د نمل سوره ۶۲ آیت
د نمل سوره ۶۲ آیت، خدای پاک، د دعاګانو د قبلولو او د «مُضطر» خلکو د ستونزو د حل د لارې په توګه معرفي کوي او په ځمکه کې د خلافت په اړه خبرې کوي. په عام کلتور کې د دې آيت لومړۍ برخه چې «د اَمَّن یُجیب آیت» په نوم يادېږي، د «دعا» په توګه یادیږي او د مصيبت په وخت کې يې د لوستلو سپارښتنه کېږي.
ځينې شيعه عالمان د اهل بيتو له روايتونو څخه په نقل سره د آيت شان نزول امام مهدي(عج) په هکله ګڼي او وايي چې په رواياتو کښې هغه حقيقي مضطر ګڼل شوی دی چې خداے پاک به یې دعاګانې قبلوي او هغه به په ځمکه کې خپل خلیفه ګرځوي. علامه طباطباییِ چې له شیعه مفسرینو څخه دی، دا شان نزول د یو مصداق په توګه ګڼلی او وایی چې د «مضطر» ټکی ټولو بې وسه خلکو ته شامل دی.
د «خُلَفاءَ الاَرض» (په ځمکه کې ځای ناستي) عبارت په اړه هم د مفسرینو تر منځ ډېر بحثونه شوي دي. اکثره شیعه او سني مفسرین دا جمله په دې معنا ګڼي چې خدای په هره زمانه کې د ځمکې پر مخ د خلکو یوه ډله د بلې ډلې ځای ناستي ګرځوي. خو ځینې کسان په دې باور دي چې له خلافته مراد په ځمکې کې د ټولو انسانانو خلافت دی. مطلب دا چې خدای انسان ته په ځمکه کې د تصرف او د قبضې واک ورکړی دی.
په عمومي کلتور کې د آیت مقام
- همدارنګ وګورئ: د امن یجیب آیت
د نمل سوره ۶۲ آیت دې عبارت «اَمَّن یُّجیبُ المُضطَرَّ اِذا دَعاهُ وَ یَکشِفُ السُّوءَ؛ يا هغه څوک دی چې کله يې اړمن (حاجتمن) وبولي نو ځواب ورکوي. او بدي (سختي) ترې لرې کوي» سره شورو کیږي او د عامو خلکو په ژبه دې عبارت ته دعا ویل کیږي او یو ډول رسم د «امن یجیب ختم» په نامه لري.[۱] البته په خپله دا آیت د دعا په سیاق کې نه دی او د عا په وخت د دې عبارت «یا مَنْ یجیبُ الْمُضْطَرَّ إِذا دَعاهُ»[۲] یا «يَا مَنْ يُجِيبُ دُعَاءَ الْمُضْطَرِّ» سپارښتنه شوې ده.[۳]
میرزا جواد ملکي تبریزي، هغه کس ته چې د روژې میاشت یې په خپل حالت کې له کوم بدلون پرته تېره کړه، سپارښتنه کړې ده چې د سختیو له منځه وړلو او د ځان د اصلاح لپاره له خدایه مرسته وغواړي او د امن یجیب آیت په زبان حال کې ولولي.[۴]
متن او ترجمه
د نمل سوره په ٦٢ آيت کې له مشرکانو څخه د خداى له پنځو پوښتنو څخه درېيمه پوښتنه را پورته کېږي چې په دې آيت او له هغه څخه مخکې او وروسته آيتونو کې ورته اشاره شوې ده. په دې آيت كې خداى له مشركانو پوښتنه كوي، چې ايا هغه څوك چې د بې وسه دعا قبلوي غوره دي او يا ستاسو هغه معبودان چې هيڅ نه كوي؟[۵]
اَمَّن یُّجیبُ المُضطَرَّ اِذا دَعاهُ وَ یَکشِفُ السُّوءَ وَ یَجعَلُکُم خُلَفاءَ الاَرضِ ءَاِلهٌ مَّعَ اللهِ قَلیلاً مَا تَذَکَّرُونَ.
يا هغه چې کله يې اړمن (حاجتمن) وبولي نو ځواب ورکوي. او بدي (سختي) ترې لرې کوي. او تاسي په ځمکه کښې خپل خليفګان ګرځوي آيا له الله سره بل معبود شته؟ ډير کم دي (هغه کسان) چې پند اخلي.
