په عربۍ ژبه محمود مهدي استانبولي لیکلی دی.[۳۶]
د پیغمبر(ص) د ودونو نیټه او شمېره
پیغمبر(ص) د خپلې لومړۍ میرمنې، حضرت خدیجې له مړینې یو کال وروسته، له یوې ۵۵ کلنې کونډې سوده سره واده وکړ.[۳۷] بیا یې په مکه کې د عایشه سره، چې د پیغمبر(ص) یوازینۍ پېغله میرمن وه، واده وکړ، خو په مدینه کې او د بدر له جګړې وروسته (د هجرت په دویم کال)، د هغې د پلار (ابوبکر) په ټینګار سره، هغه یې خپل کور ته بوتله.[۳۸] د پیغمبر(ص) څلورم واده د عمر لور حفصې سره و، چې هغه هم کونډه وه او هم د ځینو په وینا، له ښکلا څخه بې برخې وه، تر دې چې کله د هغې پلار عثمان او ابوبکر ته حفصې سره د واده وړاندیز وکړ، نو هغوي رد کړ.[۳۹]
د پیغمبر(ص) ډیر ودونه د جګړې په سختو وختونو او د مختلفو بحرانونو په منځ کې شوي یعنی د هجري تقویم له دریم څخه تر اووم کال پورې ترسره شوي دي.[۴۰] په دې موده کې، پیغمبر(ص) یوازې له خپلو دښمنانو، لکه قریشو او یهودیانو سره واده وکړ، او له خپلو ملاتړو، انصارو څخه یې هیڅ واده ونه کړ.[۴۱] د پیغمبر(ص) له یوولسو میرمنو څخه، نهه له مکې وې او دوه یې یهودۍ وې.[۴۲] د هجرت د اووم کال په اخر کې یا د اتم کال په لومړیو کې د احزاب سوره د ۵۲ آیت په نازلیدو سره، پیغمبر(ص) له بیا واده کولو څخه منع شو.[۴۳]
د پیغمبر(ص) نورې میرمنې، چې ټولې یې کونډې او زړې وې، په لاندې ډول دي: ام سلمه، یوه زړه ښځه وه چې څو ماشومان یې درلودل او د واده کولو هیڅ اراده یې نه درلوده؛[۴۴] ام حبیبه د ابو سفیان لور، ۳۷ کلنه، چې میړه یې په حبشه کې مړ شو؛[۴۵] میمونه، ۵۱ کلنه، چې د پیغمبر(ص) سره له واده کولو دمخه یې دوه ځله واده کړی و او هغې پخپله پیغمبر(ص) ته د واده وړاندیز وکړ.[۴۶] زینب د جحش لور، ۵۰ کلنه، چې پیغمبر(ص) د یو غلط رواج د ختمولو لپاره هغې سره واده وکړ[۴۷] او زینب د خزیمه لور، چې له پیغمبر(ص) څخه مخکې دوه ځله واده شوې وه.[۴۸] جویریه د حارث لور، او صفیه د حی لور هم د پیغمبر(ص) وینزې وې، چې د اسلامي شریعت له مخې ورسره جنسي اړیکې جایزې وې،[۴۹] خو پیغمبر(ص) لومړی هغوي آزادې کړې او بیا یې د هغوي په بشپړ رضایت او غوښتنه ورسره واده وکړ.[۵۰]
د پیغمبر(ص) د ګڼو ودونو په هکله وړاندې شوی دلیلونه
د عالمانو او څېړونکو یوه ډله، مسلمانانو او غیر مسلمه، دا هڅه کړې چې د پیغمبر(ص) د ګڼو ودونو لپاره انګېزې او دلیلونه تشریح کړي، او په دې سره یې هغه خبرو او دلیلونو ته ځوابونه ورکړي دي چې لویدیځو او عیسوي لیکوالانو او مستشرقینو راوړي دي چې د پیغمبر(ص) د ودونو دلیل یې د هغه جنسي تمایل پر بنسټ ګڼلی و.
