د العلماء ورثة الانبیاء حدیث

د wikishia لخوا

د العُلماءُ وَرَثةُ الأنبِیاء حدیث له امام صادق(ع) څخه یو روایت دی د پېغمبر اکرم(ص) په نقل چې د دین عالمان د پېغمبرانو وارثان معرفي کوي. د حدیث کلي مینځپانګه د علم او عالمان د لوړاي په اړه بلل شوې ده. له علمه مطلب په دغه روایت کې اخروي علوم (عقاید، اخلاق او احکام) او له «علماء» مطلب د دیني علومو پوهان بللي دي.

همداراز ویل شوي چې له «وَرَثة» مطلب په علم او پوهه کې وراثت او له «انبیاء» مطلب د دین او مستقل کتاب لرونکي پېغمبران دي. د محمد تقي مجلسي (وفات:۱۰۷۱ق) په وینا، علمان د پېغمبرانو د نبوت له اړخه د پېغمبرانو د علم وارثان دي او دا چاره منافات نه لري له دې سره چې پېغمبران هم مادي میراث پرېږدي. ځینې فقیهانو له دې روایته د ولایت فقیه د اثبات لپاره هم استفاده کړې ده.

دا حدیث د شیعه او اهل سنتو په زړو سرچینو لکه بَصائرُالدرجات، الکافي، سنن ابن‌ماجه او سنن ابوداود کې نقل شوی دی.

د حدیث حیثیت او سند

د العُلماء وَرَثةُ الأنبِیاء حدیث د خدای د رسول(ص) په نقل د امام صادق(ع) یو روایت چې پکې عالمان د پېغمبرانو وارثان معرفي شوې دي.[۱] ځینو فقیهانو لکه امام خمیني او حسین علي منتظري له دغه حدیثه د ولایت فقیه د اثبات لپاره استفاده کړې[۲] او د ټولنې مشري یې هم د پېغمبرانو یو شان بللی دی چې له هغوي عالمانو ته منتقل کیږي.[۳]

دغه حدیث د شیعه او اهل سنتو په لرغونو سرچینو کې ذکر شوی دی.[۴] له شیعه محدثانو، صَفّار قمي (وفات: ۲۹۰ق) په بَصائرُالدرجات،[۵] کلیني (وفات: ۳۲۹ق) په کافی[۶] او شیخ صدوق (وفات: ۳۸۱ق) په اَمالي[۷] کې د دغه حدیث ناقلان دي.

په اهل سنتو عالمانو کې هم ابن ماجه[۸] (وفات: ۲۷۳ق)، اَبوداود[۹] (وفات: ۲۷۵ق)، تِرمذي[۱۰] (وفات: ۲۷۹ق) او ابن حِبان[۱۱] (وفات: ۳۵۴ق) دغه حدیث په خپلو کتابونو کې راوړی دی.

د حدیث متن

د العُلماء وَرَثةُ الأنبِیاء حدیث په کافي کتاب کې په دوو سندونو سره ذکر شوی دی: یو قداح روایت[۱۲] چې موثق شمېرل شوی[۱۳] او بل د ابوالبختري روایت[۱۴] چې د هغه له ضعف سره سره ،[۱۵] ځینو د هغه مضمون ته په پام سره هغه منلی دی.[۱۶] له امام صادق(ع) څخه د قداح د روایت متن چې هغه حضرت له پېغمبر(ص) نقل کړی، په دې ډول دی:[۱۷]

مَنْ سَلَکَ طَرِیقاً یَطْلُبُ فِیهِ عِلْماً سَلَکَ اللَّهُ بِهِ طَرِیقاً إِلَی الْجَنَّةِ وَ إِنَّ الْمَلَائِکَةَ لَتَضَعُ أَجْنِحَتَهَا لِطَالِبِ الْعِلْمِ رِضًا بِهِ وَ إِنَّهُ یَسْتَغْفِرُ لِطَالِبِ الْعِلْمِ مَنْ فِی السَّمَاءِ وَ مَنْ فِی الْأَرْضِ حَتَّی الْحُوتِ فِی الْبَحْرِ وَ فَضْلُ الْعَالِمِ عَلَی الْعَابِدِ کَفَضْلِ الْقَمَرِ عَلَی سَائِرِ النُّجُومِ لَیْلَةَ الْبَدْرِ وَ إِنَّ الْعُلَمَاءَ وَرَثَةُ الْأَنْبِیَاءَِ إِنَّ الْأَنْبِیَاء لَمْ یُوَرِّثُوا دِینَاراً وَ لَا دِرْهَماً وَ لَکِنْ وَرَّثُوا الْعِلْمَ فَمَنْ أَخَذَ مِنْهُ أَخَذَ بِحَظٍّ وَافِر.

