جفر

د wikishia لخوا

جَفْر د حدیثونو د هغه کتاب نوم دی چې د پېغمبر(ص) په املا او د حضرت علي(ع) په خط د وري په څرمنې ولیکل شو. جفر کتاب او د امامت له ودایعو او د امام د علم له سرچینو ګڼل کیږي چې د ځینو روایتونو له مخې، یوازې پېغمبر(ص) او د هغه اوصیاء کولی شي هغه وګوري.

ځینې څېړاندي باوري دي چې د جفر کتاب په رمزي توګه لیکل شوی او پکې د منایا او بلایا علم ثبت دی. د جفر نه ورَستېدل او د رنګ او سیاهۍ له مینځه نه تلل یې په حدیثونو کې یوه بله ځانګړنه ده. ځینې څېړاندي په حدیثونو په استناد سره په دې باور دي چې دا کتاب همدا اوس له امام زمان(عج) سره دی.

د ځینو روایتونو له مخې امامان پر جفر کتاب سربېره، نور جفرونه هم لري چې هغه کتاب نه و بلکې د وري څرمنې وې د معنوي شیانو لکه تورات انجیل، او مصحف فاطمه (س) په شان څيزونو د ساتلو لپاره. کوم کتابونه چې د جفر په موضوع لیکل شوي په هغو کې «حقیقة الجفر عند الشیعة» لیک د اکرم برکات عاملی (زوکړه ۱۹۶۸عیسوی) ته اشاره کولی شو.

پېژندنه او مقام

د شیعه حدیثونو له مخې، جفر هغه کتاب دی چې د پېغمبر(ص) په املا او د امام علي(ع) په کتابت لیکل شوی دی.[۱] جفر په لغت کې د وري یا چیلوګي په معنې دی.[۲] له دې امله د روایتونو په اصطلاح کې، یو خاص کتاب ته ویل کیږي چې د پېغمبر(ص) په املاء او د علي(ع) په خط د وري په څرمنې لیکل شوی دی.[۳]

له امام کاظم(ع) څخه د یو روایت له مخې خدای تعالی د پېغمبر(ص) د عمر په وروستیو کې هغه ته امر وکړ چې له علي ابن ابیطالب(ع) سره یو ځای احد غره ته لاړ شي او هلته یې چې کوم وری ومونده هغه ذبح کړي، نو هغوي په دغه امر له عمل کولو وروسته، د وري پوست له مخې دباغي او تیار شوی ومونده. جبراییل له یو شمېر پرښتو سره نازل شو، قلم او د شین رنګ دوات یې راوړ او علي(ع) په هغه قلم او دوات سره په دباغي شوې (ټکېدلې) پوستکي کتاب ولیکه.[۴]

د ځینو روایتونو مطابق، جفر د امامت له ودایعو دی چې د هغه د لرونکي په اماموالي دلالت کوي.[۵] د الذریعه کتاب د لیکوال آقا بزرګ تهراني په لیکنه، جفر کتاب د امامت د نورو ودایعو په شان د شیعه امامانو په نزد لاس په لاس کېده او اوس له امام مهدي(ع) سره دی.[۶] ځینو لیکوالانو د علم جفر نسبت امام علي(ع) ته ورکړی دی،[۷] د دې په مقابل کې بیا ځینو څېړاندو دغه نسبت بې دلیله ګڼلی دی.[۸]

نور جفرونه

په ځینو روایتونو کې د ځینو نورو جفرونو لکه جفر ابیض (سپین) او جفر احمر (سور) جفر خبره شوې ده.[۹] لبناني لیکوال اکرم برکات (زوکړه۱۹۶۸عیسوي) باوري دی چې له جفر کتاب پرته نور جفرونه، د معنوي شیانو د ساتلو لپاره د وري څرمنې او پوستکي دي.[۱۰] د ځینو روایتونو له مخې، د صحف ابراهیم(ع)[۱۱] تورات، انجیل، زبور او مصحف فاطمه(س) په شان کتابونه په جفر ابیض[۱۲] او د پېغمبر(ص) توره په جفر احمر کې ساتل کیږي.[۱۳]

مینځ پانګه او ځانګړنې

له امام صادق(ع) د یو روایت له مخې د مَنایا او بَلایا علم او له اوله د قیامت تر وخته د ټولو پېښو خبر په جفر کتاب کې ثبت شوی دی.[۱۴] د امام صادق(ع) د روایت مطابق، د ظهور نښې، د امام علي(ع) د دوستانو او دښمنانو خبر چې تر قیامته به پېدا کیږي، او د هغه څه تفسیر چې یوازې خدای او په علم کې راسخون ترې خبر دي، په جفر کې له جزیي موضوعاتو څخه دي.[۱۵]

د ځینو مورخانو په باور جفر کتاب په رمزي توګه لیکل شوی دی.[۱۶] د جفر (د وري د پوست) وړې شان اندازې او په هغې لیکل شويو پراخو مطالبو (د نړۍ د ټولو پېښو ثبتېدل) محققان اړ کړي چې د دغه ناغږملۍ حل راوباسي.[۱۷] د شپږې پېړۍ حنفي مذهبه عالم سید میر شریف جرجاني (۷۴۰–۸۱۶ق) د دغه اعتراض په حل کې باوري دی چې د جفر کتاب د حروفو د علم په طریقه لیکل شوی دی.[۱۸] خو اکرم برکات د دغه کتاب د رمزي والي په منلو سره، د جرجاني خبره بې دلیله ادعا ګڼلې او باوري دی چې په حدیثونو کې په دې اړه هیڅ وضاحت نیشته.[۱۹]