تر ډېرې مودې یواځې یوه میرمنه حضرت خدیجه
د مشهور نظر له مخې، پیغمبر(ص) په ۲۵ کلنۍ کې[۵۱] د خدیجې په وړاندیز چې ۴۰ کلنه وه واده وکړ.[۵۲] او د هغې تر مړینې پورې یې ۲۵ کاله ورسره ژوند وکړ،[۵۳] او بله ښځه یې نه درلوده؛[۵۴] که څه هم د پیغمبر(ص) په وخت کې ګڼ ودونه کول عام وو.[۵۵] په هرصورت، پیغمبر(ص) د خپل ژوند شاوخوا شل کاله (د خپل واده شوي ژوند شاوخوا له دریو څخه دوه برخې) یوازې له خدیجې سره تیر کړل.[۵۶]
طباطبایي، د تفسیر المیزان لیکوال، ټینګار کوي چې د پیغمبر(ص) سیرت د هغه د شهوت پرستۍ ادعا سره په ټکر کې دی؛ ځکه چې پیغمبر(ص) د خپل ژوند شل کاله یوازې له خدیجې سره ژوند وکړ او یوازې د خپل ژوند په پای کې یې له نورو ښځو سره ودونه وکړل.[۵۷] له دې سببه خدیجې سره له واده پرته، د پیغمبر(ص) نور ټول ودونه د ۵۴ او ۶۱ کلونو ترمنځ وو.[۵۸]
د دې ادعا په ځواب کې چې پیغمبر(ص) د زړې خدیجې سره په واده پښيمانه و، ویل شوي چې تاریخي شواهد، لکه: د خدیجې عالي شخصیت، چې خپل ټول ځواک او شتمني یې محمد(ص) ته د اسلام د پرمختګ لپاره ورکړه، خو بیا یې هم ځان د پیغمبر(ص) وینزه ګڼل،[۵۹] د پیغمبر(ص) بې حده ستاینه او د هغې په ژوند کې او د هغې له مړینې وروسته د هغې ستاینه، او د جنت د څلورو غوره میرمنو څخه د یوې په توګه د هغې معرفي،[۶۰] د پیغمبر(ص) د حضرت خدیجې په ژوند کې بل واده نه کول او حتی د هغې له مړینې وروسته تر یو کال پورې واده نه کول،[۶۱] دا ټولې خبرې له دې ادعا سره په ټکره کې دي چې پیغمبر(ص) خدیجې سره په واده پښیمانه و؛[۶۲] د دې حقیقت سربیره چې د واده په وخت کې د خدیجې عمر متنازع دی؛ هغه عموما د ۴۰ کلونو په عمر کې ګڼل کیږي، خو ځینو تاریخ پوهانو د هغې عمر ۲۵ کاله بیان کړی دی.[۶۳]
کونډو او زړو میرمنو سره واده
د طباطبايي په وینا، که چیرې د پیغمبر(ص) ودونه د خواهشاتو او جنسي غوښتو پر بنسټ وو، نو هغه باید له خدیجې وروسته له ځوانو میرمنو سره ودونه کړی وای، نه د کونډو او زړو میرمنو سره؛[۶۴] پداسې حال کې چې د حضرت خدیجې له وفات وروسته د پیغمبر(ص) لومړۍ واده د سوده په نوم یوې زړې کونډې سره و[۶۵] او د عایشه پرته د پیغمبر(ص) ټولې میرمنې کونډې وې.[۶۶]
د زامنو د لرلو په موخه واده کولو باندې نیوکه
د دې ادعا په ځواب کې چې د پیغمبر(ص) د ګڼو ودونو کولو هدف د زامنو درلودل وو، ویل شوي چې د دې لپاره هیڅ تاریخي شاهد نشته، او که چیرې پیغمبر(ص) داسې کوم هدف درلودې، نو هغه باید د ځوانو میرمنو سره واده کړی وای، نه د ښځو سره، چې ډیری یې کونډې او یائسه وې. له بلې خوا، ویل شوي چې په داسې حالت کې، هغه باید په ورته وخت کې بیا واده کړی وای کله چې هغه خپل زامن له لاسه ورکړي وو، نه له ۵۰ کلونو وروسته. پرته له دې چې د پیغمبر(ص) ځینې میرمنې د واده څخه مخکې د هغه وینځې وې، او پیغمبر(ص) کولی شول چې له واده پرته له هغوی څخه ماشومان ولري.[۶۷]
مذهبي او سیاسي غرضونو لپاره ودونه
