د نص په مقابل کې اجتهاد

د wikishia لخوا
دا مقاله د نص په مقابل کې د اجتهاد مفهوم په اړه ده. د یو کتاب په اړه د ورته نوم زده کولو لپاره، النص و الاجتهاد (کتاب) وګورئ.

د نَصّ په مقابل کې اجتهاد، د قرآن یا معصومینو پر صریح کلام باندې د مجتهد د خپل ذاتي نظر مخکې کول. د شیعه فقیهانو او زیاتو اهل سنتو فقیهانو له نظره د نص پر وړاندې اجتهاد بدعت دی. البته ځینو اصحابو او یو شمېر اهل سنتو فقیهانو خپل نظر پر نص مخکې کړی دی. مثلا عمر بن خطاب د نص په وړاندې په اجتهاد سره، لنډمهاله واده او د حج متعه حرامه اعلان کړه. سید عبدالحسین شرف الدین (وفات ۱۳۷۷ق) په اَلنَّصُ و الْاِجتهاد کتاب کې د پېغمبر(ص) په زمانه او له هغه وروسته د خلفاوو، واکمنانو او د هغوي د ځینو خپلوانو له خوا پر نص باندې د اجتهاد د مخکې کولو خبر ورکړی دی.

تعریف او مقام

د نص په مقابل کې اجتهاد، د خدای یا پېغمبر(ص) یا نورو معصومانو د صریح او صفا حکم په وړاندې د مجتهد خپل ذاتي نظر او ظن مخکې کول او مقدم ګرځول تعریف شوی دی.[۱] «نص» هغه معتبر، صریح او ښکاره خبرې ته وایي چې تر یوې زیاته معنا ونه لري.[۲]

شیعه عالمان د نص پر وړاندې له اجتهاد سره مخالف دي. ناصر مکارم شیرازي باوري دی چې د نص په وړاندې د اجتهاد پراختیا د ټولو احکامو د خوندیتوب د تباهۍ سبب کیږي.[۳] میرزا حبیب الله خویي له نص سره مخالفت بدعت ګڼي.[۴] د وسائل الشیعه په سریزه کې د جواد شهرستاني په وینا، مجتهدان د نص په وړاندې په اجتهاد سره په اصل کې پېغمبر(ص) هم د ځان په شان مجتهد ګڼي چې په اجتهاد کې یې د خطا احتمال شته دی.[۵] سید محمد حسین طهراني په نص د شیعه تعبد او له نص څخه د اهل سنتو تېرېدل د شیعه او سني تر مینځ له اختلافي مسایلو ګڼلي دي.[۶]

د نص پر وړاندې له اجتهاد سره د فقیهانو د اکثریت مخالفت

شیعه[۷] او اهل سنت[۸] فقیهان د غوڅ دلیل په وړاندې اجتهاد باطل ګڼي. ځینو اصحابو او تابعانو هم هیڅکله د نص په وړاندې فقهي نظر نه دی ورکړی.[۹] د سني عالم ابن قیم جوزیه په وینا احمد بن حنبل به د نص په اساس فتوا ورکوله او د نص مخالف نظر به یې حتی له خلیفه ګانو هم نه مانه.[۱۰]

سره د دې ټولو، ځینو اهل سنتو فقیهانو کله کله خپل اجتهاد تر نصه مخکې کړی دی.[۱۱] مکارم شیرازي په هغوي کې له یوه نقل کوي چې که په سیاسیاتو او معاملاتو کې، که نص له مصلحت سره په ټکر کې و او یو ځای کول یې ممکن نه وو، نو کولی شو محصلت پر نص را مخکې کړو. البته زیاتره فقیهانو له دغه شان نظر سره مخالفت کړی دی.[۱۲]

د نص په وړاندې له اجتهاد سره د مخالفت دلیلونه

د نص په وړاندې د اجتهاد مخالفانو، پر عقل سربېره[۱۳]، د قرآن په ایتونو او د شیعه او اهل سنتو په روایتونو استدلال کړی دی:

  • د تقلید مرجع جعفر سبحاني د حجرات سورې په لومړي ایت او د خدای او د هغه د رسول د امر په وړاندې د تسلیم په ضروري والي په استناد سره، د نص په وړاندې اجتهاد پر خدای او رسول مخکې کېدل ګڼلي دي.[۱۴]
  • ناصر مکارم شیرازي د نساء سورې د ۶۵ ایت په تفسیر کې، هغه د خدای او د هغه د رسول د حکم د نص په وړاندې د هر ډول نظر ورکولو او اجتهاد مخالف ګڼي.[۱۵]
  • د احزاب سورې په ۳۶ ایت کې مومنان د خدای او رسول الله(ص) د غوښتنې په وړاندې د مخالفت او د انتخاب حق نه لري او د هغوي په وړاندې هر نظر او اجتهاد حرام دی.[۱۶]
  • د اهل سنتو په ځینو سرچینو کې په یو روایت کې راغلي دي چې د ثقیف قبیلې یو کس له دوهم خلیفه څخه د حج په باره کې یوه مساله وپوښتله. عمر د هغه ځواب ورکړ. هغه سړي وويل. له پېغمبره مې دا مساله وپوښتله، خو هغه بل ځواب راکړ. عمر خپه شو او وې ویل: «ولې له ما داسې پوښتنه کوې چې پېغمبر په هغه مساله کې نظر ورکړی دی؟»[۱۷]

د نص په وړاندې د صحابه و اجتهاد

د نص په وړاندې له اجتهاد سره د شیعه سني فقیهانو له مخالفت سره سره، ځینې موردونه راپور شوي چې یو شمېر صحابه و په ښکاره د نص په وړاندې فتوا ورکړې ده.[۱۸] د شیعه عالمانو له نظره، دوهم خلیفه له لومړیو کسانو دی چې د قرآن او د پېغمبر(ص) د نص په وړاندې یې اجتهاد کړی دی.[۱۹] ویل کیږي هغه د نص په مقابل کې لومړی اجتهاد د لنډمهاله واده او د حج د متعې په وړاندې وکړ او له خپل لوري یې هغه حرام کړل.[۲۰]

شرف الدین عاملي په النص والاجتهاد کتاب کې د نص په وړاندې ځینې اجتهادات نقل کړي دي. هغه د دغه کتاب په اوو څپرکو کې د پېغمبر په زمانه یا له هغه وروسته له خلیفه ګانو، واکمنانو او د هغوي د ځینو خپلوانو له خوا د نص په وړاندې سل اجتهاده راوړي دي.[۲۱] ځینې یې دا دي:

د ویلو ده چې اهل سنتو فقیهانو د دغه اجتهادونو دفاع کړې ده.[۲۲]

فوټ نوټ

  1. مؤسّسه دائرة‌المعارف فقه اسلامى، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بيت(ع)، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۶۷؛ یوسفی مقدم، درآمدی بر اجتهاد از منظر قرآن، ۱۳۸۷ش، ص ۲۷۶.
  2. جرجانی، معجم التعریفات، ۲۰۰۴م، ص۲۰۳؛ جمعی از محققان، فرهنگ‌نامه علوم قرآنی، ۱۳۹۴ش، ص۹۹۴.
  3. مکارم شیرازی، شیعه پاسخ می‌گوید، ۱۴۲۸ق، ص۱۳۰ـ۱۳۱.
  4. هاشمی خویی، منهاج البراعه، ۱۴۰۰ق، ج۸، ص۱۸۸.
  5. شهرستانی، «مقدمه»، در کتاب وسائل الشیعة، ص۱۸.
  6. حسینی، ولایت فقیه در حکومت اسلامی، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۱۱۸.
  7. موسوی قزوینی، ینابیع الاحکام، ۱۴۲۴ق، ص۵۰۱؛ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۰، ص۵۱۵؛ هاشمی خویی، منهاج البراعه، ۱۴۰۰ق، ج۸، ص۱۸۶؛ شرف الدین، النص و الاجتهاد، ۱۴۰۴ق، بخش۲، ص۳؛ مغنیه، فی ظلال نهج البلاغه، ۱۹۷۹م، ج۱، ص۳۰۴.
  8. شرف الدین، النص و الاجتهاد، ۱۴۰۴ق، بخش۲، ص۳؛ فضل الله، «دراسات فقهیة و قانونیة: أضواء علی الشوری فی النص القرآنی»، ص۳۸.
  9. یوسفی مقدم، درآمدی بر اجتهاد از منظر قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۶.
  10. ابن‌قیّم جوزیه، اعلام الموقعین، ۱۴۰۷ق، ص۲۹.
  11. قدسی، انوار الاصول، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۶۰۲.
  12. قدسی، انوار الاصول، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۶۰۲.
  13. سبحانی، الانصاف فی مسائل مادام فیها الخلاف، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۳۵.
  14. سبحانی، الانصاف فی مسائل مادام فیها الخلاف، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۳۴.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۴۵۶.
  16. یوسفی مقدم، درآمدی بر اجتهاد از منظر قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۲۸۴.
  17. حسینی میلانی، خلاصة عبقات الانوار، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۲۲۳؛ الاحکام، ابن‌حزم، ج۶، ص۸۰۷.
  18. ابن‌حزم، الإحکام فی اصول الأحکام، دار الآفاق الجدیده، ج۲، ص۱۲؛ حسینی میلانی، خلاصة عبقات الانوار، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۲۲۲ـ۲۲۷؛ تیجانی، ثم اهتدیت، منشورات مدینة العلم، ص۱۶۵ـ۱۶۷.
  19. مرکز الابحاث العقائدیه، موسوعة من حیاة المستبصرین، ۱۴۳۳ق، ج۹، ص۶۶.
  20. مکارم شیرازی، شیعه پاسخ می‌گوید، ۱۴۲۸ش، ص۱۲۸ـ۱۳۰؛ یوسفی مقدم، درآمدی بر اجتهاد از منظر قرآن، ۱۳۸۷ش، ص ۲۷۸.
  21. شرف الدین، النص و الاجتهاد، ۱۴۰۴ق، بخش۲، ص۵.
  22. ابن‌حزم، الإحکام فی اصول الأحکام، دار الآفاق الجدیده، ج۲، ص۱۶؛ یوسفی مقدم، درآمدی بر اجتهاد از منظر قرآن، ۱۳۸۷ش، ص ۲۷۸.

