د مظلوم دفاع کول

د wikishia لخوا

له مظلوم څخه دفاع يو له عقلي او طبيعي چارو څخه ده چې په قرآن او اسلامي احاديثو کې پرې ټينګار شوى او فقهاء يې واجب ګڼي. له [[د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله|رسول الله(ص)] څخه روایت دی چې څوک د مظلوم فریاد واوري او مرسته یې ونه کړي، هغه مسلمان نه دی. ځينو ويلي دي چې د مظلوم د دفاع روايات د تواتر په کچه دي. په اسلامي رواياتو کې له مظلوم څخه دفاع، له رسول الله(ص) سره د ناستي او د لويو ګناهونو د کفارې سبب ګڼل شوی دی او له بلې خوا له مظلوم سره مرسته نه کول له اسلام څخه د وتلو او هلاکت لامل بلل شوی دی. د امام حسین(ع) له قوله چې د کربلا له پېښې مخکې یې عُبیدالله بن حُر جُعْفي ته وویل: «د مظلوم امام غږ ته ځواب نه ورکول او له هغه سره مرسته نه کول به د خدای له لوري د انسان د هلاکت لامل کېږي».

په حِلْفُ الفُضُول کښې د پیغمبر(ص) شتون او دا چې امام علي(ع) د حکومت قبلولو لپاره د ظلم د ردولو او د حق د اخیستلو شرط ولګاوه، د مظلوم د دفاع له مصداقونو څخه ګڼل شوي دي. فقهاء د مظلوم دفاع په یو خاص مذهب یا جغرافیه پورې محدود نه ګڼي. له همدې امله، ځینې یې د فلسطین د خلکو دفاع واجب ګڼي. د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون په دریمه ماده کې «د نړۍ له مظلومانو سره په پرله پسې توګه ملاتړ» باندې ټینګار شوی دی.

مرتضی مطهري او سید محمد بهشتي چې له شیعه عالمانو څخه دي وايي په اسلام کې د ظلم زغم د ظلم کولو په شان بد دی. په نهج البلاغه کښې له امام علي(ع) څخه نقل شوي دي چې کمزوری خلک له ځانه ظلم نه شی لرې کولای او حق بې له کوششونو نه شي ترلاسه کیدی.

موقعیت

مسلمان علما د مظلوم په دفاع باندې ډېر تاکيد کوي او په دې باور دي چې دا يو منطقي او طبيعي فرض دی،[۱] چې په قرآن او احاديثو کې يې ډېره سپارښتنه شوې ده او تر دې چې واجب ګڼل شوی دی. د موسوي سبزواري په وینا، د مظلوم د دفاع روایتونه د تواتر په حد کې دي.[۲] د قرآن کریم مفسر مکارم شیرازي د نساء سوره ۷۵ آیت په دلیل سره د مظلوم دفاع د دفاعي جهاد له مصداقونو ذکر کړی دی.[۳]

په اسلامي رواياتو کې د مظلوم د دفاع ثواب، له رسول الله(ص) سره ناستی[۴] او د لويو ګناهونو کفاره ياد شوې ده.[۵] د دې په مقابله کې، د مظلوم مرسته نه کول یې له اسلامه د وتلو او هلاکت سبب ښودلی دی؛ لکه څنګه چې امام صادق(ع) له پېغمبراکرم(ص) څخه نقل کړي چې که څوک د مظلوم فرياد واوري او ځواب يې ورنه کړي، نو هغه مسلمان نه دی[۶] یا د هغه څه له مخې چې امام حسین(ع) د کربلا له پیښې مخکې عبید الله بن حُر جُعفي ویلي وو: «د هغه امام غږ نه اوریدل چې مظلوم شوی دی او له هغه سره مرسته نه کول د خدای په لاس د انسان د هلاکت سبب ګرځي.[۷]

«د مظلوم دفاع تل یوه روښانه ټکی دی. له ظالمانو سره ملګرتیا نه کول، له زورواکو او شتمنو څخه رشوت نه اخیستل او پر حق ټینګار هغه ارزښتونه دي چې په نړۍ کې  هیڅکله نه زاړیږي. په مختلفو حالاتو او شرایطو کې، دا ځانګړتیاوې تل ارزښتمنې دي.[۸]»

