د جنسیت بدلول
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د جنسیت بدلون، د سړي په ښځې او د ښځې په سړي بدلیدل، د تناسلي آلت او د بدن د ځینې اندامونو د بدلون له سببه، او ورسره د هورموني بدلونونه.
د ځینې شیعه فقیهانو د فتوا له مخې د جنسیت بدلون، په خپله، که ضرر ونه لري او حرام کار سره لکه لمس کیدلو او کتلو سره نه وي، نو جایز دی.
ځینې نور فقهای په روغو کسانو کې د جنسیت بدلول حرام ګڼي او دا کار یواځې په نرښځو په بیله توګه هغه نرښځو کې چې مشکله وي (یعنی د سړي او ښځې دواړو تناسلي آلت لري او سړو یا ښځو پسې یې نه شو یوځای کولی) جایز ګڼلي دي. سید صادق شیرازي د هر ډول جنسیت بدلون مطلقا حرام ګڼلی دی.
د جنسیت بدلون د طبي فقهې له نویو مسلو څخه دی. د ځینې څیړونکي په وينا، په ایران کې امام خمینی هغه لومړۍ فقیه و چې د هجړاګانو لپاره یې د جنسیت د بدلون د جایزیدو فتوا ورکړه.
موقعیت
د جنسیت بدلون په طبي فقه کې یوه له نویو مسلو څخه ده او د فقهې او کورني قانون په برخه کې د ډیری مسلو اساس ده.[1] فقیهانو او قانون جوړونکو د جنسیت بدلون د جواز یا غیر جواز له مسلې څیړلو سربېره، دې سره تړلي مسلو ته ځوابونه ورکړي دي لکه د جنیست له بدلون وروسته د واده باقي پاتې کېدل، د جنس له بدلون وروسته د هغه د سرپرستۍ او ولایت مسله، د ميراث مسله، د خرچ مسله، د مهر مسله او داسې نورې[2]
په تیرو وختونو کې د جنسیت بدلون شتون نه درلود او د ټیکنالوژۍ په پرمختګ او د طبي پوهې په پراختیا سره نن سبا د ایران په ګډون په ډیرو هیوادونو کې ترسره کیږي.[3] نو په تیرو فقهي اثارو کې د دې سرلیک «د جنسیت بدلون» لاندې بحث نه دی شوی او معاصرو فقهاوو د اسفتائات[4] په نامه په کتابونو او اثارو سربیره، په طبي فقه کې لیکل شوي اثارو[5] او ځینې وختونه په ځينې مقالو کې هم،[6] په دې اړه خبرې کړې دي. ځينو فقهاوو هم د دې مسئلې احکام په خپل درس خارج کې څېړلي دي.[7]
تعریف
د جنس بدلول (په عربي کې تحویل الجنس)[8] د تناسلي آلت بدلول دي، په دې توګه چې ښځینه جنس نارینه شي او د نارینه جنس په ښځینه بدل شي.[9] د جنس بدلول له نر څخه ښځې ته داسې دی چې عملیاتو سره د سړي تناسلي آیل لری کړی شي او د هغه په ځای د ښځې اندام کیښودی شي، او سینې یې هم غټیږي. له ښځینه څخه نارینه ته د جنسیت په بدلولو کې، ځینې غړي لکه رحم، تخمدان او سینې لرې کیږي او د نارینه تناسلي آلت ورته لګولی کیږي. دا جراحۍ په څو پړاوونو کې ترسره کیږي او د هغې سره د هورمون درملنه هم ترسره کیږي.[10]
ډولونه
د جنیست بدلون د کسانو ځانګړتیاو ته په پام څو ډوله دی:
په روغو خلکو کې د جنسیت بدلون؛ هغه خلک چې فزیکي او رواني ستونزې نه لري او د بدلون د خوند لپاره غواړي خپل جنسیت بدل کړي.[11]
په نرښځو کې د جنس بدلون.[۱۲] په فقه کې د نرښځو مطلب هغه کسان دي چې د نر او ښځې دواړه تناسلي آلت لري او دا دوه ډوله دي:[۱۳]
مشکله نرښځۍ: هغه څوک چې جنسیت یې معلوم نه وي او هیڅ طبیعي یا شرعي نښې نه لري چې پر بنسټ یې له دوو جنسونو څخه یوه پسې نارینه یا ښځینه پسې وتړو.[14]
