د مریم امیدواري
د حضرت مريم(س) امیدواري يوه معجزه ده چې په هغه کې د عمران لور مريم پرته له دې چې کوم سړي کورولی وکړي امیدواره شوه او په نتيجه کې يې د حضرت عيسى(ع) وزیږید. د مریم د امیندوارۍ پیښه په قرآن او انجیل دواړو کې ذکر شوې ده دواړه وايي چې حضرت مریم(س) بې واده وه خو په ځینو توضیحاتو کې توپیر سره ذکر شوې ده.
د قرآن له مخې، مريم له خلکو څخه په يوه جلا ځای ته د عبادت لپاره وتلې وه، چې د خدای فرښته هغې ته راښکاره شوه او د یو ماشوم زېری يې ورکړ. قرآن د مریم د امیندوارۍ یادونه یوازې دې بیان سره کړې چې «په هغې کې مو له خپله روحه ورپو کړل». ځینې مفسرین په دې باور دي چې دا د بشري علومو په چوکاټ کې نه ده چې پوه شي چې مریم څنګه امیندواره شوه.
د مريم د سورت د آيتونو له مخې، له امیندوارۍ وروسته د ولادت درد مريم د خرما د ونې تنې ته راکاږله؛ مریم په دې حال کې مرګ ارمان وکړ. مفسرانو د مريم دا خبرې د خلکو د ملامتۍ د وېرې له سببه ګڼلي دي. د قرآن له مخې مريم ته د خداى له لوري ويل شو چې مه خفه کېږه او د هغې د تکليفونو د لرې کولو لپاره، د هغې تر پښو لاندې د اوبو يو نهر روان شو او ورته تازه خرما په لاس ورغلی. همدارنګه له مريم څخه وغوښتل شول چې د خپل ماشوم په ليدو دې خوشحاله شي.
د قرآني آيتونو له مخې، مريم ته، چې خلکو سره له مخامخیدو وېرېده، حکم وشو چې د چوپتیا روژه دې ونیسي او له خپل ماشوم سره بېرته خلکو ته راغله. د نساء سوره په ۱۵۶آيت کي راغلي دي چي پر مريم باندي د هغې د امیندوارۍ او د ماشوم د پيدايښت له امله لور تور ولګول شو. مريم خپل ماشوم ته د ځواب ورکولو لپاره اشاره وکړه او په معجزې سره ماشوم خپله ژبه خلاصه کړه او ويې ويل: «زه د الله بنده يم. هغه ماته (اسماني) کتاب راکړی دی او زه یې نبي ګرځولی یم». د ځینو مفسرینو په وینا، په دې معجزه سره، عیسی(ع) د خپلې مور پاکوالی ثابت کړ.
د مریم(س) د امیندوارۍ معجزه
«زما به څه رنګ زوی وي په داسې حال کې چې هیڅ یو انسان ما ته نه دی نږدی شوی او زه بدکاره هم نه وم.»
ــــــــــــــــــــ
انجیل لوقا، ۱ باب، ۳۴ آیت:
«خو دا به څه رنګ امکان ولري؟ د هیڅ سړي لاس ماته هیڅ کله نه دی رسیدلی.»