ډیر مسلمان عالمان، د قرآن کریم په آیتونو او تاریخي راپورونو، او همدارنګه ځینې کلامي دلیلونو (لکه عصمت او د نورو لپاره خېر غوښته) سره، پدې باور دي چې د پیغمبر(ص) ودونه یوازې د نیکو موخو لپاره او د مصلحت او حکمت سره سم وو؛[۶۸] ځکه چې د ابن خلدون په وینا، د پیغمبر(ص) په زمانه کې، چې جګړه او وینه تویول د خلکو دود او دستور ګرځیدلی و، د جګړې د مخنیوي ترټولو مهم عامل د واده اړیکه وه.[۶۹]
پر دې اساس، ویل شوي چې د پیغمبر(ص) ډیر ودونه د عربو د لویو قبیلو او ټبرونو د ملاتړ ترلاسه کولو او د مسلمانانو د سیاسي او ټولنیز نفوذ د پیاوړتیا لپاره وو؛ لکه عائشې سره واده، چې د بنو تییم څخه وه،[۷۰] یا صفیې سره واده، چې د بنو نضیر د یهودانو مشر حیی بن اخطب لور وه، او هغې سره د واده له لارې، د خدای رسول(ص) په دې پسې و چې یهودانو سره یو ځای شي او د اسلام پر وړاندې د هغوي دسیسې کولو مخنیوی وکړي.[۷۱] په دې اړه، ویل شوي چې د ابو سفیان د لور ام حبیبه سره د اسلام د پیغمبر واده، له هغو عواملو څخه و چې ابوسفیان اسلام ته مخه کړه،[۷۲] یا د بنو مصطلق د یهودانو مشر حارث لور جویریه سره واده، چې مسلمانانو د بنو مصطلق په جګړه کې د دې یهودانو ۲۰۰ کورنۍ نیولی وې خو کله چې رسول الله(ص) له جویریه سره واده وکړ نو مسلمانانو ټول هغه کسان آزاد کړل ځکه چې د پیغمبر(ص) خپلوان ګڼل کېدل، او د بنو مصطلق سړي، د دې پیښې په لیدلو سره، ټول مسلمانان شول.[۷۳]
کارل ارنسټ، چې په امریکا کې د اسلامي مطالعاتو یو څېړونکی دی، د پیغمبر(ص) ځینې ودونه د قبیلوي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یوه سیاسي ستراتیژي ګڼلې ده.[۷۴] همدارنګه، د هغه څه له مخې چې په «په اروپا کې محمد» کتاب کې نقل شوي، ډیویډ مارګولیوت (۱۸۵۸-۱۹۴۰)، یو انګلیسي مستشرق، په خپل کتاب «محمد او د اسلام زیږون» کې، په دې باور دی چې د پیغمبر(ص) ودونه تر ډیره حده سیاسي وو،[۷۵] په هرصورت، هغه د خدیجې په وخت کې دا هدف ترلاسه نشو کړای، نو د خدیجې له وفاته وروسته ته یې دا سیاسي ودونه وځنډول.[۷۶]
د پیغمبر(ص) د میرمنو له لارې د احکامو ترویج
د عایشې سره د هغه د واده دلیل د هغه لخوا د ښځو ترمنځ د اسلامي احکامو خپرول ګڼل شوي دي؛ ځکه چې عایشه د پیغمبر(ص) تر ټولو هوښیاره میرمن ګڼل کیده، او ځینې اصحابو به د ستونزو په اړه له هغې څخه پوښتنه کوله.[۷۷] په دې اړه، ویل شوي چې د پیغمبر(ص) میرمنو د اسلام د دین په خپرولو کې مهم او ځانګړی رول لوبولی دی، او د هغو روایتونو یوه مهمه برخه چې په اسلامي فقه کې کارول کیږي د پیغمبر(ص) د میرمنو لخوا روایت شوې ده.[۷۸]
اخلاقي او خیریه انګیزې لرونکي ودونه
د پیغمبر(ص) د ځینو ودونو انګیزې د اخلاقي او غیر جنسي مسلو په توګه معرفي شوي دي؛ د بیلګې په توګه، د کونډو او بندیانو سره ودونه د محرومو میرمنو د ټولنیز حالت د پیاوړتیا په توګه تشریح شوي دي؛ ځکه چې د عائشې پرته د پیغمبر ټولې میرمنې کونډې وې.[۷۹] همدارنګه، د ام حبیبه سره واده د ښځو د زړه ساتنې په توګه ګڼل شوی دی؛ د هغه زیان د جبران لپاره چې هغې د اسلام منلو له امله زغملی و.[۸۰]
