د توبې غسل

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

د توبې غسل مستحب او د توبې له آدابو څخه دی. د شيعه فقهاوو د فتوا له مخې، د کفر، فسق او کوچنيو ګناهونو څخه د توبې لپاره غسل ​​کول مستحب دي. ځینې ​​اهل سنتو له کفر څخه د توبې لپاره غسل ​​واجب ګڼلی.

د یو روایت له مخې امام صادق(ع) هغه کس ته، چې د سندرې اوریدو له ګناه څخه یې د توبې اراده لرله په داسې حال کې چې دغه ګناه په پرله پسې توګه ترسره کړي، سپارښتنه وکړه چې لومړی غسل وکړي.

د توبې د غسل فلسفه یې د توبې د بشپړېدو او زر قبلېدو او د باطني پاکوالي نښه ګڼلی ده.

موقعیت

غسل د توبې له آدابو څخه دی.[۱] دا غسل په فقهي کتابونو کې، د طهارت په باب کې، د غسل په برخه کې او د مستحب غسل د ډولونو په برخه کې ذکر شوی دی.[۲] د اخلاقو په ځينو کتابونو[3] او عملي عرفان[4] کې هم د توبې د غسل يادونه شوې ده.

د العروة الوثقی کتاب لیکوال سید محمد کاظم یزدی له قوله د فقهاوو یوه ډله د توبې غسل لکه د طواف د غسل یو له هغو غسلونو څخه ګڼلی دی چې له خاص عمل څخه مخکې مستحب دی، او يوه ډله يې لکه د اختر د لمانځه غسل ​​چې د خاص عمل له ترسره کولو وروسته وي، مستحب وي، له غسلونو څخه ګڼي.[۵]

مستحب شونه

د توبې غسل کله کله له کفر څخه د توبې لپاره، کله کله له فسق څخه د توبې لپاره او کله کله د کوچنیو ګناهونو د توبې لپاره ترسره کیږي. له کفر او فسق څخه د توبې لپاره د د توبې د غسل په کولو کې اجماع ده او د کوچنيو ګناهونو لپاره د غسل په استحباب کې اختلاف موجود دی.[۶]

له کفر څخه د توبې غسل

د صاحب جواهر (وفات 1266هـ) له قوله ټولو شيعه فقهاوو فتوا ورکړې ده چې له کفر څخه د توبې لپاره غسل ​​کول مستحب دي، که اصلی کفر وي او که د ارتداد کفر.[۷] د دې حکم دلیل اجماع او احادیث دي.[8] په يو روايت کې راغلي چې رسول الله (ص) دوو کافرانو ته چې نوي مسلمانان شوي وو، د غسل کولو امر وکړ.[۹]

د لسمې هجري قمري کال د شیعه فقیه شهید ثاني په وینا، ځینو سنیانو له کفر څخه د توبې لپاره غسل ​​کول واجب ګڼلي دي.[10] په سني منابعو کې دا غسل د «غُسل الاِسلام» په نوم یاد شوی دی.[11] په عیسائیت کې هم که یو سړی مسیحي ټولنې ته ننوتل غواړي نو د تعمید غسل سره ننوتلی شي.[۱۲]

له فسق څخه د توبې غسل کول

د علامه حلي (په ۷۲۶ هـ ق کال کې وفات شوی) په وینا ټول شیعه فقهاء په دې باور دي چې له فسق څخه د توبې لپاره غسل ​​کول مستحب دي.[۱۳] فسق د لویې ګناه کولو یا په وړه ګناه ټینګار کولو ته ویل کیږي.[۱۴]

له فسق څخه د توبې کولو د غسل مستحب شونه په په اجماع او روایاتونو سره ثابته شوې ده.[۱۵] په يو روايت کې راغلي دي چې امام صادق(ع) هغه کس ته چې د سندرې اوريدلو له ګناه څخه يې د توبې اراده لرله په داسې حال کې چې دغه ګناه په پرله پسې توګه ترسره کوله، سپارښتنه وکړه لومړى دې غسل وکړي.[۱۶]

له وړوکې ګناه څخه د توبې غسل

له کوچنيو ګناهونو څخه د توبې کولو لپاره د غسل کولو په اړه د فقهاوو تر مینځ اختلاف دی.[۱۷] د سيد محمد مهدي بحرالعلوم (وفات 1212هـ ق) له قوله، اکثره فقهاوو له وړې ګناه څخه د توبې کولو لپاره غسل کول مستحب ګڼلي دي.[۱۸] له بلې خوا ځینې فقهاوو لکه شیخ مفید (وفات ۴۱۳ هـ ق) او ابوالصلاح حلبي (وفات ۴۴۷ هـ ق) د توبې د غسل مستحب شونه یوازې له لویو ګناهونو څخه توبې کولو سره خاص کړي دي.[۱۹]

فلسفه

سید محمد کاظم یزدی (وفات ۱۳۳۷هـ ش) چې د العروة الوثقی کتاب لیکوال دی، د توبې د غسل فلسفه د توبې بشپړېدل او د ژر تر ژره قبلېدو لامل ګڼلی دی.[20]

د سید محمد مهدي بحرالعلوم چې په دیارلسمه هجري قمري کال کې مرجع تقلید و، غسل کول، چې ظاهري پاکوالی دی، د روحاني پاکوالي لپاره یو ډول خوشبیني ده چې د توبې په واسطه ترلاسه کیږي؛ ځکه ظاهر د باطن نښه ده.[۲۱]

فوټ نوټ

سرچينې