د پیغمبر(ص) زینب بنت جحش سره واده
د پیغمبر(ص) زینب بنت جحش سره واده، د الهي امر له مخې او د اسلام څخه مخکې د هغه دود له منځه وړلو په موخه ترسره شو چې د خپل بللي زوي له پخوانۍ میرمنې سره واده یې حرام ګروځولی و. زینب، چې د پیغمبر(ص) د تره لور او د زید بن حارثه پخوانۍ میرمن وه، (زید ته پيغمبر خپل زوی ویلي وو) د هغې د طلاق او د هغې د عدت له بشپړیدو وروسته پیغمبر(ص) سره د هغې واده وشو. دا عمل، چې د احزاب سوره د آیتونو د نازلیدو سره سم ترسره شو، د اسلام څخه مخکې د جاهلي سنت(دود) د نقض کولو لپاره و چې د مشرکینو او منافقینو له اعتراضونو سره مخ شو.
ځینو مستشرقینو، د یوه روایت په حواله سره، چې اسلامي عالمانو لخوا جعلي ګڼل شوې دی، د دې واده لپاره غیر الهي انګیزې وړاندیز کړې دي. د اسلامي عالمانو په وینا، دا نظر د پیغمبر(ص) د شخصیت د بدنامولو په هدف وړاندې شوی او رد شوی دی ځکه چې دا د قرآن، سنت او د پیغمبر(ص) له عصمت سره په ټکر کې دی.
مقام او اهمیت
قرآن کریم د زینب بنت جحش سره د پیغمبر(ص) د واده یادونه کوي.[۱] د مفسرینو په وینا، دا واده د خدای په امر شوی و او د اسلام څخه مخکې د هغه جاهلي دود ماتولو په موخه، چې د خپل بللي زوي د پخوانۍ میرمنې سره به یې واده حرام ګڼه، ترسره شوی دی.[۲] زینب، چې د زید بن حارثه ښځه وه،(چې پیغمبر خپل زوی بللی و) د هغې له طلاق وروسته د خدای په امر له پیغمبر(ص) سره واده وکړ.[۳] د شیعه مفسر محمد حسین فضل الله په وینا، د احزاب سوره له ۳۷ څخه تر ۴۰ آیتونو پورې په دې اړه نازل شوي دي.[۴] په تفسیر نمونه کې، دا واده د «داستانِ پرماجرا» په توګه یاد شوی دی.[۵]
ځینو مستشرقینو، د هغو روایتونو په حواله چې ځینې اسلامي عالمان یې جعلي او بې اعتباره ګڼي،[۶] د دې واده لپاره یې غیر الهي انګیزې بیان کړې دي.[۷] دا نظرونه، چې د پیغمبر(ص) د شخصیت د بدنامولو په هدف وړاندې شوي، د اسلامي عالمانو لخوا نقد شوي او رد شوي دي.[۸]
زینب بنت جحش
زینب د عبدالمطلب لمسۍ او د رسول الله(ص) د تره لور وه.[۹] هغې د هجرت په پنځم کال او په ۳۵ کلنۍ کې له رسول الله(ص) سره واده وکړ.[۱۰] هغه د مهاجرینو څخه وه او په سخاوت مشهوره وه.[۱۱] زینب د هجرت په شلم کال کې وفات شوه[۱۲] او په بقیع کې خاورو ته وسپارل شوه.[۱۳]
د پيغمبر(ص) د خپل بللي زوي لپاره د زینب غوښته
