د مالک بن نویره وژله

د wikishia لخوا
دا مقاله د مالک بن نُوَیْره د وژله په اړه ده. د ورته نوم د یو کس سره آشنا کیدو لپاره، مالک بن نویره وګورئ.

د مالک بن نُوَیْره وژله د ابوبکر د خلافت د وخت يوه پېښه ده چې پکې د پېغمبر(ص) یو صحابي مالک بن نویره د خالد بن ولید په لاس ووژل شول او د شیعه سني تر مینځ په یوې کلامي اختلافي مسالې بدل شو. شیعه د خالد په اخلاق انحراف په عقېدې او د دغه قتل په ارتکاب سره د صحابه و د عدالت په نظریې تنقید وکړ. د شیعه محققانو په وینا، مالک د ابوبکر خلافت مشروع نه ګاڼه له دې امله یې د زکات له ورکولو ډډه وکړه او همدا خبره د هغه د وژل کېدو پلمه شوه.

ځینو اهل سنتو لیکوالانو خالد بن ولید د عمل د توجیه لپاره مالک مرتد ګڼلی دی؛ خو شیعیانو او یو شمېر اهل سنتو د هغه په مسلمانۍ د ځینو اصحابو په ګواهۍ او د ابوبکر له خوا د مالک د دیې په ورکول کېدو په استدلال سره، د هغه د ارتداد انکار کړی دی؛ لکه څنګه چې عمر بن خطاب، خالد بن ولید د مالک د وژلو په جرم د قصاص او د هغه له مېرمنې سره د څملاستو په جرم د سنګسار مستحق ګاڼه، د دې په مقابل کې ابوبکر، خالد په خپل اجتهاد کې معذور وګاڼه.

مالک بن نویره د جاهلیت او اسلام په زمانه کې له اشرافو او بزرګانو څخه و چې د پېغمبر(ص) په ژوند کې مسلمان شو. د پېغمبر(ص) له وفاته وروسته مالک په ابوبکراعتراض وکړ چې ولې دې د پېغمبر(ص ) د وینا مطابق، خلافت، علي(ع) ته نه دی ورکړی. شیخ عباس قمي باوري دی چې مالک له اهل بیتو(ع) سره د مینې په وجه ووژل شو.

د مالک بن نویره د وژلې په موضوع ځینې کتابونه لیکل شوې دي چې د علي لباف کتاب «د مالک بن نویره د وژلې پېښه» له هغو څخه دی.

په کلامي بحثونو کې د واقعې اهمیت

د مالک بن نویره د قتل پېښه د فریقینو په نزد له یوې ننګوونکي کلامي مسالې څخه ده.[۱] د خالد بن ولید په لاس د مالک وژله او د مالک له ښځې سره د خالد بن ولید څملاستل په رِدّه جنګونو پورې اړونده یوه ډېره جنجالي پېښه ګڼلې شوې ده.[۲] شیعه څېړاندو په دغه تاریخي پېښه په استناد سره د اصحابو د عدالت په اړه د اهل سنت په نظریې نیوکه او تنقید کړی او باوري دي چې دغه نظریه د اصحابو د ځینو غلطو او ناوړه کارونو د توجیه لپاره جوړه شوې ده.[۳] د څلورمې پېړۍ د مورخ مَقْدِسی په وینا، د امامت له مسالې وروسته په رده جنګونو کې د مسلمانانو اختلاف څرګند شو؛ که څه هم ابوبکر باوري و چې له اهل رده سره باید جنګ وشي، خو مسلمانانو له هغه سره مخالفت وکړ.[۴]

شیعیانو او ځینو اهل سنتو د مالک ارتداد غلطه ادعا ګڼلې او هغه مسلمان ګڼي.[۵] د هغه په اسلام راوړلو د یو شمېر اصحابو ګواهي ورکول او د ابوبکر له خوا د مالک د دیې ادا کېدل او د مالک له مېرمنې د خالد د جدایۍ امر، د مالک په مسلمانۍ د هغوي ځینې دلایل دي؛[۶] سره له دې اهل سنت د هغه په مسلمانوالي کې یو شان نظر نه لري او ځینې هغه مرتد ګڼلی دی.[۷] محمد حسین هیکل د خالد د کړنو په توجیه سره په دې باور دی چې حکومت ته د هغه د ډېرو خدمتونو په وړاندې د مالک وژل او له ښځې سره یې همبستره کېدل ډېره معمولي مساله ده.[۸]

