د علي(ع) کتاب

د wikishia لخوا

د علي کتاب او کِتابُ علی یا الجامِعَه د حدیثو کتاب دی چې د پېغمبر(ص) په املا او د امام علي(ع) په قلم لیکل شوی دی. دا کتاب د امامت ودایع څخه دی چې د خاوندکي په اماموالی یې دلالت لری. د احادیثو له مخې، په الجامعه کې ټول شرعي احکام حتی ډېر واړه واړه هم بیان شوې دي. اخلاق، عقاید، د انبیاوو قصې، او باطني روایات د دغه کتاب له نورو بحثونو ګڼل شوې دي.

په روایتونو کې راغلي چې دا کتاب له اهل بیتو پرته نورو کسانو هم لیدلی دی؛ منجمله محمد بن مسلم، زُراره بن اَعْین او منصور عباسي. مهدي مهریزي د کتاب علي په نامه د الجامعه په موضوع سره یو کتاب لیکلی دی.

معرفي او اهمیت

د شیعه د احادیثو له مخې الجامعه هغه کتاب دی چې د پېغمبر(ص) په املا او د امام علي(ع) په لاس لیکل شوی دی.[۱] په روایتونو کې نور نومونه لکه «صحیفه»[۲] او «کتاب علی»[۳] هم کارول شوې دي چې ځینې څیړاندي باوري دي دا ټول له یوه کتاب سره اړوند دي ځکه چې په دغه روایتونو کې د دې نومونو لپاره یو شان ځانګړنې بیان شوې دي.[۴] د دې په مقابل کې بیا آقابزرګ تهرانی (۱۲۹۳-۱۳۸۹ق) باوري دی چې کتاب علي له الجامعه سره فرق کوي.[۵]


الجامعه، د امام نښه

د ځینو روایتونو له مخې الجامعه د امامت له ودیعو څخه دی چې د لرونکي په امام والي دلالت لری.[۶] آقا بزرګ تهراني په دې باور دی چې کتاب علي(ع) د امامت د نورو ودایعو په شان د شیعه امامانو په نزد لاس په لاس شوی او اوس له امام مهدي(ع) سره دی.[۷]

د کتاب مینځ پانګه

د ډېرو روایتونو له مخې، په حلالو حرامو پورې اړوند ټول احکام حتی په ډېرو وړو مسالو کې لکه د خراش دیت هم په جامعه کې ذکر شوي دي.[۸] ځینې څېړاندو احتمال ورکړی چې دا کتاب د ټولو احکامو د لرلو په وجه « الجامعه» نومول شوی دی.[۹] د پینځلسمې پېړۍ شیعه محقق سید حسین مدرسي طباطبایي د ډېرو روایتونو په استناد، د کتاب علي مینځ پانګه کې لاندیني بحثونه شامل ګڼلې دي: د دین د فروعو احکام ( لمونځ، حج، جهاد، نکاح و طلاق، قضا او شهادات حدود او دیات) اخلاق عقاید و فضایل، د انبیاوو قصې او باطني روایات.[۱۰]

ځانګړنې

په ځینو روایتونو کې د کتاب علي(ع) اندازه په دې شکل بیان شوې چې اوږدوالی یې اویا ذراعه (کابو پینځه دېرش میټره)[۱۱] دی او پرېړوالی یې د اوښ د پتون په اندازه دی.[۱۲] چې د دې د پراخوالي او زیات حجم ښودنه کوي؛[۱۳] خو په ځینو روایتونو کې راغلي دي چې دا کتاب وړوکی و او د تورې په غلاف کې ځاېېده.[۱۴] ځینو محققانو د ځینو نورو روایتونو په استناد سره دا وړوکی کتاب، ټول کتاب نه بلکې د هغې یوه برخه ګڼلې ده.[۱۵] سیدمحمدکاظم طباطبایي (زوکړه ۱۳۴۴ش)، باوري دی چې دا کتاب له علي(ع) کتاب پرته بل کتاب دی.[۱۶]

راپور کوونکي

د مجید معارف (زوکړه ۱۳۳۲لمریز) د تحقیق په اساس، تر څلویښتو زیاتو کسانو روایت کړی چې دغه کتاب موجود دی.[۱۷] د ځینو روایتونو له مخې د امامانو یو شمېر اصحابو لکه محمد بن مسلم[۱۸]، زُراره بن اَعْین[۱۹]، ابوبصیر مرادي[۲۰]، عبدالملک بن اَعین[۲۱] او مُعَتَّب[۲۲] او ځینو د هغوي دښمنانو لکه منصور عباسي جامعه کتاب لیدلی دی.[۲۳] د سید محمد کاظم طباطبایي په وینا په وسایل الشیعه کتاب کې له علي(ع) کتاب اویا روایتونه نقل شوې دي.[۲۴]