سرچينې

  • ابن‌حزم، علی بن محمد، الإحکام فی اصول الأحکام، لبنان، دار الآفاق الجدیده، بی‌تا.
  • ابن‌قیّم جوزیه، محمد بن ابی‌بکر، اعلام الموقعین عن رب العالمین، تحقیق: محمد محیی‌الدین عبد‌الحمید، لبنان، المکتبة العصریة، ۱۴۰۷ق.
  • تیجانی سماوی، محمد، ثم اهتدیت، بی‌جا، منشورات مدینة العلم، بی‌تا.
  • جرجانی، علی بن محمد، معجم التعریفات، قاهره، دار الفضیله، ۲۰۰۴م.
  • جمعی از محققان، فرهنگ‌نامه علوم قرآنی،‍‍ قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۴ش.
  • حسینی تهرانی، سید محمد حسین، ولایت فقیه در حکومت اسلامی، مشهد، انتشارات علامه طباطبایی، چاپ دوم، ۱۴۲۱ق.
  • حسینی میلانی، سید علی، خلاصة عبقات الانوار فی امامة الائمة الاطهار، بی‌جا، ۱۴۰۵ق.
  • سبحانی، جعفر، الإنصاف فی مسائل مادام فیها الخلاف، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۲۳ق.
  • شرف الدین موسوی، سید عبدالحسین، النص والاجتهاد، اول، سیدالشهداء، بی‌جا، ۱۴۰۴ق.
  • شهرستانی، جواد، «مقدمه» در کتاب وسائل الشیعة، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • علامه مجلسی، محمد‌باقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • فضل الله، مهدی، «دراسات فقهیة و قانونیة: أضواء علی الشوری فی النص القرآنی»، در فصل‌نامه الثقافة الاسلامیه، شماره ۲۶، محرم و صفر ۱۴۱۰ق.
  • قدسی، احمد، انوار الاصول، تقریرات درس ناصر مکارم شیرازی، قم، انتشارات نسل جوان، چاپ دوم، ۱۴۱۶ق.
  • مؤسسه دائرة‌المعارف فقه اسلامى، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بيت(ع)، موسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • مرکز الابحاث العقائدیه، موسوعة من حیاة المستبصرین، بی‌جا، مرکز الابحاث العقائدیه، ۱۴۳۳ق.
  • مغنیه، محمد‌جواد، فی ظلال نهج البلاغه، بیروت، دار العلم للملایین، ۱۹۷۹م.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، دائرة المعارف فقه مقارن، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابی‌طالب (ع)، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، شیعه پاسخ می‌گوید، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابی‌طالب(ع)، چاپ هشتم، ۱۴۲۸ش.
  • موسوی قزوینی، سید علی، ینابیع الأحکام فی معرفة الحلال و الحرام، تحقیق: سید علی علوی قزوینی، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • هاشمی خویی، میرزا حبیب‌الله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغه، تحقیق: ابراهیم میانجی، ترجمه: حسن زاده آملی، حسن و محمد‌باقر کمره‌ای، تهران، مکتبة الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۰ق.
  • یوسفی مقدم، محمد‌صادق، درآمدی بر اجتهاد از منظر قرآن، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۷ش.