غیر مشکله نرښځۍ: هغه څوک چې یوه نښه ولري، که څه هم په شک کې وي، چې پر بنسټ یې له دوو جنسونو، نر او ښځینه یوه پسې تړلی کیږي.[15]
د جنس بدلول د (transsexuals) یا له جنسه ناراضي کسان. Transgenderism یو ډول جنسي اختلال دی چې په هغه کې د یو شخص جنسیت د هغه جنسیت سره سمون نه خوري چې د زیږون پرمهال یې درلود.[16] په Transgenderism کې یو کس که څه هم یو جنس لري خو د جنسي او فزیکي پلوه ځان مخالف جنس سره تړلی ګڼي.[17]
تاریخچه
مریم پور ملک آرا ته د امام خمیني له خوا د جنسیت د بدلون د جایزیدو فتوا لیک
ویل کیږي چې په ۱۳۰۹ کال کې په ایران کې د جنس د بدلون لومړی جراحي عملیات ترسره شول چې په ترڅ کې یې یو ۱۸ کلن هلک جراحي کړ او په نجلۍ بدل شو.[18]
د محمد مهدي کریمی نیا(د جنسیت د بدلون په اړه د کتاب لیکوال) په وینا، امام خمیني په ایران کې لومړنی فقیه و چې په خپلو فقهي بحثونو کې یې د جنسیت د بدلون په اړه د شرعي حکم په اړه یې نظر څرګند کړی دی.[19] دا بحثونه د مسائل مستحدثه تر عنوان لاندې په تحریر الوسیله کتاب کې لیکل شوي دي.[۲۰]
دا هم ویل کیږي چې هغه په ایران کې لومړنی فقیه و چې د نرښځي د جنس بدلولو لپاره یې فتوا صادره کړه.[21] د فریدون په نوم یو نرښځی چې د خپل جنس له بدلولو وروسته یې د مریم خاتون پور ملک ارا نوم غوره کړ. په ۱۳۶۴ کال کې له امام خمیني سره وکتل او د خپل حالت او ناروغۍ په اړه یې ورسره خبرې وکړې او له هغه یې د جنسیت د بدلولو فتوا ترلاسه کړه.[22] په همدې کال کې او له هغه وروسته په ایران کې د جنسیت د بدلون اپریشنې د قانوني جوازونو سره ترسره شوې.[23]
د یوه انلاین خبر له مخې، هر کال له ۲۷۰ څخه زیات ایرانیان د قانوني ډاکټر له ادارې د اجازې په ترلاسه کولو سره خپل جنسیت بدلوي. د رسمي شمېر له مخې، له ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۸۹ کال پورې په ایران کې له ۱۳۶۶ څخه زیاتو کسانو د جنسیت د بدلون اجازه ترلاسه کړې ده، چې په دوي کې تقریبا ۵۶٪ یې غواړي چې ښځې شي او ۴۴٪ یې غواړي چې د جنسیت په بدلولو سره نارینه شي.[24]
د ځینو په وینا، په ایران کې د همجنسبازۍ لپاره د سختو قوانینو شتون او د هغې جرم ګڼل د دې لامل شوی دی چې جنسیت بدلولو ته ګروهنه زیاته شي، په ځانګړې توګه په نرښځیانو کې.[25]
فقهي حکم
فقهاوو د جنس د بدلون د درې واړو ډولونو احکام بيان کړي دي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
روغ خلک
د هغو کسانو لپاره چې د جنسیت په برخه کې فزیکي او رواني ستونزې نه لري د جنس د بدلون د حکم په اړه د فقهاوو فتوا په لاندې ډول ده:
جایز ګڼونکي
د ځينې فقهاوو د فتوا له مخې لکه امام خمیني،[26] حسین علي منتظري،[27] محمد ابراهیم جناتي،[28] محمد فاضل لنکراني،[29] محمد آصف محسني،[30] سید علي سیستاني،[31] ناصر مکارم شيرازي،[32] محمد اسحاق فياض[33] او سيد محسن خرازي،[34] که چيرته کوم ضرر نه وي او د حرام عمل سره نه وي لکه لمس کول او کتل نو په خپله د جنس بدلول روا دي.
د جایز ګڼونکیو دلیلونه
د جنیست د بدلون جایز ګڼونکیو لاندیني دلیلونه راوړي دي:
اصل الاباحه: [۳۵] د دې قاعدې له مخې هر هغه څه چې د حلال او حرام تر منځ مشتبه وي حلال ګڼل کېږي.[۳۶] د جنس د حرمت لپاره موږ شرعي دليل نه لرو. له همدې امله، دا عمل حلال او مباح ګڼل کیږي.[37]
اصل برائت:[۳۸] د جنس د بدلون د حرمت او جایز شونې په اړه د شک په صورت کې او د هغې د حرمت لپاره د شرعي دليل د نشتوالي په صورت کې،[39] اصل برائت سره سم، په حرام نه شونې یې حکم صادريږي.[۴۰]
قاعده تسلیط:[۴۱] د دې قاعدې له مخې، هر انسان د خپل مال او د بدن په غړو واک لري په کې تصرف کولی شي.[42] د جنس بدلول هم په بدن کې یو ډول تصرف دی نو له دې مخې جایز دی.[43]
حرام ګڼونکي
د ځینې فقهاوو له نظره لکه سید ابوالقاسم خويي،[۴۴] سید محمد رضا ګلپایګاني،[۴۵] میرزا جواد تبریزي،[۴۶] محمد تقي بهجت،[۴۷] لطف الله صافي ګلپایګاني،[۴۸] سید علی خامنه اي[۴۹] او سيد محمد علي علوي ګرګاني[50] د داسې خلکو جنیست بدلول روا نه دي.
د حرامیدو دلیلونه
کوم کسان چې د جنسیت بدلول حرام ګڼي هغوي لاندې دلیلونو راوړي:
آیه تهلکه:[۵۱] په دې آيت كې خداى پاک خلك له دې منعه کړي دي چې ځان په هلاکت کې واچوي او د جنس بدلول د قوت د ضايع كولو او د ځان د هلاكولو له مصداقونو څخه دی.[۵۲]
د خلقت د بدلون آيت:[۵۳] په دې آيت كې د خداى په مخلوق كې تغير راوستل د شيطان له وسوسو څخه او غندلی شوی ګڼل شوی دی او د جنس بدلون د خداى په مخلوق كې د تغير راوستلو له مصداقونو څخه ګڼل شوى دى.[۵۴]
د رواياتو له مخې ښځې سره د سړي مشابهت کول حرام دي.[55] او د جنس بدلول هم د مخالف جنس سره يو ډول مشابهت دی او له همدې امله حرام دی.[۵۶]
نرښځي
د نرښځو د جنسیت د بدلولو په هکله، ځینې فقهاوو د مشکل نرښځو او غېر مشکل نرښځو تر مینځ فرق کړی دی.[۵۷]
مشکله نرښځۍ
اکثره شیعه فقیهان[۵۸] یوازې د مشکله نرښځې د جنسیت د معلومولو لپاره عصبي جراحۍ جایزه ګڼي.[۵۹] منتظري د مشکلې نرښځې د جنس بدلول کله کله د اړتیا په صورت ضروري ګڼلی دی.[60] د محمد فاضل لنکراني په وینا که کوم نرښځې د خپلو دیني وظایفو لکه محرمیت، نکاح، لمونځ، میراث او داسې نورو په ترسره کولو کې له ستونزې سره مخ شي او له دې ستونزې څخه د خلاصون یوازینۍ لار د جنسیت بدلول وي نو جراحي یې واجب ګڼلې ده.[61] همدارنګه د دې فقهاوو د فتوا له مخې، که د دې ډول جنس بدلون چې د درملنې لپاره وي، د اړتیا حد ته ورسیږي، نو په جراحۍ کې د لمس کولو او کتلو حرمت هم لرې کیږي.[62]
جعفر سبحاني د جنس بدلون يوازې په غير مشکله نرښځي كې روا ګڼي او په دې اند دى، چې هغه مشکله نرښځۍ چې نه پوهیږي چې ايا د نارينه قوانين پر هغې تطبيقېږي او يا ښځینه قوانين، بايد احتياط وكړي او جنس نه شي بدلوی.[۶۳] سيد صادق شيرازي د جنس بدلون په هيڅ ډول کې هم روا نه دی بللی، حتی مشکله نرښځي کې هم.[۶۴]
غېر مشکله نرښځۍ
د فقهاوو یوې ډلې هم په غیر مشکله نرښځۍ کې هم د جنس بدلون روا ګڼلی دی.[۶۵] ځینې فقهاوو د نرښځي جراحي که مشکله وي او که غېر مشکله، دا عمل د جنس معلومولو عملیات ګڼي او د جنس د بدلون له موضوع یې وتلي ګڼي.[۶۶]
ترنسکشوال
د ځینو فقهاوو د فتوا له مخې، د جنسیت بدلون د ترنسکشوال (transsexuals) لپاره جایز نه دی.[47] د ځینې فقهاوو لکه سيد روح الله خميني،[68] حسين علي منتظري،[69] سيد علي خامنه اي،[70] او سيد محسن خرازي[71] له نظره دا ډول د جنسیت بدلون، که چرې د درملنې په موخه د ډاکټر لخوا وړاندیز شوی وي نو جواز لري، خو په دې شرط چې دغه مرض بې د جنسیت له بدلونه نه کیږي.
تړلي حکمونه
د جنسیت د بدلون له عملیاتو وروسته ځینې احکام پیدا کیږي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
په واده باقي پاتی کیدل
د شيعه فقهاوو د فتوا له مخې، هرکله چې د ميړه (ميړه او ښځې) څخه يو تن جنس بدل کړي، نو نکاح یې باطليږي.[72] که ښځه میړه دواړه په یو ځای جنسیت بدل کړي؛ داسې چې له سړي ښځه جوړه شي او له ښځې سړی، نو د سید روح الله خمیني د فتوا له مخې، دا امکان لري چې د دوي ترمنځ د نکاح تړون باقي پاتې شي؛ که څه هم مستحب احتیاط دا دی چې نکاح بیا ځلی ولوستل شي.[73] د محمد فاضل لنکراني د فتوا له مخې د دواړو نکاح سمدلاسه فسخ کېږي او بيا نکاح کولی شي او مستحب احتياط دا دی چې تر عدت پورې انتظار وکړي.[74]
حق مهر
د ځينو فقهاوو له نظره د نکاح په فسخ کولو سره که د جنس له بدلون څخه مخکي دخول شوی وي، نو سړی بايد پوره مهر ورکړي.[۷۵] او که دخول نه وي شوی، نو د سيد روح الله خميني د نظر له مخې، قاعدو ته په پام پوره مهر ورکول سم نه ښکاري.[76] او د حسین علي منتظري په وینا، مستحب احتیاط دا دی چې جوړجاړی وکړي.[77]
د فاضل لنکراني د فتوا له مخې، که د جنس بدلون د ښځې له خوا او د مېړه په اجازې ترسره شي، که د جنس له بدلون مخکې دخول نه وي شوی، د ښځې مهر باید پوره ادا شي؛ که څه هم مستحب احتیاط دا دی چې جوړجاړی وکړي.[78]
د پلار ولایت
کوم سړی چې سرپرست او ولي دی که د جنس په بدلولو سره ښځه شي، د ځینو فقهاوو د فتوا له مخې، د هغه ولایت په نابالغ اولادونو له منځه ځي، او که ښځه خپل جنس په نارینه بدل کړي، نو په نابالغه ماشومانو ولایت نه پيدا کوي. او د هغه نابالغو ماشومانو ولایت د نیکه لپاره او که نیکه یې نه وي نو د حاکم شرع لپاره ثابت دی.[79]
میراث
د فقهاوو له نظره د ميراث معيار دا دی چې د مُوَرِث(څوک چې مړ دی او مال یې پریښی دی) د مړينې په وخت کې د نر او ښځې عنوانونه ورباندې راشي.[۸۰] . که یو څوک هلک وي او مخکې له دې چې مورث مړ شي خپل جنس بدل کړي نو د نجلۍ په څیر به ارث به ورته ورکړل کیږي او که چیرې نجلۍ وي او د مورث له مړینې دمخه خپل جنس بدل کړي نو د هلک په څیر میراث به ورکول کیږي.[81]
کتاب پيژندنه
ځینې کتابونه چې د جنسیت د بدلون په باره کې له فقهي نظره لیکل شوي دي دا دي:
تغییر جنسیت کتاب، د محمد مهدي کریمي نیا تألیف: لیکوال په دې کتاب کې، سربېره په دې چې د جنسیت ډولونه یې څېړلي دي، په دې هکله ځینې پوښتنې او ځوابونه او حکمونه يې هم راوړي دي او د فقیهانو فتواګانې يې څېړلي دي. دا کتاب 497 مخونه لري او د آئمه اطهار د فقهي مرکز له خوا په 1389 لمریز کال کې په قم کې چاپ شوی دی.[82]
تغییر جنسیت، آری یا نه؟ کتاب (د قم دعلمي حوزې له فقیهانو او استاذانو څخه د) یداالله دوزدوزاني د فقهي د خارج د سبقونو لاسته راوی شوی کتاب دی، د دې کتاب مطلبونه د دوزدوزاني په سبق کې د دې بحث «تَزیینُ الرَّجُل بما یَختَصُّ بالنِّساء و بالعکس» په ذیل کې راغلي دي.[۸۳] دا کتاب د محسن دلېر په لاس راغونډ شوی دی او ځینې اضافو سره په 152 مخونو کې په 1387 کال کې چاپ شوی دی.[۸۴]