شأن نزول
شرف الدین استرابادي[۶] (وفات کال 965 هـ ق)، شریف لاهیجي[۷] او نعماني[۸] (وفات 360 هـ ق) په شمول شیعه عالمان د اهل بیتو د روایاتو په حواله د نمل سوره ۶۲ آیت شان نزول د حضرت امام مهدي(عج) په حق کې ګڼي. د امام صادق(ع) په یوه حدیث کښې چې د تفسیر قمی په کتاب کښې راغلی دی د نمل سوره ۶۲ آیت د قایم آل محمد (امام مهدي) په شان کې نازل شوی دی او هغه حقیقي مضطر دی چې په مقام ابراهیم کې به له لمانځه او دعا وروسته الله تعالی د هغه دعا قبلوي او له «کشف سوء» (د مشکلاتو له ختمولو) وروسته به یې په ځمکه کې خلیفه ګرځوي.[۹]
نعماني په الغیبه کتاب کې له امام باقر(ع) څخه د محمد بن مسلم په روایت سره د امن یجیب آیت په تفسیر کښې کې راوړي دي چې وايي: د نمل سوره ۶۲ آیت د امام مهدي(عج) په باره کښې نازل شوی دی. چې په کعبه کې به له راښکاره کېدو وروسته جبرائیل او د هغه ۳۱۳ تنه اصحاب له هغه سره بیعت وکړي.[۱۰]
علامه طباطبايي (وفات ۱۳۶۰لمریز کال) او مکارم شیرازي لیکلي دي چې په دې احادیثو کې شان نزول د هغو یو مصداق دی او آیت ټولو مضطرو کسانو ته شاملیږي.[۱۱] علی بن ابراهیم هم په روایتونو کې د مصداق بیان د آیت تأویل یعنی د قرآن باطن ګڼلی دی.[۱۲]
د اضطرار او دعا قبلیدو په خپلو کې اړیکه
- همدرانګ وګورئ: د امن یجیب آیت
مفسرين د «اَمَّن یُّجیبُ المُضطَرَّ اِذا دَعاهُ وَ یَکشِفُ السُّوءَ؛ يا هغه چې کله يې اړمن (حاجتمن) وبولي نو ځواب ورکوي. او بدي (سختي) ترې لرې کوي. د اضطرار او د دعا د قبلیدو تر منځ د تړاو په اړه خبرې کړې دي. د مفسرینو له نظره مضطر هغه څوک دی چې د یو څه د سختوالي له امله یې خدای ته پناه وړې وي او له هغه پرته له نورو هیله پرې کړې وي.[۱۳]
د مفسرینو په وینا لکه فضل بن حسن طبرسي (وفات 548 هجري)، فتح الله کاشاني (وفات 988 هجري) او مکارم شیرازي، خدای د هر چا دعا قبلوي. خو د دې له امله چې د مضطر انسان غوښته مزبوته او خضوع سره ده، نو اضطرار د دعا د قبلیدو شرط ګرځیدلی دی.[۱۴] محمد سبزواري(وفات ۱۳۶۸) او علامه طباطبايي هم په آيت کې اضطرار د رښتيني غوښتی نښه ياده کړې ده.[۱۵]
په ځکه کې د خلیفه ګانو په هکله اختلاف
مفسرینو په دې اړه بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي چې د «خلفاء الارض»(په ځمکه کې خلیفه ګان) له کلمې څخه څه مراد دی. ډېرو شیعه او سني مفسرینو ویلي دي چې مطلب دا دی چې خدای په هره زمانه کې د ځمکې پر مخ یوه ډله خلک د بلې ډلې خلیفه او ځای ناستي ګرځوي چې په ځمکه کې ژوند وکړي او د هغې ساتنه په غاړه واخلي. شیخ طوسي،[۱۶] طبرسي،[۱۷] ابوالفتوح رازي،[۱۸] فیض کاشاني،[۱۹] محمد بن جریر طبري،[۲۰] ابن کثیر،[۲۱] ثعلبی،[۲۲] زمخشری،[۲۳] او فخر رازي[۲۴] له دې ډلې څخه دي.