مالک بن نویره

اصلي مقاله: مالک بن نویره

مالک بن نُوَیرة بن جَمْرَة تَمیمي د پیغمبر(ص) له اصحابو او د جاهلیت او اسلام د زمانې له اشرافو او مخورو کسانو څخه و.[۹] مالک، شاعر و او شعري دیوان یې درلود.[۱۰] هغه پېغمبر(ص) ته ورغی او مسلمان شو.[۱۱] پېغمبر هغه، د هغه په قبیله کې خپل استازی وټاکه چې له هغوی زکات واخلي.[۱۲]

په څوارلسمه پېړۍ کې د شیعه محدث شیخ عباس قمي په وینا، مالک بن نویره له اهل بیتو(ع) سره د مینې په وجه ووژل شو.[۱۳] د فضل بن شاذان د نقل مطابق، د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته، مالک بن نویره مدینې ته راغلی او چې وې لیدل ابوبکر خلیفه شوی په هغه یې اعتراض وکړ چې ولې یې د پېغمبر(ص) د وینا مطابق، خلافت، امام علي(ع) ته نه دی ورکړی.[۱۴]

په رده جنګونو کې د مالک وژله

د شیعه تاریخ څېړاندو علامه امیني[۱۵] او رسول جعفریان[۱۶] په وینا بې له کوم شکه مالک بن نویره د خالد بن ولید د اخلاقي بې لارۍ په وجه ووژل شو. مالک د ابوبکر حکومت ته له زکات ورکولو ډډه وکړه او هغه یې په خپل قام کې وېشه.[۱۷] د النص و الاجتهاد د کتاب سید عبدالحسین شرف الدین په وینا، مالک په دې وجه چې د ابوبکر د خلافت په مشروعیت او هغه ته په زکات ورکولو کې یې شک درلود، هغه ته له زکات ورکولو ډډه کوله.[۱۸]

خالد بن ولید د ابوبکر په امر، د مالک او د هغه د قبیلې له ارتداد سره د مقابلې لپاره، په بُطاح سیمه کې دهغوي لور ته ورغی.[۱۹] ابوبکر امر کړی و چې د جنګ له پېله مخکې په لمانځه د هغوي پابندي ولیدل شي چې د هغوي له ارتداده ډاډ حاصل شي.[۲۰] مالک چې خپل لور ته د خالد له ورتګه خبر شو، د خپل روغ نیت د ښودولو او د دې خیال د مخنیوي لپاره چې ګڼي هغوي لښکر تیار کړی، د خپلې قبیلې خلک خواره واره کړل چې خالد ګمان ونه کړي هغوي جنګ ته سنبال شوې دي.[۲۱] ځینو انصارو چې کله ولیدل مالک او قبیله یې لمونځ کوي، له خالد بن ولید سره مخالفت وکړ، خو خالد یې خبرې ته کوم پام ونه کړ.[۲۲]

مالک د دې لپاره چې ثابته کړي مرتد شوی نه دی، له خپلې مېرمنې ام تمیم سره خالد ته ورغی، خو خالد د هغه د مېرمنې په لیدلو سره چې ښایسته ښځه وه، مالک وواژه او هماغه شپه یې د مالک له مېرمنې سره چې د مېړه د وفات په عده کې وه همبستري وکړه.[۲۳] د دریمې پېړۍ د مورخ یعقوبي په راپور خالد د ام تمیم په لیدلو سره د دې جملې په ویلو سره چې «په خدای قسم هغه څه چې په واک کې یې لرې، بې ستا له وژلو یې نه شم حاصلولی» مالک وواژه.[۲۴] د دوهمې هجري پېړۍ د مورخ واقدي په راپور، خالد له ډېرې مودې په ام تمیم فکر کاوه. مالک هم د ځان له وژل کېدو مخکې د خالد محرک د خپلې مېرمنې ښایست بیان کړی و.[۲۵] د هغه وژله د ۱۱ قمري کاله له پېښو ګڼل شوې ده.[۲۶]