د مريم د امیندوارۍ معجزه په انجیل او قرآن دواړو کې په ځینې اختلافونو سره ذکر شوې ده.[۱] د قرآن مفسرينو د حضرت مريم امیدواري چې بې د کوم سړي له مداخلې وه، يوه ستره معجزه او غیر معمولي عمل[۲] او یوه عجیب کیسه[۳] بللې ده. يوه شيعه مفسر سيد محمد حسين فضل الله (وفات 2009) په دې پېښه کې د معجزې سبب دا ګڼلی، چې د انسان د طبيعي زوکړی د قانون په خلاف، له يوې داسې مور څخه ماشوم پيدا شوى، چې له نارينه سره يې هېڅ اړیکه نه ده لرلې.[۴] خداى په قرآن کريم کې حضرت مریم او د هغې زوی عيسى(ع) د نړۍ لپاره يوه نښه (آيت) ګڼلې ده.[۵] د دې صفت دليل دا ګڼل شوی چې يوې پېغلې ښځې بې له دې چې واده وکړي يا ورته بل انسان لاس ورسي، زوی زیږولی دی او دا پيښه یوه لویه معجزه ده او په ټولو وختونو کې د خلکو لپاره یوه نښه ګڼل شوې ده.[۶]
په قرآن کریم کې د مریم د عفت یادونه په انبیاء سوره[۷] او تحریم سوره[۸] کې شوې ده. په قرآن کریم کې د مریم په پاکوالي ټینګار په هغې باندې د یهودانو د توهین، ځواب ګڼل شوی دی.[۹] د شیعو په ځینې تفسیري روایتونو کې راغلي چې د مریم امیدواري یوازې د پرښتې د پوه کولو له امله شوی دی.[۱۰] په قرآن کریم کې د حضرت عیسی(ع) پیدایښت د حضرت آدم(ع) په څېر ګڼل شوی دی.[۱۱] شیعه مفسر سید محمد حسین طباطبایي(وفات: 1360) د دې دواړو د شباهت سبب دا ګڼلی دی چې عیسی(ع) هم د حضرت آدم(ع) په شان، بې له پلاره زیږیدلی دی.[۱۲]
د پيغلې بې واده ښځې د امیندوارۍ یوه علمي وجه
شيعه مفسر ناصر مکارم شيرازي د مريم د امیندوارۍ د پېښې په اړه دا پوښتنه کوي، چې آيا د دې پېښې له معجزې سره سره، له علمي نظره هم بې له پلاره د ماشوم زېږېدل ممکن دي؟[۱۳] د مکارم شيرازي په وینا، په عصري زمانه کې د ساينس پرمختګ سره، د دې خبرې ممکن شونه د ويرجنيت(د بې واده ښځې امیندوارۍ) تر عنوان لاندې تائيد کړې ده.[۱۴] د بې واده ښځې امیدواري د جنين د پيدايښت يوه طريقه ده چې په کې پيدایښت یواځې د ښځینه جنس په شتون کیږي او د نارینه جنس په تولید کې کوم رول نه وي.[۱۵] ویل شوي دي چې د بې واده ښځې بچي راوړل په دوه ډوله طبیعي او مصنوعي طریقې کیدی شي او د دې طبیعي ډول په ځینې حشراتو کې لیدل شوی دی.[۱۶] همدارنګه، دا تایید شوې چې په ځینو ډولونو کې، په لابراتوار کې مصنوعي طریقې سره له بې واده ښځینه بچي پيدا کړی شوي دي.[۱۷] راپور شوي چې په تی لرونکو حیواناتو کې د دې کړنالرې د ترسره کولو هڅې شوي، که څه هم د لومړنیو بریالیتوبونو سره سره[۱۸]، د انسان د کارونې لپاره اړین ساینسي تأییدونه لا نه دي ترلاسه شوی.[۱۹]
د مریم امیدواري: راپور او څه رنګوالی