(ترجمه: څوک چې په داسې لاره کې ګام کیږدي چې په هغې کې په علم پسې وي، خدای یې د جنت لور ته بیایی. بې شکه چې پرښتې په خوشالۍ سره خپلې وزرې زده کوونکي ته خپروي او د ځمکې او هسک استوګن ان د دریاب کبان د زده کوونکي لپاره د بخښنې دعا کوي. پر عابد د عالم لوړاوی داسې دی لکه په ستورو باندې د څوارلسمې د سپوږمۍ. عالمان د پېغمبرانو وارثان دي؛ ځکه چې پېغمبران له ځانه سره او سپین زر نه پریږدي؛ بلکې علم باقي پرېږدي. نو هر څوک چې د دوي له علمه استفاده وکړي، پریمانه ګټه یې پورته کړې ده.)

د حدیث د ځینو ټکیو جاجونه

په العُلماء وَرَثةُ الأنبِیاء حدیث کې عالمان د پېغمبرانو وارثان معرفی شوي دي.[۱۸] میرزای نائیني (وفات:۳۱۵ل) احتمال ورکړی چې له «العلماء» مطلب معصوم امامان(ع) وي؛[۱۹] خو ځینو نورو له علما مطلب د دیني علومو عالمان ګڼلې دي.[۲۰] سید محمد صادق روحاني (وفات:۱۴۰۱ل) د حدیث د مضمون له قرینې څخه چې د علم زده کولو د ثواب خبره کوي، دا احتمال چې له علماء مطلب یوازې امامان وي بعید ګڼلی دی.[۲۱]

په دغو روایتونو کې له انبیاء څخه مطلب هم، هغه پېغمبران ګڼل شوي چې ځانته دین او کتاب لري.[۲۲] هغوي یې حضرت آدم، نوح، ابراهیم، موسی، عیسی او محمد(ص) ګڼلې دي.[۲۳] شیعه فقیه او محدث فیض کاشاني (وفات: ۱۰۹۱ق)، عالمان د پېغمبرانو روحاني بچیان ګڼلې چې په روحي خوړو چې هماغه علم او پوهه ده چې له پېغمبرانو یې په میراث وړي.[۲۴]

آیا پېغمبران له ځانه مال په میراث کې نه پریږدي؟

د العلماء ورثة الانبیاء حدیث په دوام کې، راغلي چې پېغمبران له ځانه درهم او دینار په میراث کې نه پریږدي؛ بلکې د هغوي میراث علم او پوهه ده او له همدې امله، یې وارثان عالمان دي .[۲۵] د شیعه عارف او فیلسوف ملا صدرا (وفات :۱۰۵۰ق) په وینا مطلب دا دی چې پېغمبران د نبوت له حیثه مادي میراث نه لري: نه دا چې بل هیڅ میراث نه لري.[۲۶]

شیعه محدث محمد تقي مجلسي (وفات: ۱۰۷۱ق) هم باوري دی چې تر ټولو زیات څیز چې پېغمبران یې په دنیا کې لاسته راوړي علم او حکمت دی. له دې امله هماغه یې په میراث پریښي او د هغوي وارثان عالمان دي.[۲۷] د هغه په وینا، دا خبره له دې سره منافات نه لري چې هغوي له جسماني اړخه هم میراث ولري. له دې امله اهل بیت(ع) هم له روحاني اړخه او هم له جسماني اړخه د خدای د رسول(ص) وارثان دي.[۲۸]

د علم او عالم لوړاوی

د امام خمیني په وینا، د العلماء ورثة الانبیاء د حدیث کلي مینځ پانګه، د علم او عالم د لوړاوي په اړه ده.[۲۹] کلیني هم په کافي کتاب کې هغه د عالم او متعلم د ثواب په نامه یوه برخه کې راوړی دی.[۳۰]

امام خمیني، په چهل حدیث کتاب کې، د علم له زده کولو هدف ته په پام سره، هغه په دنیاوي او اخروي وېشلی او ویلي چې سره له دې چې هر علم د کمال او شرف سبب دی،[۳۱] خو په دې حدیث کې له علمه مطلب اخروي علوم دي.[۳۲] هغه له اخروي علومو مطلب، د خدای معرفت (عقاید)، د نفس پاکي (اخلاق) او اداب او سنن (احکام) ګڼلي او دغه علوم د اخرت د کامیابۍ سبب ګڼي.[۳۳]