مرتضی مطهري په دې عقیده دی چې الله تعالی له بد ویلو د نورو د توهین څخه منع کړې ده مګر د مظلوم په هکله. هغه په ​​​​دې باور دی چې د قرآن[۹] د آیتونو پر بنسټ، خدای مظلوم ته اجازه ورکوي چې «چیغې وهي، سپکاوی وکړي  نعرې ووهي» او دلیل یې دا دی چې «دا عدالت ته د رسیدو لاره ده».[۱۰]

د اهلبیتو(ع) په سیرت کې د مظلوم دفاع

رسول الله (ص) له بعثته وړاندې، د بني هاشم د استازي په توګه د حلف الفضول په تړون کې چې د ظالم په وړاندې د مظلوم د دفاع لپاره جوړ شوی و، ګډون وکړ.[۱۱] همدارنګ امام علي(ع) وروسته له دې چې ورسره د خلیفه په توګه بیعت وشو، د مظلوم دفاع او د هغه حق اخستل یې د خپل حکومت له پلانونو څخه بیان کړل.[۱۲] هغه په ​​خپله شِقْشِقِیّة خطبه کې د (عثمان له مرګه وروسته) د حکومت اخستل هغه تړون ګڼلی چې الله تعالی له علماوو څخه د مظلومانو د ظلم د مخنیوي په خاطر اخیستی دی.[۱۳] امام علي وروسته له دې چې د ابن ملجم له لاسه ګوزار وخوړ، امام حسن(ع) او امام حسين(ع) ته یې وصيت وکړ چې د ظالمانو دښمنان او د مظلومانو مرسته کوونکي واوسئ.[۱۴]

د مظلوم دفاع د شرعې له مخې واجبیدل

صاحب‌ جواهر او کاشف الغطاء چې له شيعه فقهاوو څخه دي د مظلومانو دفاع هغه حالت کې کفایي واجب ګڼي چې که چيرې دا ګمان کوي چې په خپله سالم پاتی کیږي او مرستې توان هم لري.[۱۵] جواد تبريزي(وفات: ۱۳۸۵) چې د شيعو د تقليد مرجع دی هغه هم د مظلوم دفاع واجب ګڼلې ده.[۱۶]

له مظلومو ملتونو څخه دفاع

د فقهاوو د فتوا له مخې، د مظلوم دفاع په هیڅ جغرافیایي پولې پورې نه ده محدوده،[۱۷] له همدې امله فقهاء لکه محمد حسین کاشف الغطاء،[۱۸] آیت الله بروجردي[۱۹] او امام خمیني[۲۰] د فلسطین د خلکو د دفاع د واجبیدو په اړه فتوا صادره کړه. د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون په دریمه ماده کې «د نړۍ د مظلومانو په ملاتړ باندې» تاکید شوی دی.[۲۱]

د هغه مظلوم غندنه چې له ځانه دفاع نه کوي

مرتضی مطهري چې یو شیعه دیني عالم او فیلسوف دی، په دې باور دی چې په اسلام کې کمزوري ښودلو او «ظلم زغملو» سره مقابله شوې ده. د هغه له نظره لکه څنګه چې د ظالم دښمن ګني هغه څوک هم دښمن ګڼي چې توان لري خو بیا هم ظالم ته تسلیمېږي،[۲۲] له امام علي(ع) نقل شوي دي چې ضعیف او ناتوانه کسان هیڅکله ظلم له ځانه نه شي لری کولی او حق بې له کوششه په لاس نه راځي.[۲۳]