د اهل سنتو نظر

د ځینو څېړاندو په وینا، د شیعه راپورونو په خلاف چې د جفر، او جامعه کتاب او د هغې په مینځ کې یې فرق کړی، د اهل سنتو په کتابونو کې دغه شان فرق او جداوالی نیشته. د اهل سنتو په ځینو روایتونو کې هم چې دا دوه کتابونه جدا ذکر شوي، د دواړو مینځ پانګه یوه بلل شوې ده.[۲۵] د اتمې پېړۍ حنفي مذهبه عالم سید میر شریف جرجاني باوري دی چې جامعه کتاب د رمز او کوډ ورډ په توګه، د حروفو د علم په روده لیکل شوی دی.[۲۶] حاجي خلیفه، جفر، په قضا په لوح په علم او جامعه په قدر په لوح په علم سره معرفي کړی دی.[۲۷]

لیکنې

مهدي مهریزي د «کتاب علي» په نامه یو کتاب د کتاب علي(ع) په موضوع لیکلی چې صحیفه خِرَد خپرنځی په ۱۳۹۰ لمریز کال په ۲۲۰ مخونو کې خپور کړی دی.[۲۸]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۴۲-۱۴۶؛ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۳۹.
  2. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۳-۱۵۵.
  3. اهوازی، الزهد، ۱۴۰۲ق، ص۳۹؛ اشعری، النوادر، ۱۴۰۸ق، ص۷۹؛ برقی، محاسن، ۱۳۷۱ق، ج۱، ص۱۰۷ و ۲۷۳.
  4. بهاردوست، «جفر و جامعه»، ص۴۷۶.
  5. آقا بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۳۰۵-۳۰۶.
  6. شیخ صدوق، معانی الأخبار، ۱۴۰۳ق، ص۱۰۲-۱۰۳؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۴۱۸-۴۱۹.
  7. آقا بزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۳۰۵.
  8. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۴۲-۱۴۶؛ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۳۹.
  9. بهاردوست، «جفر و جامعه»، ص۴۷۷.
  10. مدرسی طباطبایی، میراث مکتوب شیعه، ۱۳۸۶ش، ص۳۲-۳۶.
  11. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۳۹؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص ۴۱۹.
  12. شیخ طوسی، التهذیب، ۱۴۰۷ق، ج۹، ص۲۷۱.
  13. بهاردوست، «جفر و جامعه»، ص۴۷۷.
  14. برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۱، ص۱۷-۱۸؛ نسائی، السنن الکبری، ۱۴۲۱ق، ج۸، ص۵۶.
  15. بهاردوست، «جفر و جامعه»، ص۴۷۷.
  16. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ج۱، ص۶۵-۶۶.
  17. معارف، پژوهشی در تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۷۴ش، ص۴۳-۴۵.
  18. شیخ طوسی، التهذیب، ۱۴۰۷ق، ج۹، ص۲۷۱.
  19. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۹۴.
  20. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۴۳.
  21. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۵۳.
  22. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۴۵.
  23. الجندی، الامام جعفر الصادق، ۱۳۹۷ق، ص۲۰۰.
  24. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۶۹.
  25. بهاردوست، «جفر و جامعه»، ص۴۷۷.
  26. جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۶، ص۲۲.
  27. حاجی خلیفه، کشف الظنون، ۱۹۴۱م، ج ۱، ستون ۵۹۱.
  28. مهریزی، کتاب علی، ۱۳۹۰ش.

سرچينې

  • آقا بزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق
  • اشعری، احمد بن محمد بن عیسی، النوادر، قم، مدرسه امام مهدی(عج) ۱۴۰۸ق.
  • الجندی، عبدالحلیم، الامام جعفر الصادق، قاهره، المجلس الأعلی للشئون الاسلامیة، ۱۳۹۷ق.
  • اهوازی، حسین بن سعید، الزهد، قم، المطبعة العلمیة، ۱۴۰۲ق.
  • برقی، احمد بن محمد، المحاسن، قم، دار الکتب العلمیه، ۱۳۷۱ق.
  • بهاردوست، علیرضا، «جفر و جامعه»، در دانشنامه جهان اسلام،‌ تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • جرجانی، میر سید شریف، شرح المواقف، قم، الشریف الرضی، ۱۳۲۵ق.
  • حاجی خلیفه، مصطفی بن عبدالله، کشف الظنون عن أسامی الکتب و الفنون، بغداد، مکتبة المثنی، ۱۹۴۱م.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الأخبار، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التهذیب، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبایی، سید محمدکاظم، تاریخ حدیث شیعه، تهران، سمت، ۱۳۸۸ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مدرسی طباطبایی، حسین، میراث مکتوب شیعه، قم، نشر مورخ، ۱۳۸۶ش.
  • معارف، مجید، پژوهشی در تاریخ حدیث شیعه، تهران، مؤسسه فرهنگی و هنری ضریح، ۱۳۷۴ش.
  • مهریزی، مهدی، کتاب علی، قم، صحیفه خرد، ۱۳۹۰ش.
  • نسائی، احمد بن شعیب، السنن الکبری، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.