د مالک په وژله د اصحابو اعتراض

د خالد د شرعې خلاف کارونه د ځینو اصحابو لکه ابوقَتادَه انصاري او عبد الله بن عمر د اعتراض سبب شول.[۲۷] وروسته له دې چې د خالد د لښکر راپور مدینې ته ورسېد عمر بن خطاب د خالد د خلاف شرع کارونو په اړه له ابوبکر سره خبرې وکړې او ترې یې وغوښتل چې خالد له کوماندې لرې کړي.[۲۸] عمر بن خطاب، خالد بن ولید د مالک د وژلوپه وجه د قصاص او له مېرمنې سره یې د څملاستلو په وجه د سنګسار مستحق ګاڼه.[۲۹] خو ابوبکر د عمر د غوښتنې په ردولو سره، خالد په خپل اجتهاد کې معذور وګاڼه.[۳۰] او هغه یې د خدای تعالی یوه توره وبلله چې د خدای پر دښمنانو راوېستل شوې ده.[۳۱]

وروسته له دې چې د مالک ورور مُتَمِّم بن نویره، د خپل ورور د قصاص په غرض ابوبکر ته ورغی، ابوبکر امر وکړ چې د مالک دیه له بیت الماله ورکړې شي.[۳۲] همداراز هغه خالد ته امر وکړ چې د مالک له مېرمنې جدا شي، خو خالد هیڅکله د ابوبکر دغه امر ونه مانه.[۳۳] د مصري تاریخ څېړاندي محمد حسین هیکل په وینا، له دې امله چې ابوبکر په خپل حکومت کې خالد ته اړتیا لرله له هغه یې پرله پسې کارونه اخستل.[۳۴] خو عمر د هغه خطا هېره نه کړه او له همدې امله وه چې د ابوبکر له وفاته وروسته چې په خپله خلیفه شو، خالد یې د لښکر له کوماندې لرې کړ.[۳۵]

د مالک بن نویره د قتل کیسه د کتاب انځور

مونوګراف

ځینې کتابونه چې د مالک بن نویره د وژل کېدو په اړه لیکل شوي دا دي:

  • «ماجرای قتل مالک بن نویره» د علی لَبّاف؛ په هڅه. دا کتاب چې مطالب یې د سید مرتضی عسکري له اثارو اخستل شوي، په ۱۳۹۱ ل کال کې د منیر خپرنځي له خوا په تهران کې چاپ شوی دی.[۳۶]
  • «پژوهشی در حیات سیاسی و مبارزاتی مالک بن نویره» په قلم د حسن علی‌پوروحید؛ دا کتاب د اسلامي انتشاراتو دفتر په ۱۳۹۵ل کال کې په ۶۸۵ مخونو کې چاپ کړید ی.[۳۷]
  • «مالک بن نویره» د حسن علی‌پوروحید بل کتاب؛ لیکوال په دې کتاب کې د مالک پېښه د اهل سنتو له سرچینو په تحلیلي نظر سره جاجولې ده.[۳۸] دا کتاب دلیل ما انتشاراتو، په ۱۴۰۲ ل کال کې په ۶۱۶ مخونو کې چاپ کړی دی.[۳۹]