پیغمبر(ص) د خپل په بللي زوي زید بن حارثه لپاره زینب وغوښته. زینب په پیل کې فکر کاوه چې پیغمبر(ص) هغه ته د ځان لپاره غواړي. له دې وروسته چې خبر شوه چې د زید لپاره یې غواړي نو هغې د واده مخالفت وکړ.[۱۴] د ځینو روایتونو له مخې، زینب پیغمبر(ص) ته د ځان سره د واده وړاندیز وکړ.[۱۵]
ځینې شیعه[۱۶] او سني مفسرین[۱۷] او حتی دا دعوا شوې ده چې ډیر مفسرین او تاریخ پوهان،[۱۸] په دې باور دي چې د زینب له مخالفت وروسته، د احزاب سوره ۳۶ آیت نازل شو، چې د خدای او پیغمبر د حکم پر وړاندې د مؤمنانو د انتخاب حق ختموي. د دې آیت له نازلیدو وروسته، زینب د دې واده په اړه پریکړه پیغمبر ته پریښوده، او هغه زینب زید بن حارثه ته په نکاح کړه.[۱۹] د دریمې پیړۍ هجري قمري کې یو شیعه مفسر، علي بن ابراهیم قمي، د امام باقر(ع) د روایت پر بنسټ د زینب زید سره د واده کیسه بیان کړې ده.[۲۰]
له زید څخه د زینب طلاق او پیغمبر سره واده
د زینب زید بن حارثه سره په واده کې ځینې ستونزې مخې ته راغلې. زید ویره درلوده چې که چیرې هغه هغې ته طلاق ورکړي نو پیغمبر(ص) به ترې ناراضه شي.[۲۱] زید څو ځله پیغمبر(ص) ته لاړ او هغه یې د طلاق ورکولو له نیته خبر کړ. خو هر ځل پیغمبر(ص) هغه ته د صبر کولو مشوره ورکړه.[۲۲] بالاخره، زید زینب ته طلاق ورکړ. پیغمبر(ص) د هغې د طلاق د عده پوره کیدو وروسته له هغې سره واده وکړ.[۲۳]
د زینب سره د پیغمبر نکاح د خدای په امر وشوه[۲۴]، او د قرآن کریم عبارت «زَوَّجْنَاکَهَا؛ موږ تا ته هغه واده کړه»[۲۵] د دې واده د الهي شونې څرګندونه کوي.[۲۶] زینب په دې واده ویاړ کاوه او د پیغمبر(ص) نورو میرمنو ته به یې ویل: «تاسو خپلو خپلوانو پیغمبر(ص) ته واده کړې یئ خو زه خدای هغه ته واده کړی یم.»[۲۷] او د دې واده په شکر کې یې دوه میاشتې روژه ونیوله.[۲۸] دا واده، د آدم او حوا د واده او د علي(ع) او فاطمې(س) د واده په څیر، له هغو وادهونو څخه ګڼل کیږي چې خدای یې متولي و.[۲۹]
ځینو علماوو تحلیل کړی دی چې که څه هم زینب یوه مهاجره ښځه وه او د مکې د یوې مشهورې کورنۍ څخه وه، خو هغې د خدای او پیغمبر(ص) د ارادې سره سم د اسلام څخه مخکې د عربي دود په مخالف له یو داسې سړي سره واده وکړ چې له هغې څخه ټیټ و. په بدل کې، خدای د هغې له طلاق وروسته هغې ته عزت ورکړ او د پیغمبر(ص) د میرمنتوب ژمنه یې ورسره وکړه.[۳۰] ځینو شیعه[۳۱] او سني[۳۲] کتابونو روایت کړی دی چې له طلاق وروسته، زید، زینب ته لاړ او د پیغمبر(ص) لپاره یې د هغې غوښته وکړه.