د وري د پوست نه ورَستېدل او د رنګ او سیاهۍ نه ختمېدل یې، هغه ځانګړنې دي چې په روایتونو کې د جفر کتاب لپاره راغلي دي.[۲۰] له امام کاظم(ع) په یو روایت کې جفر ته کتل د پېغمبر(ص) او د هغه د ځای ناستو له ځانګړنو دي او یوازې هغوي جفر کتلی شي.[۲۱]

په جفر کتاب د امامانو(ع) د استناد ځینې بېلګې

په ځينو روایتونو کې جفر کتاب ته د امامانو(ع) د مراجعې او له غیبي چارو څخه د هغوي د خبر ورکولو خبره شوې ده؛ له دغو روایتونو د امام صادق(ع) هغه خبر دی چې د امام زمان د زوکړې د وخت، د هغه د عمر د اوږدوالي، او د غیبت د پېښو[۲۲] او د امام رضا(ع) هغه خبر چې د امام رضا(ع) د ولایتعهدۍ د سر ته نه رسېدو خبره یې کړې، ته اشاره کولی شو.[۲۳]

د اهل سنتو نظر

زیاتره اهل سنتو ویلي چې جفر کتاب د امام صادق(ع) دی.[۲۴] د اتمې پېړۍ د مورخ ابن خلدون په وینا، جفر کتاب د زیدیه د یو مشر هارون بن سعید عجلي لیکلی کتاب دی چې له امام صادقه(ع) د راتلونکو پېښو په اړه روایتونه نقلوي.[۲۵]

د سلفی امام ابن تیمیه د جفر کتاب او د راتلونکو خبرونو په اړه له امامانو(ع) د هر ډول کتاب انکار کړی دی.[۲۶] د ځینو اهل سنتو په وینا، له خدای او ځینو پېغمبرانو سره د علم غیب اختصاص، د ابن تیمیه له خوا د جفر د انکار دلیل و.[۲۷]

لیکنې

د جفر په موضوع، ځینې کتابونه لیکل شوي دي چې ځینې ​​یې دا دي:

  • «حقیقة الجفر عند الشیعة» لیک د اکرم برکات العاملی؛ دا کتاب د لبنان دارالصفوة خپرنځي په لومړي ځل په ۱۴۱۶ قمري کال کې په ۲۸۵ مخونو کې خپور کړی دی.[۲۸]
  • «نگاهی نو به جفر علی(ع)» په قلم د سید حسین موسوي زنجاني؛ دا کتاب په ۶۴ مخونو کې په لومړي ځل په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د سلسبیل خپرنځي په هڅه خپور شو.[۲۹]
  • «بحث حول الجفر و علم المعصوم(ع) من خلال الآثر» لیک د سید عمار صدرالدین موسوی عاملی؛ د دغه کتاب لومړی چاپ په ۱۴۱۹ ق کال کې او دوهم چاپ په ۱۴۲۹ ق کال کې د بیروت د درالمحجة البیضاء په هڅه شوی دی.[۳۰]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۹ و ۵۰۶-۵۰۷؛ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۲۸.
  2. ابن‌منظور، لسان‌العرب، ذیل واژه جفر؛ فیومی، المصباح المنیر، ذیل واژه جفر.
  3. برکات، حقیقة الجفر عند الشیعة، ۱۴۳۰ق، ص۲۸-۳۰.
  4. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۵۰۶-۵۰۷.
  5. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۸؛ شیخ صدوق، معانی الأخبار، ۱۴۰۳ق، ص۱۰۲-۱۰۳؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۴۱۸-۴۱۹.
  6. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۱۱۹.
  7. کاشفی، حرز الامان، چاپ سنگی، ص۸.
  8. بهاردوست، «جفر و جامعه»، ص۴۷۸.
  9. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۳؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۴۰.
  10. برکات، حقیقة الجفر عند الشیعة، ۱۴۳۰ق، ص۴۳.
  11. کلینی، الکافی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۴۰.
  12. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۶.
  13. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۶؛ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۲۱۱.
  14. شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۳۵۳.
  15. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۵۰۷.
  16. برکات، حقیقة الجفر عند الشیعة، ۱۴۳۰ق، ص۶۹.
  17. برکات، حقیقة الجفر عند الشیعة، ۱۴۳۰ق، ص۶۹.
  18. جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۶، ص۲۲.
  19. برکات، حقیقة الجفر عند الشیعة، ۱۴۳۰ق، ص۷۰.
  20. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۵۰۶-۵۰۷.
  21. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۸-۱۵۹؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۱۲.
  22. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۳۵۳.
  23. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۶۵.
  24. بهاردوست، «جفر و جامعه»، ص۴۷۷.
  25. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۴۱۵-۴۱۶.
  26. ابن‌تیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۱۳۶.
  27. ابوالعزائم، الجفر، ۱۴۳۲ق، ص۱۸.
  28. برکات، حقیقة الجفر عند الشیعة، ۱۴۱۶ق.
  29. موسوی زنجانی، نگاهی نو به جفر علی(ع)، ۱۳۸۴ش.
  30. موسوی عاملی، بحث حول الجفر و علم المعصوم(ع)، ۱۴۲۹ق.

سرچينې

بهرنې اړیکه