له بلې خوا سيد محمد حسين طباطبايي په دې آيت كې د خلافت معنا د انسان په ځمكې باندې او هر څه چې په ځمکه کې دي د نيولو قدرت ګڼلى دى. د دې نظر له مخې که کوم مشکل او مشکلات د انسان د اضطرار سبب شي نو له خدایه د هغه د حل غوښتنه کوي او که خدای د هغه دعا قبوله کړي نو په حقیقت کې هغه خلافت چې انسان ته یې ورکړی دی، بشپړ کړی دی. د علامه طباطبايي په اند، د آيت له سیاق سره نورې معناوې مناسبې نه دي.[۲۵]
په بل احتمال کې چې هغه ضعیف ګڼلی، طبرسي له ابن عباس څخه روایت کړی چې په هغه کې د خلافت معنی دا ده چې خدای به تاسو د کافرانو خلیفه ګرځوي او د کافرانو په ځمکو کې به تاسو ته ځای درکوي ترڅو تاسو د کفر پر ځای د خدای اطاعت وکړئ.[۲۶] علامه طباطبايي دا دوهم احتمال هم ردوي؛ په دې دلیل چې د آیت مخاطبان دلته کافران دي. په داسې حال کې چې د دې احتمال له مخې باید مؤمنانو ته خطاب شوی وای.[۲۷]
آیا د دې آیت پر اساس، د حاکم اطاعت واجب دی؟
د ایت د دې برخې په اړه چې وايي: «وَ یَجعَلُکُم خُلَفاءَ الاَرضِ؛ او [څوک دی چې] تاسو د دې ځمکې خلیفه ګان جوړ کړي؟» سیوطي (۸۴۹-۹۱۱هـ ق) چې له سني مفسرینو څخه دی، د اسلام له پیغمبر(ص) یو روایت ذکر کړی چې له مخې یې د خليفه (حاکم) اطاعت د خدای په حکم سره مطلقا فرض دی. که ښه و نو ښه ده، خو که بد و، نو خدای به هغه رانیسي.[۲۸]
علامه طباطبايي د سيوطي په ځواب كې دا روايت جعلي ګڼلى او ويلي يې دي چې په دې آيت كې خلافت د حكومت په معنا نه دى. بلکه، دا په ځمکه کې د انسان جانشیني او په هغه شیانو باندې د هغه حاکمیت دی چې په ځمکه کې شتون لري. که یواځې چاته خلافت ورکول د هغه د مطلق اطاعت سبب کیدی نو د دين دعوت بیا هيڅ معنا نه لري. ځکه چې الله تعالی په قرآن کې د نمرود او فرعون پاچاهۍ هم ځانته منسوبوي. نو د دې پر اساس باید دا ومنو چې د هغوی اطاعت هم فرض دی.[۲۹] [حالانکه داسې نه ده]
فوټ نوټ
- ↑ «مصاحبه با حضرت آیت الله یوسف صانعی»، ص۱۵۳.
- ↑ وگوري: سید بن طاووس، مهج الدعوات، ۱۴۱۱ق، ص۳۴۲و۳۴۶؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۲، ص۱۰۳.
- ↑ وګورئ: سید بن طاووس، مهج الدعوات، ۱۴۱۱ق، ص۱۵۱.
- ↑ ملکی تبریزی، المراقبات، ۱۳۸۸ش، ص۲۶۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱-۱۳۷۴ش، ج۱۵، ص۵۱۷.
- ↑ شرف الدین استرآبادى، تأويل الآيات، ۱۴۰۹ق، ص۳۹۹.
- ↑ شریف لاهیجی، تفسير شريف لاهيجى، ۱۳۷۳ش، ج۳، ص۴۳۵-۴۳۶.
- ↑ النعمانی، الغيبه، ۱۳۷۹ق، ص۳۱۴.
- ↑ قمی، تفسير القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۲۹.
- ↑ النعمانی، الغيبه، ۱۳۷۹ق، ص۳۱۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ج۱۵، ص۳۹۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱-۱۳۷۴ش، ج۱۵، ص۵۲۱-۵۲۲.
- ↑ قمی، تفسير القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۲۹.