د ځینو شیعه[۳۳] او سني مفسرینو[۳۴] په وینا، پیغمبر(ص) د زینب په واده کې د واده ولیمه ورکړه. د واده له میلمستیا وروسته، د صحابه وو یوه ډله د پیغمبر له کوره ونه وتله، او له همدې امله، د احزاب سوره ۵۳ آیت نازل شو، چې د پیغمبر په کور کې د شتون آداب په کې بیان شول.[۳۵]
د دښمنانو ملنډې
مشرکینو[۳۶]، یهودیانو او منافقینو[۳۷] د زینب سره د پیغمبر واده د هغه د ملنډو وهلو او غندلو لپاره یوه پلمه جوړه کړه او دا کار یې د اسلام څخه مخکې د هغه دود سرغړونه وګڼله چې د خپل بللي زوي د پخوانۍ میرمنې سره واده یې منع کړی و.[۳۸] د هغه وخت په عربو کې، د بللي زوی ښځه د اصلي زوي د ناوې په څیر وه، او له هغې سره واده منع و.[۳۹]
د احزاب سوره ۴ آیت[۴۰] په نازلولو سره، خدای پاک دا بیان کړه چې هغه کس چې تاسو د خپل زوي په توګه بللی دی هغه خپل نسب لري او خپل پلار سره تړاو لري، او په ټولو احکامو کې د اصلي زوي په څیر نه دی.[۴۱] ځینو د احزاب سوره ۴۰ آیت د دې پیښې په اړه ګڼلی دی، چې خدای پاک پکې یادونه کړې چې «محمد په تاسو کې د هیڅ یو سړي پلار نه دی.»[۴۲]
مخالفینو په اسلام کې د څلورو میرمنو محدودیت ته په اشارې سره، د پیغمبر(ص) د میرمنو په شمیر هم اعتراض کړی دی، چې زینب یې پنځمه وه.[۴۳] البته، له څلورو څخه زیاتو میرمنو سره د واده کولو اجازه د پیغمبر(ص) له ځانګړتیاوو څخه ګڼل کیږي، چې د الهي رسالتونو سره سم د پیغمبر(ص) د واک د زیاتولو په هدف تشریع شوې ده.[۴۴]
پيغمبر(ص) ته ناروا نسبت ورکول
د یو روایت له مخې چې په ځینو اسلامي سرچینو کې د لږ توپیر سره روایت شوی، کله چې پیغمبر(ص) زینب ولیده، هغه وخت چې د زید بن حارثه میرمن وه، نو د زینب له ښکلا څخه متاثره شو. کله چې زید ته دا خبر ورکړل شو، هغه د هغې طلاق ته چمتو شو، خو پیغمبر(ص) د دې وړاندیز مخالفت وکړ. په هرصورت، زید زینب ته طلاق ورکړ او پیغمبر(ص) د هغې د عدت له پای وروسته له هغې سره واده وکړ.[۴۵] مستشرقان او عیسوي مبلغینو دا روایت د پیغمبر(ص) د شهوت پرستۍ او کمزوری ارادې انځور ګڼلی دی.[۴۶]
شیعه څیړاندو دا روایت قرآن او معتبرو سنتو سره[۴۷] او همدارنګه د پیغمبر(ص) الهي روزنې (د پیغمبر عصمت)[۴۸] سره په ټکر کې ګڼي او له امله یې جعلي ګڼي او باور لري چې که داسې واقعیت شتون درلودای، نو دا به پيغمبر د اصحابو او مسلمانانو په منځ کې د پیغمبر(ص) د مقام د کمیدو سبب شوی وې.[۴۹] شیعه عالم محمود مهدوي دامغاني په دې باور دی چې دا کیسه شاید د داوود او اوریا په اړه د تحریف شویو روایتونو تر اغیز لاندې جوړه شوې وي.[۵۰]
د دوي په مقابل کې، د دې کیسې څو ملاتړي، هغه روایت سره دلیل راوړي چې د لومړي نظر جایزوالی ښايي.[۵۱]
فوټ نوټ
- ↑ طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ټوک۱۰، مخ۵۰۷.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ټوک۸، مخ۳۴۵.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ټوک۸، مخ۳۴۵؛ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۱۸، مخ۳۱۵.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۱۸، مخ۳۱۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۷، مخ۳۷۸.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۱۸، مخ۳۱۷.
- ↑ دیاری بیدگلی، علیاف «بررسی دیدگاه مستشرقان درباره ازدواج پیامبر اکرم صلی الله علیه و آله و سلم با زینب»، مخ۹۰.
- ↑ وګورئ: اکرمی، محمدی، «بررسی اتهام ازدواج پیامبر(ص) با محصنه بر اساس آیات سوره احزاب».