محمد بهشتي، چې یو مجتهد او شیعه سیاستوال دی، هم ویلي دي چې په اسلام کې د ظلم زغملو هم دومره ګناه ده څومره چې د ظلم کولو ده او که یو چا په ظلم وزغمه باید لومړی ځان ملامت کړي. هغه د اعراف 38 آيت سره دلیل راوړی چې په دوزخ کې ځينې خلک به د نورو لپاره دوه برابره عذاب غواړي. ځکه چې هغوي هغه کسان وو چې دوي یې ګمراه کړي وو. قرآن په ځواب کې د دواړو ډلو ګناه يو شان ګڼي او وايي چې د دواړو ډلو لپاره دوه چنده عذاب دى.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۸۶ش، ج۲۰، ص ۴۶۷-۴۶۴؛ حسینی همدانی، انوار درخشان فی تفسیر القرآن، ۱۳۸۰ق، ج۱۵، ص۶۵.
  2. موسوی سبزواری، مهذب الاحکام، دار التفسیر، ج۲۸، ص۱۵۶-۱۵۷.
  3. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۱۰، ص۳۲۱.
  4. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۰، ص۷۵.
  5. نهج‌البلاغه، حکمت ۲۴.
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۶۴.
  7. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۰۷.
  8. «بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در خطبه‌های نماز جمعه ۲۱ رمضان»، سایت khamenei.ir.
  9. سوره نساء، آیه ۱۴۸.
  10. مطهری، پانزده گفتار، ۱۳۸۰ش، ص۹۶.
  11. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۴۱؛ ابن‌هشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ج۱، ص۱۳۴.
  12. نهج‌البلاغه، خطبه ۱۳۶، ص۱۹۴.
  13. نهج البلاغة، تصحیح: صبحی صالح، خطبه ۳.
  14. نهج البلاغة، تصحیح: صبحی صالح، نامه ۴۷، ص۴۲۱.
  15. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۳۱۰؛ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۳۶۷.
  16. .تبریزی، اسس الحدود و التعزیرات، ۴۱۷ق، ص۴۵۹.
  17. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۸.
  18. «المرجعیة الشیعیة و قضایا العالم الإسلامی من فتاوی و مواقف الإمام الشیخ محمد الحسین آل کاشف الغطاء عن فلسطین»، مجله الموسم، ص۱۹۱.
  19. اباذری، آیت‌الله بروجردی آیت اخلاص، ۱۳۸۳ش، ص۱۱۷.
  20. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲، ص۱۹۹.
  21. «اصل ۳ قانون اساسی»، پژوهشکده شورای نگهبان.
  22. مطهری، پانزده گفتار، ۱۳۸۰ش، ص۹۶.
  23. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۲۹، ص۷۳.
  24. «سخنان عجیب شهید آیت الله بهشتی در مورد ستم پذیری»، سایت آپارات.

سرچينې

  • اباذری، عبدالرحیم، آیت‌الله بروجردی آیت اخلاص، تهران، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • ابن‌اثیر، عزالدین، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، چاپ اول، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌هشام، عبد الملک بن‌هشام، السیرة النبویة، بیروت، دار المعرفة، بی‌تا.
  • «اصل ۳ قانون اساسی»، پژوهشکده شورای نگهبان، تاریخ بازدید: ۱۲ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه توزیع و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۹ش.
  • «بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در خطبه‌های نماز جمعه ۲۱ رمضان»، سایت khamenei.ir، تاریخ بازدید: ۱۲ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
  • تبریزی، جواد، اسس الحدود و التعزیرات، فم، بی‌نا، ۱۴۱۷ق.
  • «سخنان عجیب شهید آیت الله بهشتی در مورد ستم‌پذیری»، سایت آپارات، تاریخ بازدید: ۱۲ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • حسینی همدانی، سید محمد، انوار درخشان در تفسیر قرآن، تحقیق: محمدباقر بهبودی، تهران، نشر لطفی، ۱۳۸۰ق.
  • کاشف الغطاء، جعفر بن خضر، کشف الغطا عن مبهمات الشریعة الغراء، تحقیق: عباس تبریزی قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۲۲ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بِحارُ الاَنوارِ الجامعةُ لِدُرَرِ اَخبارِ الاَئمةِ الاَطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • «المرجعیة الشیعیة و قضایا العالم الإسلامی من فتاوی و مواقف الإمام الشیخ محمد الحسین آل کاشف الغطاء عن فلسطین»، مجله الموسم، کشور هلند شهر ندرلند، شماره ۱۸، ۱۴۱۴ق.
  • مطهری، مرتضی، جهاد، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه، ۱۳۷۴ش.
  • مطهری، مرتضی، پانزده گفتار، تهران، صدرا، ۱۳۸۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ نهم، ۱۳۸۶ش.
  • موسوی سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام فی بیان حلال و الحرام، قم، دار التفسیر، بی‌تا.
  • نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مؤسسه دار الهجره، ۱۴۱۴ق.