ویل شوي چې د پیغمبر(ص) د ام سلمه سره واده کولو دلیل دا و چې هغه بې وزله وه او د خپلو یتیمانو ماشومانو پالنه یې نشوه کولی.[۸۱] یا هغه له سوده سره واده وکړ ځکه چې د هغې ټول خپلوان کافران وو او د هغې د میړه له مړینې وروسته، دا امکان شتون درلود چې هغه ووژل شي یا کفر او شرک ته ستنه شي.[۸۲] د خزیمه لور زینب سره د واده کولو لپاره د پیغمبر(ص) انګېزه هم د هغې د ټولنیز حیثیت ساتل او د هغې درناوی کول بلل شوي دي؛ ځکه چې زینب د اسلام څخه مخکې د جاهلیت په دورې کې یوه سخاوتمنده ښځه وه او د ام المساکین (د بې وزلو مور) په نوم پیژندل کیده.[۸۳] دا هم ویل کیږي چې پیغمبر(ص) لومړی جویریه او صفیه له غلامۍ څخه آزادې کړې چې د بندیانو او وینځو نجونو د آزادولو لاره وښايي او بیا یې له دوي سره واده وکړ.[۸۴]
د دود ماتولو لپاره واده
داسې ویل کیږي چې د اسلام پیغمبر د الهي امر د پلي کولو او د اسلام څخه مخکې دورې د غلطو افکارو د لرې کولو لپاره له زینب بنت جحش سره واده وکړ. زینب، د جحش لور، د زید بن حارثه میرمن وه، او زید د حضرت محمد(ص) بللی شوی زوی و، او د اسلام څخه مخکې دورې د دود سره سم، عربانو بللی شوی زوی د خپل زوي په توګه ګڼل. له همدې امله، د میړه له مړینې یا طلاق وروسته، دوی به د هغه له میرمنې سره واده نه کاوه.[۸۵] د قرآن له مخې، پیغمبر(ص) ته امر شوی و چې له هغې سره واده وکړي ترڅو خلک د دې غلط مشرک دود ماتول ومني.[۸۶]
ډیویډ پاورز، په متحده ایالاتو کې د اسلامي او عربي مطالعاتو څیړونکی، د زینب بنت جحش سره د پیغمبر واده د خاتمیت عقیدې سره سم ګڼي او وايي چې د زید د پخوانۍ میرمنې سره د واده کولو سره، پیغمبر ډاډ ترلاسه کړ چې د هغه له مړینې وروسته، هیڅوک به د محمد د وارث شونې دعوا نه کوي او د هغه د زوي په توګه دا دعوا ونه کړي چې نبوت ته دوام ورکړي.[۸۷]
فوټ نوټ
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۳۸۰ش، ټوک۳، مخ۲۳.
- ↑ کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ټوک۱۲، مخ۵۸؛ سیوطی، الخصائص الکبری، دار الکتب العلمیه، ټوک۲، مخ۴۲۶.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ټوک۲، مخ۶۴۳؛ عسکری، نقش عایشه در اسلام، ۱۳۹۰ش، ټوک۱، مخ۵۴-۶۶.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ۱۳۸۰ش، ټوک۳، مخ۲۳؛ ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۵۹۲.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۷۵ش، ټوک۱، مخ۲۷۴-۲۸۰.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۳۵-۴۰.
- ↑ یوسفی اشکوری، «تأملی در علل چندهمسری پیامبر اسلام»، مخ۱۶۳.
- ↑ یوسفی اشکوری، «تأملی در علل چندهمسری پیامبر اسلام»، مخ۱۶۳-۱۶۴.
- ↑ عسکری، نقش عایشه در اسلام، ۱۳۹۰ش، ټوک۱، مخ۵۴-۷۲؛ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۵۸-۶۴.
- ↑ صمیمی، محمد در اروپا، ۱۳۸۲ش، مخ۴۱۹-۴۲۱؛ انصاری، بازشناسی قرآن، ۱۳۷۸ش، مخ۳۶۲-۳۶۳.
- ↑ ارنست، اقتدا به محمد(ص)، ۱۳۹۰ش، مخ۱۱۲.