- ↑ ابنحجر عسقلانی، تهذیب التهذیب، ۱۳۲۶ق، ټوک۱۲، مخ۴۲۰.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ټوک۳، مخ۲۱۲.
- ↑ ابونعیم اصفهانی، معرفة الصحابه، ۱۴۲۲ق، ټوک۵، مخ۱۶۰.
- ↑ ابونعیم اصفهانی، معرفة الصحابه، ۱۴۲۲ق، ټوک۵، مخ۱۶۰.
- ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۶، مخ۶۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۸، مخ۵۶۳.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ټوک۱۴، مخ۵۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۸، مخ۵۶۳.
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ټوک۲۲، مخ۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۷، مخ۳۱۶.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ټوک۸، مخ۳۴۳.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ټوک۲، مخ۱۹۴.
- ↑ ملاحویش آل غازی، بیان المعانی، ۱۳۸۲ق، ټوک۵، مخ۴۷۷.
- ↑ ملاحویش آل غازی، بیان المعانی، ۱۳۸۲ق، ټوک۵، مخ۴۷۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱، ټوک۱۷، مخ۳۲۰.
- ↑ طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ټوک۱۰، مخ۵۰۷.
- ↑ احزاب سوره،۳۷ آیت.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۷، مخ۳۲۲.
- ↑ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ټوک۵، مخ۲۰۱.
- ↑ باقری، زنان اسوه زینب بنت جحش، ۱۳۹۴ش، مخ۱۸
- ↑ شیخ صدوق، الأمالی، ۱۳۷۶ش، مخ۹۳.
- ↑ باقری، زنان اسوه زینب بنت جحش، ۱۳۹۴ش، مخ۱۴.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، ۱۴۲۶ق، ټوک۱۴، مخ۵۲.
- ↑ طبرانی، التفسیر الکبیر ۲۰۰۸م، ټوک۵، مخ۱۹۹.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۸، مخ۵۷۴.
- ↑ قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ټوک۱۴، مخ۲۲۴.
- ↑ واحدی نیشابوری، اسباب نزول القرآن، ۱۹۹۸م، مخ۳۷۲.
- ↑ ابنابیثعلبه، تفسیر ابنأبیزمنین، ۲۰۰۳م، ټوک۳، مخ۴۰۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۸، مخ۵۲۷.
- ↑ مقاتل بن سلیمان بلخی، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ټوک۳، مخ۴۷۲.
- ↑ المبارکفوری، الرحیق المختوم، ۱۴۲۷ق، مخ۲۶۵.
- ↑ واحدی نیشابوری، اسباب نزول القرآن، ۱۹۹۸م، مخ۳۶۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۸، مخ۵۲۷.
- ↑ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۲۲، مخ۱۸۱.
- ↑ المبارکفوری، الرحیق المختوم، ۱۴۲۷ق، مخ۲۶۵.
- ↑ وګورئ: طوسی، المبسوط، ټوک۴، ۱۵۲-۱۵۴ مخونه.
- ↑ مقریزی، إمتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ټوک۱۰، مخ۲۰۹ِ؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ټوک۸، مخ۸۰؛ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، مخ۲، ۱۷۲-۱۷۳ مخونه.
- ↑ دیاری بیدگلی، علیاف «بررسی دیدگاه مستشرقان درباره ازدواج پیامبر اکرم صلی الله علیه و آله و سلم با زینب»، مخ۹۰.
- ↑ اکرمی، محمدی، «بررسی اتهام ازدواج پیامبر(ص) با محصنه بر اساس آیات سوره احزاب»، مخ ۷۸.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۱۶، مخ۳۲۳.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۱۸، مخ۳۱۷.
- ↑ مهدوی دامغانی، «زینب بنت جحش»، مخ۱۴۵.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، پاورقی مخ۱۷۳.
سرچينې
- ابن ابيثعلبه (ابن ابيزمنین)، یحیی بن سلام، د ابن ابيزمنین تفسیر، محققان: محمدحسن اسماعیل شافعي او احمد فرید مزیدي، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۲۰۰۳م.