د قرآني آيتونو له مخې مريم د عبادت لپاره[۲۰] د مسجد الاقصی په ختيځه برخه کې په يوه جلا ځای کې،[۲۱] له خلکو څخه بیله شوې وه.[۲۲] هلته هغې ته یوه فرښته څرګنده شوه چې په آل عمران سوره کې فرښته[۲۳] او په مریم سوره کې د روح[۲۴] یاد شوی دی. مفسرینو دا جبرائیل ګڼلی دی.[۲۵] په مریم سوره کې پر دې ټینګار شوی چې فرښته د انسان په بڼه راښکاره شوې وه.[۲۶] د مفسرینو په وینا دا پېښه د مریم د وېرې لامل شوه.[۲۷] د مفسرینو د راپور له مخې مریم د هغه کس (فرښتې) له شره خدای ته پناه یوړه.[۲۸] د آل عمران سوره او مریم د ځینو آیتونو او تفسیرونو له مخې فرښتې ځان د خدا راستولی وبوله.[۲۹] او مریم ته یې د خدای له خوا زیرې[۳۰] ورکړی چې ماشوم به یې پیدا کیږي.[۳۱] د آل عمران سوره په آیت کې دا ماشوم عیسی د مریم(ع) زوی ګڼل شوی دی او د خدای د درګاه له مقربانو ګڼل شوی دی.[۳۲] د قرآن له مخې مريم د دې زیري په وخت کې وپوښتل چې زه څنګه د ماشوم مور کیدی شم، په داسې حال کې چې هیڅ انسان ما ته لاس نه دی راوړی[۳۳] او زه بدکاره ښځه هم نه وم.[۳۴] د مریم سوره د آیت له مخې پرښتې د بې پلاره ماشوم پیدا کول د خدای لپاره اسان کار ګڼلی دی.[۳۵]
د مکارم شيرازي په وينا، قرآن د مريم امیندوارۍ د مودې په اړه څه نه دي ويلي.[۳۶] مفسرانو، په د مودې په اړه بیلا بیل نظرونه بیان کړي دي:[۳۷] له څو ساعتو،[۳۸] تر 9 میاشتو[۳۹]. ویل کیږي چې په احادیثو کې هم د امیندوارۍ موده مختلفه راپور شوې ده.[۴۰] د اهل سنت مفسر ابن کثیر مشهور قول نهه میاشتې ګڼلی دی.[۴۱]
د امیندوارۍ څه رنګوالی
د مکارم شیرازي په وینا، قرآن د امیندوارۍ د څه رنګوالي په اړه واضح بیان نه کوي او یواځې داسې وايي[۴۲] «په هغې کې مو له خپل روحه وپوکل»[۴۳] د شیعو په تفسیري روایتونو کې، په څرګنده ویل شوي دي چې د هغې امیدواري یواځې د فرښتې په پوه کولو سره وه.[۴۴] مکارم شیرازي د مریم د امیندوارۍ څه رنګوالی د مفسرانو په نږد مختلف راپوروۍ؛[۴۵] ځينو مفسرينو د مريم د جامو په غاړه کې د جبرئيل پوه کول ګڼي.[۴۶] ویل شوي دي چې دا یوه کنایه ده او له جامې څخه مراد خیټه(رَحِم) ده.[۴۷] شیعه مفسیر شیخ طوسي (وفات کال ۴۶۰ق)، دا قول ضعیف ګڼلی دی.[۴۸] علامه طباطبایي په مریم کې د روح پوه کول په دې معنې اخستي دي چې د عیسی(ع) د زیږون عادي نه و. د نورو انسانانو په خلاف، پرته له طبیعی لارې هغه پیدا شوی دی او د حضرت آدم(ع) په څیر د هغه زوکړه د خدای تعالی د مطلقې ارادې پایله وه.[۴۹] محمد جواد مغنیه(وفات: ۱۴۰۰ هـ ق) چې یو شیعه مفسر دی، د مریم(س) د امیندوارۍ او د عیسی(ع) زیږون له هغو شیانو څخه ګڼي چې په دې اړه يې پوره پوهېدل ممکن نه دي او یوازې خدای په دې اړه پوره پوهه لري.[۵۰]
د مرګ له ارمانه تر د عیسی(ع) زیږونه
د قرآن له مخې مريم له خلکو څخه د جدایۍ په غرض يوه لرې ځاى ته لاړه.[۵۲] ځينو مفسرينو دغه ليرې ځاى د نن ورځې په فلسطين کې د ناصره ښار ګڼلى دى.[۵۳] د مریم سوره د آیت له مخې، د زیږون درد مریم یوې وچې تنې[۵۴] ته راکاږله.[۵۵] مریم په دې وخت کې د مرګ ارمان وکړ: «کاش چې له دې مخکې مړه شوی وای او یاده وتلې وای.[۵۶] د مریم د دې ارمان سبب له خلکو څخه شرم.[۵۷] هغوي سره ملاویدل[۵۸] او د عزت ختمیدو وېره[۵۹] ګڼلې ده.
