د مذهب ضروریات

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ضروري مذهب یا د مذهب ضروریات هغه احکام او عقاید دي چې د یو مذهب ټول پېروان هغه د خپل دین او مذهب برخه ګڼي. د زیاتره دیني عالمانو له نظره، د مذهب د ضروریاتو انکار، له مذهبه د هغه کس د وتلو سبب کیږي خو له دینه د وتلو سبب نه ګرځي. د امامیه مذهب له ضروریاتو څخه، د خدای له لوري د دولسو امامانو په امامت عقیده ده.

اصطلاح پېژندنه

ضروري د څرګند، بدیهي، او لازم په معنا په دریو فقهي اصطلاحګانو«ضروري دین»، «ضروري مذهب» او «ضروري فقه» کې کارول شوی دی.[۱]

ضروري دین

اصلي مقاله: ضروری دین

ضروري دین (د اسلام دین)، هغه احکام او عقاید دي چې ټولې اسلامي ډلې او مذهبونه په څرګنده هغه د دین جز او برخه ګڼي، لکه جسماني معاد او د لمانځه واجبوالی. د دین د ضروریاتو انکار، په حقیقت کې د خدای یا پېغمبر(ص) د خبرو درواغ ګڼل او د ارتداد یو سبب دی.

د مذهب ضروري

د مذهب ضروري یا ضروریات، هغه احکام او عقاید دي چې د یو مذهب عموم پېروان یې د دین او مذهب برخه ګڼي. دې ته په پام سره چې د هر مذهب لارویان هغه مذهب حق او رښتینی دین ګڼي، د صاحب جواهر په شان فقیهانو د مذهب ضروریات د دغه شان کسانو لپاره د دین له ضروریاتو سره برابر ګڼي.[۲]

د فقې ضروري

د فقې ضروري دوه ډوله بیان شوی دی:[۳]

  1. هغه څیزونه چې ټول فقیهان پرې اجماع لري او مني یې.
  2. هغه چارې او څیزونه چې د فقې ارکان دي او فقه بې له هغو نه جوړیږي.

بېلګې

د امامیه مذهب له مهمو ضروري مواردو څخه، په امامت عقیده او د امامانو معصوم ګڼل دي.[۴] د شیعه مذهب له نورو ضروریاتو کولی شو په اذان کې د «حَی عَلی خَیرِ العَمل» جز والي او د متعې حلالوالي [۵] ته اشاره کولی شو.

د مذهب د ضروریاتو د انکار فقهي حکم

زیاتره فقیهان باوري دي چې د شیعه مذهب له ضروریاتو څخه د یو انکار او نه یې منل له دې مذهبه د انسان د وتلو سبب کیږي.[۶] د دې په مقابل کې د صاحب حدائق په شان ځینې فقیهان د مذهب د ضروریاتو انکار د ارتداد سبب ګڼي.[۷] ځینې نور لکه صاحب جواهر، د مذهب د ضروریاتو انکار د هغه کس له خوا چې دا مذهب مني، د دین د ضروریاتو د انکار په شان او د ارتداد سبب ګڼي.[۸] او ځینې (لکه سید عبدالاعلی سبزواري) باوري دي چې د مذهب د ضروریاتو انکار یوازې هغه وخت چې د رسالت یا توحید د انکار سبب شي له دینه د وتلو سبب کیږي.[۹][۱۰]

فوټ نوټ

سرچينې

  • فصلنامه نقد کتاب فقه و حقوق، سال اول، شماره ۴و۳، مقاله تلاش غیرضروری برای تبیین ضروری.
  • محمدحسن بن باقر، صاحب جواهر، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی.
  • صراط النجاة فی اجوبة الاستفتائات، میرزا جواد تبریزی، چاپ اول، دفتر نشر برگزیده، ۱۴۱۸ق.
  • مهذب الاحکام فی بیان الحلال و الحرام، سید عبدالاعلی سبزواری، چاپ اول، نشر دارالتفسیر، ۱۴۳۰ق.
  • فرهنگ فقه فارسی، زیر نظر آیت الله سید محمود شاهرودی، انتشارات مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی.
  • الموسوعة الفقهیه، قم، مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق.
  • الموسوعة الفقیهة المیسّره، محمدعلی انصاری، قم، مجمع الفکر الاسلامی، ۱۴۲۴ق.