د امامانو عصمت
- دا مقاله د امامانو د عصمت په هکله ده. د عصمت او پیغمبرانو د عصمت له مفهوم سره د لا بلدتیا لپاره د عصمت او د پېغمبرانو د عصمت برخه وګورئ.
د امامانو عصمت له هر ډول کبیره او صغیره ګناه او عمدي او سهوي غلطۍ او هېرېدو د شیعه امامانو د پاکۍ په معنا دی. د امامانو عصمت د اثناعشري یا دولس امامي شیعیانو له اختصاصي عقیدو څخه دی. د امامیه او همداراز اسماعیلیه له نظره، عصمت د امامت له شرایطو او د امامانو له صفتونو دی. د عبد الله جوادي آملي په وینا امامان(ع) لکه څنګه چې په کړنو او عمل کې معصوم دي د هغوي علم هم حق او له خطا خوندي دی.
شیعه عالمانو په مختلفو آیتونو لکه اولی الامر ایت، د تطهیر آیت، د ابراهیم د ازمېښت یا ابتلا ایت، صادقین ایت، مودت ایت او صلوات ایت سره د امامانو د عصمت د ثابتولو لپاره استناد کړی دی. په روایي سرچینو کې په دې اړه ډېر روایتونه ذکر شوې دي. د ثقلینو حدیث، د امان حدیث او د سفینه حدیث له هغو روایتونو دي چې د امامانو(ع) د عصمت په ثابتولو کې پرې استناد شوی دی. د امامانو په عصمت له ډېرو دلایلو سره سره، وهابیانو او د سلفیه امام ابن تیمیه حراني د هغې انکار کړی او یو لړ اعتراضونه یې پرې کړې دي. شیعه عالمانو ټولو اعتراضونو ته ځواب ورکړی دی.
د امام او امامانو د عصمت په اړه ځینې کتابونه لیکل شوې دي چې ځینې یې دا دي پژوهشی در شناخت و عصمت امام، د جعفر سبحاني لیک، عصمت امام در تاریخ تفکر امامیه تا پایان قرن پنجم هجري، د محمد حسین فاریاب لیک او عصمت امامان از دیدگاه عقل و وحی، د ابراهیم صفرزاده لیک.
مقام او اهمیت
د امام عصمت او دلایل یې له مهمو قرآني او کلامي بحثونو شمېرل شوي دي.[۱] د دولس امامي شیعه له نظره، عصمت د امامت له شرایطو او صفاتو او د شیعه امامانو عصمت د هغوي له بنیادي عقیدو څخه دی.[۲] د علامه مجلسي په وینا، امامیه په دې نظر اتفاق لري چې امامان(ع) له وړو او لویو ګناهانو که هغه عمدي وي که سهوي او له هر ډول خطا او غلطۍ معصوم دي.[۳] ویل شوي چې اسماعیلیه هم عصمت د امامت له شرایطو ګڼي.[۴] د دې په مقابل کې اهل سنت عصمت د امامت له شرطونو نه ګڼي.[۵] ځکه چې هغوي اجماع لري چې درې ګوني خلیفه ګان امام وو؛ خو معصوم نه وو.[۶]] هغوی د عصمت په ځای عدالت شرط ګڼلی دی.[۷] سره له دې په اومه پېړۍ کې اهل سنت عالم سبط بن جوزي د امام عصمت منلی دی.[۸] وهابیان هم د امام او د شیعه امامانو عصمت نه مني او هغه له پېغمبرانو سره مخصوص ګڼي.[۹] د ابن ابی الحدید معتزلي په نقل د پېنځمې پېړۍ معتزلي متکلم ابو محمد حسن بن احمد بن مَتَّوَیْه که څه هم عصمت د امامت شرط نه ګاڼه خو د علي(ع) په عصمت تصریح لري او هغه یې د معتزله مکتب نظر ګڼلی دی.[۱۰]
د ایت الله سبحاني په وینا، دا د نظر اختلاف د امامت او د پېغمبر د خلافت په اړه د اهل سنت او شیعیانو له عقیدې سرچینه اخلي. د شیعیانو له نظره، امامت د نبوت په شان الهي منصب او مقام دی او خدای تعالی باید امام وټاکي.[۱۱] خو د اهل سنتو له نظره امامت یو عرفي منصب دی[۱۲] او امام د خلکو له خوا غوره شوی او د هغه علم او عدالت د خلکو په سویه دی او د خدای له خوا نه ټاکل کیږي.[۱۳]
د امامانو(ع) عصمت د شیعه د فقې د اصولو د علم له کلامي بنسټونو ګڼل شوی دی؛ ځکه چې د امامانو د عصمت په اثبات سره، د امام سنت (وینا، عمل او تقریر) د فقې په اصولو کې د استنباط د یوې سرچینې په توګه په رسمیت پېژندل کیږي؛ خو که د امامانو عصمت اثبات نه شي، د شرعي احکامو په استنباط کې د هغوي له سنته استفاده نه شو کولی.[۱۴] همداراز ویل شوې چې د شیعه عالمانو له نظره، د اجماع د حجیت معیار د امام عصمت دی؛ ځکه د هغوي له نظره، امام د پېغمبر ځای ناستی او د هغه په شان معصوم دی او اجماع له دې امله چې د معصوم د قول کشفوونکې ده حجت ده. د دې په مقابل کې اهل سنت اصولیانو د امت عصمت د اجماع د حجیت معیار ګڼلی دی.[۱۵]
د امام او امامانو عصمت په قرآن کې په صراحت سره نه دی راغلی؛ خو شیعه عالمانو د اولی الامر آیت[۱۶] تطهیر ایت[۱۷] د ابراهیم د ابتلا ایت[۱۸] د امام یا امامانو په عصمت تفسیر کړی دی؛ خو په روایي سرچینو کې، د امامانو د عصمت په اړه پریمانه حدیثونه راغلې دي.[۱۹]
- امام کاظم(ع) له خپلو پلرونو، له امام زین العابدین(ع):
- زمونږ د کورنۍ امام بې له معصومه نه شي کېدی او عصمت داسې چاره نه ده چې د یو کس په ظاهر کې وي او په هغې سره وپېژندل شي. له دې امله معصوم باید وټاکل شي. عرض وشو: یابن رسول الله ! نو د معصوم معنا څه ده؟ هغه حضرت وفرمایل: معصوم هغه څوک دی چې د خدای پړی ټینګ کړي او د خدای پړی هماغه قرآن دی او دا دوه (معصوم او قرآن) له یو بله د قیامت تر ورځې نه جدای کیږي. امام د قرآن په لور راهنمایي کوي او قرآن د امام په لور او دا د لوی خدای فرمایلې خبره ده، هلته چې فرمایي:«بې شکه دا قرآن هغه څه ته چې ډېر صحیح دي لارښوونه کوي»[۲۰]
مفهوم پېژندنه
د امامانو عصمت له هر ډول ګناه او خطا د هغوي خوندیتوب دی.[۲۱] عصمت د مسلمانو متکلمانو او حکیمانو له نظره د حفاظت او خوندیتوب لغوي معنا په ځان کې لري.[۲۲] خو د هغوي د اصولو او بنسټونو په اساس، د عصمت مختلف تعریفونه وړاندې شوي دي چې ځینې یې دا دي:
- د متکلمانو تعریف: عدلیه (امامیه[۲۳] او معتزله[۲۴]) متکلمانو عصمت د لطف په اساس تعریف کړی دی.[۲۵] پر دې اساس، د عصمت مطلب دی هغه لطف چې خدای یې خپل بنده ته عطا کوي او په واسطه یې، هغه قبیح او سپک کار یا ګناه نه کوي.[۲۶] اشاعره و عصمت د خدای له لوري په معصوم انسان کې د ګناه د نه پېدا کولو په معنا تعریف کړی دی.[۲۷]
- د فلاسفه و تعریف: مسلمانو حکیمانو عصمت یوه نفساني ملکه [یادداشت۱] تعریف کړی چې له امله یې د عصمت خاوند ګناه نه کوي.[۲۸] ویل شوي چې دا تعریف د افعالي توحید په باب کې د حکیمانو د بنسټونو او اصولو په اساس دی چې د انسان کارونه د انسان د مختار نفس له لارې خدای ته نسبت ورکوي.[۲۹]
د صرفي جوړښت له نظره عصمت، د «عصم» د ټکي اسم مصدر دی[۳۰] چې په لغت کې د ساتلو او منعې کولو په معنا دی.[۳۱] د عصمت ټکی په قرآن کې نه دی کارول شوی خو مشتقات یې دیارلس ځله په قرآن کې او په لغوي معنې استعمال شوې دي.[۳۲]
پراختیا او حدود
امامیه عالمان په دې عقیده دي چې شیعه امامان د پېغمبرانو په شان له هر ډول وړې لویې ګناه که هغه عمدي وي او که سهوي او همداراز له هېرېدو، او له هر ډول خطا او غلطۍ معصوم او خوندي دي.[۳۳] د هغوي له نظره، امامان(ع) په ټول عمر کې له امامته مخکې او وروسته معصوم دي.[۳۴] فیاض لاهیجي له ګناه او خطا پر عصمت سربېره له جسماني، رواني، عقلاني او نَسَبي عیبونو عصمت هم په امام کې شرط ګڼلی دی او په دې باور دی چې امام باید په پټو او یا کرکجنو جسماني ناروغیو لکه جذام او ګونګوالي، یا نفساني عیوبو لکه بخل، شومۍ او زیږوالي، یا عقلاني لکه لیونتوب، ناپوهۍ، هیرېدو، او نسبي عیوبو نه وي اخته. د هغه دلیل دا دی چې دغه عیبونه د خلکو د نفرت او امامانو ته د هغوي د نه ګروهنې سبب کیږي. او له هغوي د اطاعت له واجبوالي سره سمون نه خوري.[۳۵]
شیخ مفید، له امامه د مستحب ترک کول د سهوې له مخې عقلا جایز ګڼلې دي؛ خو باوري دی چې امامانو په خپل ژوند کې هیڅ مستحب نه دی پرېښی.[۳۶]
عبدالله جوادي آملي عصمت په دوه ډوله عملي او علمي وېشلی او امامان(ع) یې د دواړو قسمونو لرونکي ګڼلي دي. د هغه په وینا، لکه څنګه چې د امامانو کړچار د حق مطابق دی، د هغوي علم هم حق او له هغه سرچینې راخوټېدلی چې هیڅ ډول غلطي، سهوه او هېره پکې نیشته.[۳۷] د هغه له نظره هر څوک چې د علمي عصمت مرحلې ته ورسیږي، د شیطان له وسوسو محفوظ دی او شیطان یې په فکر کې نفوذ نه شي کولی.[۳۸] کلام څیړونکی علي رباني ګلپایګاني، عملي عصمت هماغه له ګناه خوندیتوب او علمي عصمت د لاندینیو مرتبو لرونکی ګڼلی دی.
- د الهي احکامو په پېژندلو کې عصمت؛
- د الهي احکامو د موضوګانو په پېژندلو کې عصمت؛
- د ټولنې په مشرۍ پورې اړوندو چارو د مصالحو او مفاسدو په تشخیص کې عصمت؛
- په عادي ژوند پورې په اړوندو چارو کې عصمت، که هغه وګړنیزې وي او که ټولنیزې.[۳۹]
د هغه له نظره شیعه امامان دغه ټولې مرتبې لري.[۴۰]
د عصمت د اثبات عقلي دلیلونه
د شیعه عالمانو له خوا د امام د عصمت د اثبات لپاره ډېر عقلي دلیلونه وړاندې شوي دي چې دا دي: د امتناع تسلسل برهان، د امام له خوا د شریعت د ساتلو او بیانولو برهان، له امامه د اطاعت د واجبوالي برهان، د نقض غرض برهان، د ګناه کولو په بڼه کې د امام د ځوړتیا او پرېوتلو برهان.[۴۱]
عقلي دلیلونه، د امام عصمت د امام مصداقونو ته له اشارې او توجه پرته ثابتوي. د جعفر سبحاني په وینا هغه ټول عقلي دلایل چې د پېغمبرانو د عصمت لپاره وړاندې شوي لکه د بعثت د اهدافو تحقق، د خلکو د اعتماد جلبول، د امام د عصمت په اړه هم مطرح دي. د هغه له نظره د امام معصوم والی، د شیعه مکتب له ضروریاتو دی چې د امامت مقام د پېغمبر د نبوت او رسالت د دندو جاري ساتونکی ګڼي د امامانو له عصمته پرته د دغه شان دندو جاري ساتل ممکن نه دي.[۴۲]
له امامه د اطاعت د واجبوالي برهان
د اولی الامر ایت په شان دلیلونو په اساس د امام اطاعت واجب دی.[۴۳] په دې ډول چې ځینو کسانو د امام د اطاعت واجبوالی د مسلمانانو اجماعي مساله ګڼلې ده.[۴۴]اوس نو که امام معصوم نه وي او ګناه یا خطا وکړي، د هغه اطاعت حرام او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د دلیلونو په اساس له ګناه د هغه منعې کول واجبیږي؛ په دې بڼه کې له یوې خوا باید له امام سره مخالفت وکړي او له بل پلوه یې اطاعت وکاندي چې دا ممکنه نه ده؛ پر دې اساس امام باید معصوم وي.[۴۵]
د قرآن په آیتونو استناد
د امامانو د عصمت د ثابتولو لپاره په ځینو آیتونو لکه د ابراهیم د ابتلا آیت، د اولی الامر آیت، د تطهیر آیت، د صادقین آیت،[۴۶] د مودت آیت،[۴۷] او د صلوات آیت[۴۸] استناد شوی دی.
د ابراهیم د ابتلا آیت
اصلي مقاله: د ابراهیم د آزمیښت آیت
«وَ إِذِ ابْتَلی إِبراهیمَ رَبُّه بِکلماتٍ فَأتَمَّهُنَّ قالَ إِنّی جاعِلُک لِلنّاسِ إِماماً قالَ وَمِنْ ذُرّیتی قالَ لاینالُ عَهدی الظّالِمینَ؛ هغه وخت چې خدای، ابراهیم په مختلفو وسیلو سره وازمایه[او هغه له دغو ازمېښتونو سرلوړی راووته] خدای تعالی هغه ته وفرمایل: ما ته د خلکو امام وګرځولې، ابراهیم وویل: زما له بچیانو هم [امامان وګرځوه] خدای تعالی وفرمایل: زما عهد ظالمانو ته نه رسیږي.[۴۹]
په دغه آیت په استدلال کې ویل شوي چې د «لاینالُ عَهدی الظّالِمینَ» عمومیت دلالت لري هغه کس چې په هر ډول یو وخت ظالم و، امامت ورته نه رسیږي. پر دې اساس، آیت د امامت په وخت او ترې مخکې د امام په عصمت دلالت لري.[۵۰] فاضل مقداد په دغه آیت استدلال داسې بیان کړی دی: غیر معصوم ظالم دی؛ ظالم د امامت صلاحیت نه لري؛ غیر معصوم د امامت وړتیا نه لري، پر دې اساس امام باید معصوم وي.[۵۱] شیعه عالمانو له «عهدي» مطلب امامت ګڼلی دی.[۵۲]
د اولی الامر آیت
اصلي مقاله: د اولی الامر آیت
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ ...؛ ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د خدای اطاعت وکړئ، د پېِغمبر یې او د خپلو ولی امرانو [هم اطاعت وکړئ][۵۳]
شیعه عالمانو په اولی الامر ایت په استناد کې ویلي چې په آیت کې بې له څه قید او شرطه د اولی الامر د اطاعت حکم ورکړل شوی دی، دغه شان امر د اولی الامر په عصمت دلالت لري؛ ځکه چې که اولی الامر معصوم نه وي او په ګناه یا خطا اخته کیږي، د خدای حکمت او عدالت اقتضا کوي چې په مطلقه توګه د هغوي د اطاعت امر ونه کړي.[۵۴] شیعیان د روایتونو په اساس[۵۵] باوري دي چې له اولی الامره مطلب، شیعه امامان دي.[۵۶]
د تطهیر آیت
اصلي مقاله: د تطهیر آیت
«إِنَّمَا یُرِیدُ اللهُ لِیُذْهِبَ عَنْکُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَیتِ وَ یُطَهِّرَکُمْ تَطْهِیراً؛ بې شکه خدای اراده کړې چې له تاسو ای (د پېغمبر) اهل بیتو هر ډول ککړتیا لرې کړي او تاسو پاک او پاکیزه وګرځوي.[۵۷]
په دې ایت سره هم د امامانو د عصمت لپاره استناد شوی دی.[۵۸] ځینو په دغه ایت استدلال داسې بیان کړی دی:
الف: په تطهیر ایت کې له اهل بیتو(ع) مراد، پینځه تنه آل عبا دي.
ب: دې آیت له اهل بیتو د رجس او ککړتیا د ختمولو لپاره د خدای د ارادې خبر ورکړی دی.
ج: خدای تعالی د رجس د ختمولو پر ارادې سربیره، د دې چارې تحقق هم په نظر کې درلود؛ ځکه چې ایت د اهل بیتو(ع) د مدحې او منقبت په مقام کې دی (د خدای تکویني اراده)
د: له اهل بیتو د رجس او پلیتۍ له مینځه وړل د هغوي د عصمت په معنا دي.[۵۹]
له شیعه[۶۰] او اهل سنت،[۶۱] د ډېرو منقولو روایتونو په اساس، د تطهیر آیت د کساو اصحاب په شان کې نازل شوی. له دې امله له اهل بیتو مطلب په دې آیت کې پینجتن پاک دي.[۶۲]
په روایتونو استناد
د اصحابو او امامانو(ع) له لارې د امامانو د عصمت په اثبات کې ډېر حدیثونه لکه ثقلین حدیث او سفینه حدیث نقل شوي دي.[۶۳] شیعیان چې په کومو حدیثونو استناد کوي ځینې یې دا دي:
- عَنْ عَبْدِ الله بْنِ عَبَّاسٍ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ الله ص يَقُولُ: «أَنَا وَ عَلِيٌّ وَ الْحَسَنُ وَ الْحُسَيْنُ وَ تِسْعَةٌ مِنْ وُلْدِ الْحُسَيْنِ مُطَهَّرُونَ مَعْصُومُون؛
پېغمبر(ص) وفرمایل: زه او علي او حسن او حسین او د حسین نهه اولاده پاک او معصوم دي.[۶۴]
د ثقلین حدیث
اصلي مقاله: د ثقلین حدیث
دغه حدیث د «لَنْ يَفْتَرِقَا حَتَّي يَرِدَا عَلَيَّ الْحَوْض»، په عبارت کې د قرآن او اهل بیتو په نه جدایۍ په تصریح سره د اهل بیتو په عصمت دلالت لري؛ ځکه چې له هغوي د هر ډول ګناه او یا خطا صادرېدل هغوي له قرآنه جدا کوي.[۶۵] همداراز د خدای رسول(ص) په دې حدیث کې تصریح کړې چې هر څوک اهل بیت او قرآن راټینګ کړي، هیڅکله نه ګمراه کیږي. دا عبارت هم د اهل بیتو په عصمت دلالت لري؛ ځکه چې که هغوي معصوم نه وو، له هغوي مطلقه پېروي او تمسک د ګمراهۍ سبب کېده.[۶۶] په بله ژبه دا حدیث له اهل بیتو د اطاعت په وجوب دلالت لري او له هغوي د اطاعت واجبوالی، د هغوي په عصمت دلالت لري.[۶۷]
د شیعیانو په روایتونو کې، اهل بیت په ثقلین حدیث کې په شیعه امامانو تفسیر شوی دی.[۶۸] ځينې اهل سنت[۶۹] له اهل بیتو مراد اصحاب کساء او ځینې[۷۰] د هغې ښکاره مصداق امام علي(ع) ګڼي.
ځینو شیعه متکلمینو ثقلین حدیث متواتر ګڼلی او باوري دي چې د هغه په صحیحوالي کې شک نیشته.[۷۱] ځینې بیا معنوي متواتر ګڼلی دی.[۷۲]
د امان حدیث
اصلي مقاله: د امان حدیث
د امان حدیث له پېغمبر اکرم(ص) څخه مشهور حدیث دی چې د شیعه [۷۳] او اهل سنتو[۷۴] له لارې نقل شوی او په لږ اختلاف سره په دې ډول دی: «النُّجُومُ أَمَانٌ لِأَهْلِ السَّمَاءِ وَ أَهْلُ بَيْتِی أَمَانٌ لِأُمَّتِی؛ ستوري د اسمان د مخلوق امان دي او زما اهل بیت زما د امت امان دي.»
په دې حدیث په استدلال کې ویل شوي چې د خدای رسول(ص) خپل اهل بیت ستورو ته ورته ګڼلي او هغوي یې د امت یا د ځمکې والاو د امان او امنیت سبب ګڼلې دي. د پېغمبر دا خبره چې اهل بیت یې بې له کوم قید او شرطه د هدایت ستوري او له اختلاف او هدایته د امت د امنیت سبب ګڼلي د اهل بیتو په عصمت دلالت لري؛ ځکه چې بې له عصمته دغه چاره ممکنه نه ده.[۷۵]
په «کفایة الاثر»، کتاب کې په منقول روایت کې اهل بیت(ع) په امامانو (ع)تفسیر شوي او د هغوي په معصوم والي تصریح شوی دی.[۷۶] په څلورمې قمري پېړۍ کې د اهل سنتو محدثانو څخه حاکم نیشابوري د امان حدیث صحیح السند ګڼلی دی.[۷۷]
د سفینه حدیث
مقالهٔ اصلی: د سفینه حدیث
په سفینه مشهور حدیث د شیعه[۷۸] او اهل سنتو[۷۹] په ډېرو سرچینو کې په لږ شان اختلاف سره له پېغمبر اکرم(ص) داسې نقل شوی دی: «إِنَّمَا مَثَلُ أَهْلِ بَیتِی فِیکُمْ کَمَثَلِ سَفِینَةِ نُوحٍ مَنْ رَکِبَهَا نَجَی وَ مَنْ تَخَلَّفَ عَنْهَا غَرِقَ؛ په رښتیا په تاسو کې زما د اهل بیتو مثال د نوح د کشتۍ په شان دی، هر څوک چې په دې کشتې کې سپاره شي نجات مومي او څوک چې ترې پاتې شي غرقیږي.» ځینو دغه حدیث متواتر ګڼلی دی.[۸۰] حاکم نیشابوري هم هغه صحیح ګڼلی دی.[۸۱]
میر حامد حسین په دې حدیث په استدلال کې ویلې چې که د اهل بیتو(ع) کشتۍ خلک ژغوري او ترې پاتې کېدل یې د ګمراهۍ او غرقېدو سبب کیږي، نو په خپله اهل بیت خو باید بطریق اولی(په لومړي ډول) له ګمراهۍ محفوظ وي. که نه وي د هغوي د بې قید و شرطه اطاعت امر کول او د هغوي په کشتۍ کې سپرېدل د ګمراهۍ سبب کیږي او ناممکنه ده چې خدای او رسول یې داسې امر وکړي چې د خلکو د ګمراهۍ سبب شي.[۸۲]
په سفینه حدیث کې د اهل بیتو مصداق دولس امامان دي[۸۳] د لسمې او یوولسمې قمري پېړۍ شافعي مذهبه عالم عبدالرئوف مناوي د اهل بیتو(س) مصداق امامان او حضرت فاطمه(س) ګڼلی دی.[۸۴]
په عصمت د عقیدې سرچینه
د امامانو د عصمت ځینې مخالفان باوري دي چې د اسلام په لومړیو کې دغه شان عقیده نه وه موجوده او وروسته راپېدا شوه. د مثال په توګه ابن تیمیه وایي چې د امام په عصمت باور له عبدالله بن سبا سرچینه اخستې او د هغه بدعت و.[۸۵] د ناصر القفاري په وینا هم په لومړي ځل هشام بن حکم دغه شان عقیده پېدا کړې ده.[۸۶] د اسلامي علومو شیعه او ایرانی څېړاندي سید حسین مدرسی طباطبایی، په «مکتب در فرآیند تکامل» کتاب کې هم د عصمت د تفکر سرچینه هشام بن حکم ګڼلی دی.[۸۷]
له وهابیانو ناصر القفازي له شیعه سره دښمنۍ او مخالفت سره سره، عبدالله بن سباء ته د عصمت د تفکر منسوبول له تاریخي نظره غلط ګڼلي او ویلې یې دي چې ما په خپله څیړنه له هغه داسې کلام نه دی موندلی.[۸۸] د امامانو عصمت او د عصمت د ټکي اصل د هشام بن حکم له اختراعاتو هم نه دی؛ ځکه چې له پېغمبر(ص) او امامانو(ع) په ډېرو روایتونو کې د امامانو(ع) په عصمت تصریح شوې ده.[۸۹] د مثال په توګه امام علي(ع) په یو روایت کې عصمت د امام له نښو بیان کړی دی.[۹۰] امام سجاد(ع) په یو روایت کې له خپل پلار امام حسین (ع) نقلوي چې د اسلام پېغمبر(ص) امامان(ع) معصوم معرفي کړې دي.[۹۱] د اهل سنتو په سرچینو کې هم عبد الله بن عباس له پېغمبره نقل کړې چې زه علي، حسن او حسین او د حسین له بچیانو نه تنه پاک او معصوم یو.[۹۲]
د امامانو عصمت او غلو
د عربستان وهابي څیړاندي ناصر القفاري او ځینو نورو[۹۳] د اهل بیتو معصوم ګڼل غلو بللې ده.[۹۴] شیعیان باوري دي غلوکوونکی هغه کس دی چې د اهل بیتو د فضایلو په بیان کې له اعتداله ووځي، هغوي د عبودیت او بندګۍ له مقامه لوړ کړي او د خدای د خاصو صفتونو نسبت هغوي ته ورکړي. خو شیعیان د اهل بیتو په اړه دغه شان عقیده نه لري.[۹۵] شیعیان باوري دي چې عصمت هم د نورو کمالي صفتونو په شان بالذات د خدای صفت دی؛ خو خپلو ځینو بندګانو سره یې چې هدایتوونکي دي په عصمت کې مرسته کړې ده. پر دې اساس له خدای سره د عصمت د مختصوالي سره سره، هیڅ مانع نیشته چې ځینې بندګان هم دغه صفت ولري؛ لکه څنګه چې ټول مسلمانان د اسلام پیغمبر(ص) معصوم ګڼي.[۹۶]
د امامانو عصمت، عمل او وینا
ځینو کسانو د شیعه امامانو خبرې له عصمت سره ناغږمله او په ټکر کې ګڼلې دي منجمله د امام علي(ع) دغه خبره چې خپلو ملګرو ته په خطاب کې یې وفرمایل: : «...فَلَا تَکُفُّوا عَنِّی مَقَالَةً بِحَقٍّ أَوْ مَشُورَةً بِعَدْلٍ فَإِنِّی لَسْتُ فِی نَفْسِـی بِفَوْقِ مَا أَنْ أُخْطِئَ وَ لَا آمَنُ ذَلِکَ مِنْ فِعْلِی إِلَّا أَنْ یَکْفِیَ اللهُ مِنْ نَفْسِی...؛ د حق له ویلو او له عادلانه مشورې ډډه مه کوئ. په رښتیا زه نه تر دې لوړ یم چې خطا وکړم او نه په خپل کار کې له خطا خوندي یم مګر دا چې خدای مې وساتي....»[۹۷]] ځینو کسانو لکه شافعي مذهبه فقیه او مفسر شهاب الدین آلوسي، احمد امین مصري او د هند سلفي عالم عبدالعزیز دهلوي، او ناصر القفاري دغه روایت د امام علي(ع) او امامانو(ع) له عصمت سره په ټکر کې او د امامانو د عصمت د انکار له دلیلونو ګڼلی دی.[۹۸]
علامه مجلسی[۹۹] او ملا صالح مازندرانی،[۱۰۰] د امام دغه عبارت د حق په منلو کې نرمښت ته د خپلو ملګرو په بللو کې په تواضع او په دې د اقرار لپاره چې عصمت د خدای یوه مهرباني او لطف دی، تفسیر کړی دی. هغوي د امام خبره د حضرت یوسف(ع) دې خبرې ته ورته ګڼلې چې:«وَ ما أُبَرِّئُ نَفْسی إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ ما رَحِمَ رَبِّی؛ او زه خپل نفس نه تبرئه کوم، ځکه چې نفس ارو مرو د بدۍ امر کوي، مګر هغه څوک چې خدای پرې رحم وکړي.[۱۰۱]
د ناصر مکارم شیرازي په وینا، د «فَإِنِّی لَسْتُ فِی نَفْسِـی بِفَوْقِ مَا أَنْ أُخْطِئَ» جمله چې د عصمت د مخالفانو لاسوند ګرځېدلی د «إِلَّا أَنْ یَکْفِیَ اللهُ مِنْ نَفْسِی» په عبارت سره تفسیریږي. امام په لومړۍ جمله کې وایي چې زه د یو انسان په توګه له خطا خوندي نه یم؛ خو په دوهمې جملې سره پوهوي چې د خدای تر حفاظت او حمایت لاندې دی او یو عام انسان نه دی. پر دې سربېره امام د خپلو اصحابو د تعلیم او تربیت په مقام کې دی او هغوي ته ورزده کوي چې په هره شېبه کې د خطا احتمال شته دی او ځان د تواضع او خاکسارۍ له مخې د هغوي په قطار کې راولي.[۱۰۲]
د امامانو(ع) په ګناه اعتراف او استغفار
د عصمت مخالفانو په ګناه د شیعه امامانو اعتراف او د هغوي استغفار له عصمت سره ناغږمله ګڼلی دی.[۱۰۳] له پېغمبر اکرم(ص) هم استغفار او توبه نقل شوې ده. منجمله د یو روایت مطابق پېغمبر به د ورځې اویا ځله استغفار کاوه.[۱۰۴]
د محمدتقی مجلسی[۱۰۵] په وینا د امامانو(ع) استغفار د راویانو او خلکو د تعلیم لپاره و نه د ګناه د ارتکاب له امله؛ لکه څنګه چې ځینو اهل سنتو عالمانو[۱۰۶] د پېغمبر د استغفار په توجیه کې داسې ویلې دي. ځینې د امامانو استغفار او په ګناه اعتراف د «حَسَنَاتُ الْأَبْرَارِ سَيِّئَاتُ الْمُقَرَّبِينَ؛ د خوبانو نیک کارونه د خدای د در د مقربانو لپاره سیئه (ناخوښ) ګڼل کیږي» له ډلې ګنلې او ویلې یي دې چې امامانو د خپلو مقاماتو د لوړ والي په وجه کله د خلکو د مصلحت په وجه له دغه مقاماتو تنزل کاوه او په دنیاوي چارو اخته کېدل، ځان یې ګناهکار ګاڼه او استغفار به یې کاوه.[۱۰۷] له پېغمبره منقوله جمله «إِنَّهُ لَيُغَانُ عَلَى قَلْبِی وَ إِنِّی لَأَسْتَغْفِرُ الله کُلَّ یَومٍ سَبْعِينَ مَرَّةً؛ کله مې زړه زنګ نیسي او هره ورځ اویا ځله استغفار کوم» هم همدې مطلب ته اشاره ګڼلې ده.[۱۰۸] ځینو محققانو د پېغمبر(ص) او امامانو(ع) د استغفار او توبې لوی علت همدا په دې دنیا کې د ژوند په وجه غیر خدای ته توجه بللې ده.[۱۰۹] د علامه مجلسي له نظره، له خدایه د معصومانو معرفت په ډېره لوړه درجه کې دی او هغوي په الهي ذات کې غرق دي نو کله چې خپلو علمونو ته ګوري، هغه د الهي عظمت په وړاندې ډېر واړه او معصیت ګڼي او د خدای په در کې توبه او استغفار کوي.[۱۱۰]
همداراز د امامانو(ع) د استغفار په توجیه کې ویل شوي چې د هغوي استغفار له ګناه د مخنیوي اړخ لري. د عامو انسانانو استغفار د هغو ګناهانو او خطاګانو د بخښلو لپاره دی چې مرتکب شوې یې دي خو د امامانو استغفار له معصیته د وېرې او د هغې له ارتکابه د مخنیوي لپاره دی.[۱۱۱]
کتاب پیژندنه
د امام د عصمت او د امامانو د عصمت په اړه ډېر کتابونه او مقالې په فارسي ژبه خپرې شوې دي چې ځینې یې دا دي:
- پژوهشی در شناخت و عصمت امام، جعفر سبحانی، بنیاد پژوهشهای اسلامی آستان قدس رضوی، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
- عصمت امام در تاریخ تفکر امامیه تا پایان قرن پنجم هجری، محمدحسین فاریاب، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ اول ۱۳۹۰ش.
- عصمت امامان از دیدگاه عقل و وحی، ابراهیم صفرزاده، قم، زائر آستانه مقدسه، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
- دلایل عصمت امام از دیدگاه عقل و نقل، حجت منگنهچی، تهران، نشر مشعر، چاپ اول، ۱۳۹۱ش.
- امامت و عصمت امامان در قرآن، رضا کاردان، مجمع جهانی اهلبیت، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
- قرآن و عصمت اهل بیت(ع)، علیرضا عظیمیفر، قم، مهر امیرالمؤمنین(ع)، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
فوټ نوټ
- ↑ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۴، ص۲۳۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طوسی، الاقتصاد فیما یتعلق بالاعتقاد، ۱۴۹۶ق، ص۳۰۵؛ علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۴؛ فیاض لاهیجی، سرمایه ایمان، ۱۳۷۲ش، ص۱۱۴، سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۱۶.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۲۰۹، ۳۵۰ و۳۵۱.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۴؛ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۵۱.
- ↑ قاضی عبدالجبار، المغنی، ۱۹۶۲-۱۹۶۵م، ج۱۵، ص۲۵۱، ۲۵۵ و ۲۵۶ و ج۲۰، بخش اول، ص۲۶، ۸۴، ۹۵، ۹۸، ۲۱۵ و ۳۲۳؛ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۵۱؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۴۹.
- ↑ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۵۱؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۴۹.
- ↑ قاضی عبدالجبار، المغنی، ۱۹۶۲-۱۹۶۵م، ج۲۰، بخش اول، ص۲۰۱؛ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۵۰؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۴۳-۲۴۶.
- ↑ سبط بن جوزی، تذکرةالخواص، ج۲، ص۵۱۹.
- ↑ وګورئ: ابنتیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۲۹ و ج۳، ص۳۸۱؛ ابنعبدالوهاب، رسالة فی الرد علی الرافضة، ریاض، ص۲۸؛ قفاری، اصول مذهب الشیعة الامامیة، ۱۴۳۱ق، ج۲، ص۷۷۵.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۳۷۶ و ۳۷۷.
- ↑ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۴، ص۲۴۴ و۲۴۵؛ هم وګورئ: باذلی، «الهی بودن منصب امامت»، ص۹-۴۵.
- ↑ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۴، ص۲۳۹.
- ↑ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۴، ص۲۳۹-۲۴۲.
- ↑ مبلغی، «مبانی کلامی اصول و بهرهگیری از آن در نگاه و روش امام خمینی»، ص۱۴۹.
- ↑ ضیائیفر، «تأثیر دیدگاههای کلامی بر اصول فقه»، ص۳۲۳.
- ↑ وګورئ: طوسی، التبیان، دار احیاءالتراث العربی، ج۳،ص۲۳۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۱۰۰؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۱۳ و ۱۱۴؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۳۹۱.
- ↑ سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۱۳۴؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۶۴۶؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۵.
- ↑ وګورئ: سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۱۳۹؛ طوسی، التبیان، دار احیاءالتراث العربی، ج۱، ص۴۴۹؛ فاضل مقداد، اللوامع الالهیه، ۱۴۲۲ق، ص۳۳۲ و ۳۳۳؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۲۰.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۱۳۲ و ۱۳۳؛ خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۱۶-۱۹، ۲۹، ۳۶-۳۸، ۴۵، ۷۶، ۹۹ و ۱۰۰-۱۰۴؛ ابنعقده کوفی، فضائل امیرالمؤمنین(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۵۴ و ۱۵۵؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۶۶۵-۶۷۵.
- ↑ معانی الاخبار، شیخ صدوق، مخ۱۳۲، خپروونکی دار المعرفة للطباعة والنشر
- ↑ وګورئ: سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۴، ص۲۴۹.
- ↑ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۴.
- ↑ مفید، تصحیح اعتقادات الامامیه، ۱۴۱۴ق، ص۱۲۸؛ سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۳۲۶؛ علامه حلی، باب الحادی عشر، ۱۳۶۵ش، ص۹.
- ↑ قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسة، ۱۴۲۲ق، ص۵۲۹؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۱۲ و ۳۱۳.
- ↑ فاضل مقداد، اللوامع الالهیه، ۱۴۲۲ق، ص۲۴۲؛ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۵.
- ↑ سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۳۲۶؛ علامه حلی، باب الحادی عشر، ۱۳۶۵ش، ص۹؛ فاضل مقداد، اللوامع الالهیه، ۱۴۲۲ق، ص۲۴۳.
- ↑ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۲۸۰؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۱۲ و ۳۱۳.
- ↑ طوسی، تلخیص المحصل، ۱۴۰۵ق، ص۳۶۹؛ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۲۸۱؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۱، ص۱۶۲؛ جوادی آملی، وحی و نبوت در قرآن، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۷؛ مصباح یزدی، راه و راهنماشناسی، ۱۳۹۵ش، ص۲۸۵ و ۲۸۶.
- ↑ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۶.
- ↑ مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن، ۱۴۰۲ق، ج۸، ص۱۵۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنفارس، معجم مقاییس اللغة، مکتب الاعلام الاسلامی، ج۴، ص۳۳۱؛ راغب اصفهانی، مفردات الفاظ القرآن، دار قلم، ص۵۶۹؛ جوهری، الصحاح، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۱۹۸۶؛ ابنمنظور، لسان العرب، دار صادر، ج۱۲، ص۴۰۳ و ۴۰۴.
- ↑ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۴، ص۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مفید، تصحیح اعتقادات الامامیه، ۱۴۱۴ق، ص۱۲۹؛ علامه حلی، نهج الحق و کشف الصدق، ۱۹۸۲م، ص۱۶۴؛ فیاض لاهیجی، سرمایه ایمان، ۱۳۷۲ش، ص۱۱۵؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵،ص۲۰۹، ۳۵۰ و ۳۵۱.
- ↑ علامه حلی، نهج الحق و کشف الصدق، ۱۹۸۲م، ص۱۶۴؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵،ص۲۰۹، ۳۵۰ و ۳۵۱.
- ↑ فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۴۶۸ و ۴۶۹؛ فیاض لاهیجی، سرمایه ایمان، ۱۳۷۲ش، ص۱۱۵.
- ↑ مفید، تصحیح اعتقادات الامامیه، ۱۴۱۴ق، ص۱۲۹ و۱۳۰.
- ↑ جوادی آملی، وحی و نبوت در قرآن، ۱۳۸۵ش، ص۱۹۸ و ۱۹۹.
- ↑ جوادی آملی، وحی و نبوت در قرآن، ۱۳۸۵ش، ص۲۰۰.
- ↑ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۸۷ش، ص۲۲۰.
- ↑ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۸۷ش، ص۲۲۰.
- ↑ وګورئ: ربانی گلپایگانی، «عصمت امام از نگاه خرد»، ص۴۵-۶۴.
- ↑ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۴، ص۲۵۱.
- ↑ وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۳۹۱.
- ↑ ربانی گلپایگانی، «عصمت امام از نگاه خرد»، ص۵۸.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۵؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۱۹.
- ↑ وګورئ: علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۱۹۶؛ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۴-۲۸۰.
- ↑ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۶۶۴ و ۶۶۵.
- ↑ ربانی گلپایگانی، «افضلیت و عصمت اهل بیت(ع) در آیه و روایات صلوات»، ص۹-۲۶.
- ↑ سوره بقره، آیه ۱۲۴.
- ↑ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۲۰.
- ↑ فاضل مقداد، اللوامع الالهیه، ۱۴۲۲ق، ص۳۳۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۱۳۹؛ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، دار احیاءالتراث العربی، ج۱، ص۴۴۹؛ فاضل مقداد، اللوامع الالهیه، ۱۴۲۲ق، ص۳۳۲؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۲۰.
- ↑ سوره نساء، آیه ۵۹.
- ↑ وګورئ: طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، دار احیاءالتراث العربی، ج۳،ص۲۳۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۱۰۰؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۱۳ و ۱۱۴؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۲۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۷۶، ح۱؛ صدوق، کمال الدین و تمام النعمة، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۲۵۳؛ خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۵۳ و ۵۴؛ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۰۹-۱۱۵.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، دار احیاءالتراث العربی، ج۳، ص۲۳۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۱۰۰؛ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۰۹.
- ↑ سوره احزاب، آیه ۳۳.
- ↑ سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۱۳۴ و۱۳۵؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۶۴۶ و۶۴۷؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۵؛ حمود، الفوائد البهیة، ۱۴۲۱ق، ج۲،ص۹۲ و ۹۳.
- ↑ فاریاب، عصمت امام در تاریخ تفکر امامیه، ۱۳۹۰ش، ص۳۳۵ و ۳۳۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۹۳-۲۱۱. در این منبع ۳۴ روایت از منابع شیعه نقل شده است.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مسلم نیشابوری، صحیح مسلم، دار احیاءالتراث العربی، ج۴، ص۱۸۸۳، ح۶۱؛ ترمذی، سنن تزمذی، ۱۳۹۵ق، ج۵، ص۳۵۱، ح۳۲۰۵ و ص۳۵۲، ح۳۲۰۶ و ص۶۶۳، ح۳۷۸۷. سید هاشم بحرانی در کتاب غایة المرام، ۴۱ روایت از اهلسنت در این باره نقل کرده است.بحرانی، غایةالمرام، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۷۳-۱۹۲.
- ↑ بحرانی، غایةالمرام، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۹۳؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۱۱ و ۳۱۲؛ سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۳ش، ج۴، ص۳۸۷-۳۹۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۱۶-۱۹، ۲۹، ۳۶-۳۸، ۴۵، ۷۶، ۹۹ و ۱۰۰-۱۰۴؛ ابنعقده کوفی، فضائل امیرالمؤمنین(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۵۴ و ۱۵۵؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۶۶۵-۶۷۳.
- ↑ خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، مخ۱۹.
- ↑ وګورئ: مفید، المسائل الجارودیه، ۱۴۱۳ق، ص۴۲؛ ابنعطیه، ابهی المداد، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۳۱؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۶۷۱؛ حمود، الفوائد البهیة، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۹۵.
- ↑ ابنعطیه، ابهی المداد، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۳۱؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۶۷۱؛ حمود، الفوائد البهیة، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۹۵.
- ↑ حلبی، الکافی فی الفقه، ۱۴۰۳ق، ص۹۷.
- ↑ وګورئ: خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۸۷، ۹۲، ۱۲۹ و ۱۳۷؛ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۵۷.
- ↑ مناوی، فیض القدیر، ۱۳۵۶ق، ج۳، ص۱۴.
- ↑ ابنحجر هیتمی، الصواعق المحرقة، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۴۲ و ۴۴۳.
- ↑ ابنعطیه، ابهی المداد، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۳۰؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۶۷۰.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، دفتر نشر اسلامی، ج۹، ص۳۶۰؛ مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۶، ص۱۲۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: التفسیر المنسوب الی الامام الحسن العسکری، ۱۴۰۹ق، ص۵۴۶؛ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۷؛ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۲۵۹ و ۳۷۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنحنبل، فضائل الصحابه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۶۷۱؛ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۴۸۶ و ج۳، ص۵۱۷؛ طبرانی، المعجم الکبیر، نشر مکتبة ابنتیمیة، ج۷، ص۲۲؛ ابنعساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۰، ص۲۰.
- ↑ وګورئ: ربانی گلپایگانی و فاطمینژاد، «حدیث امان و امامت اهل بیت(ع)»، ص۳۱.
- ↑ خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۲۹.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۴۸۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۷؛ صفار، بصائر الدرجات، ص۲۹۷؛ خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۳۴؛ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۶۰، ۲۴۹، ۴۵۹، ۴۸۲، ۵۱۳ و ۷۳۳؛ .بحرانی، غایةالمرام، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۳-۲۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنحنبل، فضائل الصحابه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۷۸۵؛ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۷۳ و ج۳، ص۱۶۳؛ طبرانی، المعجم الکبیر، نشر مکتبة ابنتیمیة، ج۳، ص۴۵؛ مناوی، فیض القدیر، ۱۳۵۶ق، ج۲، ص۵۱۹ و ج۵، ص۵۱۷.
- ↑ موسوی شفتی، الامامة، ۱۴۱۱ق، ص۲۰۹.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۶۳.
- ↑ میرحامد حسین، عبقات الانوار، ج۲۳، ص۶۵۵ و ۶۵۶.
- ↑ خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۳۴، ۲۱۰ و ۲۱۱؛ حلبی، الکافی فی الفقه، ۱۴۰۳ق، ص۹۷.
- ↑ مناوی، فیض القدیر، ۱۳۵۶ق، ج۲، ص۵۱۹.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۲۲۰.
- ↑ قفاری، اصول مذهب الشیعة الامامیة، ۱۴۳۱ق، ج۲، ص۷۷۷-۷۷۹.
- ↑ مدرسی طباطبایی، مکتب در فرآیند تکامل، ص۳۹، به نقل از: قربانی مبین و محمدرضایی، «پژوهشی در عصمت امامان»، ص۱۵۳.
- ↑ قفاری، اصول مذهب الشیعة الامامیة، ۱۴۳۱ق، ج۲، ص۷۷۷.
- ↑ قربانی مبین و محمدرضایی، «پژوهشی در عصمت امامان»، ص۱۵۸.
- ↑ وګورئ: صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ص۱۲۹؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۱۶۴.
- ↑ ابنعقده، فضائل امیرالمؤمنین(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۵۴؛ خزاز قمی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۳۰۲ و ۳۰۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: حمویی، فرائد السمطین، مؤسسه المحمودی، ج۲، ص۱۳۳ و۳۱۳.
- ↑ امین، ضحی الاسلام، مؤسسه هنداوی، ج۳، ص۸۶۴.
- ↑ قفاری، اصول مذهب الشیعة الامامیة، ۱۴۳۱ق، ج۲، ص۷۷۶.
- ↑ مفید، تصحیح الاعتقاد الامامیة، ص۱۳۱؛ سبحانی، راهنمای حقیقت، ۱۳۸۵ش، ص۱۱۴.
- ↑ سبحانی، راهنمای حقیقت، ۱۳۸۵ش، ص۳۶۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۵۶؛ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۲۱۶، ص۳۳۵.
- ↑ وګورئ: آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۱، ص۱۹۸؛ امین، ضحی الاسلام، مؤسسه هنداوی، ج۳، ص۸۶۱؛ دهلوی، تحفه اثنی عشری، مکتبة الحقیقة، ص۳۷۳ و ۴۶۳؛ قفاری، اصول مذهب الشیعة الامامیة، ۱۴۳۱ق، ج۲، ص۷۹۳.
- ↑ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۲۶، ص۵۲۷ و ۵۲۸.
- ↑ مازندرنی، شرح الکافی، ج۱۲، ۱۳۸۲ق، ص۴۸۵ و ۴۸۶.
- ↑ سوره یوسف، آیه ۵۳.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۲۶۹.
- ↑ وګورئ: قفاری، اصول مذهب الشیعة الامامیة، ۱۴۳۱ق، ج۲، ص۷۹۴-۷۹۶؛ دهلوی، تحفه اثنی عشری، مکتبة الحقیقة، ص۴۶۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۳۸، ۴۵۰ و ۵۰۵.
- ↑ مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۱۸۵.
- ↑ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۱، ص۱۹۸.
- ↑ مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۱۸۵؛ اربلی، کشف الغمة فی معرفةالائمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۲۵۳ و ۲۵۴؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۲۰۴و۲۱۰.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۲۰۴و۲۱۰.
- ↑ «فصل هشتم مراتب توبه/ مرتبه سوّم: توبة اخصّ الخواص»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله مظاهری.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۵، ص۲۱۰.
- ↑ «بررسی دلیل استغفار معصومین(ع) از نگاه امام خمینی در پرتو دعای عرفه امام حسین(ع)»، وبگاه پرتال امام خمینی.
سرچينې
- آلوسی، محمود بن عبدالله، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم و السبع المثانی، تحقیق علی عبدالباری عطیه، بیروت، دار الکتب العلمیه - منشورات محمدعلی بیضون، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- ابنابیالحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغه، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، تحقیق محمد رشاد سالم، ریاض، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
- ابنحجر هیتمی، احمد بن محمد، الصواعق المحرقة علی اهل الرفض و الضلال والزندقة، تحقیق عبدالرحمن بن عبدالله الترکی و کامل محمد الخراط، بیروت، مؤسسه الرسالة، چاپ اول، ۱۴۱۷ق-۱۹۹۷م.
- ابنحنبل، احمد بن محمد بن حنبل، فضائل الصحابه، تحقیق وصیالله محمد عباس، بیروت، مؤسسه الرسالة، چاپ اول، ۱۴۰۳ق-۱۹۸۳م.
- ابنعبدالوهاب، محمد بن عبدالوهاب بن سلیمان، رسالة فی الرد علی الرافضة، تحقیق ناصر بن سعد الرشید، ریاض، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، بیتا. (این رساله در جلد دوازدهم از مؤلفات محمد بن عبدالوهاب، به چاپ رسیده است)
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ دمشق، تحقیق عمرو بن غرامة العمروی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق-۱۹۹۵م.
- ابنعطیه، مقاتل، اَبهی المداد فی شرح مؤتمر علماء بغداد، شرح و تحقیق محمدجمیل حمود، بیروت، مؤسسه الاعلمی، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
- ابنعقده کوفی، احمد بن محمد، فضائل امیرالمؤمنین(ع)، تحقیق و تصحیح عبدالرزاق محمد حسین حرزالدین، قم، دلیل ما، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
- ابنفارس، احمد، معجم مقاییس اللغة، تحقیق عبدالسلام محمدهارون، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، چاپ اول، بیتا.
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، چاپ سوم، بیتا.
- اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفةالائمه (طبع قدیم)، تحقیق و تصحیح سیدهاشم رسولی محلاتی، تبریز، بنیهاشم، چاپ اول، ۱۳۸۱ق.
- امین، احمد، ضحی الاسلام، قاهره، مؤسسه هنداوی، بیتا.
- باذلی، رضا، «الهی بودن منصب امامت»، در موسوعه رد شبهات(۱۶)؛ امامت (۱)، تهران، انتشارات مشعر، چاپ اول، ۱۳۹۸ش.
- بحرانی، سید هاشم، غایة المرام و حجة الخصام فی تعیین الامام، تحقیق سید علی عاشور، بیروت، مؤسسه تاریخ اسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- بحرانی، شیخ علی، منار الهدی فی النص علی امامة الائمة الاثنی عشر، تحقیق عبدالزهرا خطیب، بیروت، دار المنتظر، ۱۴۰۵ق.
- بحرانی، یوسف، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، قم، دفتر نشر اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه، بیتا.
- «بررسی دلیل استغفار معصومین(ع) از نگاه امام خمینی در پرتو دعای عرفه امام حسین(ع)»، وبگاه پرتال امام خمینی، تاریخ درج مطلب: ۸ شهریور ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۵ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
- ترمذی، محمد بن عیسی، سنن تزمذی، تحقیق و تعلیق احمد محمد شاکر، محمد فؤاد عبدالباقی و ابراهیم عطوه، مصر، شرکة مکتبة و مطبعة مصطفی البابی الحلبی، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق-۱۹۷۵م.
- تفتازانی، سعدالدین، شرح المقاصد، تحقیق و تعلیقه عبدالرحمن عمیره، قم، شریف رضی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- التفسیر المنسوب الی الامام الحسن العسکری، تحقیق محمدباقر موحد ابطحی، قم، مدرسه امام مهدی(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- جرجانی، میرسید شریف، التعریفات، تهران، ناصرخسرو، چاپ چهارم، ۱۴۱۲ق.
- جرجانی، میرسید شریف، شرح المواقف، تحقیق بدرالدین نعسانی، قم، شریف رضی، چاپ اول، ۱۳۲۵ق.
- جوادی آملی، عبدالله، وحی و نبوت در قرآن (تفسیر موضوعی قرآن کریم، ج۳)، تحقیق و تنظیم علی زمانی قمشهای، قم، نشر اسراء، چاپ سوم، ۱۳۸۵ش.
- جوهری، اسماعیل بن حماد، الصحاح تاج اللغة و صحاح العربیة، تحقیق احمد عبدالغفور عطار، بیروت، دار العلم، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق-۱۹۹۰م.
- حلبی، ابوالصلاح، الکافی فی الفقه، تحقیق رضا استادی، اصفهان، مکتبة امیرالمؤمنین، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
- حمود، محمدجمیل، الفوائد البهیة فی شرح عقائد الامامیة، بیروت، مؤسسه الاعلمی، چاپ دوم، ۱۴۲۱ق.
- حمویی، ابراهیم بن محمد، فرائد السمطین، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسه المحمودی، بیتا.
- خزاز قمی، علی بن محمد، کفایة الاثر فی النص علی الائمة الاثنی عشر، تحقیق و تصحیح عبدالطیف حسینی کوهکمری، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
- دهلوی، عبدالعزیز، تحفه اثنی عشری، استانبول، مکتبة الحقیقة، بیتا.
- راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات الفاظ القرآن، بیروت، دار قلم، چاپ اول، بیتا.
- ربانی گلپایگانی، علی، امامت در بینش اسلامی، قم، بوستان کتاب، چاپ دوم، ۱۳۸۷ش.
- ربانی گلپایگانی، علی، «افضلیت و عصمت اهل بیت(ع) در آیه و روایات صلوات»، فصلنامه کلام اسلامی، شماره ۹۹، پاییز ۱۳۹۵ش.
- ربانی گلپایگانی، علی و علیرضا فاطمینژاد، «حدیث امان و امامت اهل بیت(ع)»، فصلنامه کلام اسلامی، شماره ۱۰۰، زمستان ۱۳۹۵ش.
- ربانی گلپایگانی، علی، «عصمت امام از نگاه خرد»، فصلنامه قبسات، شماره ۴۵، پاییز ۱۳۸۶ش.
- سبحانی، جعفر، الالهیات علی هدی الکتاب و السنة و العقل، قم، المرکز العالمی للدراسات الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.
- سید مرتضی، علی بن حسین، الشافی فی الامامة، تحقیق و تعلیق سید عبدالزهرا حسینی، تهران، مؤسسه الصادق(ع)، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
- صدوق، محمد بن علی بن بابویه، الخصال، تحقیق و تصحیح علی اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
- صدوق، محمد بن علی بن بابویه، عیون اخبار الرضا(ع)، تحقیق مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
- صدوق، محمد بن علی بن بابویه، کمال الدین و تمام النعمة، تحقیق علی اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
- صدوق، محمد بن علی بن بابویه، معانی الاخبار، تحقیق علی اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق
- ضیائیفر، سعید، «تأثیر دیدگاههای کلامی بر اصول فقه»، فصلنامه نقد و نظر، شماره ۴۱ و ۴۲، فروردین ۱۳۸۵ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، مکتبة النشر الاسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، تحقیق حمدی بن عبدالمجید السفلی، قاهره، نشر مکتبة ابنتیمیة، چاپ دوم، بیتا.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دار الثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- طوسی، خواجه نصیرالدین، تلخیص المحصل المعروف بنقد المحصل، بیروت، دارالضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.
- طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد فیما یتعلق بالاعتقاد، بیروت، دار الاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، چاپ اول، بیتا.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، الباب الحادی عشر، تهران، مؤسسه مطالعات اسلامی، ۱۳۶۵ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد قسم الالهیات، به کوشش جعفر سبحانی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ دوم، ۱۳۸۲ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، بیروت، دار الکتاب اللبنانی، چاپ اول، ۱۹۸۲م.
- فاریاب، محمدحسین، عصمت امام در تاریخ تفکر امامیه تا پایان قرن پنجم هجری، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، اللوامع الالهیه فی المباحث الکلامیة، تحقیق و تعلیق شهید قاضی طباطبایی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۲۲ق.
- «فصل هشتم مراتب توبه/ مرتبه سوّم: توبة اخصّ الخواص»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله مظاهری، تاریخ بازدید: ۳۱ فروردین ۱۴۰۲ش.
- فیاض لاهیجی، عبدالرزاق، سرمایه ایمان در اصول اعتقادات، تصحیح صادق لاریجانی، تهران، انتشارات الزهراء، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- فیاض لاهیجی، عبدالرزاق، گوهر مراد، تهران، نشر سایه، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.
- قاضی عبدالجبار، عبدالجبار بن احمد، المغنی فی ابواب التوحید و العدل، تحقیق جورج قنواتی، قاهره، الدار المصریه، ۱۹۶۲-۱۹۶۵م.
- قربانی مبین، حمیدرضا و محمد محمدرضایی، «پژوهشی در عصمت امامان»، فصلنامه انجمن معارف اسلامی، شماره ۲۳، تابستان ۱۳۸۹ش.
- قفاری، ناصر عبدالله علی، اصول مذهب الشیعة الامامیة: عرض و نقد، جیزه، دار الرضا، چاپ چهارم، ۱۴۳۱ق-۲۰۱۰م.
- مازندرانی، محمدصالح بن احمد، شرح الکافی (الاصول و الروضة)، تصحیح ابوالحسن شعرانی، تهران، المکتبة الاسلامیه، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
- مبلغی، احمد، «مبانی کلامی اصول و بهرهگیری از آن در نگاه و روش امام خمینی»، فصلنامه فقه، شماره ۴۵، مهر ۱۳۸۴ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، تحقیق و تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- مجلسی، محمدتقی، لوامع صاحبقرانی مشهور به شرح فقیه، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
- مسلم نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، تحقیق محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، بیتا.
- مصباح یزدی، محمدتقی، راه و راهنمایی شناسی، قم، انتشارات موسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره)، ۱۳۹۵ش.
- مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن، تهران، مرکز الکتاب للترجمه و النشر، چاپ اول، ۱۴۰۲ق.
- مظفر، محمدحسین، دلائل الصدق، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- مفید، محمد بن نعمان، تصحیح اعتقادات الامامیه، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
- مفید، محمد بن محمد، المسائل الجارودیه، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
- مناوی، عبدالرؤوف بن تاج العارفین، فیض القدیر شرح الجامع الصغیر، مصر، المکتبة التجاریة الکبری، چاپ اول، ۱۳۵۶ق.
- موسوی شفتی، سید اسدالله، الامامة، تحقیق سید مهدی رجائی، اصفهان، مکتبة حجة الاسلام الشفتی، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
بهرنې اړیکه
- د اهل بیت(ع) د امامانو عصمت د عقل او روایات له نظره«عصمت ائمه اهل بیت(ع) از دیدگاه عقل و نقل»، مؤسسه تحقیقاتی حضرت ولی عصر(عج).
- د امامانو(ع) د عصمت د رواياتو متني او سندي تحليل«بررسی متنی سندی روایات عصمت امامان(ع)»، صمد عبداللهی و جمشید بیات.
- د شیعه امامانو د عصمت په اړه د تطور نظر نیوکه«نقد دیدگاه تطوری بودن عصمت امامان شیعه»، حسین خلیفه و سید رضا مؤدب.
- د هجرت له پیل څخه تر پنځمې هجري پېړۍ پورې د امام د عصمت د نظریې یوه سروې «سیری بر نظریه عصمت امام، از آغاز تا سده پنجم هجری»، محمدحسین فاریاب.
- د قرآن او امام عصمت «قرآن و عصمت امام»، علی ربانی گلپایگانی.