يوه شيعه مفسر سيد محمد تقي مدرسي په خپل تفسير كې د مريم د دې خبرو د علت په بيانولو سره ويلي دي: مريم يوه ځوانه نجلۍ وه چې دنيا یې پریښې وه او فردي او ټولنيز مسووليت يې نه درلود؛ اوس دا ډول ښځه د زیږون درد لري او نه پوهیږي چې څه وکړي. هغه د دې پېښې په سختو ټولنيزو پايلو پوهيږي او له هغې د تیښتې لپاره د مرګ ارمان کوي.[۶۰] مکارم شیرازي د مريم له خوا د مرګ ارمان د دې نښه ګڼي چې له ژونده يې عفت ډېر خوښېده.[۶۱]
د قرآني آيتونو له مخې، وروسته له دې چې مريم د مرګ ارمان کوي، د هغې د پښو لاندې يې غږ راځي[۶۲] چې له هغې څخه غم لرې کړي.[۶۳] دا غږ کونکی ځینې عیسی او ځینو جبرائیل ګڼلی دی.[۶۴] د قرآن د راپور له مخې، خدای د مریم د پښو لاندې یو کوچنی نهر جاري کړ[۶۵] او د کجورې له ونې یې ورته تازه خرما واستولې.[۶۶] د قرآن کريم د آيتونو پر اساس ویل شوي دي چې له دې وروسته مريم ته وويل شول چې خواړه وخوري، اوبه وڅښي او د خپل ماشوم په شتون باندې خوشحاله اوسي.[۶۷]
- همدارنګ وګورئ: د مریم سوره 23 او ۲۶ آیتونه
د خپل قوم په لور د مریم ستنیدل
د قرآن له مخې مريم له زیږون وروسته له خپل ماشوم سره بېرته خپل قوم ته راستنه شوه.[۶۸] د قرآن د تفسيرونو له مخې په دې وخت کې مريم ته امر وشو چې له چا سره خبرې ونه کړي او د چوپتیا روژه ونيسي.[۶۹] د قرآن له مخې د مريم قوم هغې ته وويل چې هغې يو ناوړه کار کړى دى[۷۰] او هغې ته يې د طعنې په توګه وویل:[۷۱] اې د هارون خورې، ستا پلار خو بد کس نه و او ستا مور بدکاره نه وه.[۷۲] قرآن دا کلمات تور او یوه لوی بهتان ګڼلی دی.[۷۳]
د فيض کاشاني له قوله، مريم د خپل قوم د طعنې د ځواب لپاره خپل ماشوم ته اشاره وکړه.[۷۴] د مريم سوره د آیت له مخې، هغوي وویل: هغه ماشوم څنګه خبرې کولی شي چې په زنګو کې وي[۷۵] ویل شوي دي چې په دې وخت کې عیسی (په یوه الهی معجزې سره، خپله ژبه په خبرو پرانیستله[۷۶] او ویې ویل: «زه د خدای بنده یم. هغه ماته (آسمانی) کتاب راکړی او زه یې پیغمبر ګرځولی یم.»[۷۷] ځینې مفسرین په دې باور دي چې عیسی(ع) په دې معجزې سره د خپلې مور مریم پاکلمني ثابته کړه.[۷۸]
د مریم د امیندوارۍ په هکله د قرآن او انجیل د روایتونو توپير
ځینې څیړونکي په قرآن او انجیل کې د مریم د پيښې په څیړلو سره دې نتیجې ته رسیدلي چې په قرآن کې مریم خپلواکه اعتبار او منزلت لري، خو په انجیل کې د مریم خبره یوازې هغه وخت ذکر کیږي کله چې د عیسی په اړه کومه خبره وي. په انجیل کې مریم د عیسی(ع) د مور شونې له سببه ارزښت پيدا کړی دی، خو په قرآن کې مریم ځکه ارزښت لري چې هغه مریم وه.[۷۹] په قرآن کې د مریم د امیندوارۍ کیسه ده د انجیل له بیان څخه ډیر مفصل ده؛[۸۰] قرآن او انجیل د مریم د پيغلتوب او بې واده شونې په اړه موافق دي، خو د انجیل په روایت کې د مریم په اړه له امیندوارۍ وړاندې ځینې توضیحات شتون لري چې په قرآن کې ندي ذکر شوي. له هغو ځینې یوه دا خبره چې هغه د يوسف په نوم د يو چا سره په نکاح کې وه، چې له واده مخکې هغه امیندواره شوه.[۸۱]
د مریم له امیندوارۍ څخه وروسته د پیښو د جزیاتو په اړه، د قرآن او انجیل ترمنځ توپیرونه ښودل شوي: هغه دا چې په قرآن کې، مریم د زیږون پرمهال د وچې کجورې لاندې د ښار څخه بهر یوازې وه، خو په انجیل کې مریم د زیږون په وخت کې د يوسف په کور او يا د ښار په يوه سراى کې، بیان شوي دي؛[۸۲] بله دا چې په قرآن کې حضرت عيسى(ع) د خپلې مور د پاکوالي د ثابتولو لپاره په زانګو کې خبرې کړې وې، خو په انجيل کې داسې روايت نشته؛[۸۳] دا چې په قرآن کې عیسی(ع) په زانګو کې د خپل نبوت ګواهي ورکوي، خو په انجیل کې نور خلک لکه شپانه او ستورپوهان د ماشوم په ځانګړتوب باندې پوهیږي.[۸۴]
فوټ نوټ
- ↑ پویا، «تولد مسیح(ع) در قرآن و انجیل»، ص۳.