فوټ نوټ

  1. منتظری، مبانی فقهی حکومت اسلامی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۵۷-۲۵۸.
  2. خمینی، ولایت فقیه، ۱۴۲۳ق، ص۹۶ و ۹۸؛ منتظری، نظام الحکم فی الإسلام ، ۱۴۱۷ق، ص۱۵۷؛ مکارم شیرازی، أنوار الفقاهه، ۱۴۲۵ق، ص۴۶۶.
  3. خمینی، ولایت فقیه، ۱۴۲۳ق، ص۱۰۱ و ۱۰۲.
  4. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۲ و ۳۴؛ ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، دار إحیاء الکتب العربیة، ج۱، ص۸۱.
  5. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۰ و ۱۱.
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۲ و ۳۴.
  7. شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۶۰.
  8. ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، دار إحیاء الکتب العربیة، ج۱، ص۸۱.
  9. أبو داود، سنن أبی داود، المکتبة العصریة، ج۳، ص۳۱۷.
  10. ترمذی، سنن ترمذی، ۱۹۹۸م، ج۴، ص۳۴۶.
  11. ابن‌حَبّان، صحیح ابن‌حبان، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۲۸۹.
  12. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۴.
  13. مکارم شیرازی، أنوار الفقاهه، ۱۴۲۵ق، ص۴۶۶.
  14. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۲.
  15. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۰۳.
  16. مازندرانی، شرح الکافی،۱۳۸۲ق، ج۲، ص۲۹.
  17. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۴.
  18. منتظری، مبانی فقهی حکومت اسلامی، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۵۷-۲۵۸.
  19. نائینی، منیة الطالب، ۱۳۷۳ق، ج۱، ص۳۲۶.
  20. قزوینی، الشافی، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۲۹۳؛ خمینی، ولایت فقیه، ۱۴۲۳ق، ص۹۸
  21. روحانی، فقه الصادق(ع)، ۱۴۱۲ق، ج۱۶، ص۱۷۶.
  22. قزوینی، الشافی، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۲۹۳.
  23. قزوینی، الشافی، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۲۹۳.
  24. فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۴۲.
  25. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۲ و ۳۴.
  26. ملاصدرا، شرح أصول الکافی، ۱۳۸۳ق، ج۲، ص۴۱.
  27. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۰۳.
  28. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۰۳.
  29. امام خمینی، شرح چهل حدیث، ۱۳۸۰ش، ص۴۱۲.
  30. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۴.
  31. مازندرانی، شرح الکافی،۱۳۸۲ق، ج۲، ص۵۴.
  32. امام خمینی، شرح چهل حدیث، ۱۳۸۰ش، ص۴۱۲.
  33. امام خمینی، شرح چهل حدیث، ۱۳۸۰ش، ص۴۱۲.

سرچينې

  • ابوداود، سلیمان بن الأشعث، سنن أبی داود، تحقیق: محمد محیی الدین، بیروت، المکتبة العصریة، بی‌تا.
  • ابن‌حبان، محمد، صحیح ابن‌حبان، تحقیق: شعیب الأرنؤوط، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌ماجه، محمد بن یزید، سنن ابن‌ماجه، تحقیق: محمد فؤاد عبد الباقی، دار إحیاء الکتب العربیة، بی‌جا، بی‌تا.
  • امام خمینی، روح‏الله، شرح چهل حدیث، قم، موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ ۲۴، ۱۳۸۰ش.
  • ترمذی، محمد بن عیسی، سنن ترمذی تحقیق: بشار عواد، بیروت، دار الغرب الإسلامی، ۱۹۹۸م.
  • خمینی، سید روح‌اللّٰه، ولایت فقیه، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(ره)، چاپ دوازدهم، ۱۴۲۳ ق.
  • روحانی، سید صادق، فقه الصادق(ع)، قم، مدرسة الامام الصادق(ص)، چاپ سوم، ۱۴۱۲ق.
  • شیخ صدوق، الامالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد صلّی الله علیهم، تحقیق و تصحیح: محسن کوچه باغی،‏ قم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن، الوافی، اصفهان، کتابخانه امام أمیرالمؤمنین(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • قزوینی، ملا خلیل، الشافی فی شرح الکافی، مصحح: درایتی، محمدحسین‏، قم، دارالحدیث،‏ چاپ اول، ۱۴۲۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، محقق و مصحح: غفاری، علی اکبر، آخوندی، محمد، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مازندرانی، محمد صالح، شرح الکافی، تصحیح: ابوالحسن شعرانی، تهران، المکتبة الاسلامیه، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، تصحیح: سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، أنوار الفقاهه (کتاب البیع)، قم، انتشارات مدرسة الإمام علی بن أبی طالب(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
  • ملاصدرا، محمد بن ابراهیم، شرح أصول الکافی، تصحیح: محمد خواجوی، تهران، مؤسسه مطالعات و تحقیقات فرهنگی‏، چاپ اول، ۱۳۸۳ق.
  • منتظری، حسین‌علی، مبانی فقهی حکومت اسلامی، قم، مؤسسه کیهان، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • منتظری، حسین‌علی، نظام الحکم فی الإسلام، قم، نشر سرایی، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
  • نائینی، محمدحسین، منیة الطالب فی حاشیة المکاسب، تهران، المکتبة المحمدیة، چاپ اول، ۱۳۷۳ق.