فوټ نوټ

  1. صیامیان گرجی، «رده، جنگ‌ها»، ص۶۹۵.
  2. غلامی، «جنگ‌های ارتداد و بحران جانشینی پس از پیامبر(ص)»، ص۳۹.
  3. نیکزاد، «عدالت صحابه در ترازوی نقد»، ص۴۲-۴۴.
  4. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیه، ج۵، ص۱۲۳.
  5. وګورئ:‌ ابن‌أثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷۷؛ غلامی، «جنگ‌های ارتداد و بحران جانشینی پس از پیامبر(ص)»، ص۴۰.
  6. وګورئ:‌ ابن‌أثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷۷؛ غلامی، «جنگ‌های ارتداد و بحران جانشینی پس از پیامبر(ص)»، ص۴۰.
  7. وګورئ:‌ ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷۷.
  8. هِیْکَل، الصدیق ابوبکر، دار المعارف، ص۱۴۱.
  9. ابن‌أثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷۶.
  10. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۹، ص۲۶۴.
  11. ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۳.
  12. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۲.
  13. قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۳۱۱.
  14. ابن‌شاذان، الفضائل، ۱۳۶۳ش، ص۷۶.
  15. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۱۹-۲۲۰.
  16. جعفریان، تاریخ خلفا، ۱۳۹۴ش، ص۳۸.
  17. ابن‌حجر، الإصابه، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۵۶۰.
  18. شرف‌الدین، النص و الاجتهاد، ۱۴۰۴ق، ص۱۱۸.
  19. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۹۵.
  20. سید مرتضی، الشافی فی الإمامه، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۱۶۳.
  21. شرف‌الدین، النص و الاجتهاد، ۱۴۰۴ق، ص۱۱۸-۱۱۹.
  22. واقدی، الرده، ۱۴۱۰ق، ص۱۰۶-۱۰۷.
  23. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۳۱-۱۳۲.
  24. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۳۱.
  25. واقدی، الرده، ۱۴۱۰ق، ص۱۰۷.
  26. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۷۸.
  27. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۵، ص۱۵۹.
  28. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۷۸-۲۷۹.
  29. ابی‌الفداء، تاریخ ابی‌الفداء، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۲۲.
  30. ابن‌کثیر، البدایة و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۲۳.
  31. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۰، ص۴۷۱.
  32. ابن‌اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷۷.
  33. ابن‌حجر، الإصابه، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۲۱۸.
  34. هِیْکَل، الصدیق ابوبکر، دار المعارف، ص۱۵۷.
  35. هِیْکَل، الصدیق ابوبکر، دار المعارف، ص۱۳۸.
  36. لباف، ماجرای قتل مالک بن نویره، ۱۳۹۱ش.
  37. علی‌پوروحید، پژوهشی در حیات سیاسی و مبارزاتی مالک بن نویره، ۱۳۹۵ش.
  38. علی‌پوروحید، مالک بن نویره، ۱۴۰۲ش.
  39. علی‌پوروحید، مالک بن نویره، ۱۴۰۲ش.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعه، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌أثیر، علی بن ابی‌الکرم، اُسُد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابه، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن‌خلدون، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌شاذان، فضل، الفضائل، قم، رضی، ۱۳۶۳ش.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابی‌الفداء، اسماعیل بن علی، تاریخ ابی‌الفداء، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الادب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۶ق.
  • جعفریان، رسول، تاریخ خلفا، قم، دلیل ما، ۱۳۹۴ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الأعلام، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۱۳ق.
  • سید مرتضی، علی بن الحسین، الشافی فی الإمامه، تهران، مؤسسة الصادق(ع)، ۱۴۱۰ق.
  • شرف‌الدین، سید عبدالحسین، النص و الاجتهاد، قم، ابومجتبی، ۱۴۰۴ق.
  • صیامیان گرجی، زهیر، «رده، جنگ‌ها»، در جلد ۲۴ دایرة المعارف بزرگ اسلامی، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۹۸ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت دار التراث۱۳۸۷ق.
  • علی‌پوروحید، حسن، پژوهشی در حیات سیاسی و مبارزاتی مالک بن نویره، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۹۵ش.
  • علی‌پوروحید، حسن، مالک بن نویره، قم، دلیل ما، ۱۴۰۲ش.
  • غلامی، علی، «جنگ‌های ارتداد و بحران جانشینی پس از پیامبر(ص)»، در مجله معرفت، شماره ۴۰، فروردین ۱۳۸۰ش.
  • قمی، عباس، منتهی الآمال ، قم، دلیل ما، ۱۳۷۹ق.
  • لَبّاف، علی، ماجرای قتل مالک بن نویره، تهران، منیر، ۱۳۹۱ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، تحقيق: السيد إبراهيم الميانجي ، محمد الباقر البهبودي، بیروت، دارالرضا، ۱۴۰۳ق.
  • مَقْدِسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بیروت، پورت سعید، مکتبة الثقافة الدینیه، بی‌تا.
  • نیکزاد، عباس، «عدالت صحابه در ترازوی نقد»، در مجله رواق اندیشه، شماره ۲۸، فروردین ۱۳۸۳ش.
  • واقدی، محمد بن عمر، الرده، بیروت، دار الغرب الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • هِیْکَل، محمد حسین، الصدیق ابوبکر، قاهره، دار المعارف، بی‌تا.
  • یعقوبی، احمد بن أبی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.