- ↑ جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۲، ص۱۲۵.
- ↑ زحیلی، تفسیر الوسیط، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۱۴۶۸.
- ↑ فضلالله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۱۵، ص۳۰.
- ↑ سوره انبیاء، آیه ۹۱.
- ↑ مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۷، ص۳۷۰.
- ↑ سوره انبیاء، آیه۹۱.
- ↑ سوره تحریم، آیه ۱۲.
- ↑ طاهرینیا، «ساختار نشانهای شخصیت حضرت مریم در قرآن کریم»، ص۵۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۷۸۹.
- ↑ سوره آلعمران، آیه ۵۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۲۱۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۵۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۵۸.
- ↑ «بکرزایی انقلابی در دانش تولید مثل»، در تارنمای خبرگزاری جمهوری اسلامی.
- ↑ «تحقیق در مورد بکرزایی»، سایت Mag IRANS.
- ↑ «تحقیق در مورد بکرزایی»، سایت Mag IRANS.
- ↑ «بکرزایی انقلابی در دانش تولید مثل»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
- ↑ «بکرزایی انقلابی در دانش تولید مثل»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۴، ص۳۵.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۴،ص۳۴.
- ↑ سوره مریم، آیه۱۷.
- ↑ سوره آلعمران، ایه ۴۵.
- ↑ سوره مریم، آیه ۱۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۶۳.
- ↑ سوره مریم، آیه۱۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: زحیلی، تفسیر الوسیط، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۱۴۶۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: نجفی خمینی، تفسیر آسان، ۱۳۹۸ق، ج۲، ص۳۱۵.
- ↑ سوره مریم، آیه۱۹.
- ↑ سوره آلعمران، آیه ۴۵.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۷۸.
- ↑ سوره آلعمران، ایه۴۵.
- ↑ سوره آلعمران، آیه ۴۵.
- ↑ سوره مریم، آیه۲۰.
- ↑ سوره مریم، آیه۲۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۴۰.
- ↑ ابنکثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۱۹۶.
- ↑ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۷۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۴۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۴۰.
- ↑ ابنکثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۱۹۶.
- ↑ سوره تحریم، آیه۱۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۳۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۷۸۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۳۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مقاتل بن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ج۴، ص۳۸۰.
- ↑ طوسی، التبیان، بیروت، ج۱۰، ص۵۴.
- ↑ طوسی، التبیان، بیروت، ج۷، ص۲۷۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۴، ص۳۱۶.
- ↑ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۰.
- ↑ «تولد مسیح / موزه استاد بهزاد»، مجموعه فرهنگی تاریخی سعدآباد.
- ↑ صادقی تهرانی، البلاغ، ۱۴۱۹ق، ص۳۰۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۴۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۴، ص۴۲.
- ↑ سوره مریم، آیه۲۳.
- ↑ سوره مریم، آیه۲۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۴، ص۴۲.
- ↑ بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۴۴.
- ↑ مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۷، ص۳۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۴۴.
- ↑ سوره مریم، آیه۲۴.
- ↑ سوره مریم، آیه۲۴.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۷۹۰؛ جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۶، ص۵۱۰.
- ↑ شیبانی، نهج البیان، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۰۹.