- ↑ وګورئ: ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۶۶-۱۳۷۸ش، ج۱۵، ص۶۵؛ کاشانی، زبدة التفاسير، ۱۳۸۱ش، ج۵، ص۱۱۶؛ فیض کاشانی، تفسير الصافی، ۱۳۷۳ش، ج۴، ص۷۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱-۱۳۷۴ش، ج۱۵، ص۵۲۰-۵۲۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۷، ص۳۵۸؛ کاشانی، زبدة التفاسير، ۱۳۸۱ش، ج۵، ص۱۱۶؛ مکارم شیرازی، پیدایش مذاهب، ۱۳۸۴ش، ص۹۶.
- ↑ سبزواری، ارشاد الاذهان، ۱۴۱۹ق، ص۳۸۷؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ج۱۵، ص۳۸۱.
- ↑ شیخ طوسی، التبيان، دار احیاء التراث العربی، ج۸، ص۱۱۰.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۷، ص۳۵۸-۳۵۹.
- ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۶۶-۱۳۷۸ش، ج۱۵، ص۶۵.
- ↑ فیض کاشانی، سير الصافی، ۱۳۷۳ش، ج۴، ص۷۱.
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۰، ص۴.
- ↑ ابنکثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۶، ص۱۸۵-۱۸۶.
- ↑ ثعلبی، کشف و البیان عن تفسیر القرآن، ۱۴۲۲ق، ج۷، ص۲۱۹.
- ↑ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷-۱۴۱۶ق، ج۳، ص۳۷۶-۳۷۷.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۴، ص۵۶۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ج۱۵، ص۳۸۳.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۷، ص۳۵۸-۳۵۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق، ج۱۵، ص۳۸۴.
- ↑ سیوطی، تفسیر الدر المنثور، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۳۷۲.
- ↑ سیوطی، تفسیر الدر المنثور، ۱۴۱۴ق، ج۱۵، ص۳۹۱-۳۹۲.
سرچينې
- قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند، تهران، دارالقرآن الکریم، ۱۳۷۶ش.
- ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، به تصحیح محمدحسین شمس الدین، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
- ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، گردآورنده محمدمهدی ناصح و محمدجعفر یاحقی، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۳۶۶-۱۳۷۸ش.
- ثعلبی، احمد بن محمد، کشف و البیان عن تفسیر القرآن، به تصحیح ابیمحمد ابن عاشور، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
- زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف، گردآورنده مصطفی حسین احمد، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۷-۱۴۱۶ق.
- سبزواری، محمد، ارشاد الاذهان، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۱۹ق.
- سید بن طاووس، علی بن موسی، مهج الدعوات و منهج العبادات، قم، دار الذخایر، ۱۴۱۱ق.
- سیوطی، عبدالرحمن بن ابیبکر، تفسیر الدر المنثور، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۴ق.
- شبر، عبدالله، تفسیر القرآن الکریم، گردآورنده حامد حفنی داود، قم، مؤسسة دار الهجرة، بیتا.
- شرف الدین استرآبادى، على، تأويل الآيات، محقق حسین استاد ولی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.* شریف لاهیجی، تفسير شريف لاهيجى، گردآورنده جلال الدین محدث، تهران، دفتر نشر داد، ۱۳۷۳ش.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبيان، گردآورنده، احمد حبیب عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیتا.
- طباطبایی، محمد حسین، المیزان، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۵۰-۱۳۵۳ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، به تصحیح هاشم رسولی و دیگران، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۸ق.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۲ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- فیض کاشانی، محمد بن شاه مرتضی، تفسير الصافی، به تصحیح حسین اعلمی، تهران، مکتبة الصدر، ۱۳۷۳ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسير القمی، به تصحیح طیب جزایری، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
- کاشانی، فتحالله، زبدة التفاسير، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۳۸۱ش.
- نعمانی، محمد بن ابراهيم، الغيبة للنعمانی، محقق و مصحح علیاکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
- «مصاحبه با حضرت آیت الله یوسف صانعی»، در مجله حوزه، شماره ۳۲، خرداد و تیر ۱۳۶۸ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱-۱۳۷۴ش.
- ملکی تبریزی، جواد، المراقبات، ترجمه کریم فیضی، قم، انتشارات قائم آل محمد(ص)، ۱۳۸۸ش.