د مړي سمبالول
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
د مَړي سمبالول(تجهیز) د مسلمان مړي چمتو کولو او دفن کولو طرزالعمل او مرحلې ته اشاره کوي. د مړی سمبالول واجب کفايي دی او د مرګ له يقيني کېدو وروسته واجبيږي. د مړی غسل، حنوط، کفن، د مړي لمونځ او دفن کول د مړي د سمبالولو مرحلې دي. د مړي په تجهيز کې لومړيتوب د مړي سرپرست ته دی او لګښتونه يې د مړي له اصلي مال څخه کميږي. فقهاوو د مړي د تجهیز په سریزو کې او اداب او د مُحْتَضر احکامو کې د قبلې په لور د هغه مخامخ کول او هغه ته د شهادتینو لوستل یاد کړي دي.
د مړي د تجهیز مرحلې
اصلي مقالې: د مړی غسل، حنوط، کفن، د مړي لمونځ، او دفن
د مړي تجهیز یعنی د دفن لپاره تیارول دی.[۱] په فقهي کتابونو کې د مړي له مرګه وروسته ورته د تجهیز ځینې مرحلې بیان شوي دي.[۲]
- غسل: مړی ته دری غسلونه: د سدر په اوبو، د کافورو په مخلوطو اوبو او پاکو اوبو سره غسل ورکول کیږی[۳] که چیری سیدر او کافور موجود نه وي نو په پاکو اوبو غسل وکړي.[۴] او که په اوبو سره غسل ورکول ممکن نه وو نو باید تیمم ورته ورکړی شي.[۵]
- حنوط: د مړي حنوط کول واجب دي[۶] حنوط یعنی د سجدې په اوو ځايونو لکه په تندي، د دواړو لاسونو په تلیو، په دواړو زنګنو، د ګوتو په سرونو د کافورو مږل دي. او د ځینې په وینا د پوزې په سر هم باید ومږل شي.[۷]
- کفن کول: د مړي په کفن کې پټول واجب دي.[۸] کفن کې درې څیزونه دي: لنګ، کمیس او سرتاسری.[۹]
- د مړي لمونځ: په مسلمان باندې واجب ده چې له غسل او کفن وروسته او له دفن کولو څخه مخکې، د مسلمان په جسد باندې لمونځ وکړي که څه هم ماشوم وي.[۱۰]
- دفن کول: په قبر کې د مړي ايښودل او پټول واجب دي.[۱۱]
د فقیهانو په وینا د ځنکدن په حال کې قبلې ته سمول د مړي د سمبالولو له سریزو څخه دي.[۱۲] د هغوي له نظره د ځنکدن په حالت کې قبلې ته سمول یې واجب دي.[۱۳] او تلقین شهادتین ورته مستحب دی.[۱۴]
د مړو د سمبالولو حکمونه
د فقهې په کتابونو کې د مړي د تجهيز کولو احکام د طهارت په برخه کې راغلي دي.[۱۵] له دې احکامو څخه ځينې دا دي:
- د مړي تجهيز کول يو کفايي واجب دی.[۱۶] البته محدث بحراني هغه واجب عیني ګڼي.[۱۷]
- د مړي د تجهيز او دفن کولو د حکم په واجبیدو کې د کومو حياتي نښو نه شتون او د مرګ د ثابتو نښو موندل دي.[۱۸]
- د مړي په تجهيز کې اولويت د مړي سرپرست سره دی.[۱۹] د مړي سرپرست هغه څوک دی چې د ميراث د طبقې پر بنسټ د مړي د پاتې ميراث په ترلاسه کولو کې لومړيتوب لري.[۲۰]
- د مړي د تجهیز لپاره د مړي له سرپرست څخه اجازه اخيستل واجب دي.[۲۱] د فقهاوو له نظره دا شرط د مړي د تجهیز واجب کفايي شونې سره ټکره نه لري.[۲۲]
- که د مړي ټول اولادونه کافران وي، د مړي د تجهیز یعنی کفن دفن د اجازې په اړه د هغوی واک باطل دی او دا کار پر مسلمانانو واجب دی.[۲۳]
- د رياض د لیکوال(وفات: ۱۲۳۱هـ ق) له قوله چې که مړي خپل تجهیز له سرپرست پرته بل چا ته وصيت کړی وي، د فقهاوو د مشهور قول له مخې، سرپرست کولای شي وصيت شوونکی د وصيت له عمل څخه منع کړي.[۲۴] البته د سيستاني[۲۵] د مکارم شيرازي[۲۶] او خامنه اي [۲۷] د فتوا له مخې، دا غوره ده چې وصیت شوونکی له سرپرست او ولي څخه اجازه واخلي او ولي هم هغه ته اجازه ورکړي.