- ابن حجر عسقلاني، احمد، تهذیب التهذیب، هند، د دائرة المعارف النظامیة چاپخانه، لومړی چاپ، ۱۳۲۶ق.
- ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
- ابن عساکر، علي بن حسن، تاریخ مدینة دمشق (د دمشق ښار تاریخ)، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
- ابونعیم اصفهاني، د صحابهوو پېژندنه (معرفة الصحابه)، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۲ق.
- اکرمې، محمدحسین؛ محمدي، محمدحسین، «بررسی اتهام ازدواج پیامبر(ص) با محصنه بر اساس آیات سوره احزاب» (د احزاب سورې د آیتونو پر بنسټ د پېغمبر د محصنه ښځې سره د واده د تور ارزونه)، د خاورپېژندونکو د قرآنپېژندنې مجله، اوولسم کال، ۳۳ ګڼه، منی او ژمی ۱۴۰۱ش.
- باقري، محمدرضا، زنان اسوه زینب بنت جحش (د ښځو بېلګه: زینب بنت جحش)، تهران، مشعر خپرندویه، ۱۳۹۴ش.
- بلاذري، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار او ریاض زرکلي، بیروت، دارالفکر، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ق.
- دیاري بیدګلي، محمدتقي؛ علياف، یالچین، «بررسی دیدگاه مستشرقان درباره ازدواج پیامبر اکرم صلی الله علیه و آله و سلم با زینب» (د ختیځپوهانو له نظره د رسول اکرم د زینب سره واده)، د خاورپېژندونکو د قرآنپېژندنې مجله، نهمه دوره، ۱۶ ګڼه، پسرلی او اوړی ۱۳۹۳ش.
- سلیمانی، مجید، «زید و خاتمیت نبوت»، د کاریز تلګرامی کانال، د لیدنې نیټه: ۲۴ وږي ۱۴۰۴ش.
- سیوطي، جلالالدین، الدر المنثور فی تفسیر المأثور، قم، د آیتالله مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۰۴ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، الامالي، تهران، کتابچي، شپږم چاپ، ۱۳۷۶ش.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، د مقدمې لیکوال: شیخ آقابزرگ تهراني، تحقیق: احمد قصیرعاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بې نېټې.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، پنځم چاپ، ۱۴۱۷ق.
- طبراني، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر، اردن، دار الکتاب الثقافي، ۲۰۰۸م.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: محمدجواد بلاغي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲ش.
- طبري، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفة، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
- طیب، عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، دوهم چاپ، ۱۳۶۹ش.
- عاملي، جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الأعظم، قم، دارالحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۲۶ق.
- فضلالله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر، دوهم چاپ، ۱۴۱۹ق.
- قرطبي، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، لومړی چاپ، ۱۳۶۴ش.
- قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، محقق او مصحح: سید طیب موسوي جزائري، قم، دارالکتاب، درېیم چاپ، ۱۴۰۴ق.
- المبارکفوري، صفي الرحمن، الرحیق المختوم، دمشق، دار العصماء، ۱۴۲۷ق.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
- مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۴ق.
- مقاتل بن سلیمان بلخي، تفسیر مقاتل بن سلیمان (د مقاتل بن سلیمان تفسیر)، تحقیق: عبدالله محمود شحاته، بیروت، دار إحیاء التراث، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
- مقریزي، احمد بن علي، إمتاع الأسماع بما للنبي من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، لومړی ټوک، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ش.
- ملاحویش آل غازي، عبدالقادر، بیان المعاني، دمشق، مطبعة الترقي، لومړی چاپ، ۱۳۸۲ش.
- مهدوي دامغاني، محمود، «زینب بنت جحش»، د اسلامي نړۍ پوهنغونډ، ټوک ۲۲، تهران، د اسلامي دائرةالمعارف بنسټ، ۱۳۹۹ش.
- واحدي نیشابوري، علي بن احمد، أسباب نزول القرآن، بیروت، دارالکتب العلمیة، د محمد علي بیضون خپرونې، ۱۹۹۸م.