- ↑ لو بن، تمدن اسلام و عرب، ۱۳۱۸ش، مخ۱۱۶-۱۲۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۴، مخ۱۹۵.
- ↑ دشتی، بیست و سه سال، بیروت، مخ۱۹۹-۲۰۰.
- ↑ صمیمی، محمد در اروپا، ۱۳۸۲ش، مخ۴۱۹-۴۲۱.
- ↑ داونپورت، عذر تقصیر به پیشگاه محمد و قرآن، ۱۳۸۸ش، مخ۳۵.
- ↑ انصاری، کوروش بزرگ و محمد بن عبدالله، ۱۳۷۰، مخ۲۷۸-۲۷۹؛ داونپورت، عذر تقصیر به پیشگاه محمد و قرآن، ۱۳۸۸ش، مخ۳۵-۳۶.
- ↑ یوسفی اشکوری، «تأملی در علل چندهمسری پیامبر اسلام»، مخ۱۶۷.
- ↑ یوسفی اشکوری، «تأملی در علل چندهمسری پیامبر اسلام»، مخ۱۷۲.
- ↑ یوسفی اشکوری، «تأملی در علل چندهمسری پیامبر اسلام»، مخ۱۷۲.
- ↑ کاشفالغطاء، الفردوس الاعلی، ۱۴۲۶ق، مخ۱۲۲.
- ↑ ارنست، اقتدا به محمد(ص)، ۱۳۹۰ش، مخ۳۰.
- ↑ عبدالمحمدی، مستشرقان و پیامبر اعظم(ص)، ۱۳۹۲ش، مخ۱۹۵-۱۹۶.
- ↑ عسکری، نقش عایشه در اسلام، ۱۳۹۰ش، ټوک۱، مخ۷۲.
- ↑ عسکری، نقش عایشه در اسلام، ۱۳۹۰ش، ټوک۱، مخ۷۲.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۷۲.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۲۸-۲۹.
- ↑ خانه پژوهش قم، مقالهشناسی پیامبر اسلام(ص)، ۱۳۸۳ش، مخ۳۰۰.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۳۸۵ش، ټوک۶، مخ۱۹۸-۲۰۹.
- ↑ عبدالمحمدی، مستشرقان و پیامبر اعظم(ص)، ۱۳۹۲ش، مخ۱۹۵-۲۴۰.
- ↑ «حکمت تعدد همسران پیامبر(ص)»، د ایران کتابونو او ادبیاتو کور.
- ↑ «بررسی تاریخ ازدواجهای پیامبر اعظم(ص)»، د ایران کتابونو او ادبیاتو کور.
- ↑ «فلسفه ازدواجهای پیامبر(ص)»، د ایران کتابونو او ادبیاتو کور.
- ↑ «تحلیل و بررسی ازدواجهای پیامبر اسلام(ص)»، د ملي کتابتون ویب پاڼه.
- ↑ «تحلیلی بر ازدواجهای پیامبر(ص)»، د ایران کتابونو او ادبیاتو کور.
- ↑ استانبولی، نساء حول الرسول، ۱۴۲۱ق، مخ۳۰۷-۳۶۲.
- ↑ ابنخلدون، مقدمه ابنخلدون، ۱۴۱۰ق، ج۱، مخ۲۸۶؛ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۴۱۴.
- ↑ عسکری، نقش عایشه در اسلام، ۱۳۹۰ش، ټوک۱، مخ۴۵.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الكبرى، ۱۴۱۰ق، ټوک۸، مخ۸۱-۸۳؛ استانبولی، نساء حول الرسول، ۱۴۲۱ق، مخ۳۵۰.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۵۶.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۵۷ و ۷۳.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۸۶.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۳۷-۳۸.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۸، مخ۹۱؛ مغربی، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ټوک۲، مخ۲۰۴؛ ابنسیدالناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۳۸۶.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۸، مخ۷۰؛ استانبولی، نساء حول الرسول، ۱۴۲۱ق، مخ۳۵۰.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۸، مخ۱۰۴؛ استانبولی، نساء حول الرسول، ۱۴۲۱ق، مخ۳۳۵.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ټوک۲، مخ۶۴۶؛ ایوب، زوجات النبی، ۱۴۱۷ق، ص۲۴.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۸، مخ۹۱؛ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۴۲۹.
- ↑ مؤمنون سوره، ۶ آیت؛ معارج سوره، ۲۹-۳۱ آیتونه.
- ↑ ابنراهویه، مسند ابنراهویه، ۱۴۱۲ق، ټوک۴، مخ۲۵۵؛ ابنسیدالناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۱۳۶.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب آل ابی طالب، ۱۳۷۶ق، ټوک۱، مخ۱۴۹.
- ↑ ابنکثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۲۹۳؛ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۹۸.
- ↑ ابنکثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۲۹۵.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ټوک۱، مخ۱۹۰.
- ↑ هیکل، حیاة محمد، دار الکتب، مخ۲۰۵.
- ↑ طباطبایی، فرازهایی از اسلام، نشر جهانآرا، مخ۱۷۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۴، مخ۱۹۵.
- ↑ قدردان قراملکی و محرمی، پاسخ به شبهات کلامی: درباره پیامبر اعظم، ۱۳۹۳ش، مخ۳۰۰.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۶، مخ۲۲.
- ↑ عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ټوک۸، مخ۲۶۴؛ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ټوک۱، مخ۲۰۶.
- ↑ ابنکثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۲۹۵؛ ابنهشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ټوک۱، مخ۱۹۰.
- ↑ غلامی، «نقدی بر مقاله محمد(ص) و زنان».
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۳۸۵ش، ټوک۲، مخ۲۰۰-۲۰۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۴، مخ۱۹۵.
- ↑ عسکری، نقش عایشه در اسلام، ۱۳۹۰ش، ټوک۱، مخ۵۵؛ خُنجی، ازواج رسولالله، وبگاه ایرانتاریخ، مخ۱۷-۱۸.
- ↑ عسکری، نقش عایشه در اسلام، ۱۳۹۰ش، ټوک۱، مخ۵۴-۶۶.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۷۶-۷۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۴، مخ۱۹۶-۱۹۷؛ عسکری، نقش عایشه در اسلام، ۱۳۹۰ش، ټوک۱، مخ۵۴-۷۲؛ ابوالقاسمزاده و کاظمنژاد، «کنکاشی درباره علل تعدد همسران پیامبر»، مخ۸۴.
- ↑ ابنخلدون، مقدمه ابنخلدون، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۲۸۶.
- ↑ قدردان قراملکی و محرمی، پاسخ به شبهات کلامی: درباره پیامبر اعظم، ۱۳۹۳ش، مخ۲۹۸.
- ↑ مقریزی، امتاع الاسماع، دار الکتب العلمیه، ټوک۱، مخ۳۱۶؛ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۹۸.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۸، مخ۷۰.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ټوک۲، مخ۶۲۵؛ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۹۸.
- ↑ ارنست، اقتدا به محمد(ص)، ۱۳۹۰ش، مخ۱۱۱.
- ↑ صمیمی، محمد در اروپا، ۱۳۸۲ش، مخ۴۲۰.
- ↑ صمیمی، محمد در اروپا، ۱۳۸۲ش، مخ۴۲۰.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۹۳؛ طباره، مع الأنبیاء فی القرآن، ۲۰۰۳م، مخ۵۴.
- ↑ یوسفی اشکوری، «تأملی در علل چندهمسری پیامبر اسلام»، مخ۱۶۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۴، مخ۱۹۶-۱۹۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۴، مخ۱۹۶-۱۹۷.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ټوک۲، مخ۶۲۷؛ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۹۷-۹۸.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۹۷؛ قدردان قراملکی و محرمی، پاسخ به شبهات کلامی: درباره پیامبر اعظم، ۱۳۹۳ش، مخ۳۰۰.
- ↑ عاشوری لنگرودی، همسران پیامبر، ۱۳۸۶ش، مخ۹۷؛ قدردان قراملکی و محرمی، پاسخ به شبهات کلامی: درباره پیامبر اعظم، ۱۳۹۳ش، مخ۳۰۰.
- ↑ ابنراهویه، مسند ابنراهویه، ۱۴۱۲ق، ټوک۴، مخ۲۵۵؛ ابنسیدالناس، عیون الاثر، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۱۳۶.
- ↑ طباطبایی، فرازهایی از اسلام، نشر جهانآرا، مخ۱۷۴.
- ↑ احزاب سوره، ۳۷ مه آیت.
- ↑ سلیمانی، «زید و خاتمیت نبوت»(زید او د نبوت خاتمیت).
سرچينې
- ابنخلدون، عبدالرحمن بن محمد، مقدمه ابنخلدون، تهران، د استقلال خپرندویه، ۱۴۱۰ق.
- ابنراهویه، اسحاق بن ابراهیم، مسند ابنراهویه، مدینه، د الایمان کتابتون، ۱۴۱۲ق.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبرى، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
- ابنسیدالناس، محمد بن محمد، عیون الاثر فی فنون المغازی والشمائل والسیر، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۴ق.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی طالب، نجف، المکتبة الحیدریة، ۱۳۷۶ق.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة والنهایة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
- ابنهشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، د مصطفی السقا، ابراهیم الابیاری او عبدالحفیظ شلبی په څیړنه، بیروت، دار المعرفة، بېنېټې.
- ابوالقاسمزاده، مجید، او مهری کاظمنژاد، «کنکاشی دربارهٔ علل تعدد همسران پیامبر» (د پیغمبر(ص) د څو ودونو د لاملونو څېړنه)، مجله معرفت، ګڼه ۱۰۸، لیندی ۱۳۸۵ش.
- ارنست، کارل، اقتدا به محمد(ص)، ژباړه: قاسم کاکایي، تهران، هرمس، ۱۳۹۰ش.
- استانبولی، محمود مهدی، نساء حول الرسول، جده، مکتبة السوادی، ۱۴۲۱ق.
- انصاری (روشنگر)، مسعود، بازشناسی قرآن، پاریس، د نیما خپرونه، ۱۳۷۸ش.
- انصاری (روشنگر)، مسعود، کوروش بزرگ و محمد بن عبدالله، بېخپرونه، ۱۳۷۰ش.
- ایوب، سعید، زوجات النبی: قراءة فی تراجم امهات المؤمنین فی حرکة الدعوه (د مؤمنانو د میندو د ژوندلیکونو څېړنه د دعوت په بهیر کې)، بیروت، دار الهادی، ۱۴۱۷ق.
- «بررسی تاریخ ازدواجهای پیامبر اعظم(ص)» (د ستر پیغمبر د ودونو د تاریخ څېړنه)، د ایران د کتاب او ادب کور، د کتنې نېټه: ۱۲ لړم ۱۴۰۴ش.
- بلاذری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق.
- «تحلیل و بررسی ازدواجهای پیامبر اسلام(ص)» (د اسلام د پیغمبر د ودونو شننه او ارزونه)، د ملي کتابتون وېبپاڼه، د کتنې نېټه: ۱۲ لړم ۱۴۰۴ش.
- «تحلیلی بر ازدواجهای پیامبر(ص)» (د پیغمبر د ودونو تحلیلي څېړنه)، د ایران د کتاب او ادب کور، د کتنې نېټه: ۱۲ لړم ۱۴۰۴ش.
- «حکمت تعدد همسران پیامبر(ص)» (د پیغمبر د څو ودونو حکمت)، د ایران د کتاب او ادب کور، د کتنې نېټه: ۱۲ لړم ۱۴۰۴ش.
- د قم د څېړنو مرکز، د اسلام د پیغمبر مقالهپېژندنه، قم، د مرجع معلوماتي مؤسسه، ۱۳۸۳ش.
- خنجی، امیرحسین، ازواج رسولالله: اُمهات المؤمنین (د رسول الله مېرمنې: د مؤمنانو میندې)، د ایرانتاریخ وېبپاڼه، بېنېټې.
- داونپورت، جان، عذر تقصیر به پیشگاه محمد و قرآن (د محمد او قرآن په حضور کې بښنه غوښتنه)، ژباړه: غلامرضا سعیدی، تهران، د اطلاعات خپرونه، ۱۳۸۸ش.
- دشتی، علي، بیست و سه سال (درې ویشت کاله)، سمون: بهزاد پوربیات، بیروت، بېنېټې.
- ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الإسلام و وفیات المشاهیر والأعلام، بیروت، دار الکتاب العربي، ۱۴۱۳ق.
- سلیمانی، مجید، «زید و خاتمیت نبوت» (زید او د نبوت خاتمیت)، د کاریز ټیلیګرام چینل، د کتنې نېټه: ۲۴ وږی ۱۴۰۴ش.
- سیوطی، عبدالرحمان بن ابیبکر، الخصائص الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیة، بېنېټې.
- صدوق، محمد بن علي بن بابویه، الخصال، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۶۲ش.
- صمیمی، مینو، محمد در اروپا (محمد په اروپا کې)، ژباړه: عباس مهرپویا، تهران، د اطلاعات خپرونه، ۱۳۸۲ش.
- طباره، عفیف عبدالفتاح، مع الانبیاء فی القرآن (له پېغمبرانو سره په قرآن کې)، بیروت، دار العلم للملایین، ۲۰۰۳م.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، د قم د حوزې د ښوونکو ټولنه د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۷ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، فرازهایی از اسلام (د اسلام ځینې برخې)، ترتیب: مهدي آیتاللهي، تهران، د جهانآرا خپرونه، بېنېټې.
- طبرسي، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، مؤسسة آلالبیت علیهم السلام، ۱۳۷۵ش.
- عاشوري لنگرودي، حسن، همسران پیامبر(ص) (پرسشها و پاسخها: ۴) (د پیغمبر مېرمنې (پوښتنې او ځوابونه: ۴)، تهران، د هستينما خپرونه، ۱۳۸۶ش.
- عاملي، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، قم، دار الحدیث، ۱۳۸۵ش.
- عبدالمحمدي، حسین، مستشرقان و پیامبر اعظم(ص) (مستشرقین او ستر پیغمبر، قم، د المصطفی نړیوال ژباړن او نشر مرکز، ۱۳۹۲ش.
- عسقلاني، احمد بن علي بن محمد، الاصابة فی تمییز الصحابة، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- عسکري، سید مرتضی، نقش عایشه در اسلام (په اسلام کې د عایشې رول)، قم، د علامه عسکري علمي ـ فرهنګي مؤسسه، ۱۳۹۰ش.
- غلامي، علي، «نقدی بر مقاله محمد(ص) و زنان» (د محمد او ښځو مقالې ته نقد)، د پژوهه وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۸ مرغومی ۱۳۹۶ش، د کتنې نېټه: ۵ وږی ۱۴۰۴ش.
- «فلسفه ازدواجهای پیامبر(ص)» (د پیغمبر د ودونو فلسفه)، د ایران د کتاب او ادب کور.
- قدردان قراملکي، محمدحسن، او غلامحسن محرمي، پاسخ به شبهات کلامی: درباره پیامبر اعظم(ص) (د کلامي شبهاتو ځوابونه: د ستر پیغمبر په اړه)، تهران، د اسلامي فکر او فرهنګ د څېړنې انستیتوت، ۱۳۹۳ش.
- کاشفالغطاء، محمدحسین، الفردوس الاعلی، د محمدعلي قاضي طباطبایي له تعلیقاتو سره، قم، دار انوار الهدی، ۱۴۲۶ق.
- کرکي، علي بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسة آلالبیت(ع)، ۱۴۱۴ق.
- لو بن، گوستاو، تمدن اسلام و عرب (د اسلام او عرب تمدن)، ژباړه: محمدتقي فخر داعي، تهران، علمي چاپخانه، ۱۳۱۸ش.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت، دار احیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
- مسعودي، علي بن حسین، مروج الذهب ومعادن الجوهر، قم، انتشارات الشریف الرضي، ۱۳۸۰ش.
- مغربي، قاضي نعمان، دعائم الإسلام، قم، مؤسسة آلالبیت (ع)، ۱۳۸۵ق.
- مقریزي، تقيالدین، امتاع الأسماع بما للنبي من الأحوال والأموال والحفدة والمتاع، تحقیق: عبدالحمید النمیسي، دار الکتب العلمیة، بېنېټې.
- هیکل، محمد حسنین، حیاة محمد(ص)، قاهره، دار الکتب، بېنېټې.
- یوسفي اشکوري، حسن، «تأملی در علل چندهمسری پیامبر اسلام» (د اسلام د پیغمبر(ص) د څو ودونو د لاملونو په اړه تأمل)، د نقد ديني فصلنامه، ګڼه ۲، اوړی ۱۳۹۹ش، د کتنې نېټه: ۶ وږی ۱۴۰۴ش.