- د مړي د تجهيز مصارف د مړي له اصلي مال څخه او د مال له ويش څخه مخكې اخستل کیږي.[۲۸] د تجهيز لګښت د پور له ادا كولو او د وصيت له اجرا څخه مخكې دى.[۲۹]
- مشهور فقهاء د مړي د تجهيز په بدل کې د پيسو اخستل حرام ګڼي[۳۰] البته شهيد اول په خپل کتاب الدروس الشرعیه کې د سيد مرتضي له قوله ليکلي دي چې له ولي پرته که بل څوک هغه تجهیز کوي نو د مړي د تجهيزولو په بدل کې پيسې اخيستلای شي.[۳۱]
فوټ نوټ
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۲۲.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۲۲؛ شریفی اشکوری، منتخب فقرات فقهیه، ۱۳۸۹ش، ص۶۵.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۴۶-۴۷.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۳، ص۴۵۵.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۴۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۱۷۶؛ حکیم، مستمسک العروة، ۱۳۸۸ق، ج۴، ص۱۱۸۵.
- ↑ وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۱۷۶-۱۷۹.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۴۰۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۵۶.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۷۸.
- ↑ طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۱۵.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ج۱، ص۳۹۹.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۶.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۱۴.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۲۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۷۴: محقق حلی، المعتبر، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۶۴: خویی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۷۹؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۶۵؛ سیستانی، ۱۴۱۵ق، ص۱۱۸.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، ج۳، ص۳۷۷.
- ↑ بهجت، استفتائات، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۳۳۵؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۴۸۳؛ وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۲۴.
- ↑ محقق حلی، المعتبر فی شرح المختصر، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۶۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۴۵.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ج۲، ص۲۲؛ سیستانی، توضیح المسائل جامع، ۱۳۹۶ش، ج۱، ص۲۸۷.
- ↑ شهید ثانی، مسالک الأفهام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۸۰؛ خویی، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۸۵.
- ↑ بجنوردی، قواعد فقهیه، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۳۶۳.
- ↑ طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۳۹.
- ↑ سیستانی، توضیح المسائل، ۱۴۱۵ق، ص۱۲۰.
- ↑ مکارم شیرازی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۲۹ق، ص۹۷.
- ↑ «وصیت»، وبگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۷۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۲۸؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۷۱.
- ↑ بېلګه په توګه وګورئ: نراقی، مستند الشیعة، مؤسسة آلالبیت، ج۱۴، ص۱۷۵؛ انصاری، کتاب المکاسب، تراث الشیخ الأعظم، ج۲، ص۱۲۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۴۷۵؛ سیستانی، توضیح المسائل، ۱۴۱۵ق، ص۱۲۲.
- ↑ شهید اول، الدروس الشرعیة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۳، ص۱۷۲.
سرچينې
- امام خمینی، سید روحالله، توضیح المسائل، تهران، وزارت فرهنگ و إرشاد إسلامی، ۱۳۷۰ش.
- امام خمینی، سید روحالله،تحریر الوسیلة، تهران، موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(ره)، ۱۳۹۲ش.
- انصاری، مرتضی، کتاب المکاسب، بیجا، تراث الشیخ الأعظم، بیتا.
- بجنوردی، سید محمد، قواعد فقهیه، تهران، مؤسسه عروج، چاپ سوم، ۱۴۰۱ق.
- بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهره، تصحیح محمدتقی ایروانی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بیتا.
- بهجت، محمدتقی، استفتائات، قم، دفتر آیتالله، ۱۴۲۸ق.
- حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۸۸ق.
- خویی، ابوالقاسم، التنقیح فی شرح العروة الوثقی، تقریر: علی غروی تبریزی، قم، نشر لطفی، ۱۴۰۷ق.
- سیستانی، سید علی، توضیح المسائل، قم، دفتر آیتالله سیستانی، ۱۴۱۵ق.
- سیستانی، سید علی، توضیح المسائل جامع، مشهد، دفتر آیتالله سیستانی، ۱۳۹۶ش.
- شریفی اشکوری، الیاس، منتخب فقرات فقهیه، قم، دفتر آیتالله الیاس شریفی اشکوری، ۱۳۸۹ش.
- شهید اول، محمد بن مکی، الدروس الشرعیة فی فقه الإمامیة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بیتا.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تحقیق: سید محمد کلانتر، بیروت، مؤسسه الأعلمی للمطبوعات، بیتا.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، تهران، مکتبة المرتضویة، ۱۳۸۷ق.
- طباطبایی، سید علی، رياض المسائل فی تحقيق الأحكام بالدّلائل، قم، مؤسسه آلبیت(ع)، ۱۴۱۸ق.
- طباطبایی یزدی، محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۹ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، قم، مؤسسة سید الشهداء(ع)، ۱۴۰۷ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، رساله توضیح المسائل، قم، مدرسة الامام علی بن ابیطالب(ع)، ۱۴۲۹ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، استفتائات جدید، قم، مدرسة الامام علی بن ابیطالب(ع)، ۱۴۲۷ق،
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق: محمد قوچانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
- نراقی، احمد، مستند الشّیعة، مشهد، مؤسسة آلالبیت(ع) لإحیاء التراث، بیتا.
- «وصیت»، وبگاه دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای، تاریخ درج مطلب: ۱۴ مهر ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۱۰ آذر ۱۴۰۲ش.