- ↑ سوره مریم، آیه۲۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۳، ص۴۲.
- ↑ سوره مریم، آیه ۲۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۸، ص۴۳۳.
- ↑ سوره مریم، آیه۲۷.
- ↑ حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۳۷۴.
- ↑ سوره مریم، آیه۲۸.
- ↑ سوره نساء، آیه ۱۵۶.
- ↑ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۷۹.
- ↑ سوره مریم، آیه۲۹.
- ↑ جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۶، ص۵۱۳.
- ↑ سوره مریم، آیه ۳۰.
- ↑ جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، ج۶، ص۵۱۳.
- ↑ «نگاه قرآن کریم و کتاب مقدس به مریم چگونه است؟»، اسلام کوئست.
- ↑ پویا، «تولد مسیح(ع) در قرآن و انجیل»، ص۵.
- ↑ پویا، «تولد مسیح(ع) در قرآن و انجیل»، ص۶.
- ↑ بیابانی اسکویی، «تولد حضرت مسیح در قرآن و عهد جدید»، ص۳۵.
- ↑ بیابانی اسکویی، «تولد حضرت مسیح در قرآن و عهد جدید»، ص۳۵.
- ↑ بیابانی اسکویی، «تولد حضرت مسیح در قرآن و عهد جدید»، ص۳۵
سرچينې
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق سامی بن محمد سلامة، دار طیبة للنشر و التوزیع، ۱۴۲۰ق.
- بیابانی اسکویی، محمد، «تولد حضرت مسیح در قرآن و عهد جدید»، در صحیفه مبین، شماره ۸، ۱۳۷۵ش.
- بیضاوی، عبدالله بن عمر، انوار التنزیل و اسرار التأویل، تحقیق محمد عبدالرحمن المرعشلی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
- پویا، اعظم، «تولد مسیح(ع) در قرآن و انجیل»، در فقه و حقوق خانواده، شماره ۶، تابستان ۱۳۷۶ش.
- «بکرزایی انقلابی در دانش تولید مثل»، خبرگزاری جمهوری اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۵ اردیبهشت ۱۳۸۳ش، تاریخ بازدید: ۱۴ دی ۱۴۰۲ش.
- «تحقیق در مورد بکرزایی»، سایت Mag IRANS، تاریخ بازدید: ۱۴ دی ۱۴۰۲ش.
- جعفری، یعقوب، تفسیر کوثر، قم، انتشارات هجرت، ۱۳۷۶ش.
- حسینی همدانی، سید محمدحسین، انوار درخشان در تفسیر قرآن، تحقیق محمدباقر بهبودی، تهران، کتابفروشی لطفی، ۱۴۰۴ق.
- زحیلی، وهبة بن مصطفی، تفسیر الوسیط، دمشق، دارالفکر، ۱۴۲۲ق.
- شیبانی، محمد بن حسن، نهج البیان عن کشف معانی القرآن، تحقیق حسین درگاهی، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- صادقی تهرانی، محمد، البلاغ فی تفسیر القرآن بالقرآن، قم، بینا، ۱۴۱۹ق.
- طاهرینیا، علی و زهره حیدری، «ساختار نشانهای شخصیت حضرت مریم در قرآن کریم»، در لسان مبین، شماره ۱۵، بهار ۱۳۹۳ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه محمدجواد بلاغی، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد حبیب العاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیتا.
- طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، ۱۳۷۸ش.
- فضلالله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر، ۱۴۱۹ق.
- فیض کاشانی، محمد بن شاهمرتضی، تفسیر الصافی، تحقیق حسین اعلمی، تهران، انتشارات الصدر، ۱۴۱۵ق.
- مدرسی، سید محمدتقی، من هدی القرآن، تهران، دارمحبی الحسین، ۱۴۱۹ق.
- مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۲۴ق.
- مقاتل بن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، تحقیق عبدالله محمود شحاته، بیروت، دار إحياء التراث العربی، ۱۴۲۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
- نجفی خمینی، محمدجواد، تفسیر آسان، تهران، انتشارات اسلامیة، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
- «نگاه قرآن کریم و کتاب مقدس به مریم(س) چگونه است؟»